بحثی از اتاق تفکر/
ارائه شده به تاریخ ۹ سپتامبر ۲۰۲۴
ډاکټر درمانګر
د مخه تر دې چې د عاشقانو د ړندو سترګو تشخیص وکړم، لازمه مې وګڼله چې د انسان د سر د ماغزو د یوې کوچنۍ برخې د کړو وړو په هکله چې ښایې تاسي ماته ګران دوستان له هغو سره پخوانی معرفت ولرئ، په ډیره لنډه توګه وڅیړم.
د انسان د سر ماغزو په زړه کې د پاداش یا شاباس په نامه یو مرکز ځاي لري. د دې مرکز له نامه څرګنده ده چې د په زړه پورې اعمالو په سرته رسولو سره انسان ته د شاباس او افرین د اداکولو په مرسته ځوښې، خوند او لذت ورپه برخه کوي.
انسان د خپل تکامل په بهیر کې د خوراک، جنسي اعمالو د سرته رسولو او له بل سره د اړیکو د ایجادولو له امله په خوند، مزو او لذت اخیستلو عادت شوي حیوان دی، چې د یادو اعمالو د سرته رسولو په مرسته یې د ژوندانه د تسلسل او خپل نسل د دوام امکانات تر لاسه کړي دي. له همدی امله د خوند اومزو لرونکو اعمالو په تکرارولو او هغو ته د زیاتیدونکې تنوع ورکولو په کارونو لګیا دی. دغه ډول کارونو ته پاملرنه د یو مرکز له خوا چې د آفرین او شاباسي د ورکولو دنده لري سرته رسیږي.
که د تاریخ په هاغه یو سر کې د ستاینې، شاباس او مزو وړ کارونه د نس مړولو، جنسي عمل اجرا کولو او اړیکو غزولو کې نغښتی وو، د تاریخ بل سر کې دغو کارونو په مادي او معنوي او همدارنګه په ټولنیزو او طبیعي چارو کې حیرانونکي تنوع او پراختیا موندلي ده. د نن ورځې انسان مخې ته د عالي فرهنګ، ساینسي علومو، سالمو فکرونو او باورونو یوه داسي ګټوره شبکه فرش شوي ده چې کولای شي انسان په خوشالیو موړ او نیکمرغیو ونغاړي. ارواښاد پسرلي په یو شعري مطلب کې د ننني انسان اړتیاوو ته آن په جنت هم پام اړولی دی او وایې:
چې شعر نه وي، هنر نه وي د جنتونو خوند به څه وي
دا د وریښمو چینجي دې وروړي چې اشتهاوي، خوب و خواړه وي
انسانان هم په فردي او ډله ایزه توګه د نیکمرغۍ د ذکر شوي شبکې عناصرو ته په مینه او زیمه واریو منلو سره ځانونه حواله کوي. په دې عملیه کې شعور، انګیزه، تمه، توقع او هڅونه هم اغیزناک رول لوبوي. د همدې رول لوبولو په نتیجه کې ځینې مرکزونه چې په معمولي ډول د پاداش او شاباس له مرکز سره همکاري کوي، فعالیت کولو ته رابلل کیږي او په دې توګه د دې لاندي هورمونونو کچه د وینې په جریان کې لوړیږي. (ډوپمین) هغه هورمون دی چې نه یواځې د خوندورو اعمالو د تکراریدو هڅونه کوي، بلکه د هغو د تنوع په زیاتوالي کې هم برخه اخلي. (ادرینالین) هغه بل هورمون دی چې مسرت بخښونکې عمل ته د توان او انرژۍ برابرول په غاړه لري. د(اندروفین) هورمون په خپل وار سره د مستیو او خوشالیو څپو تر انتظار پورته کمیت او کیفیت په برخه کوي. (اوستیوسین) هورمون د شاباسیو او خوشالیو له مرکز سره، د زمه واریو او ډاډګیرنې اړتیا تامینوي.
د نیکمرغۍ شبکې د عناصرو او د پورته یادو هورمونونو د اثراتو مجموعه په ګډه د افسانوي مینې او عاشقۍ حالت په سرونو کې راژوندی کوي او انسان د عاشقۍ او مینې په بې اندازه زندان کې راګیروي. په دغه راز دماغي اسارت کې د ژوندانه عیني اوږده ذهني واقعیتونه، له معمول نه زیاته ښکلا، خوند، مزه او اسانتیاوي تر لاسه کوي.
