د كوكنارو د كرلو د مخنيوى له مخى، د كرنى پرمختك، د كروندگرو او ملى عايداتو لوړیدل دامنيت ثبات او د بياودانولو چټکتیا او دهغوى دتضمين اټکل کیداى شی. افغانستان يو كرنيزه سيمه ده، 85% وكړی په کرکیله لګيا دى. تر څود كرنى سيستم او د كروندگرو، د ترياكو د سوداگرو، قاچاق وړونکو او وسله والو ډلو دلاس څخه آزاد سوى نه وى، تر هغو پورى هر اجتماعى، اقتصادى، امنيتى، سياسى او د بياودانولو چارى د قناعت وړبرياليتوب نلرى. په دى اړوند،په هيواد كې د نا امنې،ادارى فساد، رشوت، تروريزم، د مخدره موادو د قاچاق او سوداگرى پرضد مبارزه، د كروندگرو په وړاندی ديوى سالمى او عملى كرنيزى كړنلاری تر سرلیک لاندی محاسبه او په دی هکله رښتینې اواغيزمنى لارى چارى ولټول شی. (د مقالى ليكونكى)

د جمعی رسنیو د راپورونو له مخی د ملګرو ملتو په سازمان کې د نیشه يی د ارګانو د څانګی مشری، میرمن دورس بډنبرګ ویلی دی، د هغی سروی له مخی چې په ټول هیواد کې د افغانشتان د نشه توکو او د UNODC موسسو په ګډه مرسته تر سره سوی ده په افغانستان کې نژدی یو میلیون (۹ لکه او ۲۰ زره) افغانان په نیشه يی توګو روږدی شوی دی. له دغه شمیره څخه تریاک،۱۵۰۰۰۰تنه تریاک، ۵۰۰۰۰ تنه هیرويین او ۵۲۰۰۰۰۰ تنه چرس او نوری د ستنې او تابلیتونو له لاری روږدی دی.
د پورتنی حساب له مخې په سلو کې ۵۰٪ چرس، ۲۷٪ په تریاکو او هیرويینو او ۲۳٪ ستنی او تابلیتونو روږدی دی. په دی کې ۸۰٪ نارینه، ۱۳٪ ښځی او ۷٪ ماشومان دی.
میرمن دورس زیاته کړی ده، په سلو کې ۱۵ کسان چې د پیچکاری له لاری هیرويين کاروی، دا هم په افغانستان کې د (اچ، ای، ویHIV) د ویروس د خپرولو لپاره ګواښ دی.
نوموړی د افغانستان د روږدوکسانو شمیره د ګاونډیو هیوادونو سره داسی پرتله کړی ده. « د ایران او پاکستان سره په پرتله کې د افغانستان د معتادینو شمیره، د ایران څخه لږه او له پاکستان څخه زیاته ده».
په افغانستان کې، که له یوی خوا د مخدراتو کرکیلی د نورو کلونو په پرتله په سلو کې «۲۱» کمښت راغلی دی، خو له بلی خوا د مخدراتو معتادین د نورو کلونو په پرتله مخ پخ زیاتیدو دی چې د ځینو روغتیا پالو له نظره د نه پاملرنی په صورت کې په شمیر يې نوره هم لوړه شی. برسیره پر دی د تریاکو په حاصلاتو کې هم کمښت نه دی راغلی.
همدارنګه د ملګروملتونو د جرمونو او نیشه يی توکو اداری مشر ړیلی دی چې په ځینو سیمو کې قاچاق کوونکی پر خلکو او بزګرانو زړی په وړیا توګه ویشی. ده اندیښنه ښودلی ده چې د مخدراتو د کرکیلی دغه کمښت ممکن دوام داره نه وی. د پورتنی حساب له مخی څرګندیږی چې د کوکنارو تر کښت لاندی مځکو کې د ۲۱٪ کمښت خبره هم یوازی تبلیغاتی بڼه لری او واقعیت نه شی پیدا کوی. د UNODC د موسسی د سروی او اسنادو له مخی په هیواد کې نژدی دری نیم میلیونه افغان د مخدره موادو په ګټه کې خپله ونډه اخلی. دغه شمیره په طبیعی توګه د قاچاق وړونکو او د کروندګرو سره د مخدراتو په کرکیله کې تړاو لری.
