لندن – د ۲۰۲۲ اکتوبر ۳ مه

په خواشینۍ چې شیطاني ویره اچوونکو تروریستي ځواکونو یو وارې بیا د ترهګریز وحشيي عمل په پایله کې د بي ګناه افغان اولادونو بې رحمانه وژني ته لاس تیر کړ .

د ۲۰۲۲ اکتوبر لمړۍ ورځ د جمعي په سهار چې د پوهي خوښوونکو هزاره ځوانانو او نجونو د ځان او هېواد د روښانه راتلونکي په امید په ډک زړه د کابل ښار دشت برچي کې چې هزاره میشته سیمه بلل کیږي، د کاج په ښوونیز مرکز کې د پوهنتون د کانکور ازمویني له پاره په تیارۍ اخته ول، یو تن بې رحمه ترهګر د دغه مرکز په لوي درسي تالار کې د الوزونکو توکیو د ځاي په ځاي کولو پایله کې یو ویرونکي او مرګوني جنایت ته لاس واچولو، چې له ۵۰ زیات تنکي ځوانان چې ډیرئ یې نجوني وي ټپي یا په شهادت ورسولي.

په داسې تنکي عمر کې د هېواد اولادونه چې د زده کړو، د پوهي حاصلولو پرته په بل شي فکر نه کوي، بیله هزاره والي بل هیڅ ډول سیاسي ګوندي تړاو ونه لري، د هغوئ ترورول نه بښونکی جنایت او قومي پاکوونه بلل کیږي.

د افغانانو د تفکر خونه د طالبانو له واکمنۍ څخه چې په خواشینۍ سره ټولو خواؤ کې پاتي راغلي، آن دا چې زموږ د تاواني شوي هېوادوالو د امنیت د خوندي ساتني توان نه لري، په کلکه غواړي، څو ډیر ژر د شوي بې رحمه جنایت پلي کوونکي ونیسي او عدالت ته یې وړاندي کړي او د بې ګناه هېوادوالو په تیره بیا د زیانمنو قومي لږکیو د ورته وژنو د مخنیوي اړوند کلک تدبیرونه عملي کړي.

د افغانانو د تفکر خونه له نړیوالي ټولني، په تیره بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د بشر حقوقو ملاتړي بنسټونو کلک انتظار باسي چې د پخو تدابیرو په نیولو سره د افغانستان خلک چې عملاً په یوه بشري ناورین کې ښکیل دي، لا نور د ترهګرۍ قرباني نه شي او بشري حقوق یې خوندي پاتي شي.

د افغانانو د تفکر خونه یاني موږ ، په داسې حال کې چې شوي ویرونکی جنایت په غټو ټکو غندو او پر پلي کوونکو یې نفرت وایو، د لوي څښتن تعالی نه غواړو چې د شوي ترهګریزي پیښې پلي کوونکي او ورته نورې کړني د تل له پاره د خپل قهر په دایره کي ولري.

د خوني سکرتریت