لیکنه او وړاندی کوونکی : نوروهاب څپاند 
نـــېــټـه – د مارچ د میاشتی ۷ مه ، ۲۰۲۳م کال 

آسیا ارام سمندر سیمه د نړۍ خوځنده اقتصادي سیمه ده چې د نړیوال کېدو هڅه کوي، خو تایوان، شمالي کوریا، د چین ختیځ او جنوبي سمندرونه یو لړ ګواښونه دي چې دغې سیمې ته متوجې دي. په ۲۰۰۷ کال کې نوموړې سیمه د اقتصادي ودې د انجن په توګه تعریف شوه او دا حالت تر اوسه جریان لري. چین په سیمه کې د اختلافونو د لږیدو په موخه د آسین هېوادونو او جنوبي کوریا سره د شته اختلافونو په لیري کولو لګیا دی.

د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي په دې سیمه پراته دي او ۶۰ سلنه تولید دلته صورت مومې. له دې کبله د منطقې د خلکو حاکم ذهن د پوځي کړکیچونو خلاف دی. چین هڅه کوي څو جنوبي کوریا، امریکا او غرب ته اشارې ورسوي چې د سړې جګړې له چلندونو ډډه وکړي. چین دا ساحه د خپل امنیت د خوندیتابه سیمه بولي او د امریکا شتون او راوړي پوځي وسایل د اندیښنې وړ ګڼې. په دغه هدف یې ۲۰۱۷ کې د آسین له هېوادو سره د امریکا ارادې خلاف خپل اختلافات حل کړل. خو سیمه چوره له خطرونو نه ده خلاصه شوي، ځکه چې د شمال ختیځې آسیا برخه کې ګواښونه تر اوسه پر ځاي پاته دي او چین د وریښمو لارې د نوې طرحې پر بنسټ غواړي د تیلو، غازو او ریل لیکو د ایستلو په وسیله سیمه لا نوره هم خوندې کاندې.

د جنوب ختیځې آسیا هېوادونه لکه بروناي، مالیزیا، فیلیپین او ویتنام د جنوبي چین په سمندر کې د ملکیت دعوه لري، خو چین دا ساحه ټوله د ځان بولي. په تیر کال کې دغو هېوادونو په واشنګټن کې غونډه وکړه او دې ته د پیړۍ غونډې نوم ورکړل شو. آمریکا په دې هڅه کې ده چې د آسین هېوادونه له چین لیرې وساتې او په مقابل کې ورسره خپل اړیکې پیاوړي کړي. ویل کیږي چې آمریکا په پټه او ښکاره د یو لړ موخو د تعقیب په حال کې ده چې اصلي هدف یې د چین سره سیالې او مخامختیا ده. کومه غونډه چې دوئ په آمریکا کې لرله د سیاسي کارپوهانو په باور هغه د ستراتیژیک شراکت څخه د جامع ستراتیژیک مشارکت په لوري ګام پورته کول وه. په غونډه کې امریکا پر دغو هېوادونو زور راوړو چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل وغندل شي، خو هغوئ تش د اوکراین سیاسي آزادۍ، ملي حاکمیت، ځمکنې تمامیت ته په درناوي کولو خبره تیره کړله. غونډه کې بایډن وویل چې د هند آرام سمندر، د چین اوږدمهاله ننګونو په پار آمریکا سیمه کې تمرکز موندلی او د آسین له هېوادونو سره یې د ۵ لسیزو له پاره اړیکو ته ګوته ونیوله. د آسین اتحادیه کې بروناي، کامبوج، اندونیزیا، مالیزیا، میانمار، فلیپین، تایلند، سینګاپور لاوس او ویتنام شامل دي.

