شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008


نومونو لاندی تر ټولو لوی څانګی ګڼل کیږی. څومره چې د مسیحیت د دین او کلیسا نفوذ او واک زیات شو په همغه انډول د دوی تر منځ داخلی تضادونو او مخالفتونو شدت وموند چنانچه تر ننه پوری دغه اختلافات او تضادونه لیدل کیږی.
لنډه دا چې په مسیحی نړۍ کې د حضرت عیسی (ع) په دار ځړولو څخه وروسته د روم د امپراتورۍ میراث خوارانو، د مسیحیت د رسمی اعلان د پیل څخه وروسته دا ځلی یې خپلی د پراختیا غوښتنی نیتونه او هلی ځلی او د وام د ساتلو بهیر، د کلیسا د مقدس نامه لاندی پیلوی او د هغه د پیغمبر هیلی، چې د یوی څانګی د وینو د ټویولو څخه یې کرکه او نفرت کاوه په ډله ایزو وژنو او قتل عام واړاوه. پیغمبر یې په دارو ځړاوه او اعدام یې کړ او د هغه د سولی او محبت پیغامونه یې د انسان په ډله ایزو وژنو سره یې د وینو حمامونه وبهول او دغه اعمال یې مقدس وګاڼه او جګړو ته یې دوام ورکړ. په دی لړ کې د صلیبی د جګړو د کاتولیکانو او پروتستانو د سل کلنو جګړو، د فرانسی د بارتلی د فاجعی، په اروپا کې «انګیزسیون» یا د عقایدو د تفتیش او څارنی څانګی قتل عامونه په ګوته کولای شو. همدارنګه د جګړی ځنی نور فجایع او د وحشت څخه ډک مثالونه راوړلای شو. د ساری په توګه په ۱۶-۱۷ پیړیو کې د صلیبی جګړو په جریان کې د کاتولیکانو له خوا د هوګونت په نامه یوه مذهبی شورا جوړه شوی وه. د دی شورا فتوا صادر کړه چې د یو کاتولیک د سر پری کول د یو واقعی مومن لپاره بسنه نه کوی. لازمه ده چې لومړی د هغه ژبه، غوږونه پری کړی او پر بدن باندی یې شات وموږی او غالبو زوته یې پریږدی او پر زخمونو باندی یې مالګه وپاشی. (۶) په فرانسه کې د بارتلمی مشهوره فاجعه د تاریخ په پاڼو کې ثبت ده. دغه فاجعه د ۱۵۷۲م کال، چه د ۹۵۱لمریز کال د کب په ۲۳ شپه پیښه شوی ده. دغه فاجعه د عیسویت د مذهبی فعالینو له خوا شوی ده. په دی فاجعه کې په یوه شپه او ورځ کې (۱۳۰۰۰) سړی، ښځی او ماشومان یې د کفارو په نامه تر تیغ تیرو کړل څو ثوابونه وګټی او جنت ځان ته تضمین کړی. د دغه وخت د پاریس کشیش پخپل د خاطراتو په دفتر کې یې ثبت کړی دی چې وایې، نن می پخپلو سترګو ولیدل چې حامله دارو ښځو نسونه یې د نیزی په څوکه یې څیړل او واړه واړه ماشومان یې د میندو د نسونو او تاوده غیږ څخه راایستل او بیا یې د لوړو لوړو دیوالو تر شا غورځول تر څو پخپل دی جنایت سره عیسی مسیح راضی کړی.
همدارنګه په همغه پیړیو کې په اروپا کې د حاکم مذهبی واکدارانو له خوا [د عقایدو د څارنی او تفتیش دیوان]جوړ کړی و. دغه دیوان د څو پیړیو په بهیر کې اروپا یې په توره شپه بدله کړی وه. دی شورا د مخالفو عقایدو په تور ډلې ډلې انسانان د اور په لمبو کی سیزل یا به یې په دار ځړول. همدا رنګه په همدی وخت کې په هسپانیه کې د نوموړی دیوان له خوا په یوه ورځ (۱۳۹۱۲) نفره د زندیق یا مرتد په نامه ژوندی په اور کې وسیزل شول.
همدارنګه د منځنیو پیړیو په اوږدو کې په اروپا کې طبیعی او ټولنیزی پوهنیزی څانګی ټولی د سلېنت د مقامونو او کلیساؤ په انحصار کې ؤ. هیچا او هیڅ یو له پوهانو څخه دا اجازه او حق یې نه درلودۍ چې پخپل سر د علمی چارو په اړوند څیړنی وکړی او خپل نظریات وړاندی کړی. که چا په دغسی اعمالو لاس پوری کړی ؤ دغه پوهان د کلیسا د سخت غبرګون سره مخامخ کیدی. --->

16


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40