په دې ليکنه کي دغه موضوعګاني څيړلي شوي دي : تنظيمونه د غربيانو او پاکستان زاړه ياران دي ؛ په افغانستان کي کومي سياسي ډلي منځته راغلي دي؟ خلګو ولي قوندانانو ته رايي ورکړې؟ د انتخاباتو دوديز سيستم له منځه وړل شوۍ و؛ د قومندانانو لخوا د رايو ګټلو نور عوامل؛ قومندانانو د فزيکي او تنظيمي کلتور په زور رايه اخستی ده ؛ ولسي جرګه به د خلګو اجتماعي او اقتصادي ستونځي حل کړلاي شي؟، د کيڼلاسي ملي ډموکراټيک غورځنګ راتلونکي دندي او نور.

تنظيمونه د غربيانو او پاکستان زاړه ياران دي

زيات افغانان فکر کوي چي د بُن د غونډي جوړونکو د افغانستان مسأله د خپلو متحدينو يعنی تنظيمونو او شاه پلويانو په ګډون او ګټه حل کړه . دغه غربی او افغانی متحدين د همکارۍ اوږد تاريخ سره لري . د بيلګې په توګه د ميلادى سنی په اوومه لسيزه كى پاكستان د امريکا د مقاماتو په اجازه د داود خان د جمهورى انقلاب پر ضد افغان بنسټپال تنظيمونه په پاكستان كى حمايه او د هغوى په مرسته يى د افغانستان په ځينو ولسواليو كې نا ارامى جوړه كړه او غوښتل يى د كودتا له لارى د داود خان دولت راوپرزوى، خو د بنسټپالو ټولى هڅى له ناكامۍ سره مخامخ شوى وې . ليكن پر افغانستان د شوروى تر تيرى وروسته، متحده ايالاتو وکولاۍ شوه چې غربی او عربى هيوادونه د شوروى پر ضد په مبارزه كې متحد كړي، همدا ډول يې په پاكستان او افغانستان كې بنسټپالى تنظيمونه او په نړۍ كې د سلګونو بلادينانو په شمول ټول بنسټپالى د مجاهدينو او غازيانو په نامه په افغانستان كې ضد شوروى جګړې ته وهڅول. په دی توګه ، پاكستان د نړۍ د بنسټپالو په اډه او افغانستان د جګړه مارو او وروسته د تروريستانو د روزني په تربيه ځاى واړول شو. كله چې د افغانستان څخه شوروى قواوى ووتلى نوموړو غازيانو او مجاهدينو د نجيب الله د افغانى دولت پر ضد جګړې ته دوام ورکړ. امريكا، اروپايي، عربى او ګاونډيو هيوادونو هم مجاهدينو ته خپلى نظامى او نورى مرستى د پخوا په شان وركولې، خو د څو كلونو لپاره د پاكستانی مقاماتو تر لارښوونى لاندى د نړۍ ټولو بنټپالو او په سلګونو بلادينانو د افغان دولت د وسله والو قواوو په وړاندى ماتى خوړلى، تر څو چى د ډاکټر نجيب الله دولت د داخلى دسيسو له لارى رانسكور او د هيواد چاري په پاكستان كې تشكل شوى تنظيمى دولت ته وسپارلي شوې . وروسته د افغان ملى او تاريخى اردو د منحلولو افتخار د نواز شريف او بنسټپالو په برخه شو.
زيات افغانان همدا ډول عقيده لري چې تر دغه وروسته نو امريكا او نورو لويديځو لويو هيوادونو د خپلى ځانځګړى ستراتژۍ له مخى د افغانستان د خلکو سرنوشت يو له بله دښمنو مجاهدينو او گاونديو هيوادونو، په تيره بيا پاكستان ته وسپاری، تر څو چې په هيواد كې د شوروى ، غربى او گاونډيو هيوادونو له خوا، د مليارډونو ډالرو د وسلو زيرمي په هيواد كې د جګړو له لارى اقلاً لږ كړلي شى . ځكه هغوی او پاکستان پوهيدل، كه دغه وسلې او مهمات د افغانانو په لاس كې وى د هغوى تر لاس لاندى كول به يو مشكل كار وګرزي . د بله پلوه بايد افغانان په دغو جګړو کي دومره ستړى ، بيزاره او خوار كړل شوى واى چې د بهرنيانو لخوا د هيواد اشغال او د ناټو په تيره بيا د امريكا د قواو موجوديت ته پخپله رضا غاړه كيښيږ دي.
