زما دښمنې ستا تر دوستي ښه ده

ګران لوستونکې به په لاندی کیسه کې د لیوه چې یو وحشي او سپی چې کورنۍ حیوان دی، ترمنځ خبری اتری او د زړه خواله ولولې. لومړی خو دا خبره د منلو نده ځکه چې حقیقت نلری. په دی مانا چې حیوانات پخپلو منځو کې خبری او د زړه خواله نشی کولای. خو دلته موضوع په فرضی او تخیلی توګه په نظر کې نیول شوی دی، چې دغه حیوانات په دغه مهال کې پخپل منځ کې خبری کوی. که چیری دوی خبری و نکړی د کیسی هدف نه څرګندیږی او مفهوم نه پیدا کوی، نو موضوع نه روښانه کیږی. په دی وجه کیسه جالبه او په زړه پوری نه راځی. بنا پر دی ضرورت، په هنری لیکونو کې هم تخیل او هم حقیقت دواړه یوځای راتلای شی او دا مجاز او روا کار دی. دلته هدف یوازی او یوازی د موضوع روښانه کول او د هغه په باب د اړینو توضیحاتو ورکول دی. تر څو سمه او ځلانده نتیجه ځنی واخستله شی. په لاندی کیسه کې چې وړاندی کیږی مطلب همدارنګه دی. هیله ده چې خوښ موشی.


لا تیاره ګهیځ دی. د منې سهرنۍ سوړ باد الوزی او هوايی سړه کړی ده. شپونکی خپله رمه د ګاشی څخه راوباسی او د څړ لپاره بیدیا او د غره لمنی وخواته يې شړی او ورو ورو و هغی خواته يې بیايی. رمه د دغه پیل څخه په بیدیا او ورشوکې څړ کوی او و همغی خواته خوځیږی. شپونکی کله د رمی په منځ او کله په پای کې څارنه کوی او خپل شپیلی ږغوی. د ګهیځ پرمهال دغه شپیلی ځانله خوند او کیفیت لری. پوونده عموماً د خپلو رمو د ساتلو لپاره غټ او غښتلی سپی ساتی. دغه شپونکی هم یو غټ او ګیرند پسی له ځان سره لری چې د رمی په شاوخوا ګرځی.
په دغه موسم کې د هوا د تغییر له امله په تیره د ګهیځ پر مهال چې هوا سړه ده، تل او ګرد او غبار وی او شاوخوا ښه نه لیدل کیږی. آن تر دی حده کله کله به داسی سو چې شپونکی خپل پسونه يې نه لیدل. په دغسی حالاتو کې عموماً لیوان خولی اچوی. دلته هم داسی پیښه وسوه چې کله په یوه ورځ او کله به دوی ورځی بعد یو لیوه ځان په رمه کې اچوی او یویو پسه وړی او خوری يې. شپونکی د خپل سپی سره چې هر څه کوی د لیوه مخه نشی بندولای. شپونکی ډیر هڅی وکړی چې خپله رمه د لیوه د شره څخه وژغوری خو بریالی نشو. سپی ډیر هوښیار او با پاسه حیوان دی. سپی د شامعی قوی او تیز حس لری او په بوی هرڅه پیدا کولی شی. په یوه ورځ کې چې شپاڼه خپله رمه د غره و ډډی ته خیژوله، ناڅاپه سپی ډیر ناکراره سو، یوی خوا او بلی خواته يې منډی راپیل کړی، یو ځای او بل ځای بویوی. په پای کې سپی د غره په یوه شیلی کې وړاندی ولاړی او لږ لوړ د غره په کمره کې د لیوه غار پیدا کوی او ورننوزی که ګوری چې لیوه په غار کې آرام پروت دی.
سپی چې ولیوه ته تیار ډک توپک ؤ په قهرجنه لهجه ورته وویل:
«ته په کوم حق او کوم جرأت هره ورځ په پټه راځی او ځان په رمه کې وهی؟ دا بی آزاره، بی وزله او مظلوم پسونه ترنده وی، ویروی يې او یو یو ځنی پورته کوی او تښتوی يې او بیا يې خوری؟ ته د لوی خدای د قهر او غضب څخه نه ویریږی؟ ای لوی بی رحمه جنایت کاره! آخر دغو بی ګناهو څه کړی دی چې ته د دوی برخلیک د نابودۍ سره مخامخ کوی؟ ای ظالمه جفا کاره ته څه د انصاف او ترحم وجدان لری او که يې نه لری؟ ته پخپل وجود د دغو وینو تویولو د درد احساس کوی او که يې نه کوی؟ لږ غور وکړه! که څوک ستا په حق کې همداسی وکړی ته به څرنګه واوسی؟…» په دی توګه څه چې د سپی زده وه په خوله يې راتله ولیوه ته يې وکړی او په اصطلاح خپل زړه يې پر تش کړ. د سپی د خبرو نه وروسته لیوه په ځیر ځیرو سپی ته وکتل او په سړه سینه يې ورته وویل:
« تقدیر زه داسی پیدا کړی یم. دا زما خوی او طبیعی خصلت دی. کله چې وږی شم د خپلی دی کورګی نه بهر راوزم او ځانله ښکار لټوم. هر څه چې مې په مخه راشی ښکاروم يې او خورم يې. زه د چا څخه تمه نلرم. دغه زما د ژوند لار ده. زه د ژوند بله لار نلرم. زه د ژوندی پاتی کیدو لپاره حق او حقوق لرم. زه د بل چا حق نه خورم. زه د سبا لپاره ذخیری نه جوړوم. زه شوکمار نه یم. زه ټګی او درغلی نه کوم. که زه موړ اوسم او وږی ونه اوسم، بیا زما ضرر وهیچا ته نه رسیږی.»
