جګړه او تراهګری ، دوه غیر انسانی، دردونکی، ویجاړونکی او انسان وژونکی ټولنیزی تحمیلی پیښی دی. په دواړو پیښو کې له همغه پیل څخه د انسان ټولنیزی آزادی ګانی، دیموکراتیک حقوق او صلاحیتونه سلب او بیګناه مظلوم عام ولس او رشید ځوانان پکې وژل کیږی او د بشر مدنی لاس ته راوړنی له منځه وړی. پورتنی پیښی د نتایجو له مخی په تیره اوسنیو جګړه ایز او د تراهګری حالاتو کې چې په هغی کې خورا مدرن او عصری وسایل کارول کیږی او نړۍ یې د دریمی نړیوالی جګړی وپولی ته رسولی ده کوم توپیر نلری، که څه هم د توپیر دلایل ورته توږل کیږی.
په لاندی بحث کې پر جګړی او تراهګری باندی به په تفصیل رڼا واچوله شی. د موضوع د سپیناوی په هیله، د هغو د تاریخی پس منظر د بیانولو څخه وروسته په بیلابیلو مثالونو کې یو له بله پرتله او محاسبه شی. خو نه د دی لپاره چې یو له بله یې ښه یا بد وګڼو او یا توپیر یې وکړو، بلکه د دی لپاره چې د دواړو پیښو ناوړی او کرغیړنی څیری بربنډی شی. تر څو پر هغو باندی د یوه انسانی دریځ او عقل له مخی د قضاوت کولو لپاره لار آواره شی او بیا دواړی پیښی د یوی سکې د دو مخونو په څیر یو ځای وغتول شی. په پای کې د امکان تر حده دا خبره ډاګیزه شی چې آیا انسان نشی کولای پرته له جګړی او تراهګری څخه ژوند وکړی؟

۱

جګړه یو ټولنیز مصیبت او ظالمانه کړنه ده. دغه عمل فجایع زیږوی. دغه کردار په وار وار سره په ملیونونو ملیونونو انسانان وژلی او د هغوی مادی او معنوی لاس ته راوړنی او ویاړنی یې خاوری او ایری کړی دی.
تراهګری هم یو وحشت او شیطانی کار دی. دغه عمل هم فجایع زیږوی. دغه کړنه هم په وار وار سره انسانی ټولنی له منځه وړی او د دوی مدنی او کلتوری اثارو ته یې نه جبران کیدونکی درانه زیانونه وراړولی دی.
په ننیو جګړو کې عموماً، خورا لوړ پرمختللی تخنیکی وسلو (مځکنۍ، بحری، هوایی) او یا زهری ګازونو، بمباریو په اثرعامه ولس او یا په کې ښکیل ځوانان وژل کیږی. په تراهګری کې زیاتره د ځان مرګی بریدونو په اثر او یا هم د منفلقه موادو د ځای پر ځای کولو او چاودونو له امله عامه اولس او ناخبره خلک په وینو لمبول کیږی او وژل کیږی.جګړه مار د دی غیر انسانی فاجعی په وړاندی د ځان د خلاصون په غرض په بی پروایی او بی مسوولیتی سره دلایل راوړی او ځان په حقه ګڼې او وایی: جګړه، جګړه ده، په جګړه کې خو ګوړه نه ویشل کیږی، د جګړی د اور د لګیدو په صورت کې طبعاً مظلوم او بیګناه خلک مری، جګړه شا او مخ نه ګوری، ځنګل یې اور واخلی، وچ او لوند ټول سوزی، نو په جګړه کې دا خبری پیښیږی. زموږ خو دا خوښه نه ده چې وینه تویه شی، موږ به دغه موضوع وڅیړو، په دی کې زموږ څه ګناه ده؟ موږ څه وکړو؟ نور بیا وجګړی ته دوام ورکوی او دا خپل روا حق ګڼی او په دی قانع دی چې دوی پر حقه دی او مترقی پلمه دا ده او وایې چې موږ خو د دموکراسۍ لپاره جګړه کوو! او د بی ګناه انسانانو د وژلو په قصه کې نه دی. تراهګر هم د دی غیر انسانی فاجعی په وړاندی په سر لوړی او ویاړ اعتراف کوی او د ځان د خلاصون لپاره ځان حق په جانب ښیي او داسی وایی: په ځان مرګی بریدونو کې عموما بی ګناه او ناخبره خلک (ماشومان، ښځی، سپین ږیری، ځوانان…) وژل کیږی. خو دا کار د دی لپاره کیږی چې، تر څو جګړه مار تر عامه فشار لاندی راشی او جګړه بس کړی، پر شا ولاړ شی، زموږ شرایط ومنې، زموږ غوښتنې پر ځای کړی. پرچاودیدونکو موادو باندی چې هر څوک پیښ شی طبعاً وژنی یې. خو موږ د زور او تیری په وړاندی دغه عمل ته لاس اچولی، زموږ عمل یو مقدس او پر ځای کار دی. په دی کې زموږ څه ګناه ده؟ دا زموږ خوښه نه ده چې وینه تویه شی، دا پر موږ تحمیل ده، موږ څه وکړو؟ بس نو نور بیا هم وخپل دغه فجیع کړنی ته دوام ورکوی او دا خپل مشروع حق ګڼی.
دغه دی د جګړه مار او تراهګر منطق او بشری احساس د پیګناه عامه ولس او ځوانانو د وژنو او تبهکاریو په اړوند. خو اولس نه دغه دموکراسۍ او نه هغه مقدس جنګ غواړی چې پکې د انسانانو وینه بهول کیږی.
جګړه، بیکارۍ، فقر او لوږه، ناپوهی، تیری، ظلم، بی عدالتی او نوری بد مرغۍ منځ ته راوړی. بیکاری، فقر او لوږه، ظلم او تیرۍ، بی عدالتی او نوری بدمرغۍ تراهګری زیږوی. پس جګړه زور او تیری دی چې تراهګری منځ ته راوړی. نو که څوک په رښتینې توګه غواړی او ادعا کوی چې تراهګری دی نه وی او د هغه د ودی لپاره لار نه پرانیزی او شرایط نه برابروی، نو په انسانی احساس سره دی د جګړی د بندولو او د هغه د مښتو او پیښیدو، د لامالونو د جړو د ایستلو په اندیښنه کې دی شی، تراهګری پخپله له منځه ځی. خو تر څو چې جګړه وی، زور او تیری وی، استبداد وی، تراهګری به هرو مرو وی. خو په بیلو بیلو بڼو، څرنګوالی سره، چې دا هم د جګړی په څرنګوالی او د هغه په فزیکی چاپیریال او نورو اجتماعی، اقتصادی او سیاسی شرایطو او حالاتو پوری اړوند وی. د موضوع د ښه تر سپیناوی لپاره یو، دوه ژوندی مثالونه چې همدا اوس د دغو څو کرښو د لیکلو تر مهاله دوام لری، یادونه وکړو:
– د روان کال د جولای په ۱۲ تاریخ د چهارشنبی په ورځ، هغه مهال چې په لبنان کې د حزب الله د تحریک له خوا د اسراییلو دوه سرتیری په سرحدی لانجو کې د یرغمل په توګه ونیول شول او د اسراییلی چارواکو له خوا د هغو د خوشی کیدو غوښتنه وشوه، خو د حزب الله له خوا مثبت ځواب ورنکړ سو، نو اسراییل پرته له زغم او نورو دیپلوماتیکو هڅو یا د شرایطو په منلو سره په یو لوی تهاجمی (ځمکنی، هوایی، بحری) یرغمل او برید لاس پوری کړ. په دی لړ کې د لبنان ډیر پلونه واوزول شول، سړکونه او هوایی کرښی وران شول، کورونه او کلی ونړول شول، وزارتونه، نور ساختمانی او عامه تاسیسات بمبارد او په دی سره یی ډیر درانه تاوانونه ورواړول. په سل هاو ملکی بی ګناه خلک ووژل شول، په سلهاو زره کسان بی کوره او هرخواته بی سرنوشته خواره واره شول. اسراییل ادعا کوی چې دوی یوازی د حزب الله ځایونه او مرکزونه په نښه کړی او ویشتلی دی. د اسراییلو په ادعا، د دوی کار دقیق او اصلی ځایونه او هدفونه یی ویشتلی یا هم بمبارد کړی دی. په داسی حال کې چې د جولای په ۲۶ تاریخ په داسی حال کې چې د نړیوالی ټولنی د سرمنشی تر مشرتابه لاندی د ځېنو هیوادونو استازو د اوربند لپاره سلامشوری کولی، لبنان جنوب خوا ته د خیام ښا ته څیرمه د نړی والی ټولنې په سولی ساتی ځواکونو باندی بریدونه وشول چې د هغی په اثر څلور ساتونکی، چې یو یې کانادایی، بل اتریشی، بل چینایی او بل هم فنلاندی و ووژل شول. که چیری د اسراییلو خبری سمی او د دوی کار دقیق وای، نو د نړیوالی ټولنی ساتونکی به یې نه وای ویشتلی. دا هسی- پوچې خبری دی. د امریکا مشرتابه د حزب الله دغه عمل تروریزم او د اسراییلو پراخ یرغلیز تهاجم یې د تروریزم په وړاندی مقابله و بلله او د هغه ملاتړ یی وکړ. ایا د امریکا د مشر تابه په قول د متحده ایالاتو نا پایه ټولنیز عدالت او دموکراسۍ به همدا وی؟ آیا د دو کسو د یرغل کولو په ګناه ـ چې طبعاً دغه عمل یو ناوړه، د غندنی، تحریک آمیزه، منفی او بی نتیجی عمل دی، په دی پلمې سره یو ناخبره بی ګناه اولس بی سرنوشته شی او د دوی د ژوند ټول هستۍ له منځه یوړل شی. هیڅ انسانی منطق او بشری انصاف دا نه منې چې د یوی شپږی لپاره دی پوستین ته اور واچول شی.
پورتنۍ دواړی کړنی (حزب الله او اسراییلو)، یو هم د دفاع او ملاتړ وړ نه دی. د دواړو عملونه د انسان پر ضد وحشیانه کړنی دی، په دی توپیر چې حزب الله کمزوری او اسراییل ځواکمن او امریکا یی ملاتړ کوی. که حزب الله یو بنسټ پال تحریک او تروریستی کړنی ترسره کوی ، خو اسراییل بیا د یو لوی پراختیا غوښتونکی، یاغی او بنسټ پال تراهګر دی چې غواړی لکه حزب الله یا فلسطین… نور ، د نړۍ د نقشی څخه وباسی او محوه یی کړی. پورتنۍ ډلی د ساری په توګه هر یو د خپل واک په انډول جګړه ماران او تراهګر دی. نا ویلی دی پاتی نه وی د حزب الله او یا دغه پروګرام ته ورته ډلی، ټپلی یا ځواکونو لپاره د مبارزی معقولی او د منلو وړ لاری چاری شته چې کولای شی پرته د بنسټ پالی او تراهګری څخه خپلی ټاکلی اهداف لاس ته راوړی. په دی وجه نړیواله ټولنه او په نړۍ کې د سولی پلویان باید دغه او ودغو ته ورته اعمال په کلکه وغندی او مخنیوی یی وکړی تر څو نور پند او عبرت واخلی او د نړۍ امنیت د لوی خطر او ګواښ څخه وژغورل شی. همدا راز په هیواد کې د شپږی لپاره پوستین ته اور اچول شوی دی. د پورتنۍ خبری سره سم، په هیواد کې د څو میاشتو را په دی خوا په اکثرو سیمو او ولایتونو کې ، په تیره په جنوبی او جنوب شرقی برخو کې د جګړی او تراهګری د اور کرغیړن لوګۍ پورته کیړی. ولس د ګواښونو لاندی او د کړاونو سره مخامخ او سختی شپی او ورځی تیروی. د ساری په توګه یوازی په کندهار کې د پنجوایی ولسوالی د یوی کوچنې نمونی په توګه یادونه وکړو: د دغه ولسوالی خلک کرونده دی. دوی په کرکیلی او باغوانی باندی لګیا دی. ولسوالی د خپلو حاصلاتو له مخی آباده، معموره سیمه او لوی ولس یا ګن شمیر نفوس پکې پروت دی. خلک یی آرام او زحمت کښه دی. تراهګری له سره دوی نه پیژنی. له بلی خوا تراهګری د دوی د ټولنیز ژوند او دود او دستور له مخې یو خام او ناځوان مردانه کار دی، عامیلونو ته یی په بده سترګه ګوری او د اسلام څخه یی مخالف عمل بولی. دوی لکه د هیواد د نورو سیمو د خلکو په څیر سازمانی تشکیل نلری. په دی وجه د جګړه ایزو او تراهګری په وړاندی نه د دولت مخنیوی کولای او نه هم د طالب یا تراهګرانو مخنیوی. په وروستیو وختونو کې د طالب مغرض کسانو ښایی د دوی د محلاتو څخه (بامونو، باغونو…) څخه د آیساف پر قرارګاو، ځواکونو یا هم کتارونو باندی فیرونه یا توغندی ویشلې وی. دغه ټګماران سمدلاسه خپل ځایونو ته تغییر کوی او په نورو ځایونو کې پنا کیږی. وروسته د آیساف او دولتی ځواکو ټاکلې ځایونه بمبارد کړی او ویشتلی دی. په دی بهیر کې په سلهاو بی ګناه، ناخبره او بی دفاع ولس وژل شوی دی. دغو خلکو ته د جګړی او هم د تراهګر له لوری لوی لوی ځانی او مالی زیانونه ور اوښتی دی. په دی توګه ولس مجبوره شوی دی چې خپل کور، کلۍ، سیمه، باغونه، کروندی او هر څه پریږدی او مهاجر شی. د دغو خلکو سره چا مرسته نده کړی، دوی د اقتصادی ستونزو، بیکاری حتی لوږی او نورو بدمرغیو سره مخامخ دی او کله کله پر دوی باندی د طالب یا د هغو د پلویانو ټاپی هم پر وهل کیږی.