بایډن په دې ناسته کې د آمریکا او آسین اتحادیې په حیاتي شراکت ټینګار کړی. وعده یې ورکړي چې د چین غیرقانوني کب نیونې د مخنیوي له پاره به سیمه کې د سمندریز ګارد یوه بیړۍ لنګر اچوي. د جنوبي چین سمندرګي کې د چین د مالکیت دعوې دواړه آمریکا او د اسین اتحادیه په تشویش کړي. خو د ټولو دغو اندیښنو برسیره د آسین اتحادیې سره د آمریکا د ۱،۵ میلیارد مرستې په پرتله د چین کمکونه زیات دي. پوښتنه داده چې د آسین سره د آمریکا د نیمې پیړۍ په مشارکت کې د چین ځاي چیري دی؟ د جنوبي چین سمندرګي پر سر لانجه هغه وخت ډیره توده شوه چې روسیې په اوکراین یرغل وکړو او په دې موکه چینې ځواکونه ورو ورو دلته پیاوړي کېدل. امریکا هم سیمه کې خپل شتون زیات کړو چې سیاسي فشارونه یې وزیږول.

د هند پسیفیک په جیوپولتیک کې جنوبي چین ډیر اهمیت لري چین او د آسین هېوادونه  د جنوبي چین سمندرګي کې ګډه پوله لري. دلته ۱۱ میلیارد بیرل تیل او ۱۹۰ ترلیون مکعب متره طبیعي ګاز شته. ځکه چین، بروناي، اندونیزیا، مالیزیا، فلیپین، ویتنام او تایوان ځمکني اختلافونه لري. له دې امله ۱۹۷۰ کې چین د مالیزیا، فلیپین، ویتنام او برونایي سره د سپرټلي ټاپوګانو پر سر اختلافات ډاګیز کړل. دلته طبیعي منابع، د کب نیونې امکانات شته. چین په دې اوبو کې مصنوعي ټاپوګان او پوځي بنیادونه هم جوړ کړي. دا سیمه ۲۵۰ ډبرینې او مرجانې جزیرې لري چې څوک په کې استوګنه نه کوي. د ملاکا تنګی په دې سیمه کې موقعیت لري چې د هند او پسیفیک سمندرونه سره یو ځاي کیږي او د سیمې اهمیت لوړوي. د ساحې جیوپولتیک او اقتصادي موقعیت د دې لامل شوی چې چین په کې خپل تسلط ډیر کړي او امریکا یې د مخنیوي هڅې جاري وساتې.

د چین جنوبي سمندرګی ۲۰۰۰ کلن تاریخ لري، چین په کې د لوي قلمرو درلودلو دعوه کوي او وایې د پاراسل او سپرټلي مجمع الجزایر د هغه هېواد نه بیلېدونکي برخه ده. خو مالیزیا او برونایي وایي چې د سمندري نړیوالو حقوقو د کنوانسیون پر بنیاد، د سوداګرۍ آزاده سیمه کې دوئ پراته دي، نو ځکه مالیزیا د سپرټلي په څو کوچنیو ټاپوګانود ملکیت دعوه لري او بروناي بیا څه نه وایي.

آمریکا د نړیوال لوي زبرځواک په توګه غواړي لوبه کې شامل وي او د پاراسل او سپرټلي ټاپوګانو کې ونډه ولري. له دې کبله د چین په وړاندې پیاوړې ټلوالې جوړې شوي دي او آمریکا د چین په مقابل کې د هغه هېواد د ګاونډیانو ملاتړ کوي. د آمریکا اندیښنه داده چې د چین د جنوبي سمندرګي له لارې د هغه هېواد د یو تریلیون نه زیات سوداګریز توکي له دې مسیر تیریږي. بنا پر دې امریکا د چین ولکه په یاده سیمه نه شي زغملی او سمندر کې د دریانوردۍ د آزادۍ تضمین غواړي.

د چین زیاته اقتصادي وده ډیرې انرژۍ تر لاسه کولو ته اړتیا لري او د چین جنوبي سمندرګي سیمه د هغه هېواد په واک کې پریمانه انرژې ورکولی شي. برسیره پر دې د ساحې ستراتیژیک دفاعي اهمیت هم څرګند دی. دلته طبیعي او مصنوعي ټاپوګان شتون لري چې بیړۍ په کې تګ راتګ کوي، له دې امله له چین پرته ځینې ګاونډیان د سمندر اوبو کې د حق لرلو دعوې کوي.

