ښاغلی مرتضی دې څښتن تعالی تندرست لري، ده خپله کېسه داسې راته وکړه:
-کله چې د انتخاباتو وخت رانیږدې شو د اولسي جرګې له پاره د کاندیدانو خبره رامنځ ته شوه. له انکارا څخه ویل شوي وو چې هر څوک د وکالت وړ وي کاندید یې کړﺉ، د ګوند په دفتر کې راټول شوو، حمزه دغل وویل: «دوستانو! غواړﺉ چې سپینې، سپیڅلې او بشپړې خپلواکۍ په فضا کې خبرې وکړو او که بیا په خپل منځ کې د چلبازۍ جالونه غوړوﺉ؟» زه د ده په مطلب پوه شوم چې د ابراهیم په وکیل کیدو سره ده ته هم ډګر تشیږي. نوموړی په دې خبره ډاډمن دی چې که ابراهیم په منځ کې نه وي، کیدای شي چې هغه بیا ښاروال شي.
احسان تقاعدي وویل: «هو! باید سمې سیده او ازادې خبرې وکړو، درغلي او تګي ګټه نه لري.»
حمزه د ده خبرې ملاتړ کړې او ویې ویل: «چې داسې ده نو باید دوستان ژمنه وکړي چې کومې خبرې دلته کیږي له ځان سره یې وساتي.»
له ژمنې ورورسته حمزه دغل وویل: «ښه ده یو داسې لار پیدا کړو چې دغه ښار د ابراهیم له لاسه ازاد کړو، ده بی پته ان د شیدو رودونکو کمکیانو حق هم تر خپلې مرۍ تیر کړی دی.»
امین سوداګر وویل: «دا نو څنګه سمې سیده او جوتې خبرې دي؟ موږ ټولو زیار وکیښ او ابراهیم مو د سیال ګوند په وړاندې غښتلی کړ، اوس نو ولې کنځلې ورته کوﺉ؟ ښه ده چې د سیالانو په وړاندې یې ملاتړ وکړو او لانور یې هم غښتلی کړو.»
حمزه په ځواب کې ورته وویل: «زه هم په دې باور یم چې باید په یوه غشي دوې نښې وولو، داسې چې له یوې خوا نوموړی د اولسي جرګې وکیل کړو او له بلې خوا خپله سپینڅلې سیمه د ده له کرغیړنو منګولو څخه خلاصه کړو.»
له ځان سره مې وویل چې: «ورته ګوره! څه دي چې د خپلو ګټو له پاره یې نه کوي؟ لا د مخه یې له ابراهیم سره سلا کړې ده. او کنه نو دومره نر کله دی چې په ابراهیم پسې خبرې وکړي.»
ټولو د حمزه دغل خبرې ومنلې خو یوازې د خدای بنده اسماعیل وویل: «تاسو دا حق نه لرﺉ چې د خپل هیواد په لمن تور داغ ولګوﺉ، ابراهیم چې دلته هر ډول ټګي او برګي کوي زموږ سره یې کوي خو که وکیل شي او انکارا ته ولاړ شي له ټول هیواد سره به چلبازي او درغلي وکړي. زما په اند د وکالت له پاره رضا منشي ډیر وړ سړی دی. ما ورته وویل چې خپله دنده پریږده او ځان دې وکالت ته چمتو کړه، ټول یې پیژنی چې نوموړی د ابراهیم غونډې بې حیا او بیشرم سړی نه دی، پرې یې ږدﺉ چې د خپلې سیمې برم او عزت بیرته پر ځای کړي.»
احسان تقاعدي وویل: «که زما منی د ښوونځي مدیر بهاوالدین به وټاکو، نوموړی تر ټولو پوه دی، لس- پنځلس کاله کیږي چې زموږ ماشومانو ته زده کړې کوي او پر موږ ټولو حق لري، څوک به وي چې بهاوالدین و نه پیژنې او درناوی یې و نه کړي، نوموړی د پاک او سپیڅلي زړه څښتن دی، د ډیرې سپیڅلتیا له کبله یې تر اوسه ځان ته کور هم نه دی اخیستی.»
