په ۲۱ مه پیړۍ کې د امریکا متحده ایالاتو.په وړاندي د چین ولسي جمهوریت د یو ستر اقتصادي، سیاسي او پوځي ځواک په څیر را اوچتیدل مهمه پیښه ده. د دې له پاره چې وپوهیږو ، په راتلونکې کې د نړۍ اقتصادي، سیاسي، پوځي مشرتوب به د امریکا یا چین سره وي د دواړو هېوادونو لنډي کتنې ته اړتیا لرو.
د امریکا متحده ایالات؛امریکا ته سره پوستې انډین ۱۵۰۰۰ کاله پخوا له سایبریا څخه ولاړل. په۱۶ مه پیړۍ کې اروپایان هلته ورسیدل او په مستعمراتو جوړولو یي پیل وکړ . د انګلیستان د ۱۳ مستعمرو څخه امریکا جوړه شوه. کله چې د بریتانیا او مستعمراتو تر منځ جګړي ونښتلې، په ۱۷۷۵م کې د امریکا په انقلاب واوښتې او د امریکا خپلواکي په کې اعلان شوه. جګړي تر ۱۷۸۳م پورې ادامه وموندله او امریکا لمړنی هېواد ؤ چې د بریتانیا له استعمار څخه ازاد شو . د صنعتي انقلاب په دوران کې د امریکا اقتصاد زیاته وده وکړه، خو د امریکا او هسپانيي او لمړۍ نړیوالي جګړي د هغه هېواد څخه نړیوال قدرت جوړ کړ .امریکا د ۳۲۸ میلیون نفوسو او ۹.۸۵۷.۳۴۸ کیلو متر مربع مساحت په لرلو سره د نړۍ ۳ لوي هېواد دی. دویمي نړیوالي جګړي امریکا نړیوال زبرځواک او په اتومې مملکت واړولو . کله چې تیر شوروي اتحاد ړنګ شو امریکا د نړۍ د یوازینې زبرځواک څیره خپله کړه. د تولید او وارداتو له لحاظه امریکا د دونیا لمړی ملک او د صادراتو له پلوه د نړۍ دویم ملک او کلنې سړې سر عاید یي ۶۵۰۰۰ ډالره دی. امریکا د ۲۱.۴۲۸ تریلیون ډالرو خاونده ده او د نړۍ ۲۹.۴ سلنه ثروت لري . پوځي لګښتونه یي ۷۲۱.۵ بیلیون ډالرو ته لوړیږي. د بیکاری نرخ یي ۳.۶ سلنه، د کورنې ناخالص تولید وده ۴.۷ سلنه، د فقر کچه ۱۲.۳ سلنه جوړوي او ۲۲ زره ملیار ډالره پورونه لري.
د چین ولسي جمهوریت؛چین د انساني تمدن لرغونی تاریخ لري. شیا لمړۍ شاهي کورنۍ وه چې له میلاد څخه دمخه په ۲۱۰ م کې یي هلته واک درلود. د چه این کورنۍ په ۲۲۱ کې چین متحد کړ . په ۱۹۱۱ م کال کې سونیاتسن د مدرن چین پلار د یو انقلاب له لاري د منچو کورنۍ له واکه لیري او د چین جمهوریت یي جوړ کړ او تر ۱۹۲۱م پورې د ولسمشر او د کومینتانګ جبهې د لارښود په توګه پاتې شو . د شلمي پیړۍ لمړۍ نیمایي کې چین په کورنیو شخړو کې ښکیل شو ، د کومینتانګ او کمونیستانو کشمکش کې کمونیستان بریالي شول او په ۱۳۴۹ کې یي د چین د خلکو ولسي جمهوریت تاسیس کړ.د چین ولسي جمهوریت د ۹.۵۹۶.۹۶۰ کیلو متر مربع مساحت په لرلو څلورم او د ۱.۴۳۰ میلیون نفوسو په لرلو لمړی هېواد دی. سړي سر کلنی عاید یي ۱۹۵۰۴ ډالره دی او د ۱۴.۱۴۰ تریلیون ډالرو په لرلو سره د نړۍ دویم لوي اقتصاد دی. چین لوي واردونکی او صادرونکی ملک دی، د نړۍ لوي پوځ، ستر هوایي سمندري ځواک لري. په اتومې وسله سمبال دی او ۱۷۵ بیلیونه ډالر پوځي بودجه لري. د ودي کچه یي ۶.۱ سلنه، د بیکارۍ نرخ یي ۶.۲۰ سلنه او د فقر کچه یي ۱.۷ سلنه دی.
امریکا په اوسنیو شرایطو کې د چین سره په اسیا کې رقابت کوي، ځکه د پورتنی محاسبې له مخې او د ژبګینو برژینسکې په قول چین دومره اقتصادي او پوځي وړتیا نه لري چې په نړیواله ان د اسیا په کچه امریکا وګواښوي. خو د دې ټولو خبرو تر څنګ غواړم لاندي اندیښنې او هڅې د امریکا او چین د سیالۍ په هکله چې د یو شمیر رسنیو او څیړونکو له خوا وړاندي شوي په لنډ ډول ستاسو په واک کې کیږدم:
چین څه موخې تعقیبوي؟

