دویمه برخه

منځنۍ اسیا ( افغانستان )

مرکزي اسیا په وچه کې ایساره سیمه ده چې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان یي عمده هېوادونه دي. افغانستان، د ایران شمال خټیځ، مغلستان، کشمیر، د پاکستان شمال او غرب، سینکیانګ او د سایبریا جنوب هم په مرکزي اسیا ورګډیږي. په ۱۸۴۳ کال کې د پروس جغرافیه دان الکساندر هومبولت ورته دا نوم خوښ کړ. د ډبرو توګلو دوران کې دلته ژوند شوی او د برونزو دوران د کورونو، کوټو، خوراک، پوښاک نښې نښانې موندل شوي. د دې سیمې کلچر د چین، روسیي او نورو ګاونډیو هېوادونو ګډ کلچر دی.

د چین د مرستو اخیستلو اسانتیا یوازینی عامل دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ترې برخه من شوي، خو غربې رسنۍ دا ډول مرستې د محتاجو هېوادونو د لا تړلو له پاره جیوپولیتیک هڅه بولي.

د خټیځي اسیا د فورم په قول، د چین له مرستو د منځنۍ اسیا هېوادونه خوښ دي. تر ۲۰۱۷ کال پورې چین د دې سیمې هېوادونو سره د ۳۰۵ میلیارد ډالرو په ارزښت قراردادونه کړي.

د قراردادونو زیاته برخه د لیږد، اړیکو، بیخ بنا، مالي اړیکو، د فناورۍ لیږد او سوداګرۍ برخو کې اسانتیاوي تشکیلوي.

د منځنۍ اسیا اقتصاد تولیدي بنسټ نه لري، خو د ځانګړو محصولاتو خرڅلاو، سوداګري او په نورو هېوادونو په تیره بیا روسییه کې د کډوالو او کارګرو له کارونو یو څه ګټه په لاس ورځې.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د تیلو بیي ولویدلي د دې سیمې د هېوادونو اقتصادي ودي د پڅیدو سبب شو.

قزاقان اولین خلک وه چې د چین د یو کمربند او یوي لارې طرحي ته یي مثبت ځواب ووایه او د خپلي نورلي ژول ( روښانه لاري ) پنځه کلني برنامې سره یي پیوند ورکړو.

دا همکارۍ د اړیکو، بیخ بنا، کرنې، کیمیاوي صنایعو او ماشین الاتو په برخو کې کېدلي. چین د روښانه لاري پروګرام له پاتیدو بچ کړو. د پراختیا دغه بهیر نورو هېوادونو ته هم وغزیدلو، چې په تاجکستان کې د سیمانو ، په ازبکستان کې د نساجي فابریکو او نورو بیخ بنايی پروژو جوړیدو ته لار هواره شوه.

دغو فعالیتونو ته مالي زیرمې لټول اساسي مسأله نه وه. د دري کاله ارزیابۍ وروسته د استانې د اوسپنې لاري د جوړیدو مالي مرستې وړاندیز نړیوال بانک رد کړو. خو د یو کمربند او یوي لارې طرحې ددغه پلان پلې کېدو ته سا ورکړه. د ایران، ترکمنستان او قزاقستان د ریل پټلۍ له پاره هم د اسیا پراختیایي بانک یوازې د ترکمنستان برخې ته مالي امکان برابر کړی. دا موسسي د توري بحیري سیمه کې د چین مرستې نه شي اخستلی، ځکه چې چین د ګرجستان، ملداوي او اوکراین سره مرستې پیل کړي.

له دې کبله چین د اسیا د بیخ بنا بانک جوړ کړ، خو دوه اړخیز او څو اړخیز سازمانونه زړه نا زړه شول. روسیي هم ورته اندیښنې درلودلي، اما د پنځو کلونو په تیریدلو بیا هم ورته انګیرنې وجود لري. په وروستیو کلونو کې د بانک سره یو شمیر هېوادونه یو ځاي شول چې دا به د یو کمربند او یوي لاري چاره ګړندۍ کړي. لیکن داسې ښکارې چې د اسیا د بیخ بنا پانګونې بانک د څو لوبغاړو لوبه ده او بس.

چین د یو کمربند او یو سړک له طرحې څخه د وارداتو او صادراتو بانک له لارې د دوه اړخیزي لوبې او دوه اړخیزي همکارۍ په توګه استفاده کوي.