خو په نيويارك كى د ٢٠٠١ د سپټمبر پيښه وشوه او متحده ايالاتو د خپل بدل اخستلو په پلمه د نورو غربى هيوادونو سره په ګډه پريكړه وړکړه چى د ملګرو ملتونو په مرسته افغانستان د طالبانو له ستمه او د پاكستان له استعماره وژغورل شى او د دوی لاسته ولويږي .
كله چى د افغان دولت د جوړولو نوبت راورسيدی، نو په بُن کې د نړۍ د لوﺉ ځواک له پروگرام سره سم حكومت جوړ، اصلاحات پيل شول. په مليونو نجونى او هلكان ښوونځيو ته ولاړل، د وسلو ټولولواو بيا جوړونى كار پيل شو. خلکو فكر كاوه چى ژر تر ژره به د خيره سره د هغوى په ژوند كې ښه والى راشى، جګړې به پاى ته ورسولى شي او جنگسالاران به بې وسلې کړل شي ، كارونه به پيدا، او عدالت به بر قراره شي، خو له بده مرغه داسى ونه شول .
خلکو د موقت او انتقالي دولت څخه ښې نتيجې وا نه خستلاى شوې، خو د حامد كرزى هغو وعدو ډير هيله من كړى وه چى د جمهورى رياست لپاره د تبليغاتو په وخت كې يې ويل ، چې د ایتلافى حكوت څخه يې كركه شوې ده او بيا به د تنظيمي ډلو ټپلو سره جوړه ونه كړى، وسلى به ټولوي، د تارياكو مافيا به له منځه وړى، په دولت كې به د فساد پر ضد په كلكه مبارزه كوى او تر ټولو د پام وړ خبره يى دا وه چى د بيا جوړولو پروگرام به سم پلى كوى او د خلکو په ژوند كې به بهبود راولي. خو دغی يوې خبري هم د عمل جامه ونه غوستله .
له همدې كبله و چى خلکو د پارلمان له انتخاباتو سره له لمړى سره چندانى علاقه ونه ښووله او سياسي ډلو مختلف دريځونه خپل کړل .

په افغانستان کې کومی سياسي ډلي موجودي وې؟

پوهيږو چې په تيرو لسيزو كې د يوې خوا د نوموړو او نورو پيښو په بهير كې د بيلابيلو اهدافو لپاره مختلفى او مخالفى سياسي ډلى منځته راغلى وې. د بيلګې په توگه هغه بيلابيل سياسى جريانونه چى د خپلو ځانګړو شرائطو تر اغيزې لاندى يې د طبقاتى مبارزې له لارى د سوسياليستى ټولنى د جوړولو، شوروى او چين پلوى لورۍ نيولۍ و . همدا ډول هغه ډله چې د اروپایى سوسيال ډموكراسۍ د اصولو پر اساس يې په هيواد كې د ډموكراټيك سوسيالیسم جوړولو هيله لرله. دغه د نوموړی مرحلې کيڼلاسی جريانونه وه. د بله پلوه د عيسوی سنې د اوومي لسيزي راهيسی ټول هغه بنسټپال ګوندونه او تنظيمونه چې داود خان د جمهورت، د ډموكراټيكى جمهورۍ او د شوروى ضد جګړو په جريان كې، د غربى لويو او كوچنيو، عربى او ګاونډيو هيوادونو لخوا سياسى، اقتصادي او نظامي مرستي كيدلې، ښی لاسي غرب پلوه سياسي بهير او ډلي وې .
ليكن د بُن په غونډه كې كومه چې د متحده ايالاتو او نوري لويديځي نړۍ لخوا د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندي جوړه شوې وه يوازى د امريكا او نورو غربى هيوادونو افغان متحدين، په عمده توگه تنظيمونه ، مليشې، شاه پلويان او تكنوكراټان شامل وه. په بُُُن کې د څو غونډو په جريان كې د افغانستان ټولي نظامى او امنيتى چارى د متحده ايالاتو او ناټو قواوو او پاتى حكومتى واك د بُن ګډون كونكو يا د بُن ايتلاف ته وسپارل شو.
