ن په نړی کې د دموکراسی د سیستم پلویان ډیر دی. دوی دموکراسی د ولسواکۍ، د قانون د حاکمیت، د بشر د حقوقو د تامینولو، د ښځو او نارینه د حقوقو برابرۍ او مساوات، د عدالت د تطبیقولو او د ټولنیزو ستونزو د آواورولو او حلولو او هیوادونو د پرمختک سالمه او اغیزمنه لار ګڼی.
له بله پلوه په ځینو دموکراسی هیوادونو کې، جارو جنجالونه، اجتماعی، اداری او اخلاقی فسادونه، ناروای، رشوت، درغلۍ او داسی نوری ټولنیزی ناخوالی لیدل کیږی چې انسان د دموکراسۍ څخه ناهیلی کوی. په نوموړو هیوادونو کې ولسونه، د خپلو ټاکلو پارلمانی استازو، حکومتونو، جمهور ريیسانو او نورو لوړپوړو واکمنانو څخه ناراضه دی. د سیاسی ګوندونو څخه ښه نه وړی، ولسونه ځکه پر حق دی چې چارواکی او احزاب د ټاکنو پر مهال ډیری وعدی ورکوی، خو د رای ګټلو او واک تر لاسه کولو څخه وروسته بیا پخپلو وعدو وفا نه کوی او هر څه هیروی. د ټولنی ستونزی او د ولس هیلی همغه ډول پاتی وی، کوم چې تر ټاکنو او وعدو څخه د مخه ؤ.
په دی اساس خلک د اصلاحی پروګرامونو، نوی بدلونونو او پرمختلونو په انتظار کې دی.خو چارواکی او د دوی ټولنیزی موسسی پخپلو شخصی کړنو او معاملو مشغول دی او د ولس د ستونزو او د خپلو ویناو په قصه کې هم نه دی. بی ځایه نه ده چې په داسی شرایطو کې ولس مخ اړه وی او کرکه څرګندوی او وایی چې ټولی خبری د تیرایستلو او درغلیو لپاره وی. پر دی بنا داسی پوښتنی منځ ته راځی چې دموکراسی او استبداد او دیکتاتوری تر منځ توپیر څه شی دی؟
که په دموکراسی کې ولسواکۍ، د ټولنیزو ستونزو د لیری کولو، عدالت او پرمختک پر لوری هڅی نه وی، د قانون حاکمیت او د هغه پر تطبیق او تضمین باور نه وی، د بیان، قلم او عقیدی آزادی او درناوی نه وی، دا نو دموکراسی نه، بی نظمی او انارشی ده چې تر استبداد او دکتاتوری څخه په وار وار بد تره ده. ځکه په دکتاتوری نظامونو کې د استبداد سره سره، د ډیرو ناوړو، ټولنیزو اخلاقی فسادونو، رشوت تر یو ځایه پوری محدوده وی. ځکه ولس و داسی دموکراسیو ته زړونه نه ښه کوی او باور نه کوی. په ټولنیزو چارو کې په زړه پوری برخه نه اخلی او په زور هم ” کیلې ” نه کیږی. خو په پایله کې دولت پخپلو پلانونو کې پاتی راځی.
په هیواد کې د پارلمانی ټاکنو په بهیر کې د ولس د لږی برخی اخیستنی، یا د خاشخاشو د کرلو د مخنیوی په چارو کې، یا د تروریزم پر ضد مبارزی په وړاندی، یا د با ثباتبه امن راوستلو په اړوند د دولت شاته پاتی کیدل د پورتنیو خبرو څرګند مثالونه دی.
په دی وجه په دموکراسۍ کې د قانون حاکمیت او د هغه کنترول او څارنه حتمی ده. حاکم ارګانونه او د هغوی موسسی باید خپلی دندی سرته ورسوی، کنترول او څارنه له پاسه پیل شی، تر څو لومړی لوړ پوړی قانونی چلند ته غاړه کښیږدی. د مسولیت احساس وکړی. کارو اهل کار ته وسپاری. خپلی دندی او پلانونه په صداقت او بری سره پای ته ورسوی. د وینا سره سم عمل وکړی. د ټولنی او خلکو ورځنې ژوند اړتیا و نه پاملرنه او غمخواری وشی، تر څو ولس متحد او هیله من شی او په ټولنیزو مسایلو کې د پرمختګ پر لور وهڅیږی او د اړینو بدلونونو په چارو کې برخه واخلی. په دی اړوند به د یو ځوان شاعر یو پارچه شعر وړاندی شی. شعر د ښاغلی سید عبدالوهاب دی. شاعر په دی هکله د ولس یا عامه ذهنیت په ښه توګه ترسیم او انځور کړی دی، و به یی لولۍ.