ښاغلی همایون تاچ، د محبت د خپرونی مسئول چلوونکی !
د خپرونی د لیکنې پلاوی ښاغلو درنو غړو، قلمی مرستندیانو، ګرانو لوستونکو او د خپرونی مینه والو !
زما سلامونه ومنۍ. ستاسو ټولو لپاره د روغتیا او لابریا ‎ؤ هیله کوم.
محبت چې اوس خپل نشراتی کال لسم تلین نمانځی، که څوک د خپرونی لس کلنۍ کلکسیون پاڼی واړوی پوره څرګندیږی چې دغه کلکسیون د یو وړوکی، خو ارزښت لرونکی دایرة المعارف حیثیت لری، چې په هره برخه کې ( علمی، تاریخی، ټولنیزی، سیاسی، اقتصادی او هنری) په تیره د ټولنې د شرایطو او غوښتونو سره موافق، په زړه پوری ژوندی او اړینې مطالب او موضوعات یې، د لیکوالی او ژورنالیستی اصولو په پام کې ساتلو سره، په ښکلی صحافت سره پرته له ځند څخه یې د یو انسانی، شریفانه ارمان او د مسئولیت په احساس سره خپاره کړی او په دی اړوند یې خپل تاریخی رسالت تر خپلی وسی پوری پر ځای کړی دی.
محبت اساساْ یوه شریفه انسانی عاطفه او هیله ده. محبت په سرو او سپینو یا مادی منفعتو سره نه ارزول کیږی او نه په ټول او ترازو کې راځی. محبت د انسانانو ترمنځ دوستی، ښه باور، ښه سلوک او ښه کردار بلل کیږی. محبت یو د بل لاس نیوی، خیر غوښتنه او یو د بل ښیګنې غواړی. په محبت کې صداقت، زغم، عدالت، رښتینی ناسته ولاړه، ښه تفاهم، پراخ نظر او ښي اړیکی حتمی شرط ګڼل کیږی. پورتنۍ خبری د دغه خپرونی په کړنلار کې عملاْ تر سترګو کیږی. زموږ ټولنه د تپل شوی اوږدی مودی جګړی له امله په انسانی، مادی او معنوی لحاظ په بیساری توګه سخت ځپل شوی او زیانمن شوی دی. جګړی د ټولنی ټول اقتصادی، اجتماعی، سیاسی، آن کلتوری او اخلاقی سیستمونه او نهادونه یې له منځه وړی یا یې بی اغیزی کړی او کمزوری کړی دی. په دی وجه افغانی ټولنه د جګړی په پورتنی ناخوالو او بدمرغیو او بدګڼو څخه د وتلو پر لور و یوه داسی انسانی او عاطفوی فضا او تفاهمی اړیکو او ټولنیز تشکل ته اړتیا لری چې وکولای شی یو پر بل باندی باور پیدا کې، یو د بل لاس نیوی وکړی، متحد شی او پر خپلو ټولنیزو پرهارونو باندی مرهم کښیږدی او خپل هیواد بیا ودانولو ته پام واړوی.
د جګړی ناخوالی او بدمرغی له یوی خوا او د پرودو دوام داره لاس وهنی، په تیره د ګاونډیانو د شوم، ناولی او د غرض څخه ډک نیتونه، زموږ د یو موټی ولس ترمنځ یې په ژبنۍ، مذهبی، سیمه ایزی او قومی ډلو ټپلو، او بیا یې په هر قوم، قبیله، مذهب، ژبی او سیمه ایزی ګروپونو کي خپل مینځی اختلافو ته یې لمن وهلی او تشدید کړی دی چې اوس یو د بل په مقابل کې دریدلی دی. په دی ډول د هیواد د ولسونو ترمنځ د ورورۍ، اتحاد، اتفاق، تفاهم او زغم پر ځای، ناباوری، بغض، کینی، غچ اخستل، بی اتفاقی او دښمنیو پرځای نیولی دی او د افغانی ټولنی د ژوند انسانی فضا یې د جګړی او تراهګری په تورو سوزونکو لوګیو او لوخړو پټه کړی ده.
په دغسی شرایطو، د هری ټولنی لپاره چې وی، د ولسونو، ګروپو او افرادو ترمنځ د محبت، دوستی او د باور د روحیی ایجادول یو طبیعی ټولنیزه اړینه ګڼل کیږی.