دم ګړۍ مو د احسان وړاندېز ومنلو. خو حمزه بیا خپلې خبرې داسې پسې کتار کړې: «دوستانو! څوک چې په دومره ستر عمر کې خپل ژوند سمبال نه کړای شي، هغه به د نورو له پاره څه خدمت وکړي؟ هو! دا رښتیا ده چې هغه ډیر ښه سړی دی، خو څه ګټه؟ ټول ژوند یې په کرایې کورونو کې تیر کړ، کوم میراث چې له پلار څخه ورپاتې و هغه یې هم تر خپلې خېټې ځار کړ. دا څنګه کیدای شي چې داسې انسان د وکالت له پاره غوره کړو؟ ابراهیم د مجلس او ډګر سړی دی، په اولسي جرګه کې د ګام په کیښولو سره که زموږ حق د زمری په مرۍ کې هم وي ترې راباسې یې او زموږ ښار به د نړۍ له خاورو، د وړو څخه پاک کړي. ګرانو دوستانو! راځی د خپل کوچني ورور خبرې ومنی، د ابراهیم نوم به ګوندي مرکز ته ورولیږو چې په دې ډول مو هم له ده څخه اوږې سپکې شي او هم مو خپلې سیمې ته ګټه ورسیږي.» احسان تقاعدی وویل چې:”وکیل باید د شرف او ناموس خاوند وي، ابراهیم چې …”
حمزه د ده خبرې پرې کړې او په غوسه یې وویل: «ته په خپلو خبرو کې شرف او ناموس ډیر یادوې، غواړم پوه شم چې ناموس له وکالت سره څه اړه لري؟ زه خو وایم چې که د چا بل کار له لاسه نه کیږي پرې یې ږدﺉ چې غلا وکړي. پخوانیو ویلي دي چې: هره پرانیستي خوله ډوډۍ غواړې، ځوانمرد هغه دی چې هم یې په خپله وخوري او هم یې بل نه ورکړي.»
احسان وویل چې: «سمه ده! خو زه نه پوهیږم چې ته ولي د ابراهیم دومره زیات ملاتړ کوې؟ په داسې حال کې چې د ده له ناوړه کارونو څخه تر اوسه په سلو کې په یوه هم نه یې خبر…»
حمزه بیا د احسان خبرې پرې کړي ویې ویل: «ولې یې ښګېڼې نه یاد وې؟ د چا ماغزه د ابراهیم غوندې کار کوي؟ چا تر اوسه خپلې سیمې ته تر ابراهیم زیاته ګټه رسولې ده؟ په یاد مو دي چې څنګه یې ان د دغه سیمې شګې هم په قراردادیانو باندې خرڅې کړي او ډیر ستر قراردادي یې مجبور کړ چې د وړیا شګو له کبله یې ښاروالۍ ته نهه زره لېرې ورکړې؟»
امین سوداګر چې له حمزه سره هم غږی و وویل: «ښاغلی حمزه رښتیا وایې، باید د ښو کارونو ستاینه وشي، که سم فکر وکړو موږ تر ابراهیم غوره سړی نه لرو. متل دی وایې چې: که مار هر څومره کوږ لاړ شي د سوړې په خوله کې سیخېږي، ژوند هم داسې دی چې باید په ځانګړي وخت کې خپل منځي مخالفتونه یوې خوا ته پریږدو او د ابراهیم له پخوانیو کارونو څخه سترګې پټې کړو او نوي ژمنه ترې واخلو چې له دې وروسته له خپلو کرغیړنو کارونو څخه لاس واخلي.»
