دریمه برخه

د چین، روسیي، هند اړیکې او د امریکا غبرګون

د چین او امریکا اړوند مو په تیرو لکچرونو کې لږ شانته مالومات وړاندي کړي دي. خو د روسیي او هند په اړه به هم لنډ مالومات وړاندي کړو او په پایله کې به د دې هېوادونو تر منځ د اړیکو په متقابل اغیز او په پاي کې د امریکا یا چین د برترۍ په هکله د خپلو موندنو جاج واخلو.

روسیي له میلاد څخه ۸۲۰ کاله د مخه پخوانی دولت درلود چې تر ۱۸ مې پیړۍ ډیر اغیزمن نه ؤ. خو د روسیي د امپراطورۍ او شوروي اتحاد په رامنځته کېدلو نوموړی هېواد د ځواکمن دولت خاوند شو. که څه هم چې د شوروي له ړنګېدو وروسته دا مملکت کمزوری شو خو بیا هم د ۱۷۱۲۵۲۰۰ کیلو متر مربع مساحت په لرلو سره د نړۍ لمړی، د ۱۴۶.۷ میلیون نفوسو په درلودلو د دونیا نهم هېواد بلل کیږي. سړې سر عاید یي 11,62امریکایي ډالر دي. ۱,63تریلیونه پانګه لري چې ۱۱م مقام خپلوي. څرنګه چې زیاتې سیمي یي سړي دي له دې کبله صنعتې هېواد دی او کرهڼه یي ډیره پرمختللي نه ده. ۷۷ په سلو کې نفوس د هېواد په اروپایي برخه کې اوسي.

روسییه او چین دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دي، دواړه د غرب او امریکا په وړاندې د امنیت شورا کې د هغه پلانونو مخه نیسې چې د دوي د ګټو او اغیز ساحو سره په ټکر کې دي. بیلګي یي په سوریه او وینزویلا کې لیدلی شو. مسکو او بیجیګ په شریکه نړۍ کې د امریکا د تسلط او برترۍ پر خلاف مبارزه کوي.

روسییه چین ته تیل، د ډبرو سکاره، لرګې او نور شیان لیږي او په مقابل کې چین هغه هېواد ته ماشین الات، د لیږد وسایط او مصرفي کالي استوي. خو د روسیي په پرتله د امریکا او غرب بازارونه د چیني کالیو خرڅلاؤ له پاره غوره بازارونه ګڼل کیږي. په ۲۰۱۰ کې چین د روسیي پر ځاي جرمني خپل سوداګریز شریک وټاکلو. د ۲۰۱۴ کال نه وروسته روسییه د چین او اسیا خوا ته زیاته نږدې شوي ده. ځکه چې غرب هغه هېواد د اقتصادي بندیزونو سره مخ کړی دی. روسییه د خپلي سوداګرۍ د حجم ۱،۹ سلنه د چین سره تجارت لري او چین بیا له هغه هېواد سره ۱۵ سلنه سوداګرې لري.

د مسکو د اقتصاد پوهنځې ریس سرګې ګرانوف له قوله چې مسکو او بیجینګ دواړه له امریکا ازار ویني نو له دې کبله روسیي ته د اسیا په لور د جهت نیونې مشوره ورکوي. په لمړې سر کې پوتین دا مشوره غوره ونه بلله، خو وروسته هغه د پوتین له خوا د خپل مشورتې بورد غړیتوب ته وبلل شو. ګرانوف وایي چې د مسکو سیاسي شخصیتونه په چین باور نه کوي لیکن د هند، جنوبي کوریا، جاپان او نورو اسیایي هېوادونو سره د اړیکو جوړولو هڅه کوي.

په پوځي ډګر کې چین او روسییه له ۲۰۱۸ کال را په دیخوا همکاري کوي. د وستوک په مانورو کې هر یو هېواد د ۳۰۰۰ په شمیر پوځیانو برخه اخستې وه. چین له روسیي وسله اخلې او خپله هم وسله تولیدوي او سمندرې ځواک ته پراختیا ورکوي. دواړه هېوادونه د خپلې ۴ زره کیلو متره ګډي پولي په اوږدو کې د بیخ بناؤ جوړولو په برخه کې ګډ کار کوي. د ګډ کار پایله کې چین خپلي زیمه وارۍ پوره کوي، خو روسیيه د پیسو د لږوالي له امله له زیمه واریو شاته پاتې کیږي. د بیلګې په توګه د آمو پر سیند چې لیري خټیځ کې دی، د ۲ کیلو متر پل جوړولو چارو کې چین خپله برخه بشپړه کړي خو روسییه ورته د خپلې ونډي د بشپړیدو مبلغ نه لري.

