شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008


اسلامی دعوت او فتوحاتو پرمهال ډیر کسان د اسلام په دین مشرف شول او د اسلامی جنګیالیو په کتارونو کې جذب او ودریدل، نو د جهاد او فتوحاتو پر مهال، پر ایمانی، عقیدتی او ټولو معنوی جذباتو باندی برسیره، ولجه د دوی لپاره ډیره په زړه پوری او لوی مشوق ؤ. ځکه په جهاد او فتوحاتو کې دوی وزګاره نه پاتیدل او تل به د خپلو دندو د سرته رسیدلو په ترڅ کې به یې غنیمت هرومرو تر لاسه کول او خپل معاش او د ژوند چاری به یې په پوره کولی. کله چې جهاد او فتوحات به نه و، نو طبعا غنیمت به هم نه ؤ او په بیت المال کې به هم دومره په کافی اندازه پانګه نه وه چې دغو ټولو لښکرو ته معاش ورکړی. وایې یو ځلی دغه بی معاشه لښکری حضرت ابوبکر (رض) وحضور ته ورغلل او ډیر فشار یې واچاوه، چې موږ څه شی وکړو؟ ولی مو جهاد او فتوحاتو ته نه استوی تر څو هم کفار تسلیم کړو، خپل دین خپور کړو او هم جنګی غنایم ترلاسه کړو. نو حضرت ابوبکر (رض) یوه شورا جوړه کړه، تر څو د اسلام د ترویج او پرمختګ لپاره نور هم د جهاد او فتوحاتو لپاره یو پلان جوړ او پلی کړی، چې بیا شورا په غور سره د فتوحاتو پلان جوړ او پلی یې کړ. دا ؤ یو ځغلند نظر او څو وړی نمونی، چې وړاندی شول. په هر صورت په تیرو وختونو کې د شرایطو تقاضا بل ډول وه، خو ننۍ اوضاع بل رنګ ده او نوی غوښتنی لری. نه ښایې چې په نننیو شرایطو کې پرونی شعار وړاندی شی، نن د توری او سپر او نیزی ځایونو، اتم بم، لیری ویشتونکو توغندیو، هستوی وسلی، بی پیلوټه بم غورځوونکو الوتکو نیولی دی. بشری اړینه او غوښتنه دا ده چې ټولی غاړی د مسوولیت احساس وکړی. ننۍ اوضاع او د حساسو حالاتو فضا دی په پام کې ونیسی، د زورګیری او بی پروایې څخه لاس واخلی، د تمدنونو د پخلاینی او د سولی او د مصالحی او تفاهمی وخبروته دی په رښتینې توګه غاړه کښه پریږدی، تر څو په نړۍ کې د بشر پر ژوند باندی قمار او لوبی ونشی.

ξξξξξ

- د صلیبی جګړو څرنګوالی او لامالونه یې.
- مذهب د سیاست د وسیلی په توګه او لامالونه یې.
- سیکولریزم او اړینه یې.
- د نړۍ د اوسنۍ جګړه ایزی سیاسی فضا او د هغه پایلی.

په بله ګڼه کې



اخځلیکونه:
۱-شجاع الدین شفا، تولد دیگر، مخ ۳۷۲ .
۲- رر رر رر ۲۴۶ .
۳- رر رر رر ۱۹۲ .
۴-جواهر لعل نهرو، نگاهی به تاریخ جهان، رر۱۸۲-۱۸۸
۵-پروفیسور ویلیام راسل، د غرب د فلسفی تاریخ.
۶-شجاع الدین شفا، تولد دیگر، مخ۳۸۰-۳۸۱
۷- رر رر رر ۴۰۶
۸- جواهر لعل نهرو، نگاهی به تاریخ جهان، رر ۲۹۳
۹-شجاع الدین شفا، تولد دیگر، رر ۲۸۳
۱۰- د لیکونکی ځانګړی یاداښتونه.


در ادامه از ص ۱۱

گفتگویی در باره دموکراسی

اخلاق و سیاستِ مبتنی بر دموکراسی اجتماعی مشروعیتی تازه یافت.
آدمی وسوسه می شود بگوید که دموکراسی اجتماعی نگرش اخلاقی باقیمانده از سلب اطمینان سوسیالیستها نسبت به چگونگی سازماندهی یک اقتصاد نوین است. اما حتی اگر این تعریف از دموکراسی اجتماعی نامنصفانه به نظر برسد، قدرت این نگرش اخلاقی باقیمانده را نباید اندک دانست. در واقع، ممکن است در آرمانهای دموکراسی اجتماعی در دهۀ ۱۹۹۰ اندکی از جلوۀ پیشین آنها خود را دوباره نشان داده باشد (تا بدان اندازه که ما هنوز به مرحله ای نرسیده ایم که در آن همۀ آموزه ها و ایدئولوژیهای اجتماعی به بدبینی همگانی بینجامند).
- برگرفته از: دایرة المعارف دموکراسی
▬ ▬ ▬
- سلسه این بحث در پی خواهد آمد.

20


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40