عشق کاریست که دشوارتر از هر کاریست مشکل این است که آسان به نظر می آید
د همدي ډول عاشقۍ کانه د یوې ایدیولوژۍ، دین او وطن دوستۍ، قدرت او ځان غوښتنې او همدارنګه د بچیانو سره د میندو د محبت په دنیا کې تکراریدلای شي. (د خپل انتخاب ایدیالوژۍ ته په پټو سترګو تسلیمیدل او په هغې کې هر څه برحقه او روا ګڼل، خو د بل چا د ایدیالوژۍ سره ضدیت کول او په هغې کې هر څه ناحقه او ناروا ګڼل، افراط او انتګریسم ته لاره هواروي او بیا خو د ظلم او زور له لارو په نورو باندي د هغې تحمیلول د تروریزم معنا لري.
که د وطن سره مینه د ایمان برخه ده، په خپل وطن کې خپل اختیار لرل د آزاد ژوند اساسي شرط ګڼل کیږي.
آزادې تر پاچاهې نه لا تیرۍ کا چې دې خپل اختیار د بل شي نو زندان شي خوشال خټک
خو په خپلو لاسونو خپل اختیار پردیو ته سپارل د وطن مینه له زوال سره مخامخ کوي. له دین سره مینه، له نا امیدیو څخه د خلاصون په وسایلو کې د ناهیلیو له پاره یوه وسیله ګڼل کیږي. که چیري دین له واکدارۍ پرته، د علم او عقل له دنیا سره څنګ په څنګ د اوسیدلو لاره غوره کړي، دغه راز ټولنه د مدنیت په ټولنه بدلیږي. په هغو مهالونو کې چې دین دارانو او بې دینانو د خلکو په پندار، ګفتار، مطلقه واکدارې چلولي ده، ټولنه د وحشت او بربریت په هولناکو بدمرغیو کې ډوبه شوي ده. په سر کې د خپلې ځوښې او وړ باور ته ځاي ورکول د هر انسان طبیعي حق دی. بشري ټولنه باید د قوانینو په زور د هغه څخه ملاتړ وکړي، هر انسان حق لري چې له دیني باورونو څخه په څنګ تیر شي. انساني ټولنه مجبوره ده چې له دغه حق څخه ټینګه دفاع وکړي. په قران کریم کې د دیندارۍ په جنجالي ستونزو کې د خوښې وړ سوله ایز جدل ته لاره وجود لري.
د اوسنۍ نړۍ ۱۸ سلنه مسلمانان، ۲۰ سلنه بې دینان، ۳۳ سلنه عیسویان، ۱۳ سلنه بودایان او ۶ سلنه د نورو عقایدو پیروان دي. په دغه راز دنیا کې یوازې هندوستان کولای شي په پت او عزت کې ژوند وکړي چې د ژوند کولو له هنر سره بلد دي. د لوی عظمت خاوند مولانا صاحب په دې شعري مطلب کې چې استاذ اسماعیل یون ترجمه کړی، د یاد هنر په زړه پورې محتوی په کې ځاي کړل شوي ده.
یوه ورځ پوښتنه وکړه ځوي له پلاره کوم یو دین تر ټولو ښه دی، کومه لاره
پلار یې ووي نه مې دین باندي څه کار شته نه له ما سره د کوم دین اعتبار شته
لکه څنګه چې مې راوړ هر دین نوی اختلاف یې له پخوا نه کړ زیات پلی
شوې کینې او دوښمنۍ تر بریده ډیري د مذهب په نوم جګړې تر حده تیري
ځمکه رنګ شوله د خلکو وینو باندي د دین نوم باندي هر څه شول لاندي باندي
نه ترسا او نه جهود نه مسلمان یم سر مي عقل ته ټیټ کړی دی انسان یم
عقل وایې چې له نورو سره ژوند لري ډیر او بې مثاله شانته خوند
خو دین وایې وینې تویې کړه د کافرو ډیر ثواب لري وژل د دې منکرو
ها چې بل فکر لري خو هم انسان دی خو د دین په نظر قتل یې اسان دی
زه په دې علت نه دین لرم نه خیل چې نه خپله وینه توي کړم نه دبل
ته هم زویه واخله عقل څخه کار ځان خوشال کړه خو چې بل نه کړي آزار
په دوستۍ دې د نړۍ خلک د ځان کړه ښه دین دادی، چې ته خپله ځان انسان کړه
میندو هم له خپلو بچیانو سره په زړونو او دماغونو کې د مینې او محبت لویه دونیا ځاي کړي ده، چې د هغې له برکته که له یوې خوا د بچیانو د ژوندانه د دوام امکانات برابریږي، له بلې خوا د دوی د سالمې روحي او جسمي ودې اړتیاوي پوره کیږي.
