شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008


اصولو او اساساتو پر بنسټ د اسلام بیرغ اوچت ورپاوه، نو آن حضرت ملا وتړله او پخپل ټول ذهنی او فکری استعداد او وړتیا سره یې پخپلو اغیزمنو او اورینو ویناو سره یې د ایمان ځلیدونکی رڼا او پلوشی یې د خلکو په زړونو کې بل او روښانه کړ. د اسلام دین د بشریت د سوکالی، هوساینی او انسانی ژوند د تنظیم کوونکی په توګه وروستۍ دین دی، چې د ورورۍ، برابری، آزادی، او دموکراسی پیغامونه یې له ځان سره لاره. دغه دین د مخکنیو الهی ادیانو په پرتله نه یوازی د اعرابو او مسلمانونو لپاره د منلو وړ او په زړه پوری ؤ بلکه په نورو هیوادونو کې یې هم ژوری اغیزی وښندلی.
پر دغه مهال په ډیرو آسیایی، اروپایی، او په تیره په عربی نړۍ کې د جهالت، ظلم او تیریو تورتم غوړیدلی او د اولسونو ژوند یې یو مخې د وحشت او ناهیلی سره مخامخ کړی و. همدارنګه پردی مهال په مخکنیو ادیانو کې د شرقه تر غربه پوری، د لیری ختیځ، منځنی ختیځ او نورو هیوادونو کې، د ریا، عیاشی، بت پرستی، فساد او چور و چپاول رواج موندلی ؤ. برسیره پردی په عقیدی او دنیوی برخو کې، ځنی اعراب مسیحیان او ځینو نورو هم یهودیت کې منلی ؤ او ډیر نور یې هم بت پرستان شوی ؤ. د ساری په توګه یوازی په مکه معظمه کې ۳۶۰ لوی او واړه بتان پکی ایښی ؤ.
نو په ټولنه کې دغو بی نظمیو، رواجی اندیښنو او پورتنۍ مذهبې ناخوالی له یوی خوا، او بله پلوه اسلامی ارشادات، مساوات، برابری او د آزادی او دموکراسی شعارونو ولسونه یې د نوی افکارو ومنلو ته یې آماده کړی ؤ. په دی ډول له همغه سره څخه ډیر کسان ژر د اسلام په دین او ایمان سره مشرفه شول. اسلام پخپل لومړیو مرحلو کې په چټکی سره د مدنیتونو، د وخت د پوهنو او هم د ټولنیز ژوند په بیلا بیلو چارو کې یې په بری سره د مخکښتوب لاره غوره کړی وه. پردی مهال بغداد، دمشق، قاهره، قیروان، قرطبه او نور لوی لوی ښارونه د علومو پرمختګ، سوداګری، صنایعو او د پوهنو د نورو څانګو د لویو مرکزونو موقعیت غوره کړ او د نړیوال پاملرنه یې ځانته اړولی وه.
د حضرت محمد (ص) او د خلفای راشدین تروختونو پوری، د وروری، مساوات او مشورو روحیه ژوندی پاتی شوه، چې نه یوازی د اسلامی ټولنو لپاره، بلکه د غیر اسلامی ټولنو او نورو هیوادونو لپاره هم په زړه پوری ؤ. د ساری په توګه، کله چې حضرت ابوبکر(رض) د اسلام د خلیفه په توګه ټاکل کیدی، نو په یوه لویه ټولنه کې د ټاکنو پراساس وټاکل شو او دغه مراسم په پوری درناوی، باور او سپیڅلتیا سره ترسره شوه.
د اسلام په پیل کې، شخصاً حضرت محمد (ص) او وروسته نورو یارانو او ملاتړ یې په ټول واک او قدرت سره، دوی په سادګی او بی تجمله ژوند کاوه او د تش په نامه، بی اساسه تشریفاتو، اضافی تجملاتو او بی ځایه مصارفاتو څخه یې مخنیوی کاوه. خو تقریبا د خلفای راشدین د دورو څخه وروسته، د دوی د نورو ځای ناستو کسانو له خوا، ورو ورو مخالفتونه، ځان ځانی خویونه او په پای کې انشعابونه منځ ته راغلل او په اسلام کې نوری فرقی او مذهبونه جوړ شول. خلافتی نظام په سلطنتی او مطلق العنانی او موروثی بڼو باندی واؤښت. نو همغه و چې د بشری ټولنی سمی لارښونی او د مشورو او دموکراسی روحیی او اصولو ځایونه کې انارشی، ځان غوښتنی، او نورو ځانګړی کشمکشونو ونیول. په ځای کې د ساری په توګه د کربلا د لوی فاجعی څخه یادونه کولای شو چې په سلګونو سلګونو امت اسلام قتل عام شول او د اسلام د دوو --->

18


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40