كه څه هم چې د بُن ايتلاف د مشتركو متحدينو لخوا ملاتړ كيږى، خو په دولت كې د واک پر ويش اختلافونه سره لرى. ليكن د نوموړى اتحاد غړى د خپل لوى متحد د وروستنۍ پريکړى پر ضد نه دريږى او نه دريدلاى شى .
د بُن د اتحاد غړى په عمده توگه پر دوو ډلو ويشلاى شو، لمړى تنظيمونه او مليشې او دوهم شاه پلويان، ټيكنوكراټان او نور. د هغوى له جملې څخه تنظيمونو او مليشو د يو بل پر ضد د كلنو په جريان كې يو د بل سره اتحادونه او انشعابونه، وفاوى او جفاوى كړى دى. د بله پلوه د هر تنظيم غړى هم يو له بله اختلافونه او بيلابيل فراكسيونونه لرى. خو دغه ټول پخوانى اختلافونه او بيلتونونه، هغوى د بُن د ايتلاف په لاسونو كې د هيواد د واك د ساتلو په مساله كې سره متحد كړي دي. مثلاً هغوى د جمهورى رئيس په انتخاباتو كې زيات اختلافونه سره وكړه، خو په پاى يې كې ځانونه پر حاكم او اپوزيشن ډلوسره وويشل.
تر جمهورى انتخاباتو وروسته پاتى كسان هيله لرى چى په ولسى جرگه كې ډير استازى ولرى او د ملى جرګی رياست لاسته وروړى.

خلکو ولي قومندانانو ته رايه وركړه ؟

پوهيږى چې د هر هيواد برخليك په نهایى توگه د خلکو لخوا ټاكل كيږى. مثلاً، په عصرى نړۍ كې د دولت بيلابيلي قواوى لكه پارلمان او اجرائيه قوه د خلکو په رايه ټاكل كيږى. ليكن خلک حتى په امريكا او اروپا كې سياسي مسئلو ته زياته پاملرنه نه كوى، ځكه هغوى د ورځنى ژوند په چارو او فعاليتونو دومره مصروف دي چې سياسي مسئلې يې په ياد هم نه وي. له همدې كبله حتى د نني ورځى د عصری نړۍ په ډموكراسيو كې يو شمير نخبه گان، وتلي كسان يعنى سياسي فعالين او كدرونه په يوه سياسى گوند كې د خلکو د متشكل كولو او هڅولو په چارو كې اساسى رول لوبې، گوندى كدرونه او فعالين پخپل نوبت د خلکو سره په تماس كې وي او هغوى ته په دايمي توګه د خپلو ګوندونو انتخاباتی پروګرامونه (د ګوند مرامونه) توضيح کوي او هغو د خپل ګوند په ګټه رايې ورکولو ته هڅوي. غربی سياست پوهان وايى چې څو زره كسان كولاى شي د مليونو خلکو رايى ته سمت او لورۍ وركړي. دلته به په لنډ ډول د افغانستان په اوسنيو شرائطو كې د نړۍ دغه سياسى تجربه وګورو .
پوهيږو چى متحده ايالاتو د ملگرو ملتونو په مرسته او د بُن د غونډى له لارى د مجاهدينو بيلابيلي ډلي ، پخوانۍ مليشې، او شاه پلوى ټكنو كراټان پر افغانستان مسلط كړل، چى د تيرو څلورو كلونو په بهير كې يې د افغانستان سياسى ، اقتصادى او اجتماعى چاري پخپلو لاسونو كې متمركزی كړي وې .که څه هم چې په هيواد کې نسبي سوله ټينګه او ځني ريفورمونه هم منځته راغلل ، خو له بده مرغه په دغه جريان کې پر ټول افغانستان پخوانى تنظيمي قومندانان او مليشې بيا مسلطى كړلى شوې .د تارياكو توليد له ٣٨ ټنو څخه ٤٨٠٠ زرو ټنو ته ورسيدۍ او له دې لارى د كاله په مليارډونو ډالره مالى منبع د نوى مافيا او جنگسالارنو په لاس كې ولويدله، په نتيجه كې قومندانانو د غربيانو په اصطلاح نظامى يونيفورم ليرى او د سياستمدارۍ كالى يې واغوستل. كله چې د انتخاباتو وخت راورسيدۍ په ټول افغانستان، كابل ، ولايتونو، ولسواليو او كليو كې سياسى، اجتماعى او اقتصادى واك د همدې قومندانانو، جنگسالاران، او تنظيمونو په لاسونو كې و، هغه فعالي سياسى ډلي چى د انتخاباتو لپاره فزيکي زور، مساعد شخصيتونه او كانديدان ، صلاحيت، تبليغاتى او نقلياتى وسایل، پيسې، ډوډۍ او نور لري همدغه پر ټولنه مسلط قوت دى. په هر محل كې يوازى هغوى كولاى شول چى “هر ډول كانديد” د خپلو وسله والو او غير وسله والو ډلو، پيسو، ميلمستياو ، تبليغ، تهديد، نفوذ، زور او رضاء په مرسته، د يو شمير پلويانو، قوميانو او ډلو په رايو بريالتوب ته ورسوي. همداسي وشوه د بُن د ايتلاف د جوړونکو او عملي کونکو پلان همدا ؤ او عملي يې کړاي شو، نوش جان دى يې سى .

