روز بیست ونهم دسامبر 2022م مطابق 8جدی 1401ش محفل بزرگی به مناسبت چهلم و بزرگداشت از فقید دکتر صالح محمد زیری، از طرف خانواده شادروان زیری و انجمن دوستی افغان ها از طریق انلاین (زوم) برگزار شد.

محفل به گردانندگی بانو سهیلا اصغری، ژورنالیست و گویندۀ شناخته شده رادیو تلویزیون ملی افغانستان پیش برده شد.

مراسم با تلاوت دعاییۀ ختم قرآن عظیم الشان توسط محترم قاری عبدالوکیل بنیان گذار و رییس مرکز همبستگی اسلامی افغانها آغاز یافت.

نخستین سخنران بانو نجیبه لیمه زیری، دختر شادروان زیری بود که سخنان خویش را چنین آغاز نمود:  

    « ګرانو دوستانو،

    نن زما د پلار د مړینې څلوېښت ورځې پوره سوې.

د ارواښاد ډاکټر صالح محمد زیري د کورنۍ په استازي توب زه د هغو ټولو تنظیم کونکوڅخه مننه کوم چې زما د پلار د خاورو سپارنې, او په لندن او د اروپا په ګڼو ښارونو کی یې د یادونې مجلسونه جوړ کړل.د هغو ټولو دوستانو څخه هم تشکر کوم چې د څلوېښتۍ په انلاین غونډه کې یې خبرې وکړې او یا یې په خپل گډون موږ خوشاله کړو. همداراز په تیرو څلویښتو ورځو کی دوستانو په ټلیفونونو او سلګونو لیکلو پیغامونو و نازولو چې له هغو نه هم منندویه یو.

    دلته باید زموږ د کورنۍ له خوا په ځانګړې توګه د افغان دوستۍ ټولنې له مشر  انجینر عبدالرحیم میثاق، او ددغه ټولنې له محترمو غړو هر یو همایون تاچ، نوروهاب څپاند، پیرمحمد باوري, غلام حضرت اعظمي او ډاکټر فرشید میثاق نه په ځانګړې توګه مننه وکړم چې د پلار د تللو د غم په دې شېبو کی راسره ودرېدل او په ټولو چارو کی یې لاس راکړ.

    همداراز په کابل کې د ښاغلي عبدالرشید آرین او زما د ګران ورور سید میر احمد نه مننه کوم چې زما د پلار د ختم, فاتحې او څلوېښتۍ د مراسمو تنظیم کونکي او کوربانه وو.

لاندې مې یو مطلب لیکلې چې زما په ذهن کې د پلار د خاورو سپارلو د ورځې جوړ سوی انځور دی.

     دوستان عزیز،

    امروز چهلمین روز وفات پدرم است ‌ومن به نمایندگی خانواده شادروان دکترصالح محمد زیری از تک تک تنظیم کنندگان مراسم خاکسپاری، مجلس های حضوری که در لندن، و‌شهر های متعدد اروپا برگزار شده بود تشکر مینمایم.

همچنان تشکر میکنم از کسانی‌که در جلسه آنلاین که به مناسبت چهلمین روز رفتن پدرم تشکیل‌شده بود صحبت کردند و یا هم با اشتراک‌شان ما را مسرور ساختند. در چهل روز گذشته دوستان با صحبت های تیلفونی و فرستادن صد ها پیام، مهر شان را ابراز کردند که از آنها نیز بی‌اندازه متشکریم.

در اینجا باید به نمایندگی خانواده ما به شکل ویژه از انجنیر عبدالرحیم میثاق مسئول انجمن دوستی افغان ها و‌اعضای محترم هر یک همایون تاچ، نوروهاب څپاند، پیر محمد باوری، غلام حضرت اعظمی و داکتر فرشید میثاق تشکر می نمایم که در لحظات دشوار رفتن پدرم در تمام امور ما را تنها نگذاشتن و‌شانه به شانه با ما ایستادند.

همچنان از آقای عبدلرشید آرین و‌برادر عزیزم سید میر احمد ابراز امتنان میکنم که صاحب عزا و تنظیم کننده مراسم ختم ، فاتحه و‌چهلم پدرم در کابل بودند.

    اینجا مطلبی را نوشتم که تصویر هک ‌شده روز خاکسپاری پدر در ذهن من است.

    په روغتون کې می درې ورځې د هغه لاس نیولې وو. د اوښکو د لړۍ سره مې د هغه ټول عمر په ذهن کې څرخیده، زما په پنځه کلنې کې د هغه سره زما لمړنۍ لیدنه, د هغه څو ځلې​ بندي کېدل, زما د کورنۍ شهادت او دده جلا وطني او په پای کې د هغه د الزایمر ناروغي. خو د خدای نه منندویه یم چې په لندن کې یې څو لسیزې راکړې چې د هغه خبرې واورم. ژوند یې یو ځانګړی نظم درلود: یوه ورځ ېې راته وویل: ” زویه کارونه مې داسې ویشلي دی, سهار تر ټولو سخت کار کوم, د خاطرو لیکنه, ځکه ګران کار دی, نېټې​به را په یادوم، څېړنه به کوم, غرمه ژباړه کوم او ماښام یا لنډه کیسه لیکم یا هم مطالعه کوم.” ما ته به یې د لیکنې مشوره راکوله او دغه یوه خبره به یې په کراتو کوله: ” په یوه کار کې هغه وخت برېالۍ کېږې چې هره ورځ په منظمه توګه هغه تر سره کړې, ان که لس دقیقې هم وي. د اوبو پر له پسې څاڅکی کاڼی سولوي.”

    ذهنیت یې له کینې پاک وو, د هر چا په پرمختګ خوشاله کیدئ, خلګ یې پر قومونو نه وېشل. پر هغه انسان ګران وو.