اوس پوښتنه دا ه: کله چې ولس دفاعی واک نلری، او د دواړو (امنیتی ارګانونه او تراهګر) غاړو له خوا سخت زېانمن کیږی. نو په داسی حال کې چې ظاهراً ولس د دولت د امنیتی ارګانونو یا آیساف د ځواکونو له خوا مستقیماً خوږ شوی او تپی شوی دی، نو دولت د دوی څخه څه انتظار لری او دوی څه وکړی او څه کولای شی؟ همدارنګه اولس د دولت او د هغه د امنیتی ارګانونو څخه څه غوښتنه کولای شی؟ دغه یو ساده مثال دی چې تحلیل او تجزیه شی او “مشت نمونه خروار” په نورو سیمو، ولسوالیو او ولایتونو کې هم حالات او شکایتونه همدارنګه دی.
ژوره اندیښنه او غور په کار دی. داسی لاری چاری ولټول شی چې تراهګر تجرید شی. که نه وی نو د تصادفی بمباردیو او ویشتلو په اثر یوازی ولس ژوبل او تراهګر تقویه کیږی.
د پورتنیو مثالو د څرګندولو څخه پوره جوتیږی چې تراهګری یو ډول جګړه او جګړه بل ډول تراهګری ده. که سړی په ژوره توګه ورته ځیر شی، په ښکاره څرګندیږی چې که جګړه اساساً زور او ناروا تیری وګڼو، نو تراهګری د دغه زور او تیری په وړاندی د خشم او په غیر انسانی توګه د غبرګون ښودل دی چې مخامخ ورسره د مقابلی واک نلری. خو دا یوازنۍ لار نده، کیدای شی د هغه په وړاندی نوری تر دی غوره لارې چاری ولټول شی. خو دا کار نه کوی او په ناپوهی کې هم ځان او هم نور بی ګناه انسانان الوزوی او وژنی یی.
په دی ډول پورتنۍ دواړه عملونه (جګړه او تراهګری) د انسان پرضد شیطانی کړنی دی چې ټولنیزی، نه جبران کیدونکی ستونزی رامنځ ته کوی او د بشریت لپاره لوی لوی کړاونه او ګڼ شمیر ناخوالي او بد مرغي راوړلی. جګړه او تراهګری په هیڅ صورت، په هیڅ ډول و ځای کې مثبتی پایلی نلری. نو پر دی بنا “جګړه او تراهګری” په هر بڼه، هر پیمانه او هره نامه او هر دود چې وی په واقعیت کې د هغو ناخبرو او بی ګناهو پرګنو په وړاندی لویه جفا ده چې په “جګړه یا تراهګری” کې نه یوازی ښکیل نه دی بلکه د هغو څخه سخته کرکه او نفرت لری. جګړه مار او تراهګر ته په یوه سترګه ګوری او ظالمان یی بولی.
په دی وجه “جګړه یا تراهګری” د هر ډول پریکړی، منطق او کړنی له مخې چې وی د بشر د ستونزو او اړیکو د آوارولو او نیکمرغیو او ښه ژوند لپاره نه، بلکه د هغه په خلاف پایلی لری.

۲
جګړه او لومړنۍ لامالونه یې

د یوه ساده او بسیط تعریف له مخې، جګړه د انسان د غوښتنو په خلاف یو داسی کړنه ده چې د دوو کسو، کورنی، قبیلو، قامونو، مخالفو، رقیبو او متخاصمو ډلو ‎، ټپلو، ګروپونو، ملتونو، هیوادونو او ستر ځواکونو تر مینځ پیښیږی. دغه عمل د یوی ساده نښتی څخه نیولی بیا تر ستری سازمانی سوی وسله والی نښتو او ساړه جګړو پوری ټول په بر کې نیسی. خو د ځینو تاریخ پوهانو، سیاستوالو او څیړونکو په اند، جګړه د ځواکونو ترمنځ د وسلو په کارولو او زور سره د سیاسی کړنلاری تطبیق او دوام څخه عبارت دی. دغه پوهان په دی باور دی، کله چې زبرځواکونه د روغی له لاری خپلی ټولنیزی، سیاسی، اقتصادی او نظامی موخې تر لاسه نه کړی، نو وسلی ته لاس اچوی او جګړه پیلوی. یا دا چې د زبرځواکونو زور او تیری په هر بڼه او دلیل چې وی د جګړی اساس دی. ځکه دوی خپلی هیلې، غوښتنی او پیرزوینی د ټوپک د خولی په لمبو کې بیانوی، چې دا دجګړی د پیل نغاره او اعلان بلل کیږی.
د نړی په بیلابیلو ګوټونو کې ننۍ روان حالات او جګړه ایزی پیښې د پورتنیو تعریفونو او څرګندونو ښکاره ثبوت او تایید ښیي.
په جګړه کې ښکیل کسان په بیلابیلو ډولونو آن تر منظمو جبهه یې (ځمکنۍ، سمندری او هوایی)، غیر منظمو (ګوریلایی- تراهګری) او نورو ډولونو سره یو د بل په وړاندی سخت غبرګون ښیی، بریدون کوی، په بیرحمی سره ډله ایزی وژنی کوی، پولی ماتوی او مځکی اشغالوی، تر څو یو اړخ پکې غالب او بل اړخ مغلوب یا مات شی. په پایله کې کله کله د جګړی او یرغل په اثر کمزوری ځواک مات شوی د هیواد خاوری یې تری بیلی شوی او په اشغال کې پاتی شوی او یا هم نوی هیوادونه منځ ته راغلی دی چې دغه جګړی بیا تر کلونو کلونو، آن تر پیړیو پوری دوام موندلی دی. داسی هم پیښیږی چې په جګړه کې د ښکیل ځواکونو دواړی خوا وی د شرایطو په یو لازم انډول سره وړونکی یا بایلونکی ونلری، دواړی غاړی کمزوری شی او پر شا ولاړ شی. خو د وخت په غنیمت ګڼلو سره د بیا بریدونو لپاره ځانونه چمټو کړی او یا هم د یو بهرنی فشار او ملی منځ کړی توپ سره اوربند ټینګ شی، سره پخلا شی او روغه وکړی. یو او بل ته د جګړی تاوان ومنی، قناعت سره وکړی او جګړه پای ته ورسیزی. په جګړه کې انسانی مادی او معنوی ضایعات او زیانونه د جګړی په سختوالی، څرنګوالی او د وسلو د ډولونو او کارولو پوری اړوندوی. خو د جګړی دواړی لوری د زیانونو او تلفاتو د توپیرونو په پام کې ساتلو سره هر لوری زیان من کیږی، ځکه هیڅ جګړه بی مرګه ژوبله او زیانه نه وی.
د پورتنیو څرګندونو څخه ښکاری چې جګړه له یوی خوا ټولنیزه بڼه لری ، له بلی خوا هیڅ سالم انسان نه دی حاضر چې په داوطلبانه ډول ځان خوږ کړی، خپل د کورنۍ یو غړی یا دوست یا عزیز او یا هیوادوال له لاسه ورکړی او یا په مادی او معنوی لحاظ سپک او زیانمن شی، خو بیا هم جګړه پیښیږی.
په دی اساسی جګړه په ټولنیزی خواو برسیره تحمیلی بڼه لری. جګړه د یوی تحمیلی او ټولنیزی پدیدی په توګه د انسان د ټولنیز ژوند د جوړیدو او ودی سره یو ځای پیل شوی ده. په دی مانا چې انسان د ژوند په پیل کې په ځانګړی ډول ژوند نشو کولای خپلی اړتیاوی یې نشوی پوره کولای، د خپلو طبیعی او ټولنیزو ربړونو او ناخوالو (باد، باران، سیلابونو، یخنی، ګرمی، د ډارونکو او څیړونکو ځناورو…) په وړاندی د ځان ژغورنی لپاره و مبارزی او غبرګون ښودلو ته باید تل چمتو او تیار ولاړ وای.
په دی مهال او شرایطو کې چې جګړه یو دفاعی او د ځان ساتنی لپاره دی یو ضروری او حتمی امر هم بلل کیږی، په دی ډول جګړه، د پیل څخه د انسانی ټولنیز ژوند د ګډو همکاریو او اړوندو مناسباتو په خلاف یو ټولنیز، تحمیلی او ضروری عمل ګڼل کیږی چې د بشری ټولنو تر منځ تر ټاکلو شرایطو، ضرورتونو، ځانګړو غرضونو، ځانګړو غوښتنو، هیلو او ځانګړو موخو او اهدافو د سرته رسولو په منظور تر سره شوی دی.
بی ځایه به نوی که د موضوع د روښانتیا په غرض د یوی یادونی په توګه ذکر شی چې جګړه د حیواناتو ترمنځ هم پیښیږی. خو دا جګړه هغي جګړی ته چې د انسانانو ترمنځ پیښیږی، توپیر لری او یو شانته نه ده.
د حیواناتو ترمنځ جګړی، غریزوی بڼه لری، ټولنیزی او آګاهانه نه دی. حیوانی نسل چې د طبیعی انتخاب پر بنا بقا پیدا کوی په دی مانا دی چې هغه حیوانات چې د طبیعت د ناخوالو په وړاندی د ځان د ساتلو او دفاع استعداد او واک ولری ژوندی پاتی کیدای شی، کمزور نسلونه چې پورتنۍ اوصاف ونلری له منځه ځې، ځکه نو د تاریخ په اوږدو کې د حیواناتو ډیر نسلونه بیخی له منځه تللی دی.
ځنې پوهان په دی باور دی چې د حیواناتو ترمنځ جګړی د ځای ناستی د اصولو پر اساس “succession” پیښیږی. په دی وجه د حیوانی نسلونو د دوام موضوع د زور او ښه تره ځواک په لرلو سره دوام موندلی شی. واړه او کم واکه حیوانات د لویو او زوراورو حیواناتو په وسیله وژل کیږی. په دی توګه ډیر نسلونه یې له منځه تللی او له منځه ځی. په حیواناتو کې جګړی د ډلبندی او یا د کوم ټاکلی پلان له مخې صورت نه مومی، په هغه کې هیڅ ډول وسیلې نه کارول کیږی، یوازی او یوازی د فزیکی زور په اساس جګړه کیږی. جګړی ساده او محدوده وی، د کوم ټاکلې اجتماعی، اقتصادی ګټو په حساب باندی ریښې نلری، لاس وهنه پکی نه کیږی، د یوه ځای څخه بل ځای ته یا نورو حیواناتو ته د غچ اخیستلو په نامه نه انتقالیږی او هم نه تکراریږی. کم دوام او د څو شیبو لپاره وی.
د انسان د ژوند جریان هم دا رنګه دی. خو د توپیر کومه بنسټیزه موضوع چې انسان او د هغه کړنی د نورو حیواناتو څخه یې ممتازوی او هم په دی بهیر کې ځان له منځه تلو څخه ژغوری، له یوی خوا څخه د انسان بیولوژیکی او اناتومی متکامله جوړښت دی چې د نورو حیواناتو څخه ریښه یې توپیر لری. انسان متفکره مغز لری، چې کولای شی د ژوند د چارو په اړوند غور وکړی ، وړ او ناوړه سره کړه او پخپله ګټه پریکړی وکړی. انسان د خپلو لاسونو په مرسته کولای شی چې چاپیریال ته د خپلی اړتیا او خوښی سره سم تغییر ورکړی، وسایل جوړ کړی او د هغو څخه د ستونزو او د خنډونو د پری کولو په غرض کار واخلی. انسان د پورتنیو امتیازاتو او ځانګړتیاو په لرلو سره له همغه سره څخه په ټولنیزو توګه ژوند پیلوی او ورسره جوخت د مفاهمی تړنه یعنی ژبه منځ ته راځی چې ورو ورو وده مومی. دغه ستر برۍ و انسان ته د افکارو او تجاربو د مبادلی او زده کړی لپاره په زړه پوری خورا لوړ شرایط رامنځ ته کوی. دغه شرایط انسان ته واک ورکوی چې د ناخوالو او ربړونو په وړاندی عاقلانه عمل او ارادی لاس پوری کړی، خو د پوره برۍ د نه تر لاسه کولو پر مهال، بیا غور وکړی، صبر او زغم وښیې، خپل واک زیات کړی، یو د بل مرستندوی وی، متفقاْ اوږه په اوږه په کار لاس پوری کړی، نوی بریاو ته ورسیږی، کرنه او څاروی پالنه زده کړی او د ورو ورو پراختیا ورکړی.