زموږ په ټولنه کې چې د دریو لسیزو را په دیخوا، څه د بهرنیو او ګاونډیانو د پرله پسی لاس وهنو له امله ، او څه هم د خپل مینځی کورنیو اختلافونو او ناخوښیو له بابته د جګړی او تراهګری اور لګیدلی دی، د محبت او دوستی، ټولنیزه یووالی او تشکل ورځنی غوښتنه ده. که په فعاله توګه کار ورته وشی او دغه ږغ د هر افغان وغوږو ته ورسیږی، کیدی شی په لومړی سر کې اولس په خپله ځانونه د جګړی او تراهګری و بدمرغیو او ناخوالو څخه وساتی او تراهګر او جګړه ماران تجرید او له خپلو منځو څخه یې وباسی.
په لندن کې د افغانی دوستی ټولنې، او په ځانګړی توګه د محبت کارکوونکی لس کاله پخوا د پورتنۍ مفکوری پر بنا په ډیرو حساسو شیبو کې خپل ږغ پورته کړ، تر څو د افغانی ولسونو ترمنځ د بیلتون او ناباوری مصنوعی کرښی لیری کړی او ورورۍ او اتحاد ته یې راوبولی او خپل مینځی جنجالونه هره بڼه چې ولری د خبرو او تفاهم له لاری حل کړی. دغه پر موقع او پر ځای دریځ نن هم لومړنی اړینه ګڼل کیږی.
په دی اړوند محبت لا ډیری ستونزی او دندی په مخکی لری. هیله ده چې خپلی هڅی او اغیزی زیاتی کړی. د خپرونی د ویش بهیر دی وڅاری، تر څو، خپرونه د هیواد په دننه او بهر کې ګڼ شمیر افغانانو ته ورسیږی. دا هغه غوښتنه ده چې د افغانی روښان اندو لپاره د روښانتیا یې او دموکراتیکو سالمو مترقی افکارو خپرولو ته لار آواره وی او ټولنه هڅوی او هیله من کوی، تر څو ځانونه د بدګڼو بهیرونو څخه وژغوری، جنګ او جګړی او تراهګری پریږدی، د خپل کور او کلی د ورانیدو سبب و نه ګرځی. ښوونځی، روغتونو ته دی اور نه اچوی، سړکونه، لاری ، نور عام المنفعه ځایونه دی نه ویجاړوی، د هغو پر ځای دی د خپل کور، کلی او هیواد وبیاجوړولو ته دی مخ واړوی، دا خبره د یادونی ده چې د هیواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ټول نړۍ پام یو ځای ودی هیواد ته اوښتی دی. د دی لوی بدلون سره هیله دا وه چې په دی جنګ ځپلی هیواد کې، د سړی جګړی د وخت او وروسته تر هغی د کورنیو جګړو څخه رامنځ ته شوی ټول زیانونه او اثرات له منځه یووړل شی او د هیواد په روښانه لمریزه فضا کې د محبت وږمی وچلیږی، نمونوی سوله او امن راشی او یو نوی پرمخ تللی او مترقی دموکراتیکه ټولنه جوړه شی. هیواد له سره په نمونوی توګه آباد او نړۍ د نورو هیوادونو لپاره ښه مثال او سمبول وګرځی.
له بده مرغه هیڅ و نشول او د هیلو او غوښتنو په خلاف د نړۍ د میلیاردونو ، میلیاردونو مرستی حیف و میل شول، څو محدوده صنعتی موسسی چې د پخوا څخه پاتی ؤ د لیلام په توګه یا په رشوت کې ورکړل شول، ځنی نور کوچنی خصوصی تولیدی کارخانی د آزاد بازار سره د سیالی د واک د نه لرلو په وجه د ماتی یا سقوط سره مخامخ شول، عامه ملکیتونه تالا شول، اداری فساد قانونی بڼه غوره کړه، د هیواد د اقتصادی سیستم وران او پر ځای یې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون او مرستی سره د مخدره موادو قاچاق او سوداګری رونق وموند. مرکزی دولت کم واکی او مغرضو ګاونډیانو زور واخیست ، آن تردی چې د هیواد د خاوری تمامیت ته یې ګواښ پیښ کړی دی.
دا چې د محبت خپرونه د خپل لس کلنۍ خپرونو په لړ کې یې پر روښانتیایی او دموکراتیکو افکارو په خپرولو بر سیره په زغرده سره د ملی ګټو څخه دفاع کړی، اوس مهال لا په کړکیچنه شرایطو کې د ټولو ستونزو سره سره د هیوادوالو په وړاندی په نه ستره کیدونکی توګه خپلی دندی په بری سره سرته رسوی، لوی ویاړ کڼل کیږی.
په دی وجه د خپرونی د لسم تلین په مناسبت تاسو ټولو ته لویه مبارکی وړاندی کوم او د لوی خدای څخه په دی لار کې د روغتیا سره د لا ډیرو بریو هیله کوم.