د قومندانانو لخوا د رايو ګټلولو نور عوامل

دغه چاره تر ويلو شوو اساسي علتونو سربيره نور عوامل هم لرل، چې عمده يې په لاندي ډول دي:
١- د انتخاباتو اوسنى سيسټم له پخوانى دوديز او مروج سيسټم سره توپير درلود، چې افغانان هيڅ نه وه ورسره اشنا. په دغه كې به چل و يا نه خو په انتخاباتو كې يې د زياتو رايو وركونكو مخه ونيوله. ځكه پخوا د كانديدانو شمير پر ولايتونو، ولسواليوو او ښارونو ويشل كيدۍ. مثلاً په ښارونو او هره ولسوالى كې ټاكلى شمير كسان كانديد كيدل، يعنى هرى ولسوالی اوښار خپل كانديد درلود، كوم چى خلکو د كلونو راهيسى د پلار او نيكه څخه نيولی د هغوی تر شخصی خوي او خاصيت پورى پيژندل. دغه ډول دوديزو انتخاباتو زياتى ګټي لرلې. د بيلګې په توگه لمړى، دهرى ولسوالى زيات شمير مستحق رايه وركونكى رايى وركولو ته تشويقيدل، هر کانديد او د هغه پلويانو خپل، اشنايان خپلوان او پلويان رايى وركولو ته هڅول. د بله پلوه هر كانديد پوهيدی چې په مستقیمه توگه د خپلى ولسوالۍ يا ښار او د خپلو شاو خوا كليو د اشنا خلکو لخوا رايه وركوله كيږى. نو يې له هغوى سره تل مستقیمى اړيكى ټينګولې، هغوى يى په اطمینان سره پخپل چلند او ټاكلو وعدو د ځان په ګټه رايى وركولو ته هڅول. كله چى به يو كانديد بريالى شو، نو به پخپله ولسوالى يا ښار كې په كاراخته و او خپلو خلکو ته به يى د وركړه شوو وعدو په اړه د مسوليت احساس كاوه .
ليكن په دغو انتخاباتو كې چې دخارجيانو لخوا پلان شوي وه، كانديد د نامعلومو كسانو په رايه د يوه ولايت په عمومى رايو ټاكل كيږى، ځكه نو څوك ښه نه پوهيږى، څوك د چا په رايه كاميابه شوی دۍ، په نتيجه کې د رايي ورکونکو او کانديدانو تر منځ مستقیمی اړيکي له منځه تللي وې. امكان لرى چى د عمومى را يو د كموالى يو عمده علت به همدا و .
د بله پلوه په دغه ډول انتخاباتو كې يو مشهور كانديد هر څوك پيژنى اود يوې ولسوالۍ يوخوار، بی تنظيمه، بی رتبې او بې مقامه كس يوازي پخپله ولسوالۍ کې پيژندل کيدلاي شي، خو يو وزير، لوي قومندان او تنظيمي مشر هرڅوک پيژنى. طبعى خبره ده چى د ناپيژندلى كسانو رايى هم مشهورو کسانو ته وركولى كيدلاي شي .