له یوي خوا د سیمې ستراتیژیک او جیوپولتیک اهمیت او له بلې خوا د منطقوي ځواک په څیر د چین راوتل د دې سبب شو چې آمریکا د اوبو او ټاپوګانو په اړه د چین او د هغه د ګاونډیانو له شخړو د ځان په ګټه ناوړه استفاده وکړي، پوځي حضور قوي او پوځي مانورې زیاتې کړي. واشنګټن کې وروستۍ ناسته ښیي چې امریکا د چین مقابل کې د آسین اتحادیې سره ستراتیژیکې همکارۍ ډیروي. آمریکا چین د خپلو ګاونډیانو د ویرولو په سیاست پړ بولي، خو آسین هېوادونو توافق کړی چې د هند پسیفیک بنیادي ښخته شي. آمریکا او ملاتړو او چین ته پته ده چې د هند پسیفیک معمارۍ لارښوونه زبرځواکونو ته آسانه نه ده. هلته پانګونه او د آسین له مرکزیت دفاع د دوئ په ګټه دي. داسې نه ښکاري چې د آسین هېوادونه د چین مقابل کې د آمریکا سره د اړیکو ودې ته ترجیح ورکړي.

افغانستان هم د آسیا پاسیفیک سیاست او لوبو کې شامل هېواد دی. دلته د سولې او ثبات نه شتون د سیالۍ د ادامې مانا ورکوي. د لوي لوبې سیالې کوونکي ځواکونه آمریکا چین دواړه افغانستان ته د اهمیت په سترګه ګوري. افغانستان د سیمه ایز موقعیت له مخې له پخوا د حایل هېواد په توګه تعریف کیده، خو د بری بوزان په قول اوس وصل کوونکی ملک دی. په حایل حالت کې افغانستان د سترو ځواکونو تر منځ د ټکر مخه نیوله، اما په وصل کوونکې حالت کې هغه د رقیبو هېوادونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی. په دې بنیاد اوس د افغانستان سره د همکارۍ او مرستې پر ځاي رقیب هېوادونه خپلې سیالۍ هڅوې نو ځکه سوله او ثبات نه شي راتللی. افغانستان د اسیا پسیفیک دروازه کې پروت دی او دا سیمه اوس د نړیوالي سیالۍ مرکز جوړ شوی. څومره چې د رقیبو هېوادونو تر منځ سیالۍ زور اخلي په هماغه اندازه سوله او ثبات زموږ له هېواد لیري وځې او پر ځاي یې نیابتي جګړې او د هغې ابزار یو د بل ځاي نیسې. آمریکا په پوځي لحاظ له افغانستان څخه وتلې، خو سیاسي استخباراتې حضور یې په کې ساتلی دی او چین هم په سیمه کې د نوي راوتونکي لوبغاړي څیره خپلوي.

څرنګه چې آمریکا لوي زبر ځواک دی، نه غواړي چین ځواکمن او را څرګند شي نو د هغه مخه نیسي. تر اوسه د مخنیوي دري ډوله تجربې، د توسیدید لومه، د چرچل لومه او د کنسرت سیستم سناریو په نړۍ کې پلي شوي.

د توسیدید لومه: دا اصطلاح ګراهام الیسون کارولي وه. یانې کله چې یو زبرځواک تر ګواښ لاندې راځې او بل زبرځواک د هغه ځاي نیسې جګړه پیښیږي. دا اصطلاح د پلوپونزې جګړې د لرغوني تاریخ څخه را اخستل شوي ده. په دې موکه توسیدید یوناني تاریخ پوه لیکلي وه: هغه څه چې جګړه یې ودروله د آتن ځواک او په اسپارت کې له هغې خوره شوې ویره وه. دا لیدلوری په یوه فرضیه واوښت، یانې یو نوی راوتونکی زبرځواک د موجود زبرځواک موقعیت ګواښي او د ځاي نیولو په صورت کې جګړه نښلې. په تیرو ۵۰۰ کلونو کې نړۍ ۱۶ ځله د داسې بدلونونو شاهده وه چې ۱۲ ځلې د جګړو له لارې بدلونونه پیښ شوي دي. د توسیدید تفسیر د یرغلیز ریالیسم سره ورته دی. یرغلیز ریالیسم د زبرځواکونو تر منځ د جګړو لاملونه د انارشۍ اساس او د واک  ویش بڼه بولي. انارشې د واک په ویش کې د ډار او بدلون او په خپله د قدرت د ځاي په ځاي کېدو سبب کیږي چې جګړه نښلې او هر زبر ځواک خپله بقا په زبرځواک کېدو کې وینې. د پورتني تفسیر پلویان د چین او آمریکا د اړیکو راتلونکی هم په دې بدبینانه انداز کې ترسیموي. ځکه هر قدرت د ډیر واک لاسته کولو کې خپله بقا ګوري او په پاي کې د توسیدید په لومه کې نښلي. یا په بل عبارت، کله چې لوي زبرځواک د بل هسکیدونکي زبرځواک د مهارولو په لارو چارو کې پاتې راځې پوځي اقدام ته اړ کیږي.