    د هغه جنازه, فاتحه او د یادونې مراسم هم دهغه د هم دغه شخصیت انعکاس وو.

د هغه د مړینې د اعلان نه وروسته په هغه لمړیو ورځو کې پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ټیلفون وکړ او وروسته یې د تسلیت لیکلې پیغام راواستوئ چی لاندي یې خپروم. هم داراز د بهرنیو چارو پخواني وزیر محترم ډاکټر شاولي, د افغانستان د دموکراتیک ګوند د سیاسی بیرو پخوانی غړی ښاغلي نور احمد نور, پخوانی لمړی وزیر محترم سلطان علی کشتمند, د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلي عبدل وکیل, د سیاسی بیرو پخواني غړی ښاغلي نېاز مهمند موږ ته ټلیفونونه وکړل. د شهید ولسمشر ډاکټرنجیب الله لور اغلې​ هیلې, د کورنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي سید محمد ګلابزوی پیغامونه راواستول.

    د افغانستان د ملی ترقۍ ګوند, د متحد ملی گوند او ډیرو نورو سیاسي ټولنو پیغامونه راورسېدل. زه بخښنه غواړم که د چا نوم راڅخه هېر سوی وي!

    ګڼو ,​فارسي, دری او پښتو خبری رسنیو، لکه بي بي سي, ازادۍ راډیو, اشنا ټلویزیون, افغانستان انټرنشنال, د افغانستان نشراتی شبکې​او نورو د هغه په اړه د راډیو, ټلویزیون او خواله رسنیو له لارې بې پرې​او تر ډېره مثبت مطالب خپاره کړل. له ټولو نه منندویه یم.

    د ګرانې سهیلا اصغري نه مننه کوم چې د سفر د بوختېا تر څنګ د څلوېښتۍ د انلاین غونډې کوربنه سوه.   

    د ختم په مراسمو کی یې د ښي لاسو, کیڼ لاسو, بې پرې فکر خاوندانو ګډون کړې​وو. د لندن د ختم په غوڼدې کې د نورو تر څنګ د پخواني ولسمشرانو مرحوم نور محمد ترکي او مرحوم حفیظ الله امین د کورنۍ غړي ناست وو.

    زما د پلار د زړه ته ورنیژدې ملګری ارواښاد کریم میثاق زوی محترم انجینیر رحیم میثاق په خپله خوږه دری لهجه د هغه پښتو شعرونه لوستل.

     د نېکمرغۍ ځای دی چې د نوی ځوان نسل استازو چې زما د پلار سره یې کوم سیاسي تړاو هم نه درلو داوطلب وو چې د جنازې په مراسمو کې فعاله ونډه واخلي. یو یې ښاغلی نصیر ریشا وو, چې پخپله دې ته لېوال سوی وو چې زما د پلار ژوندلیک د هغه پر قبر ولولي.

ماښام د یادونې په مراسمو کې ښاغلي ریشا په خپلې​وینا کې وویل:

    “په افغانستان کې د هڅانده فکرخاوندان پر دوو ډلو ووېشلي دي, هغه چې رڼا راولي او هغه چې تېاره خپروي. زه په افغانستان کې د رڼا د خپرولو په مخکښانو کې دا نومونه یادولاې سم:

    غازی امان الله خان, محمد ظاهر شاه, ډاکټر نجیب الله او صالح محمد زیری.”

    زما د ګران پلار د فاتحې په ورځ د غم پر کمبله ناسته وم خو چې په لندن کې مې و شاوخوا ۴۰۰ راغونډ سوو خلګو ته و کتل چې د بېلو سیاسی,ټولنیزو سوچونو هر ګل په کښې ناست وو , غونډه د ناروغې ټولنې له پاره د رغېدلو د واکسین یوه بېلګه راته وبرېښېده. او دا هیله مې په ذهن کې را وټوکېده چې که د څو ساعتونو له پاره ټول یو ځای د ناستې زغم ولرو نو د یو والي هیله نه ده مړه او د اتحاد زېری لا ژوندی دی.

ستاسو ټولو نه یوه نړۍ مننه

نجیبه لېمه

 در این محفل شمار زیادی از همکاران و همرزمان حزبی و سیاسی، دوستان و علاقمندان و وابستگان زنده یاد دکتر زیری اشتراک ورزیده بودند و سخنرانی کردند. سخنرانان از خاطرات خود با دکتر زیری در مقطع های مختلف دوران زندگی وی، از آوان کودکی و تعلیمات ابتدایی در زادگاه اش، شهر قندهار، از دوران تحصیل در پوهنتون کابل، مبارزات سیاسی، امور دولتی و پارلمانی و همچنین از دوران زندگی دکتر زیری در سال های مهاجرت به نیکویی یاد کردند.

   محترم نور احمد نور سابق عضو بیروی سیاسی و دارالانشای حزب دموکراتیک خلق افغانستان، محترم عبدالرشید آرین لوی څارنوال و معاون صدراعظم جمهوری دموکراتیک افغانستان، محترم معلم صاحب عبدالقیوم،  محترم همایون تاچ، محترم سید عبدالقادر، محترم  شهباز ایرج، محترم محمد الله صافی، محترم دکتر شیرحسن حسن، محترم عصمت رسا، محترم انجینر اباسین نوری سخنرانی نمودند، و همچنین پیام های کتبی شماری از دوستان و همکاران شادروان دکتر زیری به قرائت گرفته شد.

محفل یادبود با سخنان اختتامیه از جانب محترم انجنیر عبدالرحیم میثاق، رئیس انجمن دوستی افغان ها و یکی از برگزارکنندگان مراسم چهلم و بزرگداشت از زنده یاد دکتر صالح محمد زیری به پایان رسید.