«که ستا څښتن ما ظالم، جنایتکاره او بی رحمه بولی او زما د ظلم، جنایتونو او بی رحمیو څخه چیغی او فریادونه کوی، نو ولی دی پخپله هره ورځ که موړ او که وږی وی دا بی آزاره پسونه وژنی او د دوی وینه تویوی او د اور په سرو لمبو کې ورته وی او خوری؟ ایا ته دا ګمان کوی چې ستا څښتن د دی بی آزاره حیواناتو سره خدایې مینه او محبت لری؟ ایا دا پسونه يې د دی لپاره ساتلی دی چې صرف ويې روزی او پالنه يې وکړی؟ نه داسی نه ده، دا پسونه یوازی د خپل خوراک لپاره ساتلی دی. ته یې پخپلو سترګو نه وینی چې څرنګه هره ورځ د دغو پسونو سرونه پری کیږی او بیا د تورو سکرو په سرو سکروتو او انګار باندی کبابیږی او بیا د سرو شرابو سره خوړل کیږی؟ باور وکه، که د پسونو څخه د خوراک دغه هیله نه وای، نن به د پسونو نسل نه وای. دغه دی ستا د څښتن مینه او مهربانی د بی آزارو پسونو سره، که زه د دغو بی ګناهو پسونو دښمن یم، خو یم او منکر هم نه یم. خو زما دښمنی ستا د څښتن تر دوستی نه په وار وارښه تره ده.»
« ستا څښتن او انډیوالان هره ورځ قتلونه کوی. یو بل سره وژنی او یا یې ژوندی تر خاورو لاندی کوی. د خدای د لوی مځکی پر مخ هیڅ یو ژوندی موجود د دوی له لاسه په امن او امان کې نه دی پاتی. ته یې نه وینی چې د مځکی په څلورو کنجونو کې څه اوربل دی؟ ایا ته یې نه وینی چې هره ورځ څومره راکتونه او بمونه دلته په مځکی اوری؟ ایا ته یې نه وی چې هره ورځ څومره انسانان او نور ژوی د مینونو په واسطه الوزی؟ څومره ترورونه او فجایع کیږی؟ ته یې نه وینی چې دغه ښکاریان څومره ګولی او زیرمی د ورانکارۍ او تخریباتولپاره کاروی؟ ایا دوی نه شی کولای دغه ټول زیرمی او دارایی ګانی چې د بردبارۍ لپاره کارول کیږی، د آبادی لپاره په کار واچوی؟ ایا دوی نه شی کولای یو ګډ تفاهم ته ورسیږی او په روغه، سوله او صفا کې ژوند وکړی؟ »
«هی، هی! کاشکی په انسان کې دغه انصاف، تمیز او زړه سوی وای. زه دلته د څو کلونو راهیسی د دی کمری په لمن کې پخپل دغه کورګې کې اوسیږم. د دی کلونو په بهیر کې زه د انسان د ظلمونو، بی رحمیو او درغلیو ښه شاهد یم. دلته پخوا په دی خوړګې کې اوبه بهیدلې، رڼې چینې وی، د خوړ په دواړو غاړو کې د چنارو دنګی دنګی ونی وی شاو خوا ښکلی شین ډنډ ؤ. هری خوا ته رنګارنګ ګلونو موجونه وهل او خپل عطرونه یې تیتول. پاس په هوا کې د مرغانو څه شور ماشور ؤ. ته یې اوس وینی هغه خوړ وچ دی. چینی وچې دی. چنارونه وچ، مرغان لاړل هرڅه یوی خوا بلی خوا شول. دا ټول د انسان د ظلم له لاسه دی.»
«وګوره! د یو ظالم انسان ضرر زر ځله او سل ځله د یو مضر حیوان تر ضرر نه زیات دی.»
«لوی خدای مو دی انسان له شره وساتی!»