د چرچیل لومه: دا سناریو د وینستون چرچیل ( د اوسپنیزې پردې ) تر سرلیک لاندې د مشهورې وینا وروسته سیاسي ادبیاتو ته راغله چې د آمریکا د میسوري پوهنتون کې یې کړي وه. هغه ویلې وه چې له جګړې پرته په هره بله ممکنه وسیله د شوروي نفوذ مخه نیول اړمن دي. د هغه د لېدلوري پر بنسټ د دواړو زبرځواکونو تر منځ نیمه پیړۍ ساړه جنګ ادامه وموندله. دا اوږده، خطرناکه او په لوړه بیه پریوتې جګړه وه. داسې امکان شته چې چین او امریکا د ایدیولوژیکو تضادونو پر اساس رقیبان راووځې او د سړې جګړې وضعیت کې پریوځي. دا نظریه د دفاعي ریالیسم په څیر نظریه ده. یان زوتانګ د تسینګهوا پوهنتون استاذ د چین او امریکا د اړیکو سمت نیونې د تعریف اصلي عامل هم په آیدیولوژیکو سیالیو کې وینې او وایې: که موضوع ښه مدیریت نه شي د آمریکا شوروي ورته نیابتي جګړې پیښیدلی شي.

د کنسرت سیستم لومه: دا سناریو د زبرځواکونو او سیمه ایزو قدرتونو تر منځ همکارۍ او امنیت له پاره هماهنګۍ کولو ته اشاره کوي. یانې څو اړخیز امنیتي میکانیزم د لویو هېوادونو تر منځ کولی شي نړیوالې شخړې او بحرانونه مدیریت کړي. په دې سناریو کې تصمیمونه د دیپلوماسۍ، کنفرانس، مشورو او اجماع له لارې نیول کیږي. ځینې ګډ نورمونه او اصول لکه سازش، مشروعیت، مسؤلیت منل په کې عمل کوي. ډیر آرمان ګرایان دا سناریو غوره بولي او د چین آمریکا په ستراتیژیکه سیالۍ کې د متقابل درک عامل په تاثیر ټینګار کوي. د نانجیک پوهنتون استاذ ورته نظر لري او د متقابل درک اساسي اغیز ته ګوته نیسي. د نانکاي پوهنتون پروفیسر لیوفنګ په ختیځه آسیا کې د آمریکا چین ستراتیژیک رقابت د دواړو هېوادونو د برداشتونو له توپیر څخه ګڼې، یانې آمریکا د چین وړتیاوې له حده زیاتې ارزوي او د چین په وړاندې بې اندازې غبرګون ښیي. ځینې باورونه شته چې که د چین او آمریکا په چلندونو کې بدلونونه راشې ښايې د رقابت او جګړو ځاي همکارې ونیسي. ګراهام الیسون له بلې زاویې وایې: زبرځواکونه د چرچیل او توسیدید لومو کې د نښتلو له ویرې د کنسرت سیستم سناریو لور ته خوځي.

لکه چې پورته اسیا پسیفیک ساحه کې د آمریکا چین سیالۍ بیلابیلو خواو ته اشاره وشوه غواړو په لږ نور تفصیل ځینو هغو خواو ته هم نظر اچوو څو واضح شي، کوم نوښتونه او کوم لاملونه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو، سیالیو او تقابل سبب وګرځېدل.  