خو د یو لوي اقتصاد د تثبیت په موخه د چین د پورونو اخستلو وروستۍ غوښتنه او له مجبورۍ د پیسو نړیوال صندوق ته د پاکستان نږدې کېدل، د چین د مالي تامیناتو محدودیتونه په ډاګه کړل.د پانګې د لږیدو په ستونزه د اخته هېوادونو له پاره دا یو درس شو چې د پراختیایي اړتیاؤ د لیرې کېدو بدیلې لاري ولټوي.

په وروستیو کلونو کې چین د منځنۍ اسیا سربیره، منځنې خټیځ، د افریقا شمال او د اسیا جنوب خټیځو سیمو کې زیاتې پانګونې کړي دي. غربې کارپوهان باور لري چې د دې سیمو هېوادونه د چین زیات پوروړې او په هغه هېواد پورې تړل شوي ښکارې. ښایي د مجبوریت له مخې همدا هېوادونه په نړیوال کچ د چین ملاتړ ته اړ کړل کیږي. امریکا د یوه کمربند او یوي لارې طرح انتقادوي او وایي چې پور اخستونکې هېوادونه د قرضونو په لومه کې بندوي.

د کنفسیوس ۱۳ انستیتونه په مرکزې اسیا کې فعالیت کوي او د فرهنګي دیپلوماسۍ اغیز لرونکی کار مخته بیایي. چینایي ژبه چې په سیمه کې له انګریزي وروسته دویمه ژبه شمیرل کیږي درس ورکول کیږي. په چینایي پوهنتونونو کې د منځنۍ اسیا ډیر محصلین تر روزنې لاندي نیول شوي. چین غواړي چې خپل فرهنګي تمدني حضور په منځنۍ اسیا کې د هغه هېواد د هژمونې څرګندوي بڼه خپله نه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د منځنۍ اسیا له پاره د « حاکمیت د پیاوړتیا او اقتصادي ښیرازۍ » په نامه د ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۵ پورې ستراتیژي جوړه کړي ده. د هیریتیج په نامه څیړنیز انستیتوت د دې ستراتیژۍ ابعاد داسې تجزیه کوي:

دا ستراتیژي ۳ برخې لري

۱ _ د سیمي جیو پولیتیک اهمیت: د امریکا له پخوانۍ ستراتیژۍ څخه یي بدلون دادی چې منځنۍ اسیا د اسیا او اروپا د تمدونونو تر منځ یوه ستراتیژیکه تجارتي لار بولي. هغه منځنۍ اسیا چې سمسوره وي او د نورو شریکانو سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکارۍ په کولو خپلي ګټي خوندې کړي. هغه منځنۍ اسیا چې دموکراتیک نهادونه ولري، د قانون حاکمیت او د بشر حقوق مراعات کړي.

۲ _ د پالیسۍ موخې: په ملي او سیمه ایزه کچه د منڅنۍ اسیا د دولتونو د واکمنۍ او خپلواکۍ پیاوړتیا او ملاتړ، د تروریستي ګواښونو لږول، د افغانستان ثبات ساتنه او پراختیا، د افغانستان او منځنۍ اسیا د نښلولو هڅول، په منځنۍ اسیاکې د قانون واکمنې او بشر حقوقو پیاوړتیا، د منځنۍ اسیا د پراختیا په هدف د متحده ایالاتو پانګونه.

۳ _ د منځنۍ اسیا په هکله د امریکا لرلید: د امریکا سره په ژور تعامل کې یوه خوندي او ثبات لرونکې سیمه جوړول، د قفقاز له لارې له اروپا سره د افغانستان او جنوبي اسیا تړل، د سیمي ګاونډیانو د اغیز په وړاندې د وزنې برابرول، د سیمې د هوساینې په پار د امریکا د تجارتي فرصتونو تقویه کول.

د امریکا د پالیسۍ ځانګړنې

دا پالیسې:

۱_ افغانستان محوره ده _ په ستراتیژۍ کې د افغانستان جیوپولتیک موقعیت او رول ته قایل کېدل، یانې د افغانستان له کړکۍ منځنۍ اسیا او افغانستان ته نظر اچول، په هغې کې ۱۱ ځله د افغانستان نوم په بیلا بیلو مواردو کې ذکر کول، د افغانستان اړوند ۳ هدفونه د ستراتیژۍ برخه ګرځول، د څلور لارې په توګه د افغانستان رول ډاګیزول، افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو له ډلې ګڼل.