میندې د نورو عواملو تر څنګه، له یوې بیالوژیکې دونیا نه انساني دونیا ته د ماشومانو لارښوونه په غاړه لري. له ۳۵ زره کاله پخوا چې د ماشوم په خلقت کې د پلارونو ونډه ښکاره نه وه، میندو ته د خالق په سترګه کتل کیدل، دغه راز انګیرنې ان تر ۵ مې میلادې پیړۍ پوري چلن درلود، په قحطې وهلو سیمو کې میندې د خپلې افراطې مینې له امله د کورنۍ د نورو غړو په پرتله ډیر جسمي زیانونه ویني. دا ځکه چې دوی د خپلو ځانونو پر ځاي لمړی د کورنۍ د نورو غړو غذایې اړتیاوو تمینولو ته پاملرنه کوي.
مینه چې د ژوندانه ډیره ګټوره او بختوره پدیده ده، تر ټولو نه زیاته د انسان په دماغي پراخه او پیچلې دونیا کې لاسوهنه کوي، او د یو شمیر دماغي مرکزونو نارمل کارونه په قسمي توګه ټکني کوي. د منفي هیجاناتو پر ځاي مثبتو ته لاره ورکوي. د ډار او خفګان مرکزونه غیر فعال کوي او تر ټولو مهمه خبره داچې د انتقاد مرکز خپل عادي کار ته نه پریږدي. همدا وجه ده چې د حسن مینه وال خپله دونیا ډیره ښایسته او رنګینه ویني. له مجنون څخه پوښتنه وشوه چې لیلې خو ښایسته نه ده، دا ولي ورباندې مین یې؟ ده په ځواب کې ورته وویل: چې زما په سترګو کې یې وګورئ. مرحوم استاد ایوب هم په یوه بدله کې همدغه راز مطلب ته پام راګرځولی دی چې وایې:
لیونۍ مینې کړم آشنا له بیابانه سره پریږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
اوس راته غرونه ګړنګونه ښکاري د حسن محلونه
د غره پر سر کیږدۍ وهمه له جانانه سره پریږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
د چا د شوخ نظر له پاره په غرونو ګرځم ناقراره
ماته دی غوره ببر سر څیري ګریوانه سره پریږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
ویل کیږي چې کارغه خپل بجي ته، زما له شیدو سپینه زویه او سوځګی خپل بچې ته، زما بخملي بچیه خطاب کوي. دلته له بینایې سره نابینایې هم ورګډه شوي ده، چې له همدې امله په عاشقانو د ړوندوالي حکم هم روا ګڼل کیږي. ځانمرګی د خپل ځان او د خپلو هلاکیانو د مرګ په هکله خپګان ته خپل سر کې ځاي نه ورکوي. یرغلګر او ظالمان د انتقام پروا نه کوي او ډار ته په خپلو سرونو کې لاره نه ورکوي، دوی له قوت سره لیونۍ مینې په سر اخستي وي. زور کارونکي واکداران د خپلو تیروتنو د لیدلو ظرقیت له لاسه ورکوي. له همدې امله له انتقاد څخه د ګټې اخیستلو پر ځاي کرکه او نفرت لري. مینه چې د دماغي مرکزونو څخه د هیجاناتو او په وینه کې د هورمونونو د موجونو د زیاتوالي له امله په زړونو او سرونو کې ځاي نیسي، د بلوغ پر مهال تر ټولو سرکښه او زوروره څیره پیدا کوي. په همدي مهال کې د نجونو او هلکانو تر منځ عاشقانه اړیکي عمومیت لري. ددغه راز اړیکو په برکت د کورنیز او ټولنیز ژوند د بندوبس او تسلسل فکرونه او ارادې، په ښکاره او ناښکاره توګه د قدرت او هیکل په مهندسۍ کولو پیل کوي. دین او سیاسي چارواکې دغه راز حالت ته په پاملرنې سره مرامونه او باورونه نوي بالغ او تنکي عمر زلمیانو ته په دماغونو کې ، د لازمو مهارتونو په مرسته ورځایوي.
په المان کې د هتلر په مشرۍ د نازیانو رژیم خپله غیر انساني ایدیولوژې د ۱۴ کلن عمر شاوخوا المانانو په سرونو کې ځایوله او په دې توګه یې دوی د آزاد طبیعي فکر له انتخاب څخه محرومول. د دغو کړنو په پایله کې د هغو زیانونو تعریف چې د المان بې ګناه خلکو او نړیوالو ته ورپه برخه شول د یوې مقالې د ظرفیت څخه وتلې خبره ده.