بیا یې ماته مخ راواړاوه پوښتنه یې وکړه چې: «څنګه؟ داسې نه ده؟»
ګنس وم، نه پوهیدم چې څه ورته ووایم، کاشکې ابراهیم وکیل وشي خو چې زموږ ډډې ترې سپکې شي، په ځواب کې مې ورته وویل: «د دوستانو او دښمنانو په اند یوازې ابراهیم د وکیل کیدلو وړتیا لري، که تاسو د نوموړي په وړاندې رضا منشي او بهاوالدین کاندید وﺉ دوی ته د ګټې پر ځای زیان رسوﺉ ځکه که ابراهیم پرې خبر شي داسې به یې سرګردان کړي چې د ژوند تر پایه به روغه او خوشاله ورځ و نه ویني، زما خو په دوی باندې زړه سوزیږي چې دغو بې ژبو کسانو څه ګناه کړې ده چې دومره زیات زیانمن شي؟!»
په پای کې مو پریکړه وکړه چې ابراهیم زبوک اولسي جرګې ته ورکاندید کړو خو یوازې احسان تقاعدي دا خبره نه منله غوښتل یې پخپله کاندید شي. ورته ومې ویل چې: «وا وروره! له دغې خبرې لاس واخله، د اولسي جرګې وکیل کیدل خو څه ټوکې نه دي.»
په ځواب کې یې راته وویل: «که هغه ابراهیم زبوک دی، زه هم احسان تقاعدي یم، څه یې چې د وسه کیږي لاس یې خلاص! زه له ډیرې مودې راهسې داسې مهال ته سترګې په لاره وم، نه غواړم له خپلې روا غوښتنې لاس پر سر شم.»
پوه شوم چې نوموړې خبرې بې ګټې دي ځکه مې وویل: «راځي! ابراهیم زبوک ته ورشو که هغه نه غواړې چې کاندید شي نو زموږ ناندرۍ به څه ګټه ولري؟»
احسان تقاعدي نه غوښتل چې په دفتر کې یوازې پاتې شي ویل یې: «ولې ما یوازې پریږدﺉ؟ ابراهیم څوک دی چې تاسو دومره ارزښت ورکوﺉ‏؟ داسې بیشرم درغلګر ګڼې د دومره درناوي وړ دی؟»
د احسان خبرې مې خوښېدې خو که رښتیا ووایم له ابراهیم څخه ډیر زیات ډاریدم. ټول د ابراهیم کور ته ور روان شوو، احسان په مخکې او موږ ورپسې وو. کله چې کور ته ور ورسیدو، احسان جان د یوه اړین کار په پلمه ځان شا ته کړ. څو شیبې وروسته د ابراهیم مور راووتله او له ښه راغلاست وروسته یې وویل: «راځي! خو پام کوﺉ چې ابراهیم په انکارا کې خبرې کوي.» د پښو په ګوتو ورننوتو او ابراهیم د کیناستو اشاره راته وکړه. ده له مخامخ لوري سره ډیرې قارجنې خبرې کولې:
«وروره! استاد ته له سلام ورورسته ووایه چۍ موږ د جومات جوړولو هیت ټاکلی دی چې پیسې راټولې کړي، باید پاتې پیسې یې دولت راکړي. څه شي؟ دوه لکه لېرې؟ درې؟ وا وروره غږ دې لوړ کړه، درې لکه؟ نا نه یې منم، په درې لکه لېرو جومات څنګه جوړیږي؟ له یوه ملیون لېرو چې یوه پیسه هم کمه وي نه یې منم. څه؟ ومومنلې؟ ډیر ښه! له استاد څخه زما له خوا ډیره مننه وکړه…»
له حمزه مې وپوښتل چې: «استاذ څوک دی؟»
-نو په دغه هیواد کې څو استاذان دي؟ هغه لومړی وزیر استاد بولي.
