د افغانستان د ازادۍ، دموکراسۍ، ټولنیز عدالت او د پوهي مشعل دار مرحوم تیمور تاچ له دې پاتېدونکې نړۍ سترګې پټي کړي. ارواښاد د مرحوم برات علي تاچ په علم پروره او د هېواد د زیارکښانو د لارې په مبارزه کورنۍ پورې اړه لرله. ارواښاد تیمور تاچ د خپل پلار په څیر لوړي زده کړي لرلي، د وطن د تاریخ، ټولنیز سیاسي بافت اړوند یي ژوره مطالعه درلودله. هر چیري چې یي زده کړه او کار کړی، خپل خلک یي له یاده نه دې ایستلي. د زده کړو او کار په دوران کې به یي تل د نیستمنو، سواد نه لرونکو، ناروغو، محتاجو او ستونزو کې ګیر شوي خلکو له پاره د حق او عدالت غوښتنه کوله. مرحوم، د هغه والد، وروڼه او د کورنۍ ځینې نور غړي په صداقت او پاک لاسۍ کې مشهور دي. په همدي خاطر په ټولو رژیمونو کې هغه، ورڼو او والد ته یي د هغوئ د پوهي، مهارت او ځواک مطابق دندي نه دي ورکړل شوي او د هغوي له هر اړخیز پوتانسیل نه د وطن او افغاني ټولني په خیر استفاده نه ده شوي. خداي بښلی تیمور تاچ، دهغه والد، وروڼه په زړه سواندۍ خدمت ګذارۍ، ملګرتوب او محبت پالنه کې جوت نوم لري. له ټولو هغو وطنوالو سره چې دوي اړیکې لرلې، د دوي په دوستۍ، ملګرتوب او وطنپالني ویاړي. الله ج دې د تاچ روښانه کورنۍ ټولو ژوندیو غړو په تیره بیا شانور تاچ او همایون تاچ ته سرخرویه اوږده عمرونه ورکړي او پروردګار دې مرحوم تیمور تاچ ته مغفرت وکړي او جنتونه دي نصیب شي. د مرحوم تاچ غمجنه مړینه، د هیریدو نه ده اونه هم د هغه تشه د ډکېدو ده. خو موږ به لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوو چې ارواښاد وبښي، د هغه دردمنې او د غم په ټغر ناستې کورنۍ په سر کې شانور تاچ او همایون تاچ ته د زړه صبر او عوضونه ورکړي. زموږ د زمانې تیمور تاج به هیڅکله د دوستانو او ملګرو هیر نه شي او یاد به یي تل له موږ سره تازه وي. اروا دې ښاده اوسه تیمور تاچ!

انا لله و انا الیه راجعون

نوروهاب څپاند