د پسرلی ښکلی موسم دی. په زړه پوری سړه وږمه چلیږی. مځکه شنه، دښتونه شنه، چمنونه شنه، د فصلونو او کښتونو پر سر د محبت ځلیدونکی پرخه، د سحرنۍ د لمر د پلوشو او وړانګو لاندی ورو ورو ویلیږی او د مرغلرو د دانو په څیر څک څک پر مځکه پریوزی او د نوی سو کاله او آرام ژوند او تازه روح زیری ورکوی.
د غرونو د لوړو څوکو څخه چې د ژمی د کنګلونه مات شوی او ورو ورو ویلی شوی، هر خواته آبشارونه د فوارو په رنګ د اوبو څاڅکی لکه د پیغلو د غاړی د امیل تکی سپینی دانی شرنګ شرنګ هری خواته یې شیندی. لاندی سیندونه په مستۍ راغلی او د انسان وحضورته د راتلونکو هڅونو په اړوند د عمل او ارادی ژور پیغام وړاندی کوی.
سپک ورزی مرغان د هسک نیلی آسمان په لویه او پراخه فضا کې هسی شور ما شور او بزم جوړ کړی، چې هر اوریدونکی اټکل کوی چې ګویا د آسمان سندری بولی او نغمه وایی د مځکی و ژوندی ګړو ته د نوی ژوند د بیا پیل په ویاړ خپلی نوی سابخښوونکی نغمی او سندی اوروی.
د طبیعت څه عجیب کار او څه عجیب نظم دی. هر موسم ځانله ښیګڼې او ښکلا لری. خو دغه موسم د ټول ژوندی سر یو (انسان، حیوان، مرغان، څخیدونکی، نباتات، ونی او بوټی…) او ټولو لپاره د فیض او برکت فضل ګڼل کیږی. په دی بهیر کې، وحشی حیوانات هم د خپلو مندرو او کوډلو څخه راوزی او په ناپایه، په شنو پاټوپټ ځنګلونو کی په آزاد او په زړه پوری توګه تګ او راتګ کوی او ګرځی.
په دی لړ کې یوه ورځ په یوه بی ساری لوی ځنګله کې یو پړانګ ، یوه لیوه او ګیدړ سره مخامخ کیږی. دوی هم د همدغه پسرلنی سړی وږمی څخه خوند اخلی. خوشحاله دی او غاړی تر غاړی سره لوبی کوی. وروسته دغه ځناوری وږی کیږی او د خپل عادت او طبیعت سره سم غواړی ځانله یو ښکار پیدا کړی او خپله میله پر وکړی او ځانونه په ماړه کړی. دوی راولاړیږی، په درغلیو لاس پوری کوی او د ځنګله په منځ کې یو تور غوړوی او د تور یا جال پر شاوخوا او پاس باندی شنه بښخنې پاڼې اچوی تر څو جال ته د چا پام وانه وړی. وروسته دری واړه ځناوران هر یو یوی خواته په انګولاو او نارو، سور او منډو رامنډو پیل کوی او غواړی چې په دی توګه د ځنګله نور حیوانات وتروی او په جال کې یې اړباسی.
په دی ترڅ کې یو هوسۍ چې د پاسه سملاسی راکښته سوی ده، د ځناورو د ږغونو په اوریدو سره وارخطا کیږی او په پیړه منډی وهی او غواړی چې د دغو ظالمو او څیرونکو ځناورو له سره او غاښ څخه ځان وژغوری. خو په ناڅاپی توګه پر جال برابریړی او پکې نښلی. پړانګ چې په پوره ځیرتیایی څارمه کوله، پوه سو چې هوسۍ یې ښکار کړی دی. نو پخپل ځانګړی ږغ او اشاری سره خپل نور انډیوالان هم خبروی. دوی هم سمدستی ځانونه رارسوی. پړانګ راولاړیږی او بی ځنډه د هوسۍ تر ستونی نیسی، خپه کوی او وژنی یې. په دی وخت کې پړانګ و لیوه ته مخ رااړوی او ورته وایی چې کباب خو جوړ دی ویې ویشه چې ویې خورو. لیوه د پړانګ په ځان ځانی خوی او خودپسندی باندی پوه ندی. نو لښ یې راواخیست او په دری مساوی ټوټو باندی وویشه. کله چې د برخو د ویش کار پای ته ورسید، نو مخ یې وپړانګ ته راواړاوه او وی ویل: برخی می وویشلی تاسو هر یو خپله برخه واخلی او دریمه پاتی برخه دی زما دی.