-څه وایې؟ ابراهیم له لومړي وزیر سره دا ډول خبرې کوي؟»
-هو! نو ته څه فکر کوې؟
ابراهیم تر اوسه په تیلفون کې په خبرو لګیا و: «ښاغلیه! غږ دې ښه نه راځي، لږې په لوړ غږ خبرې وکړه. هو! هو! اوس دې غږ ښه شو، د انتخاباتو په هکله وسوسه مه کوﺉ، موږ بریالي کیږو. همدا اوس د اوبو او برښنا وزیر ته تیلفون وکړه زما له خوا سلام وروسته ورته ووایه چې بند غواړم، ښه ده چې د ټاکنو له مخه د بند په جوړولو پیل وکړﺉ. څه شی؟ سل میونه لېرې لګښت لري؟ زه په دومره خبرو نه پوهیږم که پنځه سوه ملیونه لېرې لګښت هم ولري زه غواړم چې په څو راتلونکو ورځو کې یې کار پیل کړﺉ. هو! هو! همداسې ده! زه بند غواړم، بند، څه شی؟ ولې نه کیږي؟…»
امین سوداګر د حمزه غوږ ته خوله ورنیږدې کړه ورو یې ورته وویل چې: «وا زویه! ابراهیم لیونی شوی دی که څنګه؟ زموږ سیند خو اوبه نه لري نو بند د څه شي له پاره جوړ وي؟»
حمزه په ځواب کې ورته وویل: «د اوبو په فکر کې مه اوسه! که ابراهیم وغواړي اوبه هم له بل ځایه ورته راوستلای شي.»
ابراهیم خپلې خبرې لږې په پسته ژبه پسې وغزولې: «ته زما خبرو ته غوږ ونیسه چې زه څه درته وایم، دا څو پر له پسې ورځې د صنایعو وزیر په پیدا کولو پسې سرګردان یم، نه پوهیږم چې چیرته دی؟ اوپه څرنګه مزو، چړچو بوخت دی؟ هاه، هاه، هاه وروره ټوکې کوم، ټوکې. زما له خولې ورته ووایه چې زموږ په سیمه کې له ټاکنو د مخه د یوه چار ځای (فابریکه) جوړول پیل کړي. والله که پوهیږم چې د څه شي چارځای، هر ډول چې وي پروا نه لري خو چې له ټاکنو د مخه یې پیل کړي…»
نه پوهیږم له هغې خوا یې څه ورته وویل، خو ابراهیم ورته په غوسه شو له سپکو، سپورو وروسته یې ورته وویل چې: «دا ډول خبرې زموږ خوږ نه شي ارامولای، زما خبرې ټکي، په ټکي ورته وکړه که تر سره یې نه کړي نو بیا دې له ما څخه هم ګیله نه کوي، پوه شوې؟ د خدای پامان!»
کله چې ده د تیلفون غوږۍ کیښوه په ډیره خوشالۍ یې موږ ته ښه راغلاست ووایه، پرته له دې چې بل چاته د خبرو وار ورکړي ویې ویل: «انکارا ته مې تیلفون کړی و، زموږ د تیلفون سیسټم دومره خراب دی چې که د امامزاده له غونډۍ څخه غږ وروکړو له تیلفوني خبرو یې ښه اوري! د سوداګرۍ وزیر سره مې خبرې کولې، بیچاره ښه سړی دی. نوموړی غواړي دلته یو چارځای جوړ کړي خو په دې شرط چې د ځمکې خاوندان نرخ ور باندې پورته نه کړي. هیله کوم دا خبره له ځان سره پټه وساتي او که نه د یوه متر ځمکې بیه چې اوس دوه لېرې ده، د سترګو په رپ کې به یو متر سلو لېرو ته پورته شي. له یوې- یوې نیمې شیبې چرت وهلو وروسته لکه څه شی چې په ور یاد شوي وي نا څاپه یې احسان تقاعدي ته مخ ورواړاو او ترې ویې پوښتل: «احسان جانه! د ودانیو هاغه بلې څنډې ته ستا ځمکه څو هکتاره ده؟»
احسان په ډیر درناوي ودریده د و کورتۍ ګره یې وتړله او ویې وویل: «عزتمنه! خدای مې دې غاړه نه بند وي لکه چې اویا هکتاره ده.»
-زما په اند ستا ځمکه د چار ځای له پاره تر ټولو په ښه او وړځای کې ده، چې متر یې په سل لېرې درته وپلورم ټولې پیسې یې څومره کیږي؟ څنګه په دغه بیه یې خرڅوې؟!