د سولي او بیاجوړوني بهیر د بریالیتوب د خوشبینیو په څنګ کې اوس ورو، ورو د افغانستان خلک د کړکیچ د زیاتیدو منفی فکتور په اندیښنه کې اچولي دي. د نفرت، کرکي او جګړی توره پرده د راتلونکي نیکمرغه سباوون رڼا مړاوي کوی. سوال پیدا کیږي چې د داسي چاپیریال د جوړیدو څخه څوک ګټه پورته کوي؟ ځواب ښایې روښانه وي.
د افغانستان دموکراتیک بدلونونه تل د په شا تلونکو افغان ضد عناصرو او کړیو له خوا په وینو لړل شوي، سیمه ایزو او نړیوالو جګړه مارو همیشه په افغانستان کې د شرخوښونکو ملاتړلي او هغوي یې خپلو موخو ته رسولي. اوس چې امیدونه ټوکیدلي چې ګوا کې افغانان به سوله او دموکراسي ولري، وطن به ودان کړي او په نړیواله ټولنه کې به د سیال په توګه مناسب ځاي ولري، په شاتلونکي خپسی او د هغوي زاړه ډنډه ماران بیا رافعال شوي او د افغانانو په وطن کې یې د اور شیندنې او جګړي تبۍ ځای په ځاي تودي کړي دي. د خواشینۍ ځاي دا دی چې کار داړه ماران کوي او پړه په روښانفکرانو اچوي.
که د ولسمشر حامد کرزي اداري او د هیواد پارلمانی ترکیب ته پام وشي، روښانفکران د ګوتو په شمار دي، هغه هم واک نه لرونکي! د حیرانتیا خبره دا ده چې له یوي خوا د چا خبره د جهاد د زمانې غازیان یاغي شوی او د هغوي سیمه ایزو تورمخو حامیانو یې مرستي ته د اټکلي، له بلي خوا د هغوي د شراوشومو اعمالو پړه د هیواد په تاریخي قومونو او یا روښانفکرانو اچول کیږی. په دي ټول منافقت کې د افغانانو هیواد د اور په لمبو کې سوځې، د ستونزو دروند پیټی د غم زپلو خلکو په اوږو لویږي او سیمه ایز قوماندانان، د مخدره موادو او د وسلو قاچاق چیان بې ساري ګټي پورته کوي. د نړیوالي ټولني د استازو او د هیواد د امنیت د ټینګونې په موخه د بهرنیو ځواکونو رول هم تر سوال لاندي دی چې ایا روانه لوبه هغوي په خپلو سترګو نه ویني! او د ډګر څرګند لوبغاړی په رښتیا هغوي نه پیژني؟ دا او داسي نوري هیوادنۍ مهمي مسالي د هیواد د روښانفکرانو او دموکراسۍ پلوه عناصرو او نهادونو په وړاندي د اندیښني وړ سوالونه ایښودلی شي، هغه دا چې: که د تیرو دوه نیمو لسیزو کورنۍ جګړي په شرایطو کې روښانفکران او دموکراسۍ پلوي د کلک مقاومت په نتیجه کې و نه توانیدل چې خپلو هیوادنیو موخو ته ورسیږي، ایا د ترخو پخوانیو تجربو څخه په استفاده نه شي کولي د وروستیو څو کلونو دموکراتیکو نسبی شرایطو کې د خپل توان او امکان له مخې د یو لړ هیوادنیو موخو لاسته راوړل جبران کړي؟ ځواب ښایې روښانه وي، یانې دا چې که د ځان غوښتنې او خپلي سلیقي د خوښونې څرګندونو څخه تیرو شو او په زړو سیاسي دودونو د نوي زمان د اوسنیو مشخصو هیوادنیو موخو د لاسته راوړوتکل و نه کړو، د دې امکان شته چې د هیواد د روښانفکرانو او دموکراسۍ پلوه عناصرو، کړیو او سیاسی نهادونو ترمینځ د خپلي خوښي پایداره روابطو او اتحادونو د رامینځته کیدو وړ امکانات او پراخې زمیني برابري شي.
دا به ډیره سخته وي که د سیاسي پلورالیزم په اوسنیو شرایطو کې د تړلو دروازو د سیاست په تاکتیکونو د هیواد روښانفکران او دموکراسي پلوه راغونډ کړو. دا موضوع پیچلي ده، د یو څو ټکو په لیکلو ستونزه نه هواریږي. د هیواد د روڼ اندو او دموکراتیک اندیشو زیاتو مشورو وړاندي کولو ته اړتیا شته، لیکن په لنډ ډول ویلی شو چې د هیواد سیاسي – نظامي حالات ژر، ژر بدلیږي. کړکیچ رامینځته شوي او لمن خوروي. د منافقت په غونډی ناست افغان دښمن په موږ زړه یخوي، اور دوی لګوي او د پړي ګوته هیواد پالونکوته نیغوي. د لانجي څخه د وتلو لار ښایې دا وي چې هیواد پالونکی، په تیره افغان روڼ اندي او دموکراسي پلوي په خپلو کې مشخص هیوادنۍ موخي د پلي کیدو په منظور په ګوته کړي، اړیکي ټینګی او اتحادونه وکړي او د ټول افغانستان په کچه د یو ملي – هیوادني محاذ د پرانستلو محور جوړ کړي. د افغان د مهذب ملت د استازو په توګه د نړیوالی ټولني نمایندګانو ته دا رښتیا په ګوته کړي چې دوي د هیواد د صادقو بچیو په توګه د افغانستان د سوځولو پر ځای د هغي ودانول غواړي.