په روسیه کې هم د ۱۹۱۷ اکتوبر سوسیالیستي انقلاب سره څیرمه د تنکي عمر نجونې او ځوانان د کمسومول په نامه سازمان کې راټولول او د انقلاب د لارښود د ایدیالوژۍ سره یې د هغو په زړونو او سرونو کې لیونۍ مینه ځایوله. دوی که له یوې خوا په انساني ژوند کې د پانګوالۍ نظام د بې عدالتیو په هکله د خلکو ملاتړ تر لاسه کولو، له بلې خوا د همدغې لیونئ مینې له لاسه یې د خپل نوي نظم د ظلمونو او جنایتونو د لیدلو توانایې له لاسه ورکوله.
په اسلامي تعلیمي سیستم کې هم هغه برخه چې د پوهنې او روزنې له منل شوي چوکاټ څخه د باندي د مدرسو له لارې عملي کیږي، د تنکي عمر د هلکانو او نجونو په سرونو کې د ځینو فضیلتونو او ګټورو مهارتونو سربیره، د اسلام د ادرسه، جهادي، افراطې، ځان وژونکي، دینی، سیاسي مهندسي شوي افکار ځاي کړل کیږي. په دغو افکارو کې د تنوع، نوښتونو او انتقادونو د فقر له امله د ټولنیز عقل د خلقت په کار کې خنډونه جوړیوي او په پایله کې ټولنه د تروګمیو او غروب پر لاره روانیدو ته هڅول کیږي.
که څه هم مینه د خوندورو میراثي خاطرو، هیجاناتو او نورو حسي هورموني موجونو د تاثیراتو پایله بلل کیږي، د زمان له تیریدو او عقلانیت د کارولو په پایله کې، د لیونئ مینې افراطې اثرات او په عاشقۍ کې د نابینایۍ کانه څنډې ته پورې وهول کیدلی شي. د انسان د شان وشوکت سره سازګاره مینه، انسان ته د عزت او احترام لرلو له فرض د اجبار علاوه د باور او عقیدې په انتخاب کې د ده د اختیار لرلو اساسي حق، باید د هر ډول تجاوز له زیانونو خوندي وساتل شي. د همدي طلایي اصل د مراعاتولو په مرسته، وطن او دین ته د ستایلو وړ داسي مینه په سرونو کې ځاي نیسي چې زړونه تخنولای او روانونه په خوشالیو مړولای شي.
موږ ټول د خپل ژوند د پر مخ بیولو علاوه، پرته له دې چې ډیره پاملرنه ورته وکړو، د تاریخ په جوړولو هم لګیا یو. د دې له پاره چې د ژوندانه د پرمختګ لاره مو رڼا او خپل تاریخي رسالت په ښه توګه سرته ورسوو، باید په خپلو راسره فکرونو بیا بیا کتنه وکړو او د توانا عقلاني فکرونو په خپلولو کې ناغیړې ونه کړو. په دې توګه کولای شو د انسانانو ت منځ، همدارنګه د وطن او دین په هکله مینې ته عالي انساني خوند ورپه برخه کړو.
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه که ودان کړه څوک ویران حرم د زړه
په ښایست زما د یار نه دي خبر څوک که خبرشو پرې به نږدي دغه در څوک
کاشکي زه خاورې ایرې د ستا د در وای چې قدم دي همیشه زما په سر وای رحمان بابا
له دي تنګي نه ته راتیر شه تر دې ملالې خولې به زه درتیره شمه
ګودر ته ځم راپسې راشه زه به منګی په لپه ورو ورو ډکومه
یو ځل دي لاس په لاس کې راکړه دا لاسنیوی به دي تر ډیره یادومه
په یاد شوي سروکو کې د مینې ستاینه، انساني احساس ته د عالمګیره ښایسته کراماتو خوند ورپه برخه کړی دی. همدارنګه د خپل وطن د ساتنې، آزادۍ او پرمختګ سره مینې ته په زړونو او سرونو د نظر او عمل ترکیب ته ځاي ورکول د ګڼ شمیره اشعارو، مقالو،کتابونو، نکلونو او روایاتو د ستاینې وړ ګرځیدلې دی. وطندوستان او وطنجاران د درناوي، پت او عزت خاوندان بلل شوي دي. حال داچې وطن پلورونکي د کرکې او نفرت په کلماتو رټل شوي دي.