په دی اساس انسان د هغه لومړی سره څخه ټولنیز ژوند د چارو د سمون او د خپلو اړتیاو د پوره کولو په غرض کله کله داسی خپل مینځی شخړی او ښتمنې پیښی شوی دی چې لومړی د ګواښ او بیا په دوام داره جګړو او وښتی دی. د ساری په توګه کله چې انسانان د خپل طبیعی او ټولنیز ژوند د سختوالی په وجه اړ شوی دی چې د سیمی د میشت قبایلو له خوا د ناپیژندګلویتوب له بابته پر ځان یرغل او تیری بللی دی نو په کشمکشونو او په پای کې په جګړو اخته شوی دی او یا هم دوی پخپله د نورو د ناپیژندګلوو قبایلو د هجوم او یرغل تر ګواښ لاندی راغلی دی. دغه طبیعی کړاونه او ځورونی چې ځنې پر حق، ځنې پر ناحقه، ځنې په ظلم او تیری او ځنې د مجبوریت او ځان ژغورنی پر بنا منځ ته راغلی دی چې د پیړیو په تیریدو سره بیا په تاریخ کې د برابر او نا برابر، عادلانه او ناعادلانه، معقول او نامعقول پر ځای او بی ځایه او داسی نمونو باندی د جګړو یادونی شوی دی. د جګړو په هکله د دغه ډول تول او ترازو اساس او بنسټ له همدی سرچینو څخه پیل کیږی، چې په بل ځای کې بحث ورباندی کیږی. په همدی وخت کې د انسان اړینه غوښتنه دا ده چې د خپل محدود ژوند په چاپیریال کې نظم او یا یو داسی دود او دستور منځ ته راوړی چې په ننۍ اصطلاح د قانون حکم ولری او د هغه تر سیوری لاندی په هوسا توګه خپل ژوند ته دوام ورکړی. تیری، جبر، ظلم نه وی یو د بل سره برابري او ورورۍ وی. دغه ډول چلند د ژوند یو طبیعی اړینه بلل کیږی. دغه نیکی هیلی او اړینی غوښتنې دی چې انسان یې وخوڅاوه، چې د ترقی او پرمختګ پر لور لا هاند او تلاښ وکړی.
د انسان دغه پورتنۍ ځانګړی اړتیاوی او اړینې هیلی انسان یې ودی ته چمتو کړ او ویې هڅاوه چې د هر ډول طبیعی او ټولنیزو ستونزو، کړاونو او آفاتو په وړاندی په ډله ایزه توګه یو د بل په څنګ کې ودریږی او ورو ورو پر ناخوالو غلبه ومومی او د خپل راتلونکی ژوند د تضمین او پراختیا پر لور وخوځیږی. په دی توګه د همدی شرایطو په بهیر کې، انسان پرخپلو مټو باندی باور پیداکوی او له بله پلوه د طبیعت د اړوند محاصروی ژوند څخه د خلاصون پر لور اوچت ګامونه اخلی، بری تر لاسه کوی او پر ځان متکی کیږی.
نور نو انسان هر یو په یو کار اخته کیږی او مهارت یې زیاتیږی. په دی توګه د کار ویش منځ ته راځی چې د هغی په اثر د اضافی تولید، په پایله کې اضافی ارزش او د راکړی ورکړی لپاره زمینه مساعدیږی او ورو ورو ځانګړی مالکیت جوړوی.
د انسان تاریخ تر همدی مهاله پوری ښایې کم و زیات په زرهاوو زرهاو پیړۍ په برکې نیولی دی. په دی اوږدی زمانی کې انسان د خپل ټولنیز چاپیریال او د ژوند په ټولو خواو کې (غم، ښادی، ګټه، تاوان، بریاو او ناخوالو) کې سره شریک او ګډ دی او پر ګډ مالکیت او ستر خوان باندی پرته له جنجالونو، دښمنیو څخه په مینه او محبت او زړه سواندی سره ژوند کوی. انسان تر دی مهاله پوری، (پرته د استثنایی طبیعی حالاتو څخه لکه مخ کې چې ایشاره وشو) ظالم، جګړه مار، تراهګر، یرغلګر، ښکیلاګر او بداندیښه نه دی. خو د اضافی محصولاتو د تولید او زیاتیدو په اثر او بیاو ځان ته د هغو د زیرمی کولو او خوندی ساتلو په بنست ځانګړی مالکیت پراختیا مومی او د دغه نوی مناسباتو د ټینګیدو په وجه په انسان کې د ځان ځانی خوی او لوړتیا غوښتنی احساس او خصلت چې د شخصی ګټو زیږنده ده پیاوړی کیږی او د مخکنۍ وروری او برابری مناسباتو ځای نیسی او په پایله کې د ژوند د دغه نا انډولتوب له امله، د انسانی ټولنو تر منځ ناخوښی او بد بینی سبب ګرځی او نښتو او جګړو لپاره زمینه برابروی.
په دی توګه انسان د پرله پسی بریاوو او لاس ته راوړنو له کبله د طبیعت او ټولنې پر لومړنیو ستونزو او ناخوالو باندی غلبه مومی، اورکشف وی، نوی وسایل جوړوی، په کرنه او څاروی پالنه کې نوی ابتکارونو باندی لاس پوری کوی، خپل تجربو او مهارتونو ته پراختیا ورکوی او د طبیعت ناخوالي مهاروی او پخپله ګټه یې تغییر ورکوی.
باید په ډاګه شی چې کومه اساسی موضوع چې انسان د همغه پیل څخه بیا تر ننه پوری پر هغه غلبه نده موندلی او پر لاس بری شوی نه دی، هغه پر خپل ځان، نفس او لوړتیا غوښتنې خوی دی چې د انسان د ژوند د طبیعی حالت سره سمون نلری. له دی کبله په ژوند کې ټولی ناکردی، بدمرغی، جګړی او ورانۍ له همدی ځایه او په همدی موضوع پوری تړلی دی، چې ریښی یې د ژوند په نا انډول توب او بی عدالتې کې نغښتې دی. تر همدی زمانی پوری انسان د تاریخ اوږد پړاؤ تیروی په دې بهیر کې یې ډیر شیان ولیدل، غتی تجارب یې تر لاسه کړ، خو خپل ځان یې و نه لید او ځان یې و نه پیژاند. خپل لومړنی حالات یې هیر کړل او پر ځان باندی یې حاکمیت پیدا نه کړ. د دغه ضعف او ناتوانی په اثر انسان حاضر سو چې د ځانی ګټو د زیاتیدو په بدل کې، خپل مینځی تاؤ تریخوالۍ او شخړی پیل کړی، د دښمنیو لمبې بلی کړی او د خپلو ورونو د کورونو د سوزولو او وینو تویولوته سر ټیټ کړی.
د یوی شیبی لپاره ننۍ پر مخ تللی حالات تر نظره تیر کړو، انسان پخپل نبوغ سره وتوانیدل د ذراتو په زړونو کې ننوزی، ډیر رازونه کشف کړی، کیهان تسخیر کړی، کمپیوتر، انترنت، چټک ترانسپورتی، مخابراتی وسایل جوړ کړی، سره پیودلی بانکی سیستم منځ ته راوړی، د سترګو په یوه رپ کې ټوله نړی لاندی او باندی ووینی او له هر څه نه اطلاعات تر لاسه کړی، خو له ځان او د خپلو ناوړه کړونو او بی انصافیو بی خبره دی. انسان ټول په تاریخ کې ودی ته نه دی حاضر سوی، چې خپلی نیمګړتیاوی ووینې، ځان انتقاد کړی، د تیروتنو څخه پند او عبرت واخلی، خو برعکس یوه تیروتنه په بلی باندی پټوی. اوسنۍ روان حالات، جاروجنجالونه او د خطر نه ډکی لوی لوی جګړی او تراهګری چې هره ورځ په زرګونو زرګونو انسانان په نړۍ کې وژل کیږی د پورتنۍ خبری ښکاره ثبوت دی. د نړۍ حاکم واکداران، د وسلو د تولیدولو کارخانی فعالی ساتی، وسلی پلوری او خپلی ګټی تلي او پر جګړو باندی د تایید مهرونه لګوی. پر ځای یې ویلی دی چې وایې انسان چې څومره ځواکمن کیږی هغومره د ځان ځانی خوی او تکبر یې زیاتیږی آن تر دی چې د جنون و حالت ته رسیږی او د خپلو سترګو بینایی او عقل له لاسه ورکوی.

۳
جګړه او ځنې لامالونه یې

انسان د همغه بدوی حالت څخه و ننۍ پرمختللی، مترقی حالت ته تر رسیدلو پوری لکه مخکی چې وویل شول په رزهاؤ پیړۍ یې شاته پری ایښی دی. انسان د خپل ژوند په دغه اوږده بهیر کې د ډیرو پيچومونو، کږلیچونو، بندیزونو، ربړونو څخه اوښتۍ او په دی لار کې ډیر تړاونه او ځورنی یې ګاللی او بی شمیره قربانی یې ورکړی دی. په دی توګه انسان د تاریخ په دی لویه، نا څرګنده او اغزنه لار کې په کار، زغم، عمل، ارادی او لویو لویو غمونو په ګاللو سره بیلا بیلی تاریخی، اجتماعی او اقتصادی دوری یې لیدلی او تیری کړی دی. خو لا هم د خپلی خوښی وهغه تاریخی پړاو، اجتماعی، مناسباتو او عادلانه ټولنې ته نه دی رسیدلی کوم چې له اوله څخه یې د وخت د ټولنیزو اړتیاؤ له مخې یې خپلی میارزی او هلی ځلی پیل کړی وی.
په دی ډول که د انسان د ژوند تاریخ د یوی هوسا، سوکالی او سوله ایز ژوند او ټولنې د جوړولو په هیله د نه ستړی کیدونکو، پرله پسی مبارزو څخه عبارت وګڼو، نو له بله پلوه ودی هیلې ته د رسیدلو په ارمان د بریاؤ سره سره د همغمو خپل منځوی کشمکشونو او د پردیو د تیری یو جګړو او ټولنیزو وژنو او ترټنو سره لاهمغسی لاس او ګریوان دی چې آن نن خو د مځکی پر مخ هسی ځای او ټولنه نشته چې هلته دی په ډول د ړولونو، جګړه، مرګ ژوبله او د وینو تویول نه وی.
په نړی کې د اوسنیو جریاناتو تاوتریخوالی ښيی چې انسان د ځانی ګټو په وړاندی، د خپلو غورو او ممتازو ستاینو او خویونو (رحم، زغم، زړه سوی) څخه تیر شوی او د هغو پر ځای د (خشم، کینی، غج اخستلی) خوی او احساس یې په روح او روان کې اخښل سوی او پیاوړی سوی دی. ناویلی دی پاتی نه وی چې انسان د خپلی ودی او پرمختګ مراحل یې د فزیکی چاپیریال او ټولنیزونو توپیرونو له بابته یو ځای او پر یوه مهال نه یې پیل کړی او نه یې هم تیری کړی دی. ځکه نو نن هم داسی ټولنی او ولسونه وینو چې د خپلی ودی په بیلا بیلو مراحلو کې ولاړ دی. څرنګه چې د یوه هیواد یا اولس د پرمختګ او وروسته ولی معیار د هغی ټولنی د اقتصادی او ټولنیز جوړښت او تولیدی وسایلو د ودی له مخی ټاکل کیدای شی، نو پر دی بنا تر همدی دمه پوری داسی ټولنی شته چې په بدوی کرنی او څاروی پالنی بوخت دی. سواد نلری، د مدنی او مترقی کلتوری ژوند او د بشر د حقوقو په مفهوم هم خبر ندی. دغه اولسونه اوس د فقر، امراضو، انزوا او سختو ګواښونو لاندی راغلی دی.