کله چې زموږ هېواد د منځنۍ اسیا د هېوادونو لړ کې حسابیږي موږ اړ یو چې دا واقعیت د ملک په سیاست کې انعکاس ومومې.

۲_ وخت محوره ده _ د وخت د نوساناتو تابع ده. یانې د ۱۹۹۱ نه تر ۲۰۰۰ کلونو پوري د منځنۍ اسیا هېوادونو په رسمیت پیژندنې، د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۶ کلونو پوري د همکارۍ او دوستۍ کوونې له مرحلو تیریږي. د میرمن الیز کورتس په قول د کریموف له مرګ وروسته امریکا په پالیسۍ کې نوي لېدلوري جوړولو ته اړ شوه.

۳ _ جیو پولیتیک محوره ده _ امریکا دې سیمې ته په جیو پولیتیک عینکو کې ګوري. ځکه په دې جغرافیه کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي عناصر زیاته وده کوي، له منځنې خټیځ وروسته د نړیوالو لویو سیاستونو دویم ځاي ګڼل کیږي او د سیالۍ عظیم پوتانسیل لري، د امریکایي مکندر جیو پولیتیک نظریي په داخلي کړۍ کې قرار لري او دا د اروپا اسیا د تمدونونو څلور لاري ده.

دا ساحه د امریکا د ملي امنیت ګټو ته ډیره مهمه ده. په دې بنیاد هغه هېواد غواړې ډاډ تر لاسه کړي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د قفقاز او افغانستان له لاري د جنوبي اسیا سره وتړل شي.

۴ _ سیالي محوره ده _ دا پالیسې په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیي د حضور په وړاندې سیالیکښ او یرغلیز رنګ لري. د هغې د ځواکمنو ګاونډیو کمزورې کولو سمت نیونه لري. غواړي هاژمونې لرونکې رقیبان د ستونزو سره مخامخ کړي. له دې کبله د واکمنۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اقتصادي آزادۍ خبره کوي. د روسیي او منځنۍ اسیا تر منځ د دیوال جوړیدو هڅه کوي.

۵ _ نرم محوره ده _ په پالیسۍ کې د راتلونکو تعاملاتو له پاره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي نرمو ابزارو څخه ګټه پورته کوي. دا چلن د اوباما له وخت ادامه لري او جمهوري غوښتونکې هم له نرمښت کار اخلې. په اقتصادي، تجارتي، ترانسپورتي، تکنولوژیکي، د قانون واکمنۍ، بشر حقوقو او د آزاد بازار اقتصاد برخو کې د غربي نورمونو په رعایت ټینګار کیږي.

امریکا تر اوسه منځنۍ اسیا کې ۹ میلیاد ډالره د سولي، امنیت، دموکراتیکو سمونونو، اقتصادي ودي او بشري اړتیاؤ برخو کې لګولي دي. د پور او پراختیا په موخه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق ۵۰ میلیارد ډالر ورکړي، خصوصي سکتور هم ۳۱ میلیارده پانګونه کړي ده. د پوځي همکاریو لړ کې د مشترکو تمرینونو اجرا کولو هوکړه شوي ده.

د ستونزو په پرتله افغانستان ته په نوي امریکایي ستراتیژۍ کې فرصتونه هم شته.

۱ _ د افغانستان د جیوپولتیک اهمیت په نظر کې نیولو سره چې څنګه هېواد د ترانزیت او سوداګرۍ له لارې د سیمي د نښلولو وړتیا لري، جیو پولتیک فرصتونه په کې څرګند شوي.

۲ _ د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ د اقتصادي، تجارتي، ترانزیتي، انرژۍ او امنیت په اهمیت ټینګار اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو ته اشاره کوي.

د ستراتیژۍ دریم هدف د افغانستان د تجارتي، اقتصادي اړیکو د پراختیا له پاره د منځنۍ اسیا هېوادونه تشویقوي.

د ستراتیژۍ څلورم هدف د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ د انرژۍ، اقتصاد، فرهنګ، تجارت، او امنیت برخو کې د نږدې اړیکو جوړول، د امریکا د سوداګرۍ بیخ بنایي اړیکو د پیاوړتیا له پاره د دواړو خواؤ ملا تړي او د دواړو خواؤ تر منځ د بیخ بنا او سوداګرۍ اړیکو د تقویي حمایت کوي.