٢- نا متناسب انتخاباتى سيسټم ټاكل شوی دی. مختلف هيوادونه د انتخاباتو له بيلابيلو سيسټمونو څخه استفاده كوى. مثلاً ډيك ليونارډ ” په برتانيه كې د نننۍ ورځى انتخابات” د كتاب په ٢٣٤ مخ كى ليكى:”په نړۍ كې ٣٨ ډيرى ټينگى ډموكراسۍ موجودى دى ، كومي چې تر دوو سو زرو زيات نفوس لرى. لاندني ليست د نوموړو هيوادونو انتخاباتى سيسټمونه بيانوى:
انډوليز سيسټم (Plurality system ):
١-متحده ايالات، ٢-برتانيا، ٣-بوتسوانا، ۴-کاناډا ٥-هندوستان،٦-جاميكا، ٧-جاپان، ٨-نيو زلينډ، ٩-پاپوا نيو گينى، ١٠-د سولودن جزيرې،١١-ټرينيډاډ او ټوباګو ١٢-بوهيميا او ١٣-باربايوساو.(افغانستان هم په دغه ډله کي راځي –ليکونکۍ)
اكثريتى سيسټم (Majoritiaren system):
١-اسټرليا، ٢-فرانسه
تناسبى سيسټم Proportional system:
١_اوتريش ،٢_ بيلجيم،٣_ كولمبيا، ٤_كوسټاريكا، ٥_ قبريس،٦_ ډنمارك، ٧_ د ډومينيكا جمهورى،٨_ ايكوا ډور، ٩_ فينلينډ، ١٠_جرمنى، ١١_ يونان ، ١٢_ ايسلينډ، ١٣_ د ايرلينډ جمهورى،١٤_اسرايل،١٥_ايټاليا، ١٦_ لوگزامبورگ ١٧_ هالنډ، ١٨_ ناروى ، ١٩_ پورتگال، ٢٠_هسپانيه،٢١ _ سويډن ٢٢_سويډزرلينډ، ٢٣_وينيزويلا
ليدل كيږى چې د غربى اروپا زياتره هيوادونه له متناسب سيسټم څخه ګټه اخلي .
د اروپايى هيوادونو خلکو د انتخاباتو دغه سيسټم د وړو گروپونو، گوندونو، ملى، مذهبى او لسانى اقلیتونو په گټه موندلۍ دۍ. د متناسب سيسټم يو تعريف په لاندى ډول دى،”د متناسب انتخاباتى سيسټم له لارى داسى مقننه قوه منځته راځى چې د نماينده گانو چوكى يى له هغو رايو سره متناسب وى، كومى چې د هر گوند د پلويانو لخوا په صندوق كې اچولى شوى وى” “انتركارتا دائرة المعارف “
د اروپا د زياترو هيوادونو خلک د پيړيو په بهير كې د خپلو تجربو له مخى پوهيدلى دى چې لوى گوندونه او مسلط ملتونه د انتخاباتو د تناسبي سيسټم سره مخالفت کوي. په نتيجه کې د خلکو پراخي پرګنې په انتخاباتو کې برخه نه اخلي، ځکه د كار، تعليم، روغتيا او شتو څخه محروم او تر ملى مذهبى ستم لاندى خلک او د هغوى واړه گوندونه، د لويو گوندونو له برياليتوبونو سره علاقه نه لرى. نو په هغو انتخاباتو كې ګډون نه كوى چې ګټه يى لويو گوندونو ته رسيږى، خو په متناسب سيسټم كې د ټولنى ټوله قشرونه، طبقې او تر ټولو خوار مستحقين په انتخاباتو كې برخه اخلى. ځكه زياتره له هغوى څخه د بډايو طبقو، مسلطو ملتونو، مذهبونو او ژبو له تسلط څخه زيان ويني او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره وړو گوندونو ته رايه وركوى. نو متناسب سيسټم په انتخاباتو كې د زياتو خلکو د پراخى برخى اخستنى زمينه مساعدوى.
له دي كبله ويلاى شو، هغه انتخاباتي سيسټم د خلکو په ګټه دى چې په هغه كې د خلکو د پراخي برخى اخستنى زمينه مساعده شوى وى، ځكه نو په هغو هيوادونو كې چې لوى گوندونه مسلط وى رايى وركونكى د هغوى تر منځ ويشل شوى وى، په ځنو حالاتو كې دكاميابى لپاره لازمى رايى حتى د مستحقينو د رايو اكثريت هم نه جوړوى، مثلاً په انډوليز سيسټم كې هغه كانديد كاميابه ګڼل كيږى چې تر خپل مخالف كانديد يى يوه رايه هم زياته وړى وى، دغه مهمه نه ده چي ګټونکۍ د ټولو مستحقانو د رايو اكثريت جوړوى يا نه. په حقيقت كې كانديد د يوه اقليت په رايه په مقننه قوه كى چوکۍ اشغالوی.