د نړی ټولنیز ژوند د دغه نا انډول توب ترمنځ لوی واټن، د اقتصادی، اجتماعلی او کلتوری ژوند څخه نیولی بیا تر ملی مسایلو دموکراتیکو او متعصبانه جزمی افکارو تر ستونزو پوری پخپله په طبیعی ډول د جګړی او تراهګری او ډیرو نورو بدمرغیو او ربړونو د رابرسیره کولو اساسی ستنې جوړوی. ځکه نن له یوی خوا د نړۍ د هیوادونو ترمنځ تناونه دومره لنډ سوی دی چې کلی او کور حیثیت یې غوره کړی دی، له بله پلوه سره پیودلی بانکی، اطلاعاتی، مخابراتی او مواصلاتی او د راکړی ورکړی سیستم داسی سره تړل سوی دی چې د هیوادونو د سیاسی، اقتصادی، اجتماعی، کلتوری او حتی د افکارو او ذهنیتونو د توپیرونو او لیری والی په صورت کې د ژوند په ټولو اړخونو او خواو کې لوی لوی ټکرونه رامنځ ته کوی چې هرومرو د جګړی او تراهګری لپاره شرایط برابروی.
که د جګړی و تاریخ او د نړۍ اوسنیو سترو نا امنې پیښو او روانو حالاتو ته ځیر شو په ټوله ییز توګه داسی پیچلی نړیوالی ستونزی او مسایل منځ ته راغلی دی چې هغو د سپړلو لپاره یې باید او لاملونه یې په پام وساتل شی. د دی اړینی پر بنا داسی پوښتنی منځ ته راځی چې د بشری تاریخ په فهرست کې څومره جګړی د ښکیلاکولو او یا هم د هیوادونو تر منځ په غیر عادلانه توګه د پولو د ټاکلو د ستونزو، لاسوهنو او تیریو پر سر سوی دی؟ یا آیا څومره جګړی د مذهبی، فرقه یې مخالفتونو متروکو او متحجرو عقایدو، بنسټ پالنۍ، افراطی ناسیونالیستی حرکتونو او ایدیالوژیکی تضادونو پر سر سوی دی؟ آیا ویلای شو چې څومره جګړی د نظامی سیالیو، لوړتیا غوښتنی او ځان غوښتنی، مطلق العنانی ، موروثی سلطنتی نظامو د ساتلو او د واک تر لاسه کولو، کودتاګانو او یو حزبی دکتاتور شیپونو لپاره شوی دی؟ څومره جګړی د تیلو، ګازونو او نورو طبیعی شتمنیو او زیرمو د قبضه کولو او ارزان بیه بشری قواؤ در تر لاسه کولو لپاره شوی دی؟ آیا ویلای شو چې همدا نن څومره جګړی تر بیلابیلو نومونو لاندی د ساری په توګه (عادلانه او غیر عادلانه جګړی- آزادی بخښوونکی جګړی، تجزیه طلبی جګړی- آپارتاید جګړی، کورنۍ او باندنۍ جګړی، د تروریزم ضد جګړی د جګړی ضد د سولی لپاره جګړی د زبرځواکو له خوا د یو قطبی او څو قطبی د جوړولو لپاره جګړی راهڅی… او داسی نورو نومونو لاندی روانی دی؟
آیا ویلای شو چې په همدی بهیر کې څومره وزارتونه، شرکتونه، موسسی، فابریکی، مختصصی د تباکوونکو او خطرناکوولو (هستوی وسلی) پوری د تولیدولو، پلورولو او سوداګری په کارونو کې (آزاد، قاچاقی او مافیایی) په توګه فعاله او لګیا دی؟ ایا د پورتنیو محاسباتو له مخی اټکل کولای شو چې څومره لوړ لګښتونه د نړۍ د تخریب او ویجاړولو لپاره لګیږی او څومره مدنې ځایونه، ګران بیه تاریخی ویاړنی او آثار له منځه تللی او له منځه ځی؟ ایا تصور کولای شو چې څومره ډله ایزی وژنی سوی او نړۍ د نفوسو څوومه برخه ضایع، څوومه برخه بی ګوره، معلول، معیوب، بی سرنوشته مهاجر، او روانی ناروغیو او نورو بد مرغیو باندی مبتلا او مخامخ دی؟
که په نړی کې د زبرځواکونو د لوړتیا غوښتنی، د سود او ګټو د سیالیو پر ځای، د مسوولیت په احساس، بشری زړه سوی او انصاف وای او دغه د شمیره لوړ لګښتونه چې د هیوادونو او ولسونو ترمنځ جګړی او تراهګری د پارولو او انسان د ډله ایزی وژنی او د نړۍ د ویجاړولو په برخه کې لګیږی، د نړۍ په دزلولو کې لګیدلای وای په هغه صورت کې به نن لوږه، فقر، ناروغی، بی سوادی او جهالت چې د تراهګری د زیږیدو او ودی ښټیز لامالونه دی، نه وای. که د نړۍ په کچه د یوه ساده شیمرنی له مخی اټکل وشی څرګندیږی چې هر کال په لک هاو زره ملیارده ډالره یا د نړۍ د عوایدو یوه لویه برخه یوازی او یوازی په نظامی چارو او جګړه ایزو فعالیتونو، ودانۍ او تخریب کاریو کې لګیږی. که د دغو لګښتونو یوه سلنۍ، په یوه ګډ نړیوال تفاهم سره د (آزادی او دموکراسی) وچو شعارونو پر ځای د ساری په توګه د وروسته پاتی هیوادونو او ولسونو د ورځنې اقتصادی اړتیاو د لیری کولو په چارو کې لګیدلای وای، نه به په نړۍ کې د جګړی، تراهګری، بی امنیتی خیال، نوم، آثار او قربانیان به نه وای. په اوس مهال کې هم د دغو ستونزو حلولو ته پام اړول لومړنۍ اړینه بلل کیږی.
د بشر په تیر ژوند کې د ډیرو دردونکو او نه جبران کیدونکو جګړو یادونه کولای شو چې لوی لوی فجایع، مصیبتونه او زیانونه یې اړولی دی. تر میلاد د مخه د لرغونی یونان، د آتن او سپارتیانو ترمنځ پر له پسی دوام داره جګړو څخه نیولی بیا تر یو قرنه صلیبیانو تر جګړو، د چنګیز وحشیانه تاراک، د نړی د لومړی او دوهمی نړیوالی جګړی، د کوریا او ویتنام جګړی یا د بیت المقدس د ښار پر سر جګړی چې تاریخ یې زرګونو کلونو ته ، حتی تر ننه د اسراییلو او فلسطینانوتر جګړو پوری رسیږی. او همدارنګه د نورو هیوادونو ترمنځ جګړی تر نننیو روانو جګړو پوری یادونه کولای شو چې یې شمیره انسانی مادی، معنوی او کلتوری داسی زیانونه یې پری ایښی دی چې هیڅکله بشری ټولنی د هغو دردونو او زیانونو احساس نشی هیرولای. د پورتنیو جګړو او د هغو څخه د پیښ شوی زیانونو په باب د امکان تر حده پر خپل ځای بحث کیږی. ځنی ټولنپوهان په دی باور دی چې ښایی د جګړی مادی زیانونه د یوه تر یځ غړپ په تیرولو او زغم سره د یوی اوږدی زمانی په ترڅ کې بیا هم جبران شی، خو په هیڅ صورت انسانی، معنوی او کلتوری زیانونه بیا نه جبرانیږی.د ساری په توګه هغه معنوی زیانونه چې د دوهمی نړیوالی جګړی پر مهال یوازی د وخت پر شوروی اتحاد راغلی، پرته له دی چې نور ګڼ شمیر اړخونه یې په نظر کې ونیول شی تر اوسه پوری چې تقریبا شپیته کاله تییږی، د ښځو او سړو ترمنځ د شمیر په اړه په څرګنده نا انډولتوب لیدل کیږی چې د همدی جګړی د مصیبتونو څخه یو مصیبت ګڼل کیږی. دغه خلا نه یوازی نده ډکه شوی بلکه تر ډیره مهاله پوری به لا هم ډکه نشی. یعنی د ښځو شمیر د سړو تر شمیر بی انډوله زیات دی. په داسی حال کې چې د هغه مادی خساری او زیانونه چې د جګړی په اثر اوښتی ؤ البته په ډیر زحمت او د کړاونو په ګاللو سره، د یو څو پنځه کلنۍ پلانونو د تطبیق په بهر کې څه نا څه جبران شول او شوروی اتحاد پخپلو پښو ودریدی. همدغه مثال کیدای شی چې د فدرال آلمان، هالند او ځینو نورو اروپایی هیوادونو کې چې په جګړه کې ښکیل و او ډیر زیانونه یې ولیدل په څرګنده لیدل کیږی.
په هر ډول، بشر د یوه پر مختللی او بسیا ټولنی د جوړولو په لړ کې، د ټولو کشمکشونو، جګړو او مبارزو پر بنا لاندی تاریخی دوری چې تر اوسه پوری په تاریخ کې ثبت دی تیری کړی یا د تیریدو په درشل کې دی، دارنګه چې: (لومړی کمون، بردګی، فیوډالی، پانګوالی او سوسیالیستی) مرحلی دی. خو اوس ویلای شو چې د لومړی کمون او بردګی مرحلی، د سیاسی، اجتماعی او اقتصادی جوړښتونو په لحاظ په همغه شکل او محتوا، لغو او بیخی له منځه تللی دی او یواځی د تاریخ په پاڼو کې لوستلای شو او بس.
فیودالیزم د اقتصادی او اجتماعی جوړښت له مخی لاهم په ځینو آسیایی او افریقایی هیوادونو کې د پاملرنی وړ ځای لری، خو په سیاسی، اخلاقی او ټولنیزو روابطو او مناسباتو له رویه د پانګوالی مناسباتو او عناصرو په کې وده موندلی او د برید په حالت کې پر مخ درومی. خو دغه ټولنی د خپلو وروسته پاتی اړوندو اقتصادی مناسباتو له کبله د نړۍ د معاصر ساینس او تکنالوژی د پرمختګونو تر اغیزی لاندی د لوی ګواښ سره مخامخ او د پانګوالی تولیدی مناسباتو پر لوری د اوښتون په حالت کې دی. نړیوالی پانګوالی سیستم، د متحده ایالاتو تر مشری لاندی، په تیره د پخوانی شوروی زبرځواک د راپرزولو څخه وروسته د آزادی، دموکراسی او عدالت تر نامه لاندی، په لومړی سر کې د هر چا او هری ټولنی پاملرنه ځانته واړوله. خو په عمل کې په بیړه د نړۍ د ایل کولو او اشغالولو په هیله په ګوټ، ګوټ کې یې نوی نظامی اډی جوړی کړی او تقریبا د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د مسلط او بشپړه واک په حالت کې یې پرمختګ پیل کړ، آن تر دی چې اټکل کیدی ټوله نړۍ به یو مخې تر خپلی ولکی لاندی راولی. متحده ایالات د پورتنیو موخو د لاس ته راوړلو په هیله په وچ زور او نظامی مانورونو سره یې د ګوډاګی رژیمونو په واک کې راوستلو په غرنی په بربند ډول سره یې په توطیو پیل وکړ چې د مشت نمونه یې خروار په توګه د عراق یادونه کولای شو. په دی ډول دموکراسی، آزادی او سوکالی پر ځای یې په درست نړۍ کې یې د اور لمبی بلی کړی چې همدا اوس دغه حالت جریان لری.