پړانګ پر دی ویش قانع او خوښ نه ؤ او خپل حق او برخه یې لږه ولیده، نو له ځان سره وغوریدی او وی ویل: آیا زه او تاسو سره برابر یو؟ آیا دغه انصاف او عدالت دی؟ آیا تاسو ما نه پیژنی؟ پس له هغی څخه پړانګ په ډیر قهر او غضب سره پر لیوه برید وکړ او تر ورمیږ یې ونیوی او یو څو مینګ مینګ تکانونه ورکړل او مړ یې کړ.
پړانګ دوهم ځلی مخ وګیدړی ته واړاوه او ورته وویل ، ونیسه برخی ته یې وویشه. ګیدړ چې د پړانګ په غوښتنی او خوی پوه سو، نو غوند لښ یې د پړانګ و مخې ته کښیښود او یوازی د هوسۍ وړوکی ټوټی یې ځانته وګرځوله.
پړانګ چې ولید ګیدړ وده ته په خورا احترام او درناوی ګوری، ډیر خوشحاله شو او پخپلو بریتو کې یې په خندا وګیدړی ته وویل چې ته څومره هوښیار، متمدن او عادل یې. تا دغه هوښیاری، عدالت دی له کومه ځایه، له کومه وخته او چیری څرنګه دی زده کړی ده. د دفتری چارو په کومه څانګه کې کار کوی؟ ګیدړ بیا هم په پوره درناوی او ځانګړی تشریفاتی کلماتو سره په کراره وویل چې: « د لیوه د خپه کولو او وژلو څخه!»
پړانګ د خندا په ډکه خوله او وړین تندی سره وویل: بی شکه چې ته عالی افکار لری. ته پوخ سیاستوال، ځیرک متمدن، لوی قانون پوه او پیاوړی دموکرات یې. په هر څه پوهبږی او هر څه په ډاګه وایې. ستا عالی متمدن افکار د قدر وړ دی. سر له نن څخه ته زما په پاچاهی کې د لومړی لوړ شخصیت په حیث مقرر یې. ته باید نور هم زموږ په نیت، اندیښنو، خوی، غوښتنی او پالیسی باندی په ژوره توګه پوه شی. موږ غواړو چې د دموکراسی تر نامه لاندی که څوک غواړی او که نه غواړی، که موافق وی او که مخالف، باک یې نشته، خو موږ باید د مځکی پر مخ لاندی او په اوبو کې، پاسی په هوا کې او ځینو حساسو ځایونو کې برلاسی ولرو او خپل ښکار او واک خوندی وساتو. نو ستا دنده داد ده چې په ملک کې دموکراسی او عدالت راولی. د دی تار یخی اهدافو د سرته رسولو لپاره باید جګړه پیل کړو. موږ باید خپل مافیایی ځناوران، قاچاق وړونکی او ظالم جګړه ماران سره متحد کړو، ځکه یو مټی توپ بریاوی لری. که په دی جګړه ټول ژوندی سری محوه شی او نړۍ هم وران شی، ری مه وهه، خو چې زه او ته او خپل ټیم راسره ژوندی وی. دا ځکه چې زموږ جګړه، مقدسه جګړه ده او د دموکراسی د راوستلو لپاره ده. موږ باید په هره بیه چې وی دموکراسی ته پراختیا ورکړو.
د دموکراسی او عدالت نیالګې د ژویو د وینو په تویولو سره ثمر نه رسیږی. موږ باید دغه کار وکړو. زموړ د ریاستی په کار و بار کې لکه د نیشه توکو، تراهګری، اداری فساد، رشوت، درغلی او داسی نورو کې ګوتی مه وهه، ځکه دا زموږ خپل وان دی. د دوی زما د لاس نیالګی زما لاس پوځی دی. دوی ټول ستا په شان و ما ته وفاداره خدمت ګاران دی. پام کوه چې د دوی سره ځان ټکر نکړی، ځکه چې پخوا تر وخته پلان مو تخریب او رسوا نشی. د ضرورت په وخت کې هر څه زموږ په لاس کې دی. انشا الله بری مو په نصیب دی. زموږ پاکی او خیرخواهانه هیلی سر ته رسیږی. په دی لار کې د لوی خدای څخه وس او مدد غواړم.