قومندانانو د فزيکي تنظيمي او کلتور په زور رايه اخستی ده

د دې موضوع د روښانولو لپاره به د سياسي زور په اړه څو څرګندوني وړاندي شي. پوهيږو چي سياست يو فعاليت دى چى په يوه ټولنه كې د ټولنى لپاره تر سره كيږى، نو سياسى فعاليت د خلکو مشترك او په ميراثى توگه دسته جمعى او ګډ كار دى، سياسى فعاليت په يوه ټولنه كې په دولت، محلى مقامونو، صنفى اتحاديو، تجارت، كسب و كار، دينى موسسو، دولتى ادارو كورنيو او نورو كې تر سره كيږى. نو له دى كبله هغسى چې فكر كيږى سياست يوازى د دولت په دننه كې يو فعاليت نه دى، بلكى هره موسسه خپل سياست لرى، مثلاً د كورنۍ سياست، د مغازې سياست، د كوپراتيف سياست، او نور. خو دا خبره څرگنده ده چې په دولت كې سياسى فعاليت تر نورو سياسى فعاليتونو زيات مهم دى او دا مساله هم روښانه ده چې دولت دغه زور لرى، د نورو سازمانو سياسى فعاليت هم تنظيم كړى .
همدا ډول څرنگه چې سياست په ټولنه كې او د ټولنى لپاره پريكړى كول او د هغوۍ، عملى كول دى، نو په سياست كې زور ته اړتيا پيدا كيږي. ځكه په سياست كې بايد پريكړه تر سره او پلى کړله شى، نو بايد يو داسى څوك وى، ټولنه دې نتيجې ته ورسوى چى د يوې مسالې په اړه بايد پريكړه وشى، خو پريكړى تر زور پرته نه كيدلاي او نه عملى كيداي شى ليکن په سياست كې زور تر زوره پوري ډير توپير سره لرى. په سياست كې زور درى شكلونه لرى. لمړی، فزيكى زور لكه امنيتى قوتونه، زندان او نور. دوهم ، د دود او رواج زور او دريم د بيلو موسسو زور دۍ .
فزيكى زور څرګند دۍ، خو د رواجونو او موسسو زور څرنگه وى؟ د بشر د تاريخ په اوږدو كې خلک او دهغوى سياستمداران په عمل كې پوهيدلى دى چې د پريكړو كولو او پلى كولو لپاره تر فزيكى زور د دود او موسسو زور زيات اغيزمن دی، له دې كبله په سياست كې د عنعنې او دود زور عمده رول لوبوى، همدا ډول د زور بله د پام وړ سرچينه موسسې دى چى د پريكړى له عملى كولو سره مرسته كوى . دود او موسسې د پريكړى د عملى كول تضمينونكى دى. د جرګې له لارى د محلى، سيمه ييزو حتا ملى ستونزو او مسالو حلول د بشر د ابتدايى ډموكراسيو دود او عنعنه ده، دغه دنړۍ په ځنو سيمو كې تر ننى ورځي پورى ادامه موندلې ده ، په افغانستان كې څو لسيزى پخوا هم په ځنو سيمو كې د خلکو تر منځ د حقوقي او جزايي مسالوحلولو لپاره حكومتى اورگانو ته مراجعه نه كيدله، ټوله مسالې او مشكلات د جرگو له لارى حليدلې، په جرگه كۍ فزيكى زور نه چليږى. پليس، عسكر او زندان نشته او د طرفينو تر منځ د كلى، محل يا سيمى د خلکو غونډه د ستونزى د حلولو لپاره په اكثريت پريكړه كوى، دغه پريكړه حتى تر حكومتى او قضايى پريكړو په ښه توگه او پخپله خوښه پلى كيدلې. لیدل کیږی چې د جرګې لخوا د ستونزو حلول يو دود او جرگه يوه موسسه ده، ويلاي شو چى په سياست كې د عنعنو او دودونو زور عمده رول لوبوى .