  • دا هېواد غواړي خپلي سمندري قواوي دومره پیاوړې کړي چې د خپلو جزیرو ( کرې او جاپان جزیرو ) څخه ورواوړي او امریکا د اسیا- پسیفیک څخه وباسي. یانې د زیړ سمندر نه دفاع وکړي چې په هغې کې د چین جنوبي او شرقي سمندرونه شامل دي. د راند او سې اس بې ای د رپوټ له مخې تر ۲۰۲۰ پورې چین، له اسیا پسیفیک څخه د امریکا ایستلو ته لار لټولې وی، په اسیا کې یي خپل حضور زیات کړی وی او د خپلو جزیرو دوه کړۍ یي تر شا پریښودې وی، خو داسې ونه شول.
  • چین په نظر کې لري چې د سیمې او تایوان سره د امریکا معاهدي پاي ته ورسیږي. ځکه دا هېواد نه غواړي چې د سیمې له ملکونو سره د امریکا سوداګریزې اړیکې پاي ومومې بلکه د یوه داسې چاپیریال د جوړولو موخه لري چې د سیمې هېوادونه د چین په وړاندې د اقدام کولو جوګه نه وي. یانې امریکا اصلې شریک نه وي او د چین د تکنولوژۍ شرکتونه د جاپان او جنوبي کوریا له خوا ونه ګواښل شي.
  • د امریکا د نرمې جګړي وتلی نظر ورکوونکی جوزف نایي وایي چې چین غواړي خپل ځواک نرم زیات کړي او د نوموړي هېواد په عمومي دیپلوماسۍ کې هڅه کیږي چې د خپلې ارتقا لوری له سخت ابزارۍ څخه د نرم ابزارۍ لور ته بدلون ورکړي.
  • په نړیوال سیاست کې چین د يو قطبې کېدو پر ځاي د څو قطبې کېدو خبره کوي چې په امریکا ښه نه لګیږي او د ځان له پاره یي یو خبردارۍ بولې.
  • چین وايي له استعمار پرته په یو اقتصادي او پوځي ځواک اوښتونکی دی او هغو هېوادونو او ولسونو ته چې د استعمار په وړاندي یي مبارزه کړي یو ډول تصور ورکوي. له دې کبله یو شمیر شنونکې چین د سیمې داسې ځواک بولې چې سیمه ایز ځواکونه، په تیره هند او امریکا یي په اندیښنه کې اچولې.
  • چین هڅه کوي چې په سیمه کې د لویو ځواکونو سره د اړیکو مثبتو بڼو ته ادامه ورکړي، خو په عین حال کې د منطقي کوچنیو هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې د خپلو سمتګریو او سیمه ایزو خوښه وونو په هکله زیات دقت وکړي.
  • چین د امریکا د سوداګریزو مهارونکو هلو ځلو په وړاندې د یو کمربند او یوي لارې طرح چې په دوه مسیرونو د وریښمو لارې اقتصادي کمربند او د وریښمو سمندرې لار ، غزیږي رامنځ ته کړي. غواړي د نړۍ له ۶۰ زیاتو هېوادونو کې پانګونه وکړي څو د اقتصادي او پوځي ودې په پایله کې د ختیځې اسیا په یو لویۍ غوښتونکې ځواک واوړي.