سوسیالیستی سیستم چې د بشر د تیر ژوند د سیاسی تاریخ په بهیر کې د ډیرو کړاونو د ګاللو، اوږدو مبارزو، تجاربو، پرمختګونو او نورو اړینو شرایطو په پایله کې د ظلم، استثمار، جګړی څخه د خلاصی او د سولی او عادلانه ټولنې د جوړولو په هیله په تزاری روسیه کې په کال ۱۹۱۷ کې د اکتوبر د سوسیالیستی انقلاب د سوسیال دموکرات ګوند تر مشرتابه او لارښوونی لاندی پیل شو، د بشر د مبارزو یوه لویه تاریخی، اجتماعی، اقتصادی او سیاسی تجربه وه چې د نړۍ په کچه د خپلواکۍ او عادلانه ټولنی د جوړولو لپاره تکیه ځای او الهام اخستلو غټه سرچینه جوړوله. خو دغه لوی بدلون د یو حزبی سیستم، د پرولتاریا دکتاتورۍ، د دموکراسی د نفی کولو او هم د ځانګړی مالکیت په بشپړه توګه د لغوه کولو له امله، د یوی خوا څخه د انسان د مادی مشوق چې د شخصی ابتکارونو، مهارتونو، اقتصادی تشبثاتو د تحرک او هڅولو او د سالم کار په زړه پوری او اساسی وسیله ګڼل کیږی مخنیوی او سرکوبه یې کړ او ټولنه یې د بی تفاوتی، ناهیلی او انتظار په حالت کې یې وساته. دغه وضیعت ډیری اقتصادی، ټولنیزی او سیاسی ستونزی یې برسیره کړلی، دغو ستونزو په عمل کې وښودله چې دغه لار د ټولنی دوری سره سر نه خوری، نو د پیدا سو ستونزو د لیری کولو په هیله پر پورتنی وضیعت باندی یې نوی کتنه وکړه او د نوی اقتصادی سیاست پروګرام په ۱۹۲۱ کال کې طرح او خصوصی مالکیتونه یې تر هغه درجې پوری چې بل څوک استثمار نکړی، اجازه ورکړل شول. خو د ستالین په وخت کې دغه اقتصادی څرخ ودرول سو او بیا په زور سره یې د کوپراتیفونو، کلخوزونو او سفخوزونو تر عنوانونو لاندی یې همغه لمړنی حالت تکرار کړ او د ټولنې غوښتنی او هیلی یې د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړل. دغه کړنلاره ، په څه توپیر سره د دوهمی نړیوالی جګړی تر پایه پوری دوام وموند. په هر ډول، انقلاب د پیله څخه د سوسیالیستی سیستم تر ړلګیدو پوری څه کم تقریبا اتیا کاله په بر کې نیسی. دغه سیستم د سولی، عدالت او د بشر د انسانی ارمانونو د پوره کولو په لور،په ټوله نړۍ کې په تیره په دریمو هیوادونو کې د غیر سرمایه داری له لاری څخه د د سوسیالیزم ته د رسیدلو لپاره او همدارنګه د پانګوالی نظامونو کې د کارګری او بزګری او نورو زیارایستونکو اقشارو، طبقو کې یې د پورتنی انقلاب څخه د روحیی په اخستلو سره د کارګری طبقی د ایدیالوژی پر اساس لوی لوی ګوندونه جوړ شول چې په نوموړو هیوادونو کې تر سیستم لاندی پراخ پرګنې یې په ځان پسی روان کړل او په پایله کې سوسیالیستی سیستم د نړۍ دوری په برخه کې تقریبا د مخکښ رول لوباوه. خو له بده مرغه، د شلمی پیړۍ په دوهمه نیمایې کې د شوروی د کمونیست ګوند په مشر تابه کې د کارګرانو او زیارکښانو پر ځای د تجدد خوښوونکو روښان اندو نفوذ او واک د زیاتیدو په و به د نوموړی ګوند د رهبری تمایلات وښیې لاس او پانګوالی خواته واوښت چې په پایله کې د غربی مشاورینو لارښوونوته، د ګوند و رهبری ته د ننوتلو لار پرانستل شول. غربی لارښوونو د ګوند اساسی تګ لاری یې منحرف کړ چې په پای کې د ګوند پالیسی په تاریکیو او بی هدفه لارو ولاړل، نو د تیروتنو، دګم او تنګ نظریو ګړن لاری او آن په وروستیو کې د تیری کوونکی او د سرکوبه کوونکی جګړه ایز خصلت او فر دی دکتاتوری په غوره کولو سره، ګوند د ولس او د هغوی د ارمانونو څخه لیری، د ټولنی د پرمختګ او ودی په وړاندی خنډ او د نړۍ د تندو پیښو او د کورنیو ګوندی اختلافونو په پایله کې دړی وړی او وپاشل شو. په دی توګه په نړۍ کې نوی شرایط رامنځ ته شول او نوی جګړی پیل شوی.

۴
جګړه او ځنې لامالونه یې

… که نن دغه انقلاب او د هغه لاس ته راوړنی غندل کیږی، آن تر دی چې د سوسیالیستی ټولنی جوړیدل د بشر د ژوند دودی د یوی تاریخی دوری په توګه طبیعی سیر نه ګڼل کیږی. خو اوسنۍ روان حالات، چې د دموکراسی تر شعار لاندی د میلیتاریزم او انارشیزم پرخوا روان دی او د بشر د طبیعی او مدنی حقوقو په خلاف فجایع، ډله ایزی وژنې، ناانډولتوب، وزګارتیا او د جګړی څخه راپیداشوی امراض او ناخوالی چې د جګړه مارو، تراهګرو، مافیایی قاچاق وړونکو او نورو ارتجاعی ترینه ځواکونو په نوښت، ملتیا او ملاتړ سره تر سره کیږی، هم د منلو نه دی.
د ننی نړۍ د زور او زر واکمنان یوازی خپلی ګټی پیژنی نور نو نه غوږونه لری او نه سترګی او نه هم ماغزه چې د جنګ ځپلو اولسونو زګیروی چیغې، ناری، سوری او فریادونه واوری، ویې وینی، د ښو او بدو، رښتیا او درغو، ګناه او بیګناه توپیر او یا زړه سوی وکړی.
د نړی جاری جګړه ایزی پیښی، د دی لوی جهان د شنه آسمان د محبت په زړه پوری فضا او د مځکی د مخ ښکلی ځلیدونکی طبیعت یې د جګړی د باروتو په تورولوګیو کرغیړن او پټ کړی او شاو خوا د انسان او دهغه د زرهاو کلونو د مدنیتونو او لاس ته راوړونو آثار د جګړی په بمباریو او د تراهګری په ځان مرګی بریدونو کې د اور په لمبو کې سوزول کیږی. دی وضعی د ټولی نړۍ و اقتصادی، سیاسی او کلتوری پیاوړتیا ته یې لوی لوی زیانونه اړولی دی.
په هر ډول د دوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته، د انسانی مادی او معنوی زیانونو برسیره خورا ستر بدلونونه منځ ته راغلل. د پخوانی نړۍ جغرافیایی پولی او کرښی بدلون وموند، د وخت دوه نوی استعماری ځواکونه، فرانسه او په تیره انګلستان چې پر مستعمرو باندی یې امر نه پر یوتی، سخت زیانمن سول. ډیر آسیایی، افریقایی او د لاتینی امریکی هیوادونه خپله خپلواکۍ تر لاسه کړله. آلمان، جاپان او ایتالیا د بی ساری ماتی سره مخامخ سول. د وخت شوروی اتحاد د جګړی بریالی او امریکا بی له تاوانه څخه راووتل. له بله پلوه دوه نوی زبر ځواکونه د نړۍ د نقشی پرمخ را څرګند سول، متحده ایالات او پخوانی شوروی اتحاد کڅه هم دغه دوه نوی لوی زبر ځواکونه د جګړی پر مهال او بهیر کې د فاشیزم او ناسیزم د ګډ حریف د ماتولو په غرض په موقت ډول سره متحد ؤ، خو وروسته تر هغه بیا هر یو د ځان د برتری د تثبیتولو او د نړۍ او د هغه د ثروتونو د بیا ویش پر سر یو د بل په مقابل کې ودریدل.
له بلی خوا د نړۍ د سولی د پلویانو او عامه ذهنیتو نو تر فشار لاندی په ۱۹۴۵ میلادی کال کې د بیا جګړی د مخنیوی په هیله د نړیوالی ټولنی څخه انتظار کیدی چې د جګړی د زیانونو څخه پند او عبرت واخستل شی او بیا نظامی لوبی، نظامی اډی او نظامی بلاکونه جوړی نشی. د جګړی او د هغه د لامالونومخنیوی وشی، خو د هیلو په خلاف، په داسی حال کې چې د جګړی پرهارونه لا نه و درمل شوی او دردونه نه و تسکین شوی چې د زبر ځواکونو له لوری د ساړه جګړی نغاری پیل شوی چې د نړۍ پر سیاسی او ټولنیزی اوضاع باندی یې خپل دروند سیوری وغوړاوه او د نوی نظامی اډو او تړونونو په جوړولو او پیاوړی کولو یې لاس پوری کړ. په دی توګه، سنتو، سیاتو او د ناتو وخت په وخت ، د شوروی اتحاد د نظامی ګواښ او په آسیا او اروپا کې د کمونیستی مفکوری د خپریدو د مخنیوی په غرض او له بلی خوا څخه د وارسا پکت د ناټو څخه د خطر د مخنیوی او مقابلی په پلمه جوړ شول. په دی ډول عملا نړۍ په دوو متضادو بلاکونو وویشل شوه چې یو یې سوسیالیستی بلاک د وخت د شوروی اتحاد او بل د پانګوالی هیوادونو یا د غرب بلاک د متحده ایالاتو تر مشرتابه لاندی جوړ شول. ورورسته له دی نه بیا هر بلاک په ځانګړی ډول تلاښ کاوه چې د نړۍ خپلواک هیوادونه تر خپلی ولکی لاندی راولی. دغه هڅې د دریمی نړۍ، په تیره د هغو هیوادونو لپاره چې نوی خپلواکی ته رسیدلی ؤ د خطر زنګ بلل کیدی. په دی توګه د آسیا، افریقا او لاتینی امریکی هغه شمیر هیوادونه چې د ودی او پرمختګ ځانګړی خپلواکه لار خپله کړی وه په پورتنیو نظامی ځواکونو په کړیو او اډو کې شامل نشول او غوښتل یې چې د خپلو ملی ګټو وساتلو او ودی پر بنسټ او د خپلو د وروسته پاتی والی د ستونزو د لیری کولو په غرض د دواړو بلاکونو سره ځانګړی اقتصادی، سیاسی او ټولنیزی اړیکی وساتی. پخوا تردی چې دغه هیوادونه پخپلو پښو ودریږی، تر داسی ګواښونو لاندی راغلل چې هرو مرو به په یوه بلاک کې ورګډیږی. چنانچه هغه مهال چې په کال ۱۹۴۹م کې د هالیند او اندونیزیا ترمنځ خونړۍ جګړه ونښتله یو زیات شمیر آسیایی هیوادونو په نوی دهلی کې غونډه وکړه او د هالیند د دولت په وړاندی یو ګډ دریځ غوړه کړ چې د اندونیزیا د خپلواکی لپاره پوره موثره تمامه شوه. همدارنګه دغو هیوادونو د کوریا د جګړو د پای ته رسولو لپاره هم خپل موثریت څرګند کړ. باید وویل شی دغه غونډی سیمه ایزی وی او د سیمی په سطح خپل مینځی ستونزی یې حلولی. خو کله چې په کال ۱‍۹۵۶ کې د هنګری او سویز د کانال بحرانونه رامنځ ته شول، نوموړو هیوادونو ته دا اندیښنه پیدا شوه چې زبرځواکونه هڅه کوی چې په نوی توګه بیا هم دغه هیوادونه پخپلو استعماری لومو کې اړ باسی. یو شمیر آسیایی او افریقایی هیوادونه د خپل مینځی مرستو د زیاتولو او اغیزمن کولو په هیله په کال ۱۹۵۴ کې د کولمبو په ښار کې او بیا د اندونیزیا د بورګر په ښار کې او په ۱۹۵۵ کال کې بیا هم د اندونیزیا د باندونګ په ښار غونډی وکړی او په ۱۹۶۱ کال کې بیا د بلګراد په ښار کې غونډه جوړه شوه. د یادونی وړ ده چې د بلګراد د غونډی نه وروسته دغه نهضت د سیمه ایزی بڼی څخه نړیواله بڼه غوره کړه او د نړۍ سترو ملی شخصیتونو، لکه جمال عبدالناصر، جواهر لعل نهرو، مارشال تیتو او سوکارنو د نهضت و شاته ودریدل او تقویه کړ. وروسته له دی څخه دغه نهضت پس له هرو څلورو کالو یو ځلی غونډه کوله او د خپل مینځی سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو ستونزو د آوارولو برسیره د نړۍ پر لانجه منو ستونزو او د سولی د تامینولو او د جګړی د مخنیوی په غرض اغیزمن ګامونه پورته کړل. دغه نهضت په ۱۹۷۰ کال کې د لوساکا په ښار کې غونډه وکړه او د نړۍ د سیاسی اړوندو مسایلو په څنګ کې پر ډیرو اقتصادی ستونزو کې هم غور وکړ. لنډه دا چې دغه غورځنګ د (۱۹۷۰-۱۹۶۰) کلونو په بهیر کې په نړۍ کې د جګړی د مخنیوی او د سولی د پیاوړتیا په برخه کې اوچت ګامونه واخستل او د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د سیاسی او اقتصادی رژیمونو په توپیر سره د غورځنګ د شرایطو او پروګرام مطابق او منلو سره د دغه سازمان غړی شول چې ورو ورو د نړۍ د سولی او ثبات باندی ټاکلی او ژوری اغیزی وښندلی. په دی ډول په کې یو توازن او د باور وړ سوله او د ثبات پیاوړتیا استقرار وموند.
خو د ناپیلو هیوادونو غورځنګ د ( ۱۹۸۰-۱۹۷۰) کلونو په جریان کې د نړۍ د تندو پیښو په وړاندی، په تیره هغه وخت چې شوروی اتحاد وپاشل شو د بی تفاوتی او انتظار په حالت کې پاتی شول.