په اقتصادي برخه کې د چین دري هڅې، ۱ ـ یو کمربند او سړک د آسیا، آفریقا او آروپا ۷۰ هېوادونه چې د نړۍ ۷۰ سلنه نفوس، ۵۵ سلنه ملي ناخالص تولید، ۷۵ سلنه انرژې لري. ۲ ـ د آسیا بیخ بنا بانک چې ۲۰۱۶ کې د ۱۰۰ ملیارد ډالرو په پانګه کولو جوړ شوی او چین غواړي له دې لارې خپل پولي واحد ( رن مین بې ) نړیوال پولي واحد وګرځوي. په شانګهاي کې د بریکس بانک، د وریښمو د سړک صندوق او د چین نور مالي نهادونه د واشنګټن د اجماع مقابل کې د چین اجماع ارزول کیږي چې ګویا د نړیوال اقتصادي نظم د بدلون په موخه پنځول شوي. ۳ ـ د ۲۰۲۵ چین کې جوړشوي؛ طرحه د چین لس کلنه برنامه ده. دا برنامه د لوي اقتصادي ټوپ اچولو له پاره تیاره شوي چې د رباتیک، اطلاعاتې تکنالوژۍ، هواـ فضا د لیږد وسایل او نور پرمختللي صنایع یې برخې دي او تر ۲۰۲۵ پوري باید ۷۰ سلنه پرزې او لمړني مواد کوردننه تولید شي.

په دې صورت کې چین یو تولیدي ابرقدرت جوړیږي او په نړیوال بازار کې د پرمختللو صنایعو د تولید له امله پورته پوړۍ ته ګام اخلي او د زبرځواک کیدو پر خوا یې بیایې. په دې خاطر آمریکا اندیښنه کې لویدلې چې له ټولو ممکنولارو څنګه چین مهار او له انکشاف څټ ته بوځي.

د آمریکا او چین تر منځ اړیکي د ډیرو جګو او ټیټو څخه د همکارۍ او سیالۍ په سختو پیچومو کې تیریږي. په لنډ تاریخ کې دا حالت له ۱۹۴۹ نه چې د چین ولسي جمهوریت اعلان شوی په ډیر څرګند ډول ادامه لري. یانې آمریکا د چین ولسي جمهوریت په مقابل کې تایوان ته د تښتیدلو ناسیونالیستانو ملاتړ وکړ. د کوریا جګړه ( ۱۹۵۰ ـ ۱۹۵۳ ) کې آمریکا د جنوبي او چین د شمالي کوریا ملګرتیا وکړه. په ۱۹۵۴ کې آمریکا له تایوان سره د متقابلې دفاع سند لاسلیک کړ. په ‍۱۹۵۹ کې د تبت یانو د قیام د پړې ګوته آمریکا چین ته نیغه کړه. پورتنۍ پیښې د دې سبب شوې چې چین د پوځي ځواک د زیاتولو او پیاوړي کولو په فکر کې شي، نو ځکه یې په ۱۹۶۴ کې اتومي ازموینه وکړه. په ۱۹۶۹ کې چین د شوروي سره په سرحدي شخړه واوښت او د ایدیولوژیکو تړاونو په نسبت ورته د ملک د امنیت ټینګول لمړیتوب پیدا کړو. دا پیښه لامل شوه څو چین آمریکا ته ځان نږدې کړي. د پینګ پانګ دیپلوماسۍ او چین ته د آمریکا ولسمشر ریچارد نیکسون سفردواړه هېوادونه په ۱۹۷۹ کې دومره نږدې کړل چې سیاسي اړیکې ټینګې شوي او د پیکنګ په مرکزیت واحد چین ومنل شو. خو د تایوان سره د آمریکا د اړیکو قانون، په ۱۹۸۲ کې د هغه هېواد د شپږو ضمانتونو سند، په ۱۹۸۹ کې د چین د تیان آنمن میدان د اعتراض ځپل کېدل د آمریکا او چین تر منځ اړیکې پیچلې کړي. په ۱۹۹۳ کې کلینتون د چین سره د جوړونکي تعامل سیاست ته مخه کړه څو د هغه هېواد له اقتصادي ظرفیت څخه آمریکا ګټه واخلي. اما په ۱۹۹۶ کې د تایوان ولسمشرۍ مقام ته د آزادې طلب لي تنګ هوي ټاکنې، په کال ۱۹۹۹ م  بلګراد کې د چین سفارت تر برید لاندې راتلل، په ۲۰۰۱ کې د چین جنګي الوتکې سره د آمریکا جاسوسي الوتکې جنګېدل، د دې سبب شول چې دواړه هېوادونه یو بل ته د پړې ګوته نیغه کړي، یو بل په دوښمنانه هڅو کولو تورن کړي. آن په ۲۰۰۵ کې آمریکا له چین وغوښتل چې د یو ژمن شریک په څیر چلن  وکوي. په ۲۰۰۸ کې چین د آمریکا په ستر پور ورکوونکي واوښت او د آمریکا پاملرنه یې د هغه هېواد ودې ته راواړوله څو د چین انکشاف د خنډ کېدو په موخه د آسیا محور سیاست یا په آسیا کې د بیا توازون ستراتیژې غوره کړي. واک ته د شي جین پینګ له رسېدو وروسته په ۲۰۱۳ کې هغه د دواړو هېوادونو اړیکې ( د دوه لویو ځواکونو تر منځ د اړیکو د نوې بیلګې په توګه وبللې ) خو دا څرګندونه د چین امریکا ځواکونو برابر ښودل تعبیر شول. په ۲۰۱۴ کې امریکا د سپینې ماڼۍ په هک کېدلو چین تومتي کړاو په ۲۰۱۵ کې د چین جنوبي سمندرګي پیښه کې هم هغه هېواد ته د پړې ګوته نیغه شوله چې ګویا دا سیمه پوځي ګرځوې. په ۲۰۱۷ کې د تایوان ولسمشر سره د ترامپ خبرو زړه بداوی رامنځ ته کړو چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې په چیني کالیو د تعرفو د لګېدلو سبب شو او نړیوالو ته ذهن پیدا شو چې د دواړو هېوادونو مابین کې د همکارۍ په پرتله زورآزمایې زیاته لیدل کیږي.