کاسا ۱۰۰۰ او لاجوردو لاره په دې لړ کې ډیر اهمیت لري، ځکه چې منځنۍ اسیا، د اروپا او اورو اسیا سره نښلوي.

۳ _ د امنیتي فرصتونو په توګه د امن ناکې منځنۍ اسیا چې ثبات ولري، د تروریسم او افراط ګرایۍ سره مبارزه وکړي، د قاچاقو او مخدره موادو مخه ونیسې، د سرحدونو امنیت خوندي کړي او په افغانستان کې د سولي او ثبات راتلو سره مرسته وکړي، په رامنځته کېدو ټینګار شوی.

۴ _ پالیسي سیاسي فرصتونه هم رامنځته کوي چې له مخې یي افغانستان په سیمه کې د تعاملاتو او خپلو سیاستونو په لړ کې ترې استفاده کولی شي. دا پالیسې له یوي خوا د منځنۍ اسیا په هکله د امریکا د تعامل او سیاسي اړیکو د کچې اړوند اندیښنې لږي کړي او له بلې خوا به افغانستان د منځنۍ اسیا د سیاسي تعاملاتو او اړیکو په برخه کې څرګند رول ولري. د بیلګې په توګه د منځنۍ اسیا او امریکا دیالوګ، د پانګونې او سوداګرۍ هوکړي اړوند خبرو کې غړیتوب لرل.

ستونزي څه دي؟

لمړی _ د امریکا ستراتیژي سیمه ایز حساسیتونه راولاړولی شي، ځکه چې په سیمه کې د ثبات لرونکې او فعال افغانستان تحمل له ځینو هېوادونو سره نشته. همدارنګه د سیمې ځواکمن هېوادونه د امریکا له لویۍ غوښتنې سره حساسیت لري.

دویم _ د افغانستان د بهرنې سیاست چارسمبالو او پلې کوونکو ته په کار ده چې د سالمې پالیسۍ په چوکاټ کې د امریکایي برنامو او میکانیزمونو څخه د ژور درک پر بنا د هېوادنیو ګټو خوندې ساتلو ته اقدام وکړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون په پلمه تر اوسه د هند په څیر چین د هېواد په بیاجوړونه او پراختیا کې زیاته ونډه نه ده اخستې، خو نوموړی هېواد مینه څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې خپل رول زیات کړي. له دې کبله د افغان دولت او طالبانو سره د اړیکو ساتلو هڅه کوي. بنا پردې د افغانستان او پاکستان د پخلایني لاري چاري لټوي. د چین ديپلوماسي د تجارت او سرمایه ګزارۍ له پاره د تحقق په حال کې ده. عارف سحر وایي چې د جیوپولتیکې او لوژستیکي الزماتو له مخې د افغانستان د طبیعي زیرمو څخه ګټه اخستنه په اغیزمنه توګه د نږدي ګاونډیانو له لارې ښه کېدلی شي. هغه وایي چې چین ځان د اقتصادي ځواک خاوند او د افغانستان ډاډمن شریک بولي. له طالبانو سره اړیکې لرل د چین له پاره په امنیتې لحاظ مهمې دي، ځکه چې د بدخشان شمال خټیځې سیمي د هغه هېواد د شمال لویدیځي سیمي ( شنجن ) سره چې نارامي په کې ده نښتې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اپریل په ۲۷ مه نیټه د افغانستان د ودي مسیر د ټاکلو او د سولي له روان بهیر څخه ملاتر ښکاره کړ او ویي ویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د هماهنګو اړیکو او د متقابل اعتماد جوړونې کوښښ کوي.

چین د کابل او اسلام اباد تر منځ د خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی. له بلې خوا یي د ماسک دیپلو ماسۍ په چوکاټ کې افغانستان ته د طبي وسایلو مرسته هم رسولي ده.

د ۲۰۱۴ کال وروسته هغه مهال چې د بهرنیو ځواکونو زیاته برخه له افغانستان څخه ووتله، چین زموږ له هېواد سره د خپلې نه همکارۍ پالیسۍ ته نوی نظر واچاوه. د عینک د مسو کان کې د پانګونې څخه نیولې بیا د سوداګرې، اقتصادي ودي غوړیدنې او نورو بیخ بنایي پروژو جوړولو برخه کې مینه ښودلې او په خپلو پراختیایي مرستو کې یي زیاتوالی راوستی دی.