دلته د غني خان د یوې ډیرې عالې محتوا لرونکي شعر یو بیت د مسؤلیت په منلو سره ما «د تورو نښانې» پر ځاي د «دمینې ترانې» مطلب ځایولی دی، د یادونې وړ بولم:
ای زما طنه د لعلونو خزانې زما ستا هره دره کې دي «د مینې ترانې» زما
له دین سره مینه هم د بې شمیره وسایلو زور، زر او ډارونې په مرسته د زرګونو کلونو په موده کې، هغه هم په تکراري ډول د بشري ټولنې په زړونو او سرونو کې ځایول شوي ده. فروید باور درلود چې د جنت په زړه پوري تکراري او بې شمیره وعدې په خداي ج باندي د ایمان او باور کولو وسیله ګرځیدلي ده.
د جنت د سپینو حورو په هوس کې یو کافر په سپینه ږیره مسلمان شو
خداي تعالی د یو لک او څلورویشت زره نیولي تر ۵،۲ میلیونه پیغمبرانو له جملې څخه یوازي ۷ پیغمبرانو ته په خلکو کې د ادیانو د رواجولو اجازه ورکړي ده. آدم (ع)، ابراهیم خلیل الله، نوح (ع)، داود (ع)، موسی کلیم الله، عیسی روح الله او محمد رسول الله. د دغو پیغمبرانو په رواجی ادیانو کې د تنوع له امله، د هیلو او امیدونو تر څنګ، د کینې، دوښمنیو او جګړو زیات شمیر هلاکتباره غمونه هم په خلکو تحمیل شوي دي. ستراوس په دې باور دی چې ابراهیمي وحدت پالونکو ادیانو (یهودي، عیسوي، اسلامي) تر منځ جګړو او ضدیتونو د بل هر آفت په پرتله ، له سره تر دا اوسه پوري، بشریت له زیاتو زیانونو سره مخامخ کړی دی. له نوموړو زیانونو څخه د نجات موندولو ازمایل شوي لاره سیکولاریزم ته د ځانونو حواله کول شمیرل کیږي. سیکولاریزم د دیندارۍ او دولتي واکداریو د بیلولو معنی لري. په داسي حال کې چې دیني کړۍ له خپلو سیاسي حقوقو څخه لکه د هیواد د نورو اتباعو په شان برخه من وي. ولي د خلکو په برخه لیک باندي د خپلې خوښې واکدارې چلول باید د قانون له رویه منع شي.
په تاریخ کې د ۲۰۰۰ پیژندل شوي ادیانو محتوی د دري سرچینو د نظر او عمل پایله شمیرل کیږي. په لمړي سر کې د پیغمبرانو، انبیاوو، اولیاوو، امامانوو پيشوایانو لارښوونې، احکام او سپارښتنې ځاي لري. په دویمه لیکه کې د فقې د ماهرانو انګیزې دي چې د دین محتوی ته یې ځانګړي رنګونه ورپه برخه کړي دي. دغه ماهران ځانونه د دیني کلماتو او مفاهیموله اصلي مضمون او معنی سره د معرفت انحصارګران او مسلکي کسان بولي. بلاخره په دریم نوبت کې د ولسونو د خوښې او درناویو وړ عرفي عناصر دي چې له ډیرې زمانې راهیسي د خلکو له ژوندانه سره نه بیلیدونکې اړیکې لري او په دې توګه یې د دیني آیاتونو او احادیثو تر څنګه د مشروعیت منزلت او مقام خپل کړی دی. د نوموړي دري ګونو سرچینو د شمیر د زیاتوالي له لاسه په ادیانو کې یو رنګ او بل رنګ واقعیتونو ځاي نیولی او د خونړیو ټکرونو له پاره یې زمینه برابره کړي ده.
ټولنیز ژوند یوازې او یوازې هغه مهال د سوټي او زور کارولو له وحشت څخه خوندي پاتي کیدلای شي چې په هغه کې هر څه د قوانینو له مخې د سرته رسیدو مجاز ولري، هغه هم داسي قوانین چې د خلکو د ارادو له رویه مهندسي شوي وي. یانې له شا نیولي تر ګدا پوري هغو ته د اطاعت کولو مجبوریت او مکلفیت په غاړه ولري، دغه راز ټولنه کې چاته آزار رسول مجاز نه دي ، او د آزادۍ تعریف هم نورو ته د زیان نه رسولو معنی لري.
په دې اوس کې چې زموږ خلک له سترو عذابونو سره لاس وګریوان او د غروب په لور روان دي، د خپل نجات له پاره د عقل څخه د کار اخیستلو، معاصرو علومو ته د ځانونو حواله کولو څخه بغیر بله لاره نه لري. که دوی «لیس لل انسان الا ما سعی له هدایت پرته آسماني یا زمیني معجزو ته سترګې په لاره دي دا کار د وخت ضایع کول او د ځانونو غولول» بلل کیږي. «د غره په کنډو د لمر سترګې راختلو په انتظار»