د آمریکا چین د اړیکو د ټیټو جګو په هکله چې پورته یې تاریخې بیلګې وړاندي شوي د سیالۍ په ډګر کې د یو یا څو زبرځواکونو د پاتېدلو يا راوتلو په برخه کې د کارپوهانو نظریات ویشلې دي. مایکل پیلزبري، چارلز کوپچان او مارتین جاکس عقیده لري چې چین غواړي د آمریکا لیبرال نظم او زبرځواکۍ ته د پاي ټکی کیږدي. خو ایکنبري وايي چین نیت لري څو په نړیوال نظم کې دننه او ادغام وکړي. مایکل سوان هم فکر کوي چې چین د اوسني نظم لیبرال خواوې د خپلو ګټو لوري ته اړوي او نړیوال نظم نه ړنګوي. خو مثلیان زوتونګ په دې آند دی چې که نوی راوتونکی ځواک اغیز لرونکي رهبرې او اصلاح طلبه سمت نیونه ولري او موجود زبرځواک له هغې بې برخې وي، په طبیعي توګه ترې شاته پاتې کیږي. زوتونګ فکر کوي ښایي نړۍ دوه قطبي شي او د آمریکا چین تر منځ د ځواک واټن لږ شي. کانینګام او فراول عقیده څرګندوي، څرنګه چې دواړه هېوادونه د ورانونکو اتومې وسلو زیرمتونونه لري، ممکن جګړي ته زړه ښه نه کړي. خو د متقابل ډاډ په نه شتون کې دواړه هېوادونه په سړه جګړه اخته کېدلی شي. کنت لیبرتال بیا وایي چې په سیستمونو او ارزښتونو کې اختلاف سړې جګړې ته ورته سیالي یا مخامختیا را منځ ته کولی شي. هغه ادامه ورکوي او وایي چې د چین کمونست ګوند ۱۹ مه کنګره کې د شي جین پینګ