خو د ناپیلو هیوادونو وروستۍ کنفرانس سږکال په هاوانا کې جوړ شو. د غونډی برخه والو د نړۍ د روانو ، خورا پیچلو سیاسی، اقتصادی، نظامی او د جګړه ایزی او تراهګری خواشینونکی وضعیت پر اړوند یې غور وکړ. په غونډه کې د هغو هیوادونو په باره کې چې همدا اوس په جګړو کې ښکیل دی (عراق، افغانستان، فلسطین، لبنان، کانګو …) د جګړی څخه د وتلو دلارو چارو د پیدا کولو په اړوند، د سولی د ټینګښت او د راتلونکی وخت د پاره د نړیوالی ټولنی پیاوړتیا اړینه وګڼله او داسی نورو نړیوالو او خپل مینځی مهمو مسایلو په اړوند خبری وشوی او وړاندیزونه بیان شول.
باید وویل شی چې د دی تاریخی جریان ارزول زموږ د بحث څخه وتلی موضوع ده. خو د هغه اقتصادی خساری او بشری ضایعات چې څه د انقلاب او کورنیو جګړو په اثر او هم د لومړۍ او دوهمی نړیوالی جګړو مادی او انسانی تلفات پیښ شوی دی په وروسته کې بیان راځی.
په دی توګه ځنی نور پرمختګونه او بدلونونه چې په وروستیو کلونو کې بیا د جګړی لامالونه شوی دی ځنی مثالونه یادولای شو. د ساری په توګه د پخوانی شوروی اتحاد په پراخه جغرافیایی قلمرو کې په تیره د مرکزی آسیا په سیمو هیوادونو کې د سیاسی او روبنایی بدلونونو په ایجادولو سره، هغه ټولنې د سوسیالیستی ټولنو په نامه ونومول شولی. په داسی حال کې چې د دغو هیوادونو د متوازن پرمختګ لپاره ټاکلی اقتصادی او ټولنیز اړین شرایط برابر نشول، خو یوازی په دی معقولی باندی بسنه وشوه چې د روسیی بریالی کارګره طبقه په دغو هیوادونو کې د وروسته پاتی والی په اثر، اجتماعی، اقتصادی او کادری ستونزی او کمبودی لیری کوی او ډکوی یې. دغه واقعیت هغه وخت ښه څرګند شو چې سوسیالیستی سیستم په شوروی اتحاد کې وپاشل شو. دغه هیوادونه په کلتوری، اجتماعی او اقتصادی لحاظ د خپلو وروسته پاتی والی له امله د وروستیو بدلونونو په بهیر کې خپل امنیتی او اجتماعی ثبات ونشو ساتلای او غربی پانګوالی هیوادونه، په تیره متحده ایالات د دغی تشی څخه ګټی اخستلو سره، د مرکزی آسیا و نوی بازارونو ته د ورننوتلو او د دغو هیوادونو د طبیعی زیرمو (ګاز، تیل …) د قبضه کولو او اشغالولو په تمه په بیړه او زیات حرص سره لاس وهنی او تحریکات پیل کړل او د بشر د حقوقو تر نامه لاندی بنسټ پالی ځواکونه تحریک، تشویق او ملاتړ یې وکړ. په دی توګه دغه هیوادونه د سختو کورنیو جګړو سره مخامخ شول، لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، قزاقستان، ګرجستان، اوکرایین او په روسیه کې چیچن او داسی نور چې ډیر انسانی او اقتصادی تاوانونه یې ولیدل. همدا راز په ځینو نورو سوسیالیستی هیوادونو کې، لکه پولند، هنګری، بلغاریا، د بالتیک هیوادونه د یو لړ توپیرونو سره سره د کورنیو جګړو او جنجالونو سره مخامخ شول. چک او سلواک په دوو برخو وویشل شول. یوګوسلاوی د خونړیو جګړونه وروسته په اتو برخو وویشل شوه چې تر اوسه پوری لا په دغو سیمو کې پوره ثبات ندی راغلی. په دی لړ کې یوازی دموکراتیک المان او فدرال المان بیرته سره متحد شول چې د دوهمی نړیوالی جګړی په پایله کې یو واحد وجود په دوو ټوټو ویشل شوی ؤ.
برسیره پر دی د ۱۹۶۰ میلادی کلونو څخه وروسته د سوسیالیستی هیوادونو او د کمونیستی او کارګری احزابو په ګډو پریکړو کې د دریمو هیوادونو لپاره د پانګوالی له لاری د تیرولو نه پرته و سوسیالیسم ته د رسیدلو لپاره نوی تیزسونه، تیوری ګانی او لاری وړاندی شولی، دا رنګه چې په نوموړو هیوادونو کې د ملی دموکراتیک انقلاب د کارګری طبقی د مخکښ سازمان په لارښود او مشرتابه لاندی کولای شی دغه لنډه لار ووهی. په دغو هیوادونو کې بیا پرته له زیربنایی سیستمونو او موسسو د جوړولو او موثرو اقتصادی مرستو څخه له یوی خوا، د بله پلوه د شوروی اتحاد پر محورو پاتی کیدو په وجه د نوری نړی څخه منزوی او د امپریالیستی هیوادونو تر ګواښ لاندی راغلل او د ساړه جګړی پر مهال د دو متضادو زبر ځواکونو د تبلیغاتی او روانی جګړو د آزمایلو لابراتوار وګرځید. بی ځایه به نه وی که په دغه ځای کې یوه څرګنده نمونه، افغانستان او د ثور د انقلاب څخه یادونه وکړو. د ثور د پاڅون څخه وروسته د دغه هیواد سره چې باید بنسټیز اقتصادی مرستی شوی وای، د هغه پر ځای یوازی د هیواد د ځانګړی حساس جیوپولیتیک موقعیت له امله، د زبرځواکونو د بی ځایه لاس وهنو او سیالیو د لوبو په یوه شیطانی دایره کې او په پایله کې یو لوی مترقی وطن پال ملی دموکراتیک غورځنګ وټکول شو.
که څه هم د پاڅون په لومړی سر کې شرق او غرب، یعنی ټوله نړۍ یې ولړزوله، خو له بله پلوه په نړیواله کچه د پاڅون پر ضد بنسټ پال او تراهګر ځواکونه چې پخوا، لا د (۱۹۷۴-۱۹۷۳) میلادی کلونو کې د محمد داود خان د جمهوریت پرضد په پاکستان کې ځای پر ځای او فعاله شوی ؤ د همدی متمدنی نړی د هر اړخیزی سیاسی، اقتصادی، مالی او نظامی تجهیزاتی ملاتړ له امله د هیواد وطنپال انقلابیون او بی ګناه عامه اولس د دوام داره جګړو او تراهګری د بریدونه په اثر په وینو ولمبول شول. تر څو په پایله کې بیا ۱۹۹۲ میلادی کال څخه وروسته دلته د آسیا په زړه کې د واک خلا پیدا شوه او د لګیدلی اور لمبو هسی اور واخیست چې شغلی یې هری خواته وغزیدلی، تر څو چې د دغه اړو دوړ په بهیر کې د ځینو باندنیو او په تیره ګاونډی هیوادونو د مستقیم مداخلو په اثر، په هیواد کې جهادی تنظیمونه مسلط شول. جهادی تنظیمونه د همغه لومړی ورځی څخه د خپلو اوږدو کلونو‎، د خپل مینځی اختلافونو په وجه او په کابل کې و ارګ ته وننوتلو او د واک د نیولو پر سر، خونړی جګړی کې پیل کړی او د بیګناه انسانانو په وینو یې ولی وبهولی او په ټول هیواد کې هیڅ یوه کورنۍ هم دوی خونړۍ جګړی د ضرر او زیان څخه په امان پاتی نشول او ټول هیواد، په تیره د کابل ښکلی تاریخی ښار په کنډواله بدل شو. د دغو اوږدو کلونو د جګړو په بهیر کې په میلیونو میلیونو افغانان شهیدان،معلول، معیوب، کونډی رنډی، یتیمان او مهاجرتونو ته اړ شول. ناویلی دی پاته نه وی چې د دغی بی ساری لویی غمیزی په پیښیدو او دوام کې د بیلا بیلو هدفونو په لرلو سره تقریبا ټوله نړی والی لاس درلودی او لری یې. په تیره د ګاونډیانو د جملی څخه د پاکستان د وخت جمهور رییس ، ضیاالحق دا ارمان درلودی چې د پل خشتی په جومات کې لمونځ ادا او د کابل د ښار د سوزیدلو ننداره هم وکړی.
په دی توګه اوس مهال چې په نړۍ کې د دغه نوی بدلونونو او اوښتونو په بهیرونو کې چې د سوسیالیزم او انقلاب د خبرو او کلماتو په تیره په ورځنی ژوند او ادبیاتو کې یو مخې د کارولو څخه ډډه کیږی خو د هغه په وړاندی بیا د نړیوال تراهګری پرضد د مبارزی تر بیرغ لاندی په نومول شوو وروسته پاتی یا دریمو هیوادونو کې، پرته له دی چې زیربنایی بدلونونه، اجتماعی، اقتصادی موسسو وجوړولو ته پاملرنه وشی او د هغو دودی لپاره ټاکلی شرایط ایجاد شی، په وچ زور او نظامی یرغلیز سوقیاتو سره، د دغو هیوادونو د متمدن کولو او د دموکراسی د سوغات په بدل کې د نوموړو هیوادونو د ژوند پانګه او د افکارو ابتکار او صلاحیت ځنی سلب، طبیعی، تاریخی، اجتماعی او کلتوری نا پایه زیرمی او ویاړنی یی چور او چپاول شوی، عقیدتی مسایلو او ټولنیزو عنعنو ته یې په بی پروایی سره تیرۍ او سپکاوی کیږی، چې ډیری ترخی او منفی پایلی یې پری ایښی دی‎. دغه بی اساسه او د انسانیت څخه لیری کړنی د ورانوونکو جګړو او تراهګری د ودی او پراختیا لپاره په لوی لاس په زړه پوری شرایط رامنځ ته کړی دی.
په هر ډول، نړۍ اوس د یو قطبی ځواک او د ناټو تر چتر لاندی یو لوی اجتماعی، اقتصادی او سیاسی بحرانی حالت د تیرولو په درشل کې ده. په دی بهر کې عمدتا د ځینو حریصو، پراختیاغوښتونکو شخصیتونو د ځانګړی موخو، د جګړه مارو تراهګرو او مافیایی قاچاق وړونکو نړیوالو سازمانونو، د خپل مینځی اختلافونو او تضادونو تر منځ د نړۍ د ګټو او ثروتونو د نوی چور او ویش پر سر لویه لوبه روانه ده چې د مدنی او دموکراسی ټولنی د جوړولو تر سرلیک لاندی یې د ناآرامی، بی امنیتی، تشویش او لوی ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د روان میلادی کال د فبروری په میاشت کې د مونشن په ښار کې نړیوال امنیتی کنفرانس کې د جګړو او ناامنې د زیاتوالی تایید او یادونه د پورتنیو اندیښنو څرګند ثبوت ښيی. په دغه کنفرانس کې چې د څلویښتو هیوادونو د دفاع وزیران او نورو استازو برخه اخیستی وه، د سولی او جګړی د لامالونو او نورو خپل مینځی اقتصادی او سیاسی ستونزو او لانجو په اړوند خبری وکړی او داسی یې وښودله چې د نړۍ امن تر پخوا لا کړکیچن او نا آرامه شوی دی. د وسلو جوړولو سیالیو ته لمن وهل کیږی چې د سړی جګړی د بیا پیل کیدو پیلامی ورو ورو تودو جګړو ته د لاری آوارول ګڼل کیدای شی.
وکتل شی چې نړۍ به د جګړه مارو، تراهګرو او قاچاق وړونکو له زیان او نیښ څرنګه ځانونه وژغوری؟ کومه لار به غوره کړی؟ نوی بدلونونه به څنګه راشی؟ نوی نړۍ چې په کې سوله- سوکاله ژوند او د انسان کرامت هم خوندی وی څرنګه به جوړیږی؟ دا هغه پوښتنی او غوښتنی دی چې اوس مهال د ټولی نړۍ د دموکراتیکو، مترقی او د سولی د پلوی ځواکونو اندیښنې ځانته اړولی او د یوی رښتنې نړیوالی د امن ټولنی ته چې په کې د انسان ټولنیزی، اقتصادی او کلتوری اړتیا وی تامین شی د راستنیدلو په هیله او انتظار کې دی.

۵
د جګړی تاریخی شالید (کرونولوجی)

د ځینو روایاتو له مخی، وایی کله چې ابلیس د خپلو شیطانی اندیښنو په اثر، د آدم (ع) د زامنو، هابیل اوقابیل تر منځ د نفاق او دښمنی تخم وشینده او له بلی خوا دا چې قابیل په ناز و نعمت او هابیل په خواریو او غمونو کې ډوب ؤ او په سختیو کې یی ژوند کاوه، چې ریښی یی همغه د شیطانی تحریکاتو، احساساتو، ځان غوښتنی، ناانډول توب او کورنۍ توپیرونو کې ښخی وی، او په پای کې خبره ودی ځای ته ورسیده چې قابیل راولاړیږی او خپل یوازنۍ ورور هابیل د نیزی په څوکه وژنی.
