۱

له دې لیکنې څخه څو ورځې د مخه زما یو پخواني دوست او یاغي ملګري داکتر لطیف بهاند له مسکو څخه ټیلفون وکړ او د معمول په څیر له خبرو وروسته مو په ادبیاتو بحث پیل کړ. ما ورته د روان کال د اګست په ۱۲ نیټه د لایق صیب د شعر د غونډې یادونه وکړه چې په لندن کې افغان ټولنې (هارو) جوړه کړې وه:
بهاند له ما وپوښتل: ایا ستا شعر خوښیږي؟
ما ورته وویل لکه چې زما په انسانیت کې شک کوي؟
– نه ما دا پوښتنه ځکه وکړه چې که شعر دې خوښیږي نو ولې یي نه وایي؟ او د لایق د شعر په باب څه نظر لري؟ ما ورته بي سنجشه وویل:
لایق او شعر، یا شعر او لایق په دوه کلیمو کې یو مفهوم دی. زما خو شعر، په تیره د لایق شعر دومره خوښ دی چې زما په تن او روان کې یي د شعر ویلو هڅه وژلې ده. له شعر سره زما مینه تل د دې سبب وه او ده چې زما تنده زیاته کړي او هیڅکله یي «خیشت شعرونه» نه شي ماتولی. او بل دلیل دا دی چې ځکه یې زما په تن او روان کې د شعر ویلو مینه وژلې ده چې زه نه شم کولی د لایق په څیر او یا اقلا ښه شعر ووایم نو ځکه د شعر پرښتې ته په درناوي سره غواړم شعر واورم او هغه هم د لایق شعر او یا دبل شاعر ښه شعر. نو دا شعر ته زما د درناوي یو دلیل دی. هیله ده چې د شپون خبره د «خیشت شعر» ویونکي هم لږه حیا او د شعر پرښتي ته درناوي وکړي.
بهاند وویل: نو د لایق صیب په اوسنیو شعرونو څه نظر لري. ما ورته وویل سپرغکې یادوې؟
هغه وویل: داسي یي واخله.
ما ورته وویل: ښې څلوریزي دي. په زړه پورې دي. خو ځیني مشخصات لري. بیا هغه په ټینګه د دغه ځانګړنو د لیکلو غوښتنه وکړه. په دې اساس په دې لیکنه کې ټولو ځانګړنو ته نه بلکې یو لړ هغو ته اشاره ده. دا کومه څیړنیزه مقاله نه ده. یوازې یو نظر دی چې کیداي شي چاته د منلو وړ وي او چاته هم نه…

۲

خوشحال بابا په پښتو ادب کې د ډیر ستر او په ږړه پوري شعري ارزښتونو د هستولو خاوند دي چې راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پریښي دي. د خوشحال بابا په کلیاتو کې یو په زړه پوري شعري فورم د هغه رباعیات دي. خوشحال خټک په دغه رباعیاتو کې د خپل ژوند، تجربې، فکري حالت، خپله خبره او د خپل شخصي ژوند یوه نیمه شیبه او لحظه بیان کړیده. په دې رباعیاتو کې خوشحال خټک د پښتونولۍ ارزښتونه، د پښتون میړانه، د میړه خصایل او هوډ بیان کړی دی. خو کله چې انتقاد او نصیحت ته خبره راغلې نو خبره تري بربنډه شویده او د یوه خان له دریځه یې پښتون ته سپوري ستغې هم ویلي دي. خو اوس چې کلونه او پیړۍ له دغو شعرونو اوښتي دي د هغه «صریح ژبه» چې د شعر په نسبت یې د صراحت مالګه زیاته ده. هم معنوي ارزښت دی او شعري جوهر لري دا ځکه چې د هغه شاعرانه نصیحتونه د اولسونو د ارمان او نصب العین په یوه برخه بدل شوي دي چې پیړۍ پیړۍ یې ورته مبارزه وکړه او روانه ده. کله هم پر شعري ژبې صراحت غلبه کړي ده. په قهر شوي او په څرګندو الفاظو او کلماتو یې خپل مطلب بیان کړیدي. څو مثالونه یې دا دي:
الف: پښتون ته:

دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوستان نشي
خوشحال یې مه وینه دا اکرامونه

تیرا مې ولیده راغلم تر سوا ته
پښتون مې ولیده دا لوی لوی ذاته
عقل همت مې له چا و نه لیده
په بیارته راغلم ناست یم ما ته

ب: د عمر او ځوانۍ ارمان:

په چرته لاړې د لوبو وخته
ته چا تا لاکړي د ځوانۍ رخته
پیرۍ وکړې را باندې چارې
فولادي توره یم خوړلې پروته

