شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008


د ساری په توګه، د ۱۶ پیړۍ کې جوردانو برونو، د ایټالیا یو لوی فیزیک او ریاضی پوه په دی جرم چې ده ویلی و چې کاینات لایتناهی دی او مځکه د کایناتو مرکز نه دی او ساکنه نه ده، بلکه د شمسی نظام یو ستوری دی چې د شمسی نظام سره یو ځای د لمر پر شاوخوا ګرځی. نوموړی پوه د عقایدو د تفتیش څانګی له خوا محاکمه شو. څرنګه چې ده د خپلو نظریاتو دفاع وکړه او منکر نشو، نو ژوندی د اور په لمبو وسوزل شو. (۷)
همدارنګه ګالیله، ستوری پیژندونکی پوه په همدی برخلیک سره مخامخ شو. دی مجبور شو په اویا کلنی کې د دی لپاره چې د جوردانو برونو په سرنوشت اخته نشی نو د مجبوریت له مخی په محاکمه کې پر خپلو افکارو باندی منکر شو، نو ژوندی پاتی شو. د محکمی له خوا ورته ویل شوی ؤ چې بیا کفر ونه وایې. همدا راز نور پوهان، لکه کیپرنیک په لهستان کې، کیپلر په آلمان کې، تیکو براهه په دینمارک کې او داسی نور په سلهاو پوهان چې د خپلو ځانګړو پوهنیزو او ټولنیزو دندو په وړاندی د پورتنیو برخلیکونو سره مخامخ شوی دی او د دوی پوهنیز نبوغ او استعدادونه د اور په لمبو سوزیدلی او خاوری ایری شوی دی. د عقایدو د تفتیش او څارنی څانګو په دی هم بسنه نه کوله او وروسته له هغی نه داسی شایعات یې خپرول چې که څوک داسی خبرتیا ولری یا داسی کسان ومومی لکه د پورتنیو ذکر شوو اشخاصو په څیر چې کفری او الحادی افکار خپروی، نو هرومرو محاکمو ته یې ور وپیژنی او ثوابونه وګټی او تورن کسان به د خپلو نظریاتو په بدل کې سزاګانی ووینی. مارتین لوتر چې د مسیحی پروتیستانو د بنسټ ایښودونکو څخه ؤ، ورځنی ویاړلی شعار کې دا ؤ چې د هغو مسیحیانو پر حال دی افسوس وی چې د دوی توری تل د کفارو او مرتدینو په وینو سری نه وی. نوموړی اعلان وکړ کله چې تاسو کفار وژنی یا یې سرونه پری کوی یا د دوی هډوکی، لاس او پښی ماتوی یا ښهرګونه یې پری کوی، په هغه وخت کې تاسو د عادی انسانانو د ډلی څخه نه یاست، تاسو په حقیقت کې د خدایې و هغه لوړ مدارجو او مقامونوته رسیږی.
دا ؤ په لنډه توګه په تیره منځنیو پیړیو کې د مسیحیت تر نامه لاندی د حاکمیت، مذهبی موسساتو او کلیساو د وچ سختګیرانه دریځونو ځنې خاطری چې لاسونه، افکار او عمل د جنګ، جګړو او سخت دریځی په زولنو تړلی او په ټوله اروپا کې یې د انسان وژنی او انسان تر ټنې د ویری له امله د هیچا زړونه په امن کې نه ؤ او حقیقت چا د ستونی څخه ایستلای نشو.
اسلام: د اسلام د دین څخه (۱۴۰۰) کاله تیریږی. د اسلام دین راوړونکی حضرت رسول اکرم (ص) دی. قرآن عظیم الشان د دی دین آسمانی کتاب دی چې دالله له لوری د وحی په ډول پر آن حضرت (ص) نازل شوی دی. حضرت محمد(ص) د ژور فکر او لوی استعداد خاوند، او د یو لوړ او پراخ نظر لرونکی ؤ او هیڅکله یی ځان تر نورو انسانانو ستر نه باله. کبر او لوړتیا غوښتنه یې نه خوښاوه. آن حضرت متواضع او د انسان پالنی، امانت داری، زغم او شفقت په خوی او خصلت سمبال ؤ. حضرت محمد (ص) د الهی فرامینو د پرځای کولو په هیله، بی ځایه تلوار یې نه کاوه، بلکه تل موضوعات یې په سړه سینه او د پوره غور او زغم څخه ورورسته به یې پلی کاوه. نو حضرت محمد (ص) د همدی تګ لاری، او همدی ټولنیزی روحیې او خدایې نبوغ پر بنا ؤ چې نه یوازی په عربی اولسونو بلکه د نورو هیوادونو په اولسونو کې ډیر ژر محبوبیت او باور تر لاسه کړ او د «امین» لقب يې غوره کړ. کله چې پر آن حضرت باندی د الله له لوری امر وشو چې ،پاڅه، د قرآن د --->

17


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40