امریکا کومې موخې لري؟

  • امریکا د اسیا په ختیځ او پسیفیک کې د زیات رول لوبولو او اغیز ښیندلو هوډ لري. ځکه په تیره یوه لسیزه کې د چین لاسته راوړنې د دې سبب شوي چې د امریکا د یو شمیر متحدینو پاملرنه ځانته راوګرځوي. له دې کبله امریکا په جاپان او جنوبي کوریا کې لنګر اچوي.
  • امریکا اسیا پسیفیک کې د هژمونۍ د راڅرګندیدو استعداد وینې، له دې کبله غواړي چې د جاپان او جنوبي کوریا سره د یو مثلث په بڼه اتحاد کې د دغه استعداد د کمېدو هڅه وکړي. په دې خاطر د شمالي کوریا په وړاندې د توکیو او سیول د سل په سلو کې دفاع خبره په خوله راوړي. همدارنګه امریکا کوښښ کوي چې دغه اتحاد ته د هند پښه هم ورو ورو ور دننه کړي.
  • امریکا غواړي له هند یو نړیوال ځواک جوړ کړي، ورسره انډیوالې کوي او د چین د لویۍ غوښتنې په وړاندې ورڅخه د ابزارې ګټې اخیستنې موخه لري.
  • امریکا د چین د سوداګریز ځواک د مهارولو له پاره د بارک اوباما په وخت کې د ترنس – پسیفیک شراکت یا ټې پې پې په نوم طرح جوړه کړه، که څه هم ترمپ له دې طرح ځان په ډډه کړی، خو دا شراکت موخه لري چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له معیارونو ور هغه خوا ازاد تجارت وکړي. یانې ترنس پسیفیک د یو ازاد ګډ بازار قاعده ولري چې له دې لارې ګویا د چین د یو کمربند او یوې لار مخنیوی وشي.

څیړونکې او رسنۍ څه وایي او څه لیکې؟.

