شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008

- انځورګر -

لنډه کیسی

جنت او دوزخ

انسان د خپل فزیکی او ټولنیز طبیعت له مخی مینه لری چې د خپل راتلونکی ژوند او برخلیک باندی څه نا څه پوه شی، په تیره هغه کسان چې د ژوند د بهیر معنوی خواؤ باندی ډیره پاملرنه کوی، یا څوک څوک چې ورځنی مشغولتیا ونلری او ډیر احتیاط کاره وی. نو تل پخپلو چرتونو او احساساتو کې دا مفکوره پالی چې سبا به می څرنګه وی؟ نو پرته له دی چې نن په یو عمل او کار لاس پوری کړی او یو څه وکړی، د سبا په غم کې وی او سبا بیا د بل سبا په غمجن کې تیروی. په دی حساب نو ټول یې په غم کې تیریږی.
د ژوند د دغه ډول بهیر په لړکې یوه ورځ یو مخلص مومن چې د خپلی زمانی په شرایطو کې یې ژوند کاوه تل دا وسوسه ورسره وه چې دوږخ څرنګه او چیری دی؟ او جنت څرنګه او چیری دی؟ ډیر غور یې وکړ چې خپلو پوښتنو ته به څرنګه ځواب ومومی او خپل قناعت حاصل کړی تر څو د زړه صبر یې وشی. د سړی مراد او موخ دا وه چې په دی خبرو ځان پوه کړی او معلومات حاصل کړی اوبیاداسی کار، فکر او عمل وکړی چې ځان د بدیو او ناخوالو څخه وژغوری تر څو په سبا کې ورته غم پیدا نشی.
په پای کې مخلص مومن خبرتیا حاصله کړه چې په پلانی سیمه او پلانی ځای کې یو پوه او با تجربه هوښیار، منلی او انسان پالونکی شخصیت ژوند کوی، ډیر پوه سړی دی، هر څه ورته معلوم دی، ګوندی چې زما په سوالو باندی هم پوه شی او ځواب راته ووایې.
مخلص داسی یې وپتیله چې په یوه ټاکلی وخت کې به هرو مرو هلته ورځی. نو همداسی یې وکړ او د یوی جمعی په ورځ نوموړی شخص ته ورغی او په ډیر مودبانه ډول سره یې ځنی وپوښتل:
- صاحبه! زما عرض دا دی چې پوه شم دوږخ څرنګه او چیری دی؟ جنت څرنګه او چیری دی؟ دغه نومیالی پوه په رشتیا هم هوښیار، با تجربه او د نیکی ارادی او نیت خاوند و. نو د مخلص د پوښتنو د اوریدلو څخه ورورسته پرته له دی چې څه ورته ووایی تر لاس یې ونیوی او ورته یې وویل: راځه!
دوی سره رهی رسول. په لار کې خبری او کیسی یې کولی او مزل یې واهه. دوی په تنګو تنګو کږو وږو کوڅو ولاړل ترڅو په ننۍ اصطلاح یو لوی تالار ته ورسیدل. په دی تالار او ځای کې خورا لوی اولس راغونډ شوی ؤ. خورا ګڼه ګوڼه وه. ډلی ډلی خلک له هر خوا لا راروان ؤ. لویان، کوچنیان، اغنیا او بینوایان او هر څوک هری خوا ته پورته کښته کیدل. د ورایه څرګندیدله چې دلته څوک د چا په قصه کې نه دی، ځانګړی نظم، درناوی او داسی خبری نه وی. د نومیالی شخص او مخلص څخه چا پوښتنه هم ونکړه چې تاسو څوک یاست ، څرنګه راغلی یاست، له کومه ځایه څخه راغلی یاست؟ په دی ځای کې دود او رواج داسی ؤ، چې ځینو خلکو یا د عامه ولس له خوا په ګډه، کله کله د یوی ټاکلی جمعی په ورځ به لکه خیرات، د اوګرو لوی لوی دیګونه باندی کیدل. نو چې اوګره پاخه به شول، هر چا به په ځانګړی نیت او مراد سره لکه نذر اوګره به یې خوړل. د اوګرو د خوړلو دود او ترتیب بیا داسی ؤ چې هر چا به پخپله په ځانګړی ډول یا د یو بل په مرستی سره اوګره به یې د دیګ څخه په هغه لوی ملاغې سره چې د دیګ په کې ایښی ؤ پورته کړ او پخپلو ځانګړو کاسو یا غابونو کې ځای کړل او هملته د خپلی خوښی په یوه ګوښه کې کښینستی او اوګره به یې وخوړه.