د دغی غم لړلی پیښی څخه ورورسته د قابیل او هابیل د زوزاد، اولادونو، کورنیو ټبرونو او په پای کې د ټولنی تر منځ د مخالفت او دښمنی تخمونه کرل کیږی. په دی توګه د انسان د ټولنیز ژوند په لومړیو مرحلو کې د پاسنیو فتنو، توپیرونو او ناانډول توب د راپیدا کیدو زیادتیدو او ژورتیا په وجه غچ اخستل او جګړی هم پیل کیږی.
اوس که د یوی شیبی لپاره غور وشی، چې نن په نړی کې د ځینو افراطی فکرونو، تګ لارو او پالیسیو، ځان ځانی خوبونو، د لوړتیا غوښتنی د هیلو او د ټولنیزو ژور ناانډول توب او توپیرونو له امله د رامنځ ته شوی روانو جګړو او تراهګریو په سبب، د ټولی نړۍ په بیلابیلو ګوټونو کې د دښمنیو او کرکی څومره تخمونه کرل کیږی؟ آیا اټکل کولای شو چې د نړی په کچه د دی کرکیلی حاصل او ثمره، څومره نوری دښمنی ګانی او کرکی یی راپارولی او انسانی ټولنی یی د ناهیلو سره مخامخ کړی دی؟ آیا انتظار کیدای شی چې د دی کښت د حاصل څخه دی د تخریب او ویجاړولو او په ناروا ډول د نړی د تر لاس لاندی کولو د نیت څخه دی پرته بله لاس ته راوړنه ولری چې د بشری ټولنی د قناعت وړ وی؟ همدارنګه د ساری په توګه که د نن څخه دوه زره کاله وړاندی د تاریخ پاڼی واړوو او د شکلی توپیرونو څخه پرته د هغه مهال د بشری ټولنی د اخلاقی، روانی او د ځان غوښتنی حالات د ننی ورځی د علمی، تکنالوژیکی پرمختګونو او مدنی هیلو په پام کې ساتلو سره د انسانی ټولنو د اخلاقی، روانی او د ځان غوښتنی حالات سره پرتله کړو، آیا ویلای شو چې په کومه خوا کې به ناخوالی، بدمرغۍ، وحشت، ناآرامی، مرګ او ژوبله او د وینو بهول زیات وی؟ عملاً ځواب به یی داسی وی چې د ننی ورځی د متمدنی او پرمختللی نړۍ د زبانی د بدمرغیو، ناآرامیو او مرګ او ژوبلی د تلی پله ډیره درنه او د مقایسی وړ نده، دا ځکه چې نن د بشر د ډله ایزی وژنی لپاره تر هستوی وسلو پوری کارول کیږی، نو داسی پوښتنی منځ ته راځی چې د انسان د ژوند طبیعی اړینه او د پرمختګ څخه هیله څه شی ده؟ جګړه، تراهګری، مرګ او ژوبله؟ او که سوکاله، آرام او پرمختللی خوشحا له ژوند؟ طبعاً انسان غواړی چې سوکاله، آرام، مترقی او خوشحاله ژوند ولری. د دغه ډول ارمانی ژوند لومړنۍ اړینی دا دی چې انسان د پوهی او کار خاوند، په نس موړ، په تن پټ، سرپنا ولری، په سوله کې ژوند وکړی، د روغتیایی چارو، ښوونی او روزنی د نعمتونو څخه برخمن وی او د نورو طبیعی او ټولنیزو آفتونو، ناخوالو، ستونزو او نورو کمبودیو سره مخامخ نشی.
دا هم باید څرګنده شی، چې پورتنۍ اړینی په طبیعت کې تیار او آماده نه دی چې انسان پرته له کار او زحمت څخه د خپلو هوسونو پر بنا د هغو څخه ګټه اخلی. بلکه هغه باید په غور کولو د تندی په خولو، د لاسو په تڼاکو او د ګډو مرستو پر بنا وکټل شی. د هغو لپاره اړینی وسایل جوړ شی یا د روزنی شرایط ورته برابر شی، تر څو د اړتیا وړ هر څه تولید او حاصل شی. همدارنګه د تولید شوی او یا لاس ته راغلی حاصلاتو د ویش لپاره یو داسی د باور وړ ټولنیز نظم او د قانون حاکمیت منځ ته راشی چې وکولای شی په لومړی سر کې د بی نظمیو، خود سریو، چور و چپاول او زور زیاتی مخنیوی وکړی او هم د انسان استعداد و سوله ایز او عادلانه ژوند ته او نورو پرمختګونو پر لوری یی وهڅوی او د جګړی، تراهګریو، شیطانی افکارو، مخالفتونو، بدمرغیو، ځان ځانی خویونو، ظلم، تیرۍ او نورو نارواؤ څخه وژغورل شی.
د دی اړینی پر بنا بی ځایه نده که نه یو ځلی په جهان کې د بشر د جګړه ایزوکړنو او د مشهورو جګړه مارانو د وحشت او جنایاتو څخه پرده پورته شی، تر څو ښکاره شی چې د لوی خدای د مځکی پر مخ د دی ښایسته او بی ګناه مخلوق پر برخلیک باندی څه لوبی شوی دی او څه لوبی روانی دی. تر څو د هغو په رڼا کې حقایق او د ستونزو ټولنیزی، اقتصادی عوامل او تاریخی ریښی یی څرګندی او د جګړی پایلی ښه تره روښانه شی. بر سیره پر دی د دغو تیرو ترخو تجاربو څخه زده کړه وشی او د اوسنیو روانو ستونزو او نازکو حساسو حالاتو د واقعیتونو په درکولو سره د مسوولیت احساس پیاوړی شی. په دی هیلی سره به د لرغونی زمانی څخه بیا تر ننه پوری ځنی مهم او لوی لوی جګړی او فتوحات او د امکان تر بریده پوری د هغو انسانی، مادی او معنوی پیښ شوی ضایعات او زیانونه د یادونی په توګه وسپیړو:
په لرغونی یونان کې جګړی او د مقدونی سکندر د فتوحاتو پایلی:
یونان د میلاد څخه د مخه د یو لوی او عظیم مدنیت لرونکی ؤ. یونان د نړۍ په لرغونی تاریخ کې ستری ویاړنی لری. د یونان د هغه وخت لرغونی آثار چې تر اوسه پوری په موزیمونو کې خوندی دی، تر ننه پوری انسان ورته هیښ پاتی دی. لرغونی یونان د فلسفی افکارو او پوهنو په وده او د تخنیکی پر مختګونو په اعتبار په ټوله اروپا کې یو مخکښ هیواد ؤ. دموکریت، افلاطون، پریکلس، اریس طوفان، هیرودوتس، ارسطو، سقراط، اپیکور او ګڼ شمیر نور پوهان د بشر د فکری ترقی او پرمختګونو لوی لوی لارښوونکی تیر شوی دی. (۱) د پورتنی ویاړونه سره سره په لرغونی مهال کې، یونانیان هیڅکله پردی نه دی بریالی سوی چې د اوږدی مودی لپاره یو مرکزی دولت یا کومه لویه مرکزی امپراطوری جوړه کړی. یونان شل ځانګړی، خپلواک ښاری دولتونه ؤ. هر ښار ځانله حکومت ؤ. حکومتی سیستم جمهوری ‎ؤ نه شاهی. ښار د دولتونو مرکز ؤ. د ښار شاوخوا، کلی او محلات چې د مربوطه ښار د اړتیا مواد یی تولید او د هغه ښار په سیاسی قلمرو کې شامل ؤ. د هر ښار اوسیدونکی د ټولنیز ترکیب له مخی تقریباً یو شانته دری طبقی وی.
د بډایانو طبقه، چې د ښار اداره او کنترول د دوی په لاس او واک لاندی ؤ. منځنۍ طبقه یا عادی خلک چې په حکومتی چارو کې چندان لاس نه درلودی، خو په کار و کسب او خواریو کې اخته ؤ. دریم د بینوایانو او مریانو طبقه ده چې شمیر یی زیات ؤ، خو په اداری چارو کې هیڅ اثر او اغیزی نه وی. دوی یوازی او یوازی د ښار په شاقه کارونو او په جګړو کې د پرسونل په توګه او ان د اوزارو پر ځای به یی کارول.
د لرغونی یونان په ښارونو کې لوی مصیبت او بدمرغی دا وه، چې ښارونه سره متحد نه ؤ. د ښارونو تر منځ د ګډ کار پر ځای، دښمنی او تنګ نظرانه ځان ځانی خوی او سخت منفی سیالی او رقابتونه جاری ؤ. هر ښار په ځانګړی توګه ځانله اردو او د نظامی واک خاوندان ؤ.
دغه ځان ځانی خویونه، وچ غرور او د نفسی خواهشاتو تر اغیزی لاندی تل په دوام داره جګړو او شخړو کې مښتی ؤ. په دی شخړو کې په طبیعی توګه، ځانی مادی او معنوی خساری تر حسابه وتلی وی. وایی د سکندر پلار، فیلیپ یو با تدبیره سړی ؤ. نوموړی د خپل ښار د حکومتی چارو په لاس کې ولاړ ؤ. ده خپل ښار ډیر تقویه کړی ؤ. په نظامی تجهیزاتو سمبال غښتلۍ او پیاوړی اردو یی جوړ کړی او په واک کې ؤ.
فیلیپ په (۳۳۷ ق.م ) کال کې ووژل شو. سکندر، د ده زوی پر تخت کښیناستی. سکندر په دغه وخت کې شل کلن ځوان ؤ. سکندر تند خویه، خود سره، کبرجن، کینه کښه او د ځانه څخه راضی شخص ؤ. د نظامی چارو سره یی ډیره مینه وه. د پلار منظمه او با دسپلینه اردو په واک کې ورته پاتی ؤ. سکندر په تاریخ کې لوی فاتح ګڼل کیږی. ده په رښتیا سره ډیر ځایونه یی فتح کړی دی. سکندر کوم خاص محبوبیت یی نه لاره، ان د ده ښاریانو هم په ښه سترګه ورته نه کاته. د پوهی خاوند نه ؤ. د ده ټول کمال په بی رحمی، قصی القلبی او ظلم کې ؤ. دی یو وینه بهوونکی او غج اخیستونکی سړی ؤ. دی چې د یونان په نظامی او جګړه ایزو شرایطو کې لوی شوی ؤ یو پياوړی جګړه مار ؤ.
د لرغونی یونان په ښارونو کې تب، اسپارت او آتن تر ټولو لوی لوی ښارونه ؤ. د اسپارتیانو او آتنیانو جګړی، له دی کبله چې بی شمیره قربانیان یی پری ایښی دی په تاریخ کې زیات شهرت لری. وایی سکندر د تب پر ښار باندی، چې یو ګاونډی ښار ؤ حمله وکړه. دغه ښار د سکندر په وړاندی ټینګ مقاومت وښود او تسلیم نه شو. سکندر د خپل جګړه ماری او ظالمانه خصوصیاتو په لرلو سره پر ښار باندی وحشیانه هجوم یو وړ او دغه ښکلی تاریخی او آباد ښار یی د خپلو ټولو آثارو، ویاړنو ښکلو ، ښکلو ودانیو، موزیمونو سره یی ټول د خاورو او ایرو سره برابر کړ. ولس یی قتل عام او د وینو ویالی یی وبهولی. ځنی محدود کسان چې د مرګ څخه بچ شوی او ژوندی پاتی و، همغه یی ټول د مریانو په څیر، یرغمل ونیول او په نورو جګړو کې یی ووژل.
وایی د خپل جګړه مارۍ، بی رحمۍ، غچ اخستنې او ځان غوښتنې د ځانګړونو په لرلو برسیره، سخت دریځه بخیل او حسود هم ؤ. د ساری په توګه- کله چې سکندر په (۳۳۴ق.م) کال کې د (۱۳۰۰۰) پیلو او (۴۰۰۰) سپاره په ملاتړ او ملتیا او هم د اړینی په انډول خپل اکمالاتی او لوژیستکی تیاری د نیولو څخه وروسته پر مصر او ایران باندی یی یرغلیزی حملی پیل کړی، نو په دی ترڅ کې یی د ایران د وخت د شاهانو لوی لوی او مجلل قصرونه یی ونړول او خورا زیات زیانونه یی ورواړول. سکندر دغه ظالمانه کړنه یی یوازی په دی پلمی وکړ چې ګویا یو وخت د ایران شاهانو د آتن ښار ته اور اچولی ؤ. همدا راز په دی لړ کې د جمشید د افسانوی عظیم او باشکوه قصر د نړولو یادونه هم کولای شو. نوموړی ماڼی چې په سیمه او حتی په نړی کې بل ساری نه و او یو سیاسی مرکزی ځای او ماڼی ګڼل کیدی، د همدی سکندر په لاس ونړول شو. دغه ماڼی د یوپنځو سو کالو په بهیر کې د وخت د ګڼ شمیر د ماهرو مهندسینو، د پرله پسی کار او زیار په ګاللو او د زیاتو مالی لګښتونو په بیه جوړ شوی ؤ. د ماڼی د نړولو اساسی علت او دلیل یی د سکندر د حسادت او بخل خوی او خصلت نتیجه وه.