ناویلی دی پاتی نه وی چې د افغانستان اقتصاد هم تر یوی ټاکلی فیصدی پوری نن په مستقیم یا غیر مستقیم توګه د مخدراتو پر عوایدو اتکا لری. که څه هم دا د راتلونکی لپاره یوه وژونکی پایله لری او افغانی ټولنه د فساد، ناروغۍ او نیستی پر لور کشوی، خو چې هررنګه وی دا اوس په یو واقعیت بدل شوی دی. په کار ده په رښتینی توګه او معقولیت سره چې ولس و نه ځورول شی د حل لار ورته پیدا شی. له بلی خوا څخه جنګ سالاران، قاچاق وړونکی او تروریزم د دولت په ارګانونو کې ، حتی تر پارلمان پوری نفوذ لری. دوی د خپلو ګټو په وړاندی د یو موټی سازمان په توګه عمل کوی، د خپلو کړونو په جریان کې یو بل حمایه کوی، بډی او ډالی ورکوی، اداری نظم ته زیان رسوی، نا امنی او نا کرالو ته لمن وهی. بزګرانو ته د سیمی د اقلیمی شرایط مطابق د مخدراتو اصلاح سوی تخمونه ورکوی، په پور پیسی ورکوی، نو د فصل او حاصل پر سر د مخدراتو حاصلات ټولوی. دوی ځکه بر لاس دی چې هم په دولتی په تیره ارګانونو کې او هم په ټولنه د عمل ابتکار په لاس کې لری. رشوت او اداری فساد خپل مواج ته رسیدلی دی. په ولایاتو او لیری سیمو کې چې تر اوسه لا د مرکزی دولت پوره حاکمیت نه دی سوی، د ناکرارۍ او نا امنی شرایطو له کبله د مخدراتو کرنه، تولید او قاچاق په ښکاره او آزاده توګه جریان لری.
هغه کسان چې په ډول ډولونو پخپله خوښه، تشویق یا زور د مخدراتو په کارو بار کې لاس لری، د نا کراریو او نا امنې چارو کې هم په پوهی او یا نا خبرتیا او ناپوهی سره لاس لری. دغه شرایط او حالات د کوکنارو د کرلو د مخنیوی موضوع يې نوره هم ستونزمنه کړی ده. په دی اساس اولس یوازی یوه اغیزمنه لار دا ده چې د کروندګرو سره دی لوړی مادی، مالی، تخنیکی مرستی وشی. د دوی غوښتنو او پوښتنو ته دی مثبت عملی ځواب ورکړل شی، تر څو د دوی قناعت حاصل شی او په دی ډاډه شی چې د کوکنارو د حاصل او ګټی په انډول حاصل اخلی. د کروندګرو د اضافی محصولاتو لپاره دی بازار پیدا شی یا هم پخپله دولت اضافی محصولات دی په مناسبه بیه وپیری، ځکه اوس د هیواد د بازارونه د ګاونډیو هیوادونو په مارکیت بدل شوی او کورنۍ محصولات د هغو سره رقابت نشی کولای. په دی توګه کروندګر یو ځلی قاچاق وړونکو او جنګ سالارانو له شره څخه خلاصون ومومی او له بلی خوا قاچاق وړونکی، جنګ سالاران او تروریزم کمزوری شی او د بزګرانو څخه لاس واخلی. نو له یوی خوا څخه د کرنی سیستم بیرته احیا شی او بزګر د حبوباتو په کرلو پیل وکړی، د دی بهر پاتی وزګار خلک د بیاودانولو په چارو کې ، د معتادینو شمیر کم شی، ناکرارۍ او نا امنی به ورو ورو پای ته ورسیږی.