چین د افغانستان د سولي له بهیر ملاتړ کوي او چارواکو یي په بیجینګ او دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي. په دې اساس نوموړي هېواد د افغانستان د پخلایني او سولي بهیر اړوند مثبت رول لوبولی دی.

خو امریکا ته د چین دا ډول بې غږ او غوږه پانګونه خوند نه ورکوي، ځکه د امریکا د بهرنیو چارو تازه تقاعد شوي مرستیال وزیره الیس ویلز په جنوبي اسیا کې د امریکا پر سیاست او افغانستان کې د چین په رول لوبونې سخت انتقاد کوي.

افغانستان ته د چین مرستې هومره زیاتې نه دي او د عینک د مسو کان ته یي هم پراختیا نه ده ورکړي. خو یاد هېواد په افغانستان کې د غرب او هند په وړاندي تهاجمي سیاست مخته وړي. لامل یي دا دی چې هند د افغانستان د غوره سیمه ایز متحد څیره خپله کړي ده.

د امریکایانو په اند سیمه ایز ثبات د سوداګرۍ بازارونو ته د چین د لاس رسۍ سره مرسته کوي، د غرب اغیز لږولی شي، په هند او سیمه کې د ستراتیژیک انکشاف اړوند موازنه جوړوي. چین په عمده توګه د سیاسي پوځي تعامل په موخه له افغانستان سره اړیکې جوړوي.

د بدخشان سیمه ایز چارواکې وایي چې د ایغور جنګیالي په واخان کې دیره دي او طالبان دا دعوه ردوي.

امریکا د چین هدفونه په افغانستان کې مشخص کړي او څرګندوي چې هغه هېواد ویره ښیي څو د ایغور جنګیالي د واخان دهلیز له لاري شنجن ایالت ته تیر نه شي. ولي اریا وایي چې په افغانستان کې د چین هڅې په خپل ګاونډ کې د اقتصادي، پوځي، دیپلوماتیکو او اطلاعاتي فشارونو راوړلو په مانا دي.

د چین بله موخه داده چې د ایتلاف ځواکونه له افغانستان څخه ووځې او په کې ثبات راشي، د پاکستان سره د ښو اړیکو لرونکی حکومت ورکې تاسیس شي. مګر داسې فکر نه کیږي چې د امریکا او متحدانو په څیر چین مرستې وکړلی شي. ځکه چې یاد هېواد د ورته مرستو کولو دود نه لري.

غرب میلیاردونه ډالر په افغانستان کې لګولې دي او د یو لړ نهادونو او کلیدي موسسو په احیا او بیخ بنا کې یي مرستي کړي دي. چین هم دلته خپلې ګټي لري، د هغې له رویه ښایي مرستې وکړي او غوره رول هلته لوبولی شي چې خپل سیمه ایز متحد پاکستان قانع کړي او ویي هڅوي چې یو ارام افغانستان د سیمي د هېوادونو او هند سره سیاسي اقتصادي تعامل کولی شي. افغانستان د چینایي مالونو د بازاري ترانسپورت په مرکز اوښتلی شي. که څه هم د اقتصادي انګیزو تر څنګ امنیتي اندیښني هم شته، خو د افغانستان په ابادۍ کې د چین شریک کېدل د جاپان سره سیالي کولی شي. کوم ایغوریان چې نیول کیږي، بیجینګ پرې خبر کړل شي.

له۲۰۱۴ کال وروسته اشرف غني د کابل او طالبانو تر منځ د چین د منځګړیتوب هرکلی کړی خو تر دې مهال یي کومه پایله نه ده لرلي. پاکستان د افغانستان او هند د ستراتیژیکې ښکیلتیا مخنیوی کوي، چین ته مخ اړول کیږي چې پاکستان به قانع کړلی شي او که نه؟ پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي، خو ایا چین کولی شي هغه هېواد ته د طالبانو د ملاتړ اړوند داسې مشوره ورکړي چې د سیمي په ګټه وي؟

د دویمې برخې پاي

نور بیا

له انټرنیټي سرچینو څخه نوروهاب څپاند

له انټرنیټي سرچینو څخه نوروهاب څپاند