شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008


----> لویو ښاخونو وویشل، چې د پورتنیو کشمکشونو او مخالفتونو پله یله وه.
له بده مرغه نن وینو چې د اسلام په تاریخ کې دغه بدمرغی او مخالفتونه ژوری ریښی لری او آن تر ننه پوری پخپل قوت سره پاتی دی او د اسلام نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیدل کیږی. بی ځایه نه ده که په دی اړوند یو څو وړی پیښی د بیلګی په توګه وړاندی شی:
-وایې په ایران کې د صفوی دوری د چارواکو او په ترکیه کې د عثمانی امپراتورۍ ترمنځ چې هرکله به اختلافات پیدا شول او یو د بل په وړاندی په جګړه کې ودریدل، په ایران کې به سنی مذهبه او په ترکیه کې به شیعه مذهبه تر تیغ تیریدل. په دی مانا چې ډیر امت اسلام یوازی په دی ګناه چې شیعه او ډیر نور مسلمانان یوازی په دی ګناه چې سنی مذهبه دی، په بیرحمی سره تر تیغ تیریدل. په دی اړوند ویل کیږی چې یوځلی د اناتولی په ښار کې د صلاح الدین عثمانی په فرمان یوه ورځ څلویښت زره شیعه مذهبه، او په تبریز کې د اصفهان د حاکم په فرمان دیرش زره سنی مذهبه، پرته له هر ډول جرم، ګناه یا مخالفت سره ناببره راغونډ او قتل عام شول. بیا هم له بده مرغه نن هم په ډیرو اسلامی هیوادونو کې، د ساری په توګه په همدی ننۍ عراق کې د شکل توپیرونو څخه پرته، هره ورځ د پورتنیو وینو لړلو پیښو په شان لوی لوی دردونکی فجایع تر همدی نومونو لاندی تکراریږی.
همدارنګه اسلام دهمغه پیل څخه، د عربو د قبایلو د ځینو تنګ نظرو، متعصبو او ناپو کسانو له خوا، چې خپلی ورځنی ګټی او اعتبار کې په خطر کې لیدی او هم د نورو ادیانو او عقایدو پلویان او مخالفان چې د اسلام د ترویج په وړاندی یې سخت مقاومتونه ښودل، نو آن حضرت (ص) د اسلامی فرامینو په حکم سره څرګنده کړه چې هغه نه پخلا کیدونکی مخالفان او هغه شر اچوونکی یاغیان چې د اسلام په مقابل کې مقاومت او دښمنی کوی، ظلم، فساد، بت پرستی او شرارت خپروی، نو د دغو ناخوالو، ظلمونو، فسادونو او شرارت د مخنیوی په غرض باید دغه کسان تسلیم کړی شی. نو د همدغو شرایطو اړینو پر بنا د جهاد اساس ایښودل کیږی. (۹)
په دی اساس جهاد په اسلام کې ځانګړی مقام لری. د جهاد په عملیاتی چارو کې لاندنی، دری ګونی اساسی شعارونه او اهداف بنسټیزی اغیزی او لرلی او لری یې. د اسلامی فتوحاتو په شعارونو کې د شهادت موضوع تر ټولو لوړه مرتبه ده. دا هغه درجه ده، یعنی هغه کسان چې د اسلام د ترویج، خپرولو او دفاع په لار کې د مخالفینو له خوا وژل کیږی، نو د شهادت لوی نعمت یې په نصیب کیږی چې هغه د جنت فردوس څخه عبارت دی. په دی وجه دغه کسان یا هغه جنګیالیان، چې په فتوحاتو کې برخه اخلی د ډیر لوړ مورال څخه برخمن دی. ځکه په دی لار کې د مرګ څخه ویره نه کوی یا نه پښیمانه کیږی. خو که فتح وګټی او ژوندی پاتی شی په هغه صورت کې د غازی په معنوی لقب سره نومول کیږی، چې دا هم په ژوند کې لوی ویاړ او کله کله مادی امتیازات هم لری. په دی اړوند دغه روحیه او اصول نن هم جاری او شتون لری. دریمه موضوع چې په اسلامی فتوحاتو او جګړی کې ډیر اغیزمن ؤ، هغه د غنیمت څخه عبارت دی. د اسلامی فتوحاتو په جریان کې د غنیمت ټولول روا، او جایز کار بدل شوی دی. دغه موضوع په اسلامی فتوحاتو کې اساسا تشویقی بڼه لری او ستر مادی منفعت ګڼل کیږی. لکه مخکې چې ایشاره وشوه، دا باید څرګنده شی، چې تر اسلام د مخه په عربی نړۍ، په تیره په عربستان کې بی کاری، تاړاک، ظلمونه او نور فسادونه ډیر زیات شوی ؤ، خو د --->

19


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40