سکندر حاضر نه ؤ چې د خپلی سیاسی واکمنۍ په قلمرو کې او یا د هغه د باندی بل عظمت او یا د بل چا درناوی ووینی. په همدی بنا و چې سکندر به ډیر مهم مفتوحه ځایونه او ښارونه یی په خپل نامه کاوه. چنانچه په مصر کې د سکندریی لوی بندری ښار تر اوسه پوری د ده په نامه یادیږی.
سکندر د مصر، ترکیی، ایران د نیولو نه وروسته په (۳۳۰ ق.م) کال کې د افغانستان پر لوری یرغل پیل کوی او غواړی چې د دی لاری ځان هندوستان ته رسوی. سکندر دلته د زیاتو ربړونو، جګړو او مقاومتونو سره سره د هرات. کندهار- کابل او بلخ له لاری ځان تر سیحون او جیحون پوری رسوی. (۲) سکندر په دی سیمه کې د ولس داسی یو موټی ملی مقاومت سره مخامخ کیږی چې د خپلو ټولو فتوحاتو په جریان کې نه و ورسره مخامخ شوی. وایی سکندر هیښ پیښ پاتی ؤ، نه پوهیدی چې څه وکړی. د اراضی سره د نابلدتیا او د خپلو جنګیالیو د تلفاتو له امله له بلی خوا، د جګړی واک یی د لاسه ورکړی و. په دی توګه د پرمختګ پر لار کې د خنډ او ځنډ سره مخامخ کیږی.
«وایی د سکندر مور یوه پوهه، با تدبیره او د نظر خاونده ښځه وه. مور په ځانګړی حالاتو کې وخپل زوی، سکندر ته لارښوونی او مشوری ورکولی. سکندر هم د مور ومشورو او نظریو ته په درناوی غوږ نیوی. نو کله چې سکندر په دی سیمه کې د پرمختګ په لار کې ځند راغی او هم د سیمی او ولس د یووالی او وطن پالنی ځانګړی مینه ولیده، نو موضوع یی د خپلی مور سره شریکه کړه او مشوره یی تری وغوښتله. سکندر و خپلی مور ته داسی خبرداری ورکړ چې ګویا د افغانانو یو ګروپ د خبرو لپاره و دی ته ورځی او د خاورو یوه کڅوړه هم له ځانه سره ولری.
مور به یی کڅوړه اخلی او د افغانانو په وړاندی په بی پروایی او سپکاوی سره به خاوره پاشی او تیتوی یې. افغانی پلاوی چې د سکندر د مور سپک وضعیت او بی احترامی وینی، سخت په غوسه کیږی او دو باره خاوره ټولوی یې… د سکندر مور چې دغه جریان وینی نو وسکندر ته داسی لارښوونه کوی چې دلته په دی سیمه کې ستا پرمختګ ناشونی کار دی، باید بیرته پر شا راوګرځی. سکندر پخپله هم دغسی یوی نتیجی ته رسیدلی ؤ چې بیرته پر شا ولاړ شی.» (۴) دغه کیسه چې هر رنګه وی، خو د افغانانو یووالی، وطن پالونکی او د یو موټی ملی روحیې ښکارندوی دی. د سکندر په هکله داسی ډیری افسانی شته چې ځنی یې ډیری په زړه پوری، د پام لرنی او یادولو وړ دی.
وایی یو ځلی سکندر د خپلو فتوحاتو په بهیر کې سخت په عوسه او خپه ؤ. د مشاورینو څخه یو تن پوښتنه ځنی وکړه چې ولی خپه یې؟ سکندر په ځواب کې یې ویلی ؤ، نه پوهیږم چې اوس نو څه وکړم. نړۍ خو می فتح کړ، بل کوم ځای نه دی پاتی چې فتح یې کړم. دغه خبره د سکندر د بی معلوماتی او د جغرافیایی پوهی د بی خبری نښه ګڼل کیږی.
«همدارنګه وایی کله چې سکندر چین ته رسیږی، د چین پاچا و ده ته بلنه ورکوی او شاهانه میلمستیا ورته جوړوی. د ډوډی خوړلو پر مهال، د ډودۍ پر ځای د لعل و جواهرو، یاقوتو او مرغلرو ډکی کاسی او غوری ګانی د سکندر ومخی ته پریږدی او ورته وایی، بسم الله که، ښه اشتها درته ویی خوره، تر څو نور کسان هم په ډوډی خوړلو پیل وکړی. سکندر وایی څه شی وخورم؟ زما و مخې ته خو خواړه نشته. و ماته خو مو لوړ بیه ګاڼی ایښی دی. دا خو نه خوړل کیږی. د چین پاچا ځنی پوښتنه کوی چې تاسو پخپل وطن کې جواهرات نه خوری؟ سکندر ورته وایی، نه، جواهرات څرنګه خوړل کیږی؟ زما خوراک هم د نورو انسانانو په شان، یوه یا دوه ډوډۍ دی. د چین پاچا بیا ورته وایی کله چې ستا خوراک تر دوو ډوډیو زیات نه دی او جواهرات هم نشی خوړلی، نو آیا دغه اندازه ډوډۍ ستاسو په ملک کې نه پیدا کیږی چې ویی خوری؟ دلته د لوی پلټن سره راغلی یی، عالم دی ویجاړ او ولسونه دی قتل عام کړل، ښارونه دی لوټ او بیا دی وشیزل، لوی لوی ماڼی ګانی دی ونړولی، د انسانانو وینه دی وبهولی، سر پر سر لوی لوی تاوانونه دی پیښ کړل. دا کار به دی نه وای کړی، هلته به دی خپل ژوند کولای، خپل ولس ته دی مصیبت نه وای پیښ کړی، بد بینان او دښمنان نه وای پیدا کړی، په آرامه او ویاړ به دی ژوند کولای. کله چې سکندر د چین د پاچا حکیمانه او پر ځای خبری واوریدی همغه کړی یې وپیتیله چې هرومرو د فتوحاتو او جګړو څخه لاس اخلی او پر شا وګرځی او بیا تر قیامته پوری د حرص پر ځای د قناعت پر خواړه بسنه کوی. تر دی ظالمانه ګټی څخه د قناعت نړۍ په واقعیت کې د خپلواکۍ او سوکالی نړۍ ده. په جهان کې پر خپل حق تر قناعت څخه بله ښه تره دارایی نشته.
باید په څرګنده ووایو چې تر اوسه پوری د ځینو په ماغزو کې دا مفکوره ریښه ای ځای لری او ستر ویاړ په دی کې بولی چې د نورو کسانو څومره ځمکی مو نیولی دی، څومره ولسونه او قومونه مو زجر او شکنجی ورکړی دی، د وینو څومره ویالی مو بهولی دی، او څومره مو خپل زیات وخت، فکر، پوهه او خپل عمر مو بی ځایه په دی لار کې لګولی او تیر کړی دی. د نورو د ځمکو نیول او اشغالول، بی رحمی، د وینو تویول دا یوه غلطه او ناانسانی مفکوره، شیطانی کار او شیطانی وسوسه ده چې د حرص څخه سرچینه اخلی. په دی اړوند د سکندر په باره کې یوه بله کیسه هم ولولو:
وایی، سکندر یو ځای ته راورسید، په هغه محل کې یو شخص په حکمت او پوهه کې ډیر مشهوره ؤ. سکندر هیله وکړه چې که دغه شخص وغواړی او وده ته علم او حکمت ور وښیی. ځکه که د نړۍ شاه هم وی و علم او حکمت ته اړتیا لری. ځکه انسان د پوهی او علم په ذریعه کولای شی چې د حقایقو په راز پوه شی. نو سکندر ته داسی معلومات ورکړل شول چې پلانی شخص چې په پوهه او حکمت کې لوی لاس لری او تر ده بل لوړ څوک نشته خو ځنی کسان یې لیونی بولی او ځنی هم دی لوی عالم او کامل شخصیت ګڼی. د سکندر خو ښه سوه، خپل استازی یې ورولیږه چې رایې ولی. استازی ورغی او نوموړی عالم او حکیم ته یې د سکندر پیغام ووایه، چې سکندر دی غواړی که څه هم دا کار و تا ته ګرانه وی، باید ویې منی او ورسه ورشی، ځکه سکندر د جهان لوی پاچا دی.
حکیم د سکندر واستازی ته وویل: زه د زمانی د باچا د قیوداتو او امراو څخه خپلواک یم. ځکه چې ستا باچا د هغه شی بنده دی چې هغه زما فرمان وړونکی او زه یې خدای یم. په دی وجه ستا باچا زما د بنده، بنده دی، نو نه ښایی چې و ده ته ورشم. استازی د ناچاری له مخی راغی او دغه پیغام یې و سکندر ته ورکړ. سکندر په خښم او غضب سو او وویل چې دا سړی په رشتیا لیونی دی یا د جهالت له مخی بیګانه دی. ځکه چې زه د حق بنده یم او څرنګه کیدای شی چې حق تعالی د ده بنده شی. هیڅ څوک نشی کولای او حق نلری چې ما خپل بنده وبولی. نو له ډیره قهره او غضب څخه حکیم ته ورغی او د سلام د ادا کولو نه وروسته وویل: دا څرنګه او په کوم دلیل وایی چې زه ستا د بنده بنده یم؟ حکیم وروسته په جواب کې داسی وویل: ای پاچا تا یو لوی عالم تر پښو لاندی کړ، تر څو د ژوند اوبه پیدا کړی او ویی چښی او د تل لپاره عمر وکی او ژوندی پاتی شی. اوس دغه حرص پر تا خپل حکم چلوی او تا لکه خپل بنده هری خواته ځغلوی. ځکه نو تا په سلهاو لښکری تیار کړی تر څو د اوو هیوادونو څښتن شی او د خلکو وینه بهوی. که ته پوه شی چې د خپل حرص او آز بنده یې او وهغه ته دی دتسلیمی سر ټیټ کړیدی او د هغه بنده ګی دی منلی ده، نو ته د هغه حرص او آز مری یې او هغه ستا څښتن او فرمان چلوونکی دی. په داسی حال کې چې ما ډیر کلونه پخوا خپل حرص او آز کنترول او تر پښو لاندی کړی اوخپل تابع کړی او هغه زما مریې دی. ځکه نو ته زما د بنده بنده یې.
په دی توګه کله چې سکندر د دغه سړی حکیمانه خبری واوریدلی، د سکندر په سترګو کې اوښکی لکه د هغو وژل شوو کسانو وینی وبهیدلی او وی ویل: دا سړی نه یوازی چې لیونی نه دی، باکه تر ده څخه بل هوښیار او لوی عاقل نشته. زه اوس پوه شوم چې زما د ټولو فتوحاتو څخه د حرص او آز فتح کول لویه او ښه تره فتح ده. زما فتحی د ګناه فتحی وی»‎. (۳) په هر ډول سکندر دلته د لرغونی افغانستان په سیمو کې د څلور کالو په موده کې د ټولو جنجالونو څخه وروسته او د نورو تازه دمه سپاهیانو په راسیدلو سره د دوهم ځلی لپاره پر شرقی سیمو یرغل وکړ، تر څو د هغی لاری ځان و هندوستان ته ورسوی. خو په سیمه کې د مقاومتونو له امله، په پای کې د کنړونو د اسمار په سیمه کې سکندر زخمی کیږی. نور نو ډیر خسته، ستومانه او د فتوحاتو واک د لاسه ورکوی. قواوی هم خواره واره کیږی، ورسره پاتی ځواک هم ستړی، پریشانه او د کاره لریدلی او هر څه ځنی پاتی ؤ، همغه ؤ چې په ډیر خواریو سره ایله چې ځان د هندو سیمو ته رسوی. په هند کې د ملاریا ساری ناروغی ګډه وه. سکندر هم د ملاریا په ناروغی اخته کیړی. د ناروغی په حالت کې غواړی چې په بیړه ځان خپل هیواد ته ورسوی. خو کله چې د بین النهرین ښار ته رسیږی، ناروغی یې سخته کیږی او همدلته د بابل په ښار کې د (۳۲) کلنۍ په عمر مری او لویه امپراطوری د ده د قوماندانو ترمنځ ټوټی ټوټی ویشل کیږی.
په پای کې سکندر پر خپلو ټولو کړونو او فتوحاتو باندی پیښمانه ؤ، خو ناوخته ؤ. سکندر پر خپل ټول جلال او عظمت باندی ونشوای کولای چې ځان تر خپله هیواده او تر خپله مور لیدی ورسوی.
دغه ؤ د نړۍ د لوی فاتح او وینه چښوونکی جهانکرده، د لوی سکندر برخلیک او د ده د جګړو بایلی.