قومندانان د تنظيمي کلتور په زور رايي واخستلې. نن افغاستان په زياتو ساحو کې دتنظيمونو دود او کلتور مسلط دی په هغه کې د عمومی افغانی دود او کلتور پر ځاي تنطيمی دود عمده رول لری. په جرئت ويلاي شو چي په انتخاباتو د يوه تنظيم غړي د خپل تنظيمي دود له مخي تر خپل کانديد پرته بل چاته رايه نه شي ورکولاي، ځکه بل چا ته رايه ورکول به داسي مانا ولري لکه د يوه تنظيم غړۍ چې د خپل تنظيمي حريف ته د جنګ غنيمت يا خپل توپک ورکړي . دغه کار به دده د دود او باور سره مخالف کار وي . مثلاٌ غير قابل تصور کار دی چې د يوه تنظيم غړي به د بل تنظيم کانديد ته رايه ورکړي وي. په تنظيمونو کې تر ټولو عمده دودونه قومپالنه، تنظيمپالنه او ډلپالنه ده. ځګه نو ويلاي شو چې قومندان او نور دغه شان مشران د خپل تنظيم دغړو او د هغوي د پلويانو به رايه کاميابه شوی دی چې په هغوي کې د عمومي ملي ګټو پرځاي تنظيمي او قومي ګټي په نظرکې نيولي شوي دي. دغه رايه ځکه په زور اخستله شوې ده چي د رايۍ ورکونکي د تنطيمي دود په زور د خپل باور له مخي مجبوره شوی دی چې د ملي ګټو پر ځاي تنظيمي ګټي په نظر کې ونيسي .
دغه د ملي او ډموکراټيکو ګوندونو له رايي ورکولو سره مشابه کار ښکاري، ځکه هغوي هم خپل کانديد ته رايه ورکوي، خو د تنظيم او وسله والي ډلي له رايي سره يې اساسي توپير دادی چې وسله وال او د هغوی پلوي په هيواد کې د تنظيمونو او وسله والو ډلو له دود او فرهنګ له مخي رايي ورکوي اود ډموکراټيک جنبش غړي د ډموکراسۍ د نوي دود او فرهنګ پر اساس رايه ورکوي، چې د ملي ګټو مخالف کار نه دۍ، او د بله پلوه د دغو ګوندونو غړي د يوه قوم منسوبين نه بلکه د بيلابيلو قومونو خلک يي غړي وي.

پارلمان به د خلګو اجتماعي او اقتصادي ستونځي حل کړلاي شي؟

دغه کار هغه وخت امکان لري که په پارلمان کې يو داسي اکثريت منځته راشي چې د قومندانانو او جنګسالارانو تر نفوذ لاندي نه وي، خو دغه يو مشکل کار ښکاري، ځکه پوهيږو چې پارلمان يوه سياسي موسسه ده، نو به خامخا د ټولني سياسي -اجتماعي وضعه انعکاس پکښي مومي . څرنګه چې زموږ پرهيواد داسي سياسي ډلي مسلطي دي چي زياترو يې د خپل واک د ساحي د پراخولو لپاره پر خلکو راکټونه اورولي دي او د خپلو تنظيمو تر منځ يی جهادونه سره کړي، يو تر بله يی وژلي او په سرونو کي يی ميخونه سره ټکوهلي دي، په خاصه توګه هغه وخت چې د طالبانو تر سقوط وروسته بيا پر هيواد مسلط شول، وليدل شوه چې په هيواد کې بې امنيتۍ، ترور، د بشر پر حقوقو تيری ادامه وموندله او د نشه يي موادو توليد او قاچاق بيا خپل اوج ته رسيدی، په دولت کې فساد، د بهرنيو مرستو له پيسو څخه سؤاستفاده او نورو داسي کارونو دوام وکړ، ځکه نو له دغو کسانو څخه د خلکو د ژوند د بهبود او د خلکو په ګټه د کار توقع نشي کيدلاي. هو، يو کار کولاي شي چې د دولت د هر ډول وړانديز پر ضد په هفتو بحث وکړي . د پارلمان اکثريت به د ډموکراسۍ تمثيل او اپوزيشن به د مخالف رول ولوبوي. امکان لري د ولسې جرګې اکثريت چې ښايي واګي به يی د کوم پخواني تنظيم د مشر په لاس وي د حکومت په دريځ ودريږي. په پارلمان کې به بحثونه، مخالفتونه او توافقونه وشي، خو دغه ټول به د بُن د ايتلاف د ښی لاسو او کيڼ لاسو ډرامه وي .