کومه ملاغه چې په دیګ کې ایښی ؤ، لویه، غټه مسې ملاغه وه. د ملاغی لاستی د اوسپنی څخه جوړه شوی وه. د ملاغی د لاسی په سر کې پنډ اوږد لرګی ؤ، تر څو د اوګرو د پورته کولو په ترڅ کې د چا لاس و نه سوزی. په دی ډول ملاغه ډیره درنه وه. د هر چا زور نه پر رسیدی چې په ځانګړی ډول هم اوګره واخلی او هم پخپل لوښی کې ورواچوی.
له بده مرغه د دغو خلکو تر منځ اتفاق او یووالی نه ؤ، یو د بل سره د مرستی روحیه نه وه. خلک ډیر کبرجن او یو تر بله ځان د لوړ بللو روحیه او ځان ځانی خویونه مسلط ؤ. په دی اساس هر چا به په ډیر زحمت سره، په ځانګړی توګه ملاغه به یې پورته کړ او خپله کاسه به یې ډک کړ. څرنګه چې ملاغه درنه وه، نو کله کله به په یوه لاس چا ملاغه نشو پورته کولای. نو په دی ترڅ کې به د ملاغی اوګره هری خوا ته وپاشل شول. له بلی خوا څخه هر چا غوښت چې ژر تره ملاغی ته لاس واچوی. نو په دغه کشمکش کې به د اوګرو د پاشل کیدو له کبله د چا لاس د چا پښه او د چا هم ځان وسوزید. هیچا په کراری سره نشو کولای ځانته اوګره واخلی. آخر به دیګ نسکور شو او اوګره به پر مځکی توی شول او پاتی کسان به وږی پاتی شول. په دغه لړ کې د نومیالی شخص او مخلص پر مخونو، لاسونو او پښو او ځان باندی هم څاڅکی څاڅکی اوګره پاشول شوی وه او دوی هم دغه رنګه څه نا څه سوزیدلی ؤ.
په دی ترڅ کې نومیالی شخص و مخلص ته مخ را واړاوه او په تحرک کې یې وټومبه او وی ویل:
- دغه دوږخ دی!
وروسته نومیالی شخص او مخلص وږی، تږی، ستړی ستومانه د دی ځای څخه ووتل او د مجبوریت له مخې یې خپل سفر ته دوام ورکړ.هله - هله بیا هم په تنګو او تاریکو کوڅو، لوړ او ژور کږلیچونو څخه تیر سول او اوږده لار یې ووهله، تر څو یو بل ځای ته ورسیدل. دلته لکه د لومړی ځای لوی اولس راټول شوی ؤ. دلته هم لکه د مخکنۍ غونډی په شان لکه د خیرات د اوګرو لوی لوی دیګونه باندی شوی ؤ. دلته هم د اوګرو دیګونو دود، او لویه ملاغه همغه شانته ؤ.
خو دلته لوی توپیر دا ؤ چې په دی ځای کې خلک سره یو موټی ؤ او په اتفاق او اتحاد کې ؤ. دلته خبری، ناسته ولاړه، کار، عمل د وچو کبرجنې عنعناتو تر اغیزی لاندی نه ؤ. لوړتیا غوښتی احساس، ځان ځانی خویونه نه ؤ، دیو د بل درناوی او سپیڅلتیا موجوده، په مینه او محبت یې خبری کولی. خپل منځوی ستونزی سره شریکولی او د مل لاری چاری یې ورته سنجوی. دلته یو نظم او یو د بل سره د مرستی او همکاری روحیه ټینګه وه. شعله به چې ملاغه یو کس نشو پورته کولای، نو په دوؤ کسو په ګډ به یې ملاغه پورته کړ او هر چا ته به یې په خپل نوبت او وار سره خپلی کاسی یا لوږی به یې وړاندی کړی او خپله ونډه به یې واخیست او په عزت او خوند سره به یې اوګره وخوړله او په ښو خاطرو سره د تالار څخه ووت او پخپل کار او لار پسی ولاړل. په دی وخت نومیالی شخص او مخلص چې ډیر ستړی، ستومانه، وږی تږی ؤ، به په زړه پوری خوراک او څښاک څخه وروسته شکرونه یې ادا کړل. په دی ترڅ کې بیا نومیالی شخص مخلص یې وټومبه او ورته یې وویل:
- دغه جنت دی!

34


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40