مسکو د بیجینګ سره د اقتصادي همکاریو اړند خبرو کې د پوځي پرستیژ زیاتولو هڅه هم کوي. دواړه هېوادونه د تحریمونو له وجې د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا ته اړ شوي. روسیي له ځانه سره د کریمیي د یو ځاي کولو وروسته یانې ۲۰۱۴ کال کې د شرق لورته د مناسباتو د تقویي په هڅه کې ده. بیجینګ هم له روسیي سره د اقتصادي، پوځي او دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا هڅه کوي.

د ګرباچوف په وخت کې دواړو هېوادونو د ساړه جنګ د دوران ستونزو حلولو ته مخه کړه. د دواړو ملکونو تر منځ په ۱۹۲۱ کال کې چې د چین کمونست ګوند جوړ شو او په ۱۹۴۹ کې یي انقلاب وکړو د مائو او استالین لمړی تړون وشو . د وخت شوروي د چین اقتصاد او پوځ تقویه کولو کې رول درلود. لږ وروسته اړیکې خرابې شوي او په۱۹۹۰ کې یو وار بیا دواړو ملکونو ستراتیژیکې همکارۍپیل کړي.د تجارت، انرژۍ او وسلو په برخه کې راکړي ورکړي زیاتې شوي، په ۱۹۹۲ کې چین له روسيي څخه د ۸،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلي وپیرودلې. روسي مشاورینو خپلو چینایي سیالانو ته د وسلو استعمال او مهارت ښودلو او د تکنالوژۍ په پراختیا کې یي ورسره مرسته کوله. په ۱۹۹۶ کال کې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د جوړیدو ډبره کیښودل شوه او تر نن پورې یي ادامه وکړه. پوتین دا اړیکې نور هم پیاوړي کړل.

کارپوهان وایي، د چین او روسيي ستراتیژیک مشارکت په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې کیږي. د همکارۍ مهم ټکی چین ته د انرژۍ د لیږد مسأله ده چې د تیلو او غازو د نل لیکو په بڼه صورت مومي. چین ته دا نل لیکې ستراتیژیک اهمیت لري او د دواړو هېوادونو د اقتصادي امنیت له پاره زیاته ګټه کوي. له هغه مهاله چې په چین د غرب د وسلو بندیز لګېدلی، د روسي وسلو په لوي خریدار اوښتی.

د هند او چین د اړیکو په هکله

هند د جنوبي اسیا مهم هېواد دی. د ۱،۳۵۲،۶۴۲،۲۸۰ تنه نفوس په لرلو د نړۍ دویم او د ۳،۲۸۷،۲۶۳ کیلو متر مربع مساحت په درلودلو د نړۍ ۷ لوي هېواد دی. سړې سر عاید یي ۹ ډالره او ۲.۹۴ تریلیون ډالر شتمنې لري چې په جهان کې ۵ مقام خپلوي. ۵۵ زره کاله پخوا د هند نیمې وچې ته انسان له افریقا راغی. هند زوړ تاریخ او فرهنګ لري چې له میلاد دمخه ۳۰۰۰ کلونو ته رسیږي. هند د ټبرونو، ژبو، دینونو او فرهنګونو هېواد دی. تر ۱۳ مې پیړۍ هند اکثرن د مسلمانانو، په ۱۵ مه پیړۍ کې د پورتګالیانو او بیا ور سته د انګریزانو تر کنترول لاندې ؤ. په ۱۹۴۷ کې ازاد شو.

