یو هلک د یو مار سره چې نیښونه یې ځینې ایستلی و لوبی کولی. د مار غاښونه چې وباسی سړی نشی چیچلی. هلک د پیغور په توګه ومار ته یې وویل: که زما مور او پلار ستا غاښونه یې نه وای کښلی، ما ستا سره لوبی نشوای کولای، ځکه تا زه چیچلم. مار ورته وویل هو، همداسی ده. انسانان همداسی کوی. د دی لپاره چې زه ستا په لاس کې واولم، ستا سره لوبی وکړم او ستا وخت په خوښۍ در تیر کړم، نو زما یې غاښونه راوایستل. کله چې ته په لوبو کې ستړی او ستومانه او بیا ویده شی، بیا نو ما په هغه اغزن اوسپنیزو سیخانو په پنجره کې ځړوی، چې ځان پکې ښورولای نشم. خو پر دی باندی هم بسنه نه کوی او په پای کې مې وژنی. دغه دی زما برخلیک د انسان په لاس کې.
په دی ډول د هلک او مار ترمنځ په دی اړوند جر و بحث او خبری ډیری اوږدی شوی. په دی لړ کې هلک بیا و مار ته وویل: ته په دی کیسی خبر یې، چې یو سړی د یوه ځنګله په خوا کې تیریدی، یو زخمی مار یې ولید چې تر خولی یې وینه او ځګونه راوتلی، په خاورو او خټو ککړ، یخ وهلی، بی هوښه لکه مړ لت پت پر مځکه پروت ؤ. سړی د زړه سوی او مهربانی له مخی مار پورته کوی، خاوری او خځلی یې ایسته کوی، پاک ستره کوی او و خپل غاړی ته یې اچوی او مخ پر کور روانیږی. که چیری دغه سړی مار نه وای پورته کړی ښایې ږیږګی یا کوم بل داسی ظالم کس پر برابر شوی وای او مار یې وژلی او یا خوړلی وای. خو کله چې مار تود شوی او پر هوښ راغلی و، د دی پر ځای چې د نوموړی سړی څخه شکریه وکړی او خوښی څرګنده کړی، سمدلاسه دی پر مغزی چیچی او سړی خوارکۍ ځای پر ځای مری. مار د هلک د دی خبری سره موافقه نه کوی او په ځواب کې وایې: هو! په دغه کیسی خبر یم خو په بل ډول. دا خبره رښتیا ده چې هغه سړی مار اخستی و او وغاړی ته یې اچولی و، په دی عنوان چې مار مړ دی او کور ته یې یوسی او پوستکی تری وباسی. ځکه د مار پوستکۍ لوړه بیه لری. کله چې مار ګرم شوی او پر هوښ راغلی او ځان یې د سړی پر غاړه کې لیدلی ؤ د ویری او د ځان ژغورنی لپاره یې دغه کار کړی و. مار په دی پوهیدی چې وروسته د ده په برخلیک څه کیږی نو پر حقه دغه کار یې کړی ؤ.
مار بی آزاره څخیدونکی دی. که پوه شی چې څوک کار په نه لری، چا ته آزار نه رسوی. مخامخ پر چا باندی حمله نه کوی، آن تر دی چې د مخامخ کیدو په صورت کې خپل تګ لوری بدلوی، خو که واری ورباندی وشی د ځان دفاع کوی او چیچیې. که په انسان کې انصاف او مهربانی وای نو زما غاښونه به یې په زوره نه وای کښلی. آیا تا اوریدلی دی چې کوم ژوندی موجود د انسان له لاسه نه وی ځورول شوی؟ آیا تا اوریدلی یا لیدلی چې د مځکی د لوی کری پر مخ ژوندی موجودات د انسان څخه شکایت او کرکه ونلری او خوښې یې څرګنده کړی وی؟ د انسان مهربانی او زړه شوی تر خپلی ګټی پوری وی. دا خو لا پریږده، انسانان پخپلو منځو کې سره وژنی. شاو خوا، خو وینی او اوری یې چې د دوی د ظلم او وحشت څخه څه بلی لمبې او لوګۍ نه دی چې خیژی.
د انسان د لاسه نړۍ اوس د نا امنې د اور په لمبو کې ویلیږی. په هیڅ ځای کې مصوونیت نشته. ځنی کسان لا د ژوند د چاپیریال د خوندی ساتلو، د حق او عدالت ناری هم وهی، خو د ګوانتانامو، ابوغریب، بګرام او نورو پټو جیلونو ته یې بیا پام نه دی چې هلته پخپله انسانان د سیخانو په پنجره کې ځړول کیږی، لکه زه چې مو په همدی پنجره کې ځړولی یم، او آن تر دی چې ستاسو ماشومان هم د دی شکنجو څخه په امان نه دی. دا خبری آسانه دی چې هر څوک د خپلی ګټی لپاره څه ووایې او یا هم د نورو په باره کې لاپی شاپی ووهی، خو حقیقت ویل تریخ او عمل سخت دی.
که موږ ماران یو او زهر شندو، دا خو زموږ خلقت او طبیعت دی چې د خطر پر مهال د ځان ژغورنی لپاره دغه عمل سر ته رسوؤ او دا کړنه د مجبوریت له مخې کوو او د ژوند بله لار نلرو. خو انسان مو وژنی او زموږ د زهرو څخه پخپلو روغتیایی چارو کې ګټه تری پورته کوی او بیا مو پوستکی باسی او پر هغه باندی تجارت کوی.
آیا ته ویلای شی چې د انسان د کینی زهر څو ځلی زموږ تر زهرو مضر او وژونکی دی؟ آیا ویلای شی چې یو کینه کښ انسان، یو جګړه مار، او یو تراهګر انسان پخپل زړه کې د څو مارانو زهر یو ځای شیندی؟ دغه انسانان بیا ځانونه حق په جانب ګڼی او هر څه پخپله ګټه پری کوی. لوی خدای مو د دی انسان د زهر جنی کینی، ظلم او کبر څخه وژغوری.