  • داسې باور شته چې که چین پوڅي ځواکمن تیا وموندله، امریکا له سیمې ایستلی شي. خو د پوځي نفوذ په پرتله سیاسي اغیز زیاتول ډیره پیچلتیا لري. د بیلګې په توګه که چین برلاسی وي، ایا سیول او کانبیرا به د چین په جنوبي سمندر کې د سینکاکو او دیایو په جزیرو د هغه هېواد واک ومنې؟
  • فکر کیږي چې د چین په وړاندې په سیمه کې له هند پرته بل هېواد نه شي ودریدلی. که امریکا کمزورې هم شي، د چین په مقابل کې د سیمې هېوادونه او خلک پارولی شي. یانې یوازې پوځي زورورتیا هغه هېواد خپلو موخو ته نه شي رسولی.
  • که چین د امریکا کوم سیمه ایز انډیوال هېواد ونیسې، د امریکا کښتۍ غرقې کړي یا د سینکاکو او دیایو جزیرو کنترول تر لاسه کړي، هستوي جګړه نښلې چې چین هم دا نه غواړي.
  • که امریکا د چین سره له سیالۍ تیر شي او چین بیا هم د سیمې د هېوادونو تر مینځ ویره خوره کړي، ښایي منطقه د امریکا یو متوازن حضور ته بیرته زړه ښه کړي.
  • د دې امکان لږ ښکارې چې امریکا دومره کمزورې شي څو د پوځي اتحادیو له لاري چین تر فشار لاندې ونه شي ساتلی او یا هم د سیمې هېوادونه د چین د اقتصادي تحریمونو او یا جګړو له لارې اړ شي، له امریکا لاره بیله کړي.
  • یوه طبیعي لار لکه د دونالد ترمپ پالیسې چې له یو شمیر سیمو خپلې اډي وباسې، کولی شي امریکا له اسیا پسیفیک کډه کولو ته اړ کړي.
  • پوځي اډو ته د یو شمیر ګواښونو له امله ځینې هېوادونه زړه ښه کوي.
  • که امریکا په جاپان او جنوبي کوریا نوي شرایط منل غواړي، چین کولی شي پر ځان د سیمې هېوادونو د راماتولو په موخه ډیري مرستې وکړي.
  • سیاسي انزواګرې ترمپ سپینې ماڼۍ ته دننه کړله. هغه له چین څخه هم یو سوداګریزه وړنه یا برد غوښتلو ، خو چین تیروتنه وکړه، ځکه په سوداګریزه جګړه واوښت . که د امریکا ځان ته کېدل تقویه شوي وی، د چین د پوځي بره کېدو یا برترۍ ته یي ګټه رسوله.
  • که چین په پوځي چارو زیات لګښتونه وکړي، خپلې جیوپولتیک موخې نورې هم کمزوري کوي. له دې کبله یو مهربانه چین امریکا له سیمې ایستلی شي.
  • د سیمه ایزو جنجالونو د چاغولو پر ځاي ښایي چین د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په ښه کولو کې زیات څه تر لاسه کړي.
  • له کومې ورځې چې امریکا په پیونګیانګ فشار زیات کړی، بیجینګ شمالي کوریا ته زیات متوجې شوی دی.
  • زیبګینو برژینسکې وایي چې د چین پوځي وده نه اوس او یا هم وروسته امریکا ته خطر نه پیښوي. د هغه هېواد ځواک سیمه ایز دی، هستوي طاقت یي ویرونکی نه دی، ایدیولوژیک ګواښ نه رامنځته کوي، کمونیستې سیستم یي په یو ډول مالي الیګاریشي اوړي چې نړۍ یي د یوي بیلګې په څیر نه شي منلی.
  • د ټایمز په مجله کې د ډیلې مسؤل استیون ار وایزمن وایي: د چین له ځواک څخه د امریکا اندیښنه او د هند سره اړیکي د واشنګټن او ډیلې د اړیکو چار چوکاټ جوړوي.
  • د ځینو څیړونکو په قول د چین وده د امریکا ګټو ته ګواښ نه دی او د تایوان مسأله له اوږدې چوپ تیا بیا راسپړل لامهال ښکاري.
  • د هند، پاکستان ۵۸، ۶۵ او ۷۱ کلونو دري جګړو د پاکستان اتومې ریکتورونو په جوړولو کې د چین پانګونه جلب کړه چې د هند د اندیښنې سبب شوه او امریکا ته یي لا زیات نږدې کړو .
  • د اسیا په ختیځ کې بریاؤ امریکا او متحدین له ګواښ سره مخامخ کړي. د دې په څنګ کې د غرب او امریکا اقتصادي بحران چین د ودي اوسنۍ کچې ته رسولی دی. دغې مرحلي ته شنونکو د دینګ شیاؤپینګ د سیاست او ستراتیژۍ ( د مړو څراغونو له حرکت ) څخه د تګ ستراتیژۍ ( د بریا تر لاسه کولو د هڅې ) د لیږد نوم ورکړی دی.
  • د چین ودي د سیمې کوچنې لوبغاړي هم په اندیښنه کې اچولې دي. ځکه یاد هېوادونه د خپل ستراتیژیک استقلال دفاع ته اړ کیږي. دوي لږه دفاعي وړتیا لري، نو مخ یي امریکا ته اوړي خو ډیره بیړه نه کوي. د دې له پاره چې د ستراتیژیکې خپلواکۍ لور ته حرکت وکړي، زیاتو وسلو اخیستلو ته اړ کیږي. د ویتنام ۲۰۲ سلنه او د فلیپین ۴۲۶ سلنه د وسلو پیرودلو وده یوه بیلګه ګڼلی شو .
  • د چین په کالیو د نړۍ بازارونه لږ تر لږه ډک شوي او باید د خپل تولید له پاره یا نوي بازارونه ومومې او یا هم کورنیو بازارونو ته محصولات وړاندي کړي. خو کتنو ښودلې چې د چین خلک زیات مبلغ نه مصرفوي او د کالیو خرڅلاؤ د چین په کورنیو بازارونو کې ۳۰ سلنه کښته شوی. د چین د خلکو امنیت او اقتصاد د کالیو په خرڅلاو پوري تړلی دی.
  • چین د کار ډیر ستر انساني ځواک لري، خو نړۍ غواړي په تولید کې د مصنوعې هوش لرونکې رباتونه زیات کړي، چې له یوی خوا د تولید اندازه زیاته او له بلې خوا یي کیفیت لوړ کړي. که دا بهیر ادامه ومومې چین اړ دی یا له نړیوال کچې ټیټ تولید ته غاړه کیږدي او یا یو مقدار انسانې ځواک ته په کور کې د کیناستلو مشوره ورکړي چې به ورته ستر سرخوږی جوړ کړي.
  • د کورونا ویروس د کنترول او درملنې په برخه کې دواړو هېوادونو امریکا او چین د نړۍ د هېوادونو او ولسونو په وړاندي خپلې دندي سمې نه دي سر ته رسولي. دوه ستر اقتصادي ځواکونه ونه توانیدل چې په خپلو کې د همغږۍ له لارې په کوید ۱۹ د اخته نړیوالو لاس نیوی وکړي. له ټولو بده دا چې له خپلو خلکو په کورونا د اخته ناروغانو د حال او تلفاتو رپوټونه پټ ساتې. یو بل ملامتوي او په دغه ستره انسانې فاجعه کې بیا هم ناوړه سیالۍ ته ادامه ورکوي.

پایله دا راوځې چې د چین نړیوال کېدو ته وخت شته، خو د امریکایي سیستم بې نظمیو ته په کتلو ،که حالت د نن په څیر ادامه ولري، امریکا د نړۍ د لارښوونې جوګه کېدلی نه شي.

له انترنیټې سرچینو څخهنوروهاب څپاند
نور بیا