هند او چین ۳۵۰۰ کیلو متره شریکه پوله لري. دواړه هېوادونه د همالیا غرونو کې د ګډي پولې دواړو خواؤ ته تاسیسات جوړوي چې یو په بل برترې ولري. هند د چین سره د ګډي پولي شمال ختیځې خوا ته یو هواي ډګر ته سرک غزوي. دلته څه موده وړاندي جګړه هم وشوه، یانې د لداخ ګلوان دره کې د هند ۱۲ تنه پوځیان ووژل شول. له ۲۰ کلونو را په دې خوا هند هڅه کوي دغې هوایي اډې ته سرک تیر کړي چې د اړتیا په وخت کې ورته تجهیزات ورسوي. دا هوایي ډګر ۸ کیلو متره له ګډي پولې لیري دی. د ایستل کېدونکې سرک یوه ځانګړتیا داده چې په یوه سیمه کې د سي پیک اقتصادي دهلیز ته ډیر نږدي دی. د تاسیساتو جوړولو جریان کې دواړو هېوادونو زیانونه لېدلي او یو بل ته په سیمه کې د شک په سترګه ګوري. نو ځکه نښته هر وخت ممکنه ده. غزیدونکی سرک له دولت بیک او لډي تیریږي او دا سیمه له لداخ سره نښلوي. دا سرک ټول کال پرانیستی وي. د هند پوځ له پخوا دې سیمه کې پروت ؤ خو هواي اډه ډیره نه کاریدله او اکمالات به د هوا له لاري کېدل. ځکه د سرک د نشتوالي له وجې د درنو وسایلو وړل راوړل ناشونې وه او دا سیمه به یي د پوځي وسایلو د هدیرې په نامه یادوله. که دا سرک جوړ شي نو هواي اډه به له نورو میدانونو سره ونښلول شي. کار پوهان وایي چې د دې سرک په جوړیدو د پوځي وسایلو لیږد رالیږد اسانیږي. هند پخوا دلته زیات تاسیسات نه جوړول او ویره یي درلودله که جګړه ونښلي د سرک د نه شتون له امله به لیږدول شوي وسلي بیرته د دوي پر خلاف استعمال شي او یا به چین ته پاتې شي. هند په سیمه کې د چین له برلاسۍ اندیښنه لري او چین سیمي ته د تجهیزاتو د لیږلو داسې صحنې ښیي چې په څو ساعتونو کې هدف ته ځان نږدې کولی شي.

هند او چین یو له بل سره سوداګریزې اړیکي پالي. خو د سوداګرۍ کسر یي سږ کال ۴۸.۶۶ بیلیون ډالرو ته کښته شو. چین ته واردات ۱۶.۲۰ بیلیونو ډالرو او صادرات یي ۶۵.۲۶ بیلیون دالرو ته چې ډیر کسر لري رسیږي. له چین څخه دیوالي او نور ډول ساعتونه، د موسیقۍ الات، د لوبو څیزونه، سپورتې شیان، فرنیچر، نیالۍ، پلاستیکونه، برقې سامانونه، اوسپنه او فولادي څیزونه، کیمیاوي سره، منرالونه او فلزات هند ته لیږل کیږي، له دې جملي یو شمیر توکې د چین د مارکیټ له بیو څخه په ټیټ قیمت هغه هېواد ته د کورنې تولید سره د سیالۍ په موخه راوړل کیږي. روان کال کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه له ۲۲۹ میلیون ډالرو څخه ۱۶۳ میلیون ډالرو ته کوزه شوي ده. که څه هم د هند او چین تر منځ د کړکیچ آوازونه خپریږي، خو د چین ګریټوال شرکت د هند یونا ښار کې د موټرو د تولید په برخه کې د پانګونې څه فعالیتونه لري. یانې ګریټوال او د مهاراشترا واکمنو د ۲ بیلیونو او ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګوني هوکړه لیکونه امضا کړي.

د چین او پاکستان اړیکې له ۱۹۵۰ ټینګې شوي، سرحدي شخړي یي په ۱۹۶۳ کې حل کړي، پوځي همکاري په ۱۹۶۶ کې شروع شوه، د داوړو ملکونو ستراتیژیک اتحاد په ۱۹۷۲ کې منځ ته راغی او اقتصادي همکارۍ په ۱۹۷۹ کې پیل شوي. د چین سره اړیکې د پاکستان د بهرنی پالیسۍ عمده برخه جوړوي. د تینانمین میدان د اعتراضونو په خلاف پاکستان او کوبا د چین څنګ کې ودریدل. چین پاکستان ته عصري وسلي ورکوي، د کشمیر موضوع کې د پاکستان د موقف ملاتړ کوي او په مقابل کې پاکستان د سینکیانګ، تبت او تایوان مسألو کې د چین خوا نیسې. د ګوادر بندر له لاري د ازادې سوداګرۍ هوکړه لري. چین د ۱۸,۲۵ بلیون دالرو او پاکستان د ۱,۸۳ بیلون ډالرو صادرات لري. د اسلامي ملکونو او چین تر منځ پاکستان د پل حیثیت لرلی دی. د چین او غرب تر منځ یي د اړیکو جوړولو د اسانچارې رول لوبولی چې په ۱۹۷۲ کې نیکسن د چین دوره وکړه. پاکستان د چین د وسلو د صادراتو ۴۷ سلنه د ځان کړي.

