شماره دوم ، سال یازدهم ، دسمبر 2008


ځانګړو ګټو او موخو په اړوند یعنی له یوی خوا پر اولس باندی د حاکمیت او له بلی خوا د وخت د آزادی بخښوونکو جنبشونو د ټکولو او سرکوبه کولو په غرض لاسونه یې سره یو کړی، یو موټی او په خوله سوی ؤ. دوی تش په نامه یو ډول ځانګړی مذهبی تشریفات یې پر ځای کول، او په اولسونو کې یې ویره اچول تر څو خپل حاکمیت ته په آسانی سره دوام ورکړی.
حضرت عیسی (ع) یو داسی بدلون غوښتونکی شخصیت ؤ چې دغه غیر انسانی اوضاع یې نشو زغملای او اولسونه یې تشویقول چې خپل ټول واک او توان او لګښتونه دی د آسمانی سلطنت په لار کې ولګوی او د جبارانو، ظالمانو، ریاکارانو اشرافو لاسونه او منګلولی دی د اولسونو د ستونی څخه دی لری کړی.
رومی حاکم چې د دغه ډول اندیښنو سره سخت حساسیت درلود او مخالف ؤ او په دی پوه شو چې حضرت عیسی (ع) غواړی چې پر دی ټولنیز وضعیت باندی پاڅون وکړی نو په دسیسو او درغلیو کې لاس پوری کړ. اولس د ناپوهی او د ناخبرتیا له امله د حضرت عیسی د مذهبی او سیاسی نظریات او هیلې یې په پام کې و نه نیول او ملاتړ یې و نه کړ. خو د هغو په خلاف د عیسی پر ضد یې غوغا او شورماشور جوړ کړ. حضرت عیسی د دغه ډول تحریکاتو او شورماشور او غوغا ؤ په وړاندی مقاومت وکړ او خپل سر یې د امپراتور خرافی کړنو او ناپوه او ناخبره کسانو ته تیټ نکړ او په کلک هوډ سره یې همغه ځلانده مشعل یې چې لګولی ؤ روښانه وساته او د ظالمانو حاکمانو د خرافاتو ماڼی یې ولړزوله. همغه ؤ چې په پای کې حضرت عیسی (ع) ۳۰ کلن ؤ بیت المقدس ته راغی او ونیول شو او د شرقی روم حاکمیت مسولو مقاماتو ته تسلیم کړ شو. د بیت المقدس رومی حاکم چې اصلاً د حضرت عیسی (ع) د سیاسی نظریاتو او غوښتو سره مخالف ؤ، نو حضرت عیسی یې دوخت د شرقی امپراتوری، د بتانو مجسمو او په عام توګه د وخت د رواجی مذاهبو او عنعناتو سره د مخالفت په تور ونیول، محاکمه او په پای کې یې و صلیب ته پورته او اعدام یې کړ.
که څه هم د شرقی روم د امپراتوری حاکم پخپل دی ظالمانه او د انسانیت پر ضد جنایت کې بیا هم پاتی راغی او ویې نشو کړای مسیحیت له منځه یوسی او حتی په پای کې د عامه افکارو تر اغیزی لاندی، خبره ودی ځای ته ورسیدله چې د څلورمی میلادی پیړی په اوایلو کې د روم امپراتوری قسطنطنیه (کنستانتین) هم پخپله مسیحیت یې ومانه او د نوموړی د سلطنت په وخت کې مسیحیت د روم د رسمی دین په توګه ومنل شو.
په هر ترتیب د عیسویت دین د حضرت عیسی (ع) په وخت کې، نه، بلکه څلور پیړی تر ده وروسته، د ده د پلویانو له خوا خپور شو. رسول پولیس، لومړنۍ مخکښ سړی ؤ چې د حضرت عیسی (ع) نظریات، افکار یې د وخت د عیسویت د یو شمیر باخبرو راهبانو شاهدانو او ځینو با معلوماتو اشخاصو د قولونو په راټولو او د هغو په سقه کولو سره یې وروسته انجیل تدوین او خپور کړ. تر دی د مخه د انجیل په هکله چا پوره معلومات نه لاره. رسول پولیس پخپله د کلیسا یو لوی با اقتداره پاپ ؤ، چې د عیسویت په خپرولو کې ستره ونډه واخستله. د نوموړی دغه ستره ونډه او ابتکار د دی لپاره ، چې ده غوښت د وخت د نورو حاکمو کلیسا ؤ د پاپانو او نورو رقیبانو او د وخت د حاکم مذهب په وړاندی پاڅون وکړی او عیسویت د بشریت لپاره اعلان کړ، نه د یهودیت لپاره(۵)، په هر ترتیب، نوری فرقی او نوی څانګی منځ ته راغلل چې په دی برخه کې، د کاتولیکانو او پروتستانو تر --->

15


صفحه بعدی***************************** بازگشت به صفحه نخست***************************** صفحه قبلی

به صفحه

1- 2- 3- 4- 5- 6- 7- 8- 9- 10- 11- 12- 13- 14- 15- 16- 17- 18- 19- 20- 21- 22- 23- 24- 25- 26- 27- 28

29- 30- 31- 32- 33- 34- 35- 36- 37- 38- 39- 40