ټاکنې غرب نا امیده کړو چې ګواکې د لیبرال دموکراسۍ په لار هغه ملک لا نور مخته ولاړ شي. نو ځکه غرب د چین په وړاندې په خپله پالیسۍ د بیا کتنې ذهن پېدا کړی. جانمر شایمر فکر کوي چې ښایې چین سیمه ایز زبرځواک شي او آمریکا له دغې ساحې وباسي. که آمریکا د ویتنام، هند، جاپان په ګډون د چین مقابلې ته تیاره شي سخته جګړه نښلې. د الیسون په نظر د بیلا بیلو جوړښتونو د ظهور له امله دا ډول نښته ممکنه ده. په غربي نیمه کره د آمریکا تسلط د زبرځواک په توګه د هغه هېواد پاتیدل یوه بیلګه ده. ناپیلیونې فرانسې،آلمان، جاپان، نازي آلمان او شوروي اتحاد هم په خپلو سیمو تسلط درلود، خو ډیره ادامه یې ونه کړه. ځکه آمریکا د جاپان، نازي آلمان او شوروي امپراتوریو مقابل کې مقاومت وکړ او هغوئ یې په خپلو سیمو کې زبرځواکۍ او هم نړیوال کېدو ته پرینښودل. آمریکا په غربي نیمه کره کې د زبرځواک په توګه هڅه کوي چې بل ځواک په آروپا او اسیا ولکه ونه لري.

په لمړیو کې آمریکا چین په خپلو کې همکارۍ کولي، خو ورو ورو همکاریو سیالیو ته خپل ځاي پریښود. چین اوس په اقتصادي برخه کې د لوي ځواک په څیر راڅرکندیږي څرنګه چې د پوځي توان اساس د یو هېواد په اقتصادي پیاوړتیا پوري اړه پیدا کوي، نو آمریکا د چین د اقتصادي ودې د ورو کېدو له پاره ډیر کار کوي. زوتونک وایې که آمریکا د چین د اقتصادي انکشاف محدودولو کې بریالۍ شي، په پوخي برخه کې هم هغه هېواد شاته پاتې بیولی شي.

آسیا پسیفیک په تیره غربي آرام سمندر د آمریکا چین تر منځ د سیالۍ مهمې برخې دي. نړیوال سیستم هم د جهان او منطقو په کچه د واک بشپړ توازن، د واک جزئي توازن، د بشپړ تسلط او جزئي تسلط په بڼو راښکاره شوی. یانې د دویمې نړیوالې جګړي وروسته د آسیا پسیفیک سیمه د آمریکا بشپړ تسلط لاندي وه، اما له کله نه چې د چین ځواک وده موندلي آمریکا د جزئي ځواک ماهیت خپل کړی. خو د اوباما په دوره کې د آسیا محور یا په آسیا کې د بیا توازن ستراتیژۍ د پلي کېدو له وجې آمریکا د اتحادیو او امنیتي شبکو په چوکاټ کې خپل حضور بیرته غښتلی کړی دی. د څلورو هېوادونو؛ آمریکا، استرالیا، جاپان او هند؛ ډله په سیمه کې جوړه شوي، ښایې نوره وده هم وکړي او هغې ته د آسیا د ناټو په سترګه کتل کیږي.

د چین د یو کمربند او سړک نوښت، د آمریکا د هند پسیفیک ستراتیژې د دواړو ملکونو تر منځ د متقابلې سیالۍ بیلګې دي. که د یو کمربند او سړک نوښت سم پلی شي په سیمه کې چین محوره نظم رامنځ ته کیږي. نو آمریکا ځکه د هغې په وړاندې د هند پسیفیک ستراتیژې رامخته کړي ده. څیړونکي وایي: د دواړو ملکونو د سیالۍ جوهر نړیواله کچه رهبرې ده. ژیمنګ د پودون پوهنتون استاذ عقیده لري چې تر اوسه آمریکا هڅه کړي څو نړیواله رهبرې په غاړه ولري، خو د ترمپ د ټاکنیز شعار ( اول آمریکا ) وروسته د هغه هېواد د رهبرۍ موقعیت ته سخت زیان ورسید. ژیمینګ د سړې جګړې له پاې ته رسیدو تر اوسه د آمریکا د رهبرۍ چلن ته په کتلو وایي: چین باید د نړیوالې رهبرۍ یو اسانچاری شکل ځان ته غوره کړي څو د رهبرۍ د اجباري عنصر پر ځاي په کې د اخلاقي ریالیسم عنصر پروت وي چې رضا، مشروعیت، نرم قدرت د هغې ځانګړتیاوې وي.

سرچینه:  انترنیټې پاڼې

د مطالبو راټولونکی او لنډې ژباړې:  نوروهاب څپاند