راتلونکې د امریکا یا چین ده د ۳ بحثونو څخه دې پایلي ته رسیږو چې:

امریکا او چین د نړۍ غښتلي اقتصادونه دي، چې د هغې په اثر نړیوال مطرح سیاسي پوځي لوبغاړي هم بلل کیږي. په اسیا پسیفک، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا کې دواړه زبرځواکونه ملاتړي او دوست هېوادونه لري. خو په دې سیمو کې ټول هېوادونه د دواړو ځواکونو په ټلوالو کې نه دي شامل، خو تمایلات یي یو یا بل ځواک ته ډیر دي. هغه هېوادونه چې د چین سره سرحدي یا نوري شخړي لري او له پراختیا یي ویره لري، ورڅخه واټن اخلې. هغوي چې ورسره پیاوړي سوداګریزې اړیکې لري، چین ته د نږدې کېدو هڅه کوي. اوس په سیمه او د نړۍ په کچه چین او روسییه یوه ټلواله لري. په مقابل کې یي امریکا، جاپان، جنوبي کوریا او هند د بلې ټلوالي د تشکیل په درشل کې دي. د روسیي او چین ټلواله د یونیم ملیارد خلکو استازولي کوي. خو امریکا او ټلوالي یي نږدي دوه ملیارده خلک په ځان راټول کړي. چې د چین او روسیي د ټلوالي مجموع ناخالص تولید د ۱۶ تریلیون امریکايي ډالرو او پوځي کلنۍ بودجه یي ۲۸۵ بیلیون ډالرو شاوخوا کې اټکل کیږي. خو امریکا او سیمه ایز انډیوالان یي د ۳۳ تریلیون ډالرو په شاوخوا کې ناخالص تولید او ۹۳۵ بیلیون ډالرو کلنۍ پوځي بودجه لري.

که اوسنیو شرایطو کې وګورو، امریکایي سیمه ایزه ټلواله په اقتصادي، سیاسي او پوځي ډګرونو له مقابلې ټلوالي زیاته مخته ده. ناخالص تولید یي له دوه برابره زیات دی او دفاعي لګښتونه یي دوه نیم برابره زیاتوالی ښیي.

موږ ولیدل چې د چین سره سوداګري، د سیمې د ډیرئ هېوادونو په تیره بیا له هند، روسیي او پاکستان سره د دې دري واړو هېوادونو په زیان ده. ځکه سوداګري یي کسر لري.

چین د هند، روسیي، جاپان، استرالیا او ځینو نورو هېوادونو سره سرحدي شخړي لري چې هغه هېواد ته په نږدې کېدو کې ورسره ګاونډیان ستونزي لري. چین له سرحدي دعوو تیریدلی نه شي، مقابل کې په شخړه ورسره اخته هېوادونه په اسانۍ د چین ادعاؤ ته د تسلیمیدو نیت نه لري.

روسییه د چین د انرژۍ د برابرولو یو ډاډمن هېواد دی، خو چین ته بیا د روسیي په نسبت غرب او امریکا مساعد مارکیټونه دي چې زیات تولیدات ورلیږلی شي.

منځنۍ اسیا ته زیاتې مرستې چین برابري کړي، یانې ۳۰۵ ملیارد امریکایي ډالره، امریکا یوازي ۱۳۰ ملیارد امریکایي ډالر هلته پانګونه کړي، خو د منځنۍ اسیا له پاره د افغانستان له کړکۍ څخه که یو ځل امریکایي مرستې ولیږدول شي، دا معادله سرچپه کیږي.

د افغانستان له پاره د چین او ګاونډیانو ستراتیژۍ منل ډیر اسانه کار نه دی. چین، روسیي، پاکستان او ایران ځکه لږ او یا په نیشت پانګونه وکړه چې هغوئ د امریکا د ځواکونو په شتون کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. ځکه چین په افغانستان کې د پاکستان د خوښي یو دولت غواړي، له دې کبله له طالبانو سره اړیکې پالي چې هغه د پاکستان ستراتیژیکه سیاسي پوځي سرمایه بولي. که د سینکیانګ، تایوان، تبت په باب چین د پاکستان په ننګه ودریږي، د افغانستان په باب د پاکستان د موقف د پلوۍ هیله له چین کوي. روسییه هم په منځنۍ اسیا کې د امریکا پر ځاي عجالتن د چین رول لوبولو ته زړه ښه کوي، نو په دې توګه که چین او روسییه داسې موقفونه ولري افغانستان به څنګه د سیمې زبرځواکونو او هېوادونو ته د مرسته کولو مخ واړوي.

یوازي یوه لار پاتې کیږي، چې د هند، ایران، منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو سره د امریکا او سیمه ایزو ملګرو تر چتر لاندي داسې پالیسې غوره کړي، اساسي تکیه په امریکا او سیمه ایزو متحدینو وکړي او د چین له ټلوالي سره د مناسباتو له خړپړتیا جلوګیري وکړي.

پاي

له انټرنیټي سرچینو څخه نوروهاب څپاند