په پارلمان کې به د ملي او ډموکراټيک نهضت محدود استازي او نور مستقل ملي او وطني شخصيتونه هغه وخت مثبت رول ولوبولاي شي چې دوي هم په ولسي جرګه کې يو متحد پارلماني ګروپ جوړ کړي . خداي (ج) دي توان ورکړي …

د کيڼلاسي ملي ډموکراټيک غورځنګ راتلونکي دندي

و لوستل شوه چي د بٌن ايتلاف د ټولو ويل شوو عواملو په مرسته د ولسي جرګې حاکم او اپوزيشن دريځونه تر لاسه کړل، خو دغه مساله بايد روښانه کړوچې خلګ هغه وخت په يوه سياسي او اجتماعي عمل لاس پوري کوي چې پر ګټوروالي يی باور پيدا کړي. ځکه نو بايد ملي روښانفکران په خپلو غړو او د هغوۍ له لاری په ولسونو کې د خلکو پر دغه وجيزه باور پيدا کړي چي وايي ” د خلکو زور د خداي زور دۍ” يعني که د خلکو اراده متحده کړله شي معجزه ډوله کارونه کولاي شي. له دغي خبري څخه لاندنی نتيجه اخستلاي شو. پوهيږو چې د افغانستان ټولو روښانفکرانو د زياتو قربانيو په ورکولو سره د څه د پاسه څلورو لسيزو په بهير کې له سياست سره بې علاقې کسان سياست ته وهڅول، نن نارينه او ښځي غواړي چې د خپل ژوند د سوکالۍ، د هيواد د آبادۍ او د خلکو د سر لوړۍ لپاره په سياست کې فعاله برخه واخلي، خو خلکو د بيلابيلو عواملو له کبله د خپل کار له محصول ( په سياست کې د خلکو د برخي اخستلو نوي کلتور) څخه ګټه وانه خستلاي شوه، د بيلګې په توګه، که هيواد د باغ او مستحقين کوم چې د رايي ورکولو په مقصد يی خپل ځانونه راجسټر کړي وه ددغه باغ د محصول سره تشبه کړو، نو ددې فصل يوه دريمه محصول په عمده توګه هغو کسانو واخستۍ چي ځنو يې د دريو لسيزو او زياتو نورو يې د څو کلونو راهيسي ثابته کړې ده چې د خلګو په غم غمجن نه دي او د فصل نيژدې دوې دريمي رايي، د ملي ډموکراټيک غورځنګ د بې باکۍ او بې وسۍ له کبله اوبو او باد يو وړ. يعنی د هغو مستحقانو رايې ضایع شوې چې په انتخاباتو کې يې برخه نه وه اخستې، که نوموړي جنبش دغه خبره پخوا درک کړې واي، د خپلو شخصي او ګروپي تعصبونو څخه تير شوي واي نو به يی نن له دغه تيار فصل څخه خپله ونډه اخستې واي. يعني د کيڼلاسي ملي ډموکراټيک جنبش د څو لسيزو د کار نتیجه هغو کسانو يو وړه چې نه اوس او نه هيڅ وخت يې پر ډموکراسۍ باور نه درلود.
ليدل کيږي چې نيژدې د دوولسوميليونو مستحقينو له جملې څخه يوازي څلورو مليونو مستحقينو رايي ورکړې ده او پاتي اتو میليونو په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې، که فرض کړو چې زما ټولي احصائيې غلطي وی اوحتا پنځوس په سلو کې مستحقينو په انتخاباتو کې ګډون کړی وي نو بيا هم د کيڼلاسي ملي ډموکراټيک جنبش لپاره شپږ میليونه نور مستحقين موجود وه چې رايې ورکولو ته هڅول کيدلاي او رايي ځني اخستل کيدلاي شوې. دغه مساله روښانه ده، خو وخت له لاسه وتلۍ دۍ. ليکن ژوند او مبارزه ادامه لري، کيڼلاسی ملي او ډموکراټيک جريانونه بايد له دغي بې وسۍ څخه تجربه واخلي او هر څومره چي ژرکيدلاي شي په يوه ګوند او يا يوه اتحاد کې سره متحد شي.