ځواني مې لاړه په غفلتونه
په عسرتونه په شدتونه
لولۍ چې راله شي تسپي په لاس واخلي
هسې مې اوس دي دا طاعتونه

ږیره دې سپینه شوه ځواني دې ولاړه
وګور ته لاړل همزولي واړه
اوس دې د غمه سره ژوندون دی
ژاړه خوشحاله خټکه ژاړه

خوشحاله مه یې په زوی والي ویاړه
هم ځینې مهر وفا مه غواړه
هر چه زوولی دی د توتیا له نسه
د پدر کشو په بوي دي واړه

په نظام پور کز په سوسو سوسو
قمري نارې وهي چې کوکو کوکو
تل به د خوړې په بڼ کې نه وو
وایې داهسې په ځوځو ځوځو

ج: میړه او هوډ:

د مرد چې نه وي لمن خیرنه
پاک وي په ژبه پاک وي په ژمنه
که زر بلا وي اندوه دې نه کا
فرښتې به واړوي بلا له ده نه

۳

د خوشحال په شعر کې د «میړانې» صفات برجسته کیږي. د نامردانو او موږیانو رټنه او غند نه کیږي. د پښتنو د بې عقلۍ حیرانیږي. افسوس کوي، د خپل عمر او ځوانۍ په تللو افسوس کوي. د مغلو او پښتنو روابطو ته ګوري او پشتنو ته خبرداري ورکوي، له خپل زوي نه سرټکوي او داسې نور.
خو له دي ېټولو سره سره بیا هم خوشحال په زغرده خبره کوي او د خانۍ دریځ هغه ته دا جرات ورکړي چې په بې پروایې سره خبره وکړي او غیر شعري مفاهیمو او کلماتو ته شعریت ورکړي. لوستونکی او اوریدونکی ته یو لړ حقایق تداعي کړي. نو ځکه خو«غیر شعري» کلمات او مفاهیم د خوشحال په شعر کې شاعرانه روح او ښکلا پیدا کوي. دا سنت غني خان هم خپل اوج ته رسولی دی.
خو کله چې د لایق په باب خبرې کوو نو څه وینو؟
لایق اوس د خوشحال پر مسند ناست دی. هغه ته اروپا «رنتبور» دی او دهغه واقعي شعري میراث خور بلکې دا به هم مبالغه نه وي که ووایو، دی د هیواد د ټول پشتو او فارسي کلاسیک ادب ښاغلي وارث دی او په سپرغکې کې یو تهور کوي. د محافظه کارۍ او کانزرویتیزم څخه ووځي او او د«حالت د بدلون» په بهانه ځینې داسي څه وایې چې په نثر کې یې نه شي ویلي. هغه اصیلو پشتو مفاهیمو ته چې په خاص قهري حالت کې کارول کیږي د شعر قبا وراغوندي او ساه په کې پوه کوي.
د لایق سپرغکې د یوه لنډ زماني واټن د یاس، خپګان، قهر، ناخوالو، ناامیدیو او شاعرانه احساس ښکارندوی دي. په دي څلوریزو کې هغه د هیواد، د مهاجرت، خلکو، جنګونو، انقلاب، مجاهدینو او د جهاد او نورو مسایلو په اړوند خپلې اندیښنې او مفکورې څرګندي کړي دي.
په څلوریزو کې هغه بربنډ کلمات کاروي، لوڅې خبرې کوې. کله چې هم پر شهریت صراحت غلبه کوي شعریت له لاسه ورکوي. کله هم فلسفي لارښووني کوي، حکمونه کوي، پریکړي کوي. پریکړي دریځ غوره کوي او خپلو سیاسي مخالفینو ته سپوري او ستغي وایي.
په دې څلوریزو کې د ژوندانه دتللو یاس او ناامیدۍ څرګنړیږي، د هیواد خلک او د انقلاب ستاینه کوي، پوښتنه رامینځ ته کیږي چې ایا دلته شعر په شعار نه بدلیږي؟
د شعر او شعار خبره زموږ په معاصرو ادبیاتو کې لږه ناسمه توجیه شوي ده. دا مفاهیم یو ډول کره کولو ته اړه لري چې په دې مقاله کې یې نه شو کولې په تفصیل پري وګړیږو، خو تر کومه ځایه چې د لایق شعر په باب اړه لري نو باید ووایو چې دلایق شعر په تیرو څو لسیزو کې تل د نسلونو او ټولنو د خولې ورد وه. که داسي نه ده؟ داسي زیات مثالونه لرو چې د دي مقالي له حوصلې بهر دي. همدارنګه د دي اثر د ځینو څلوریزو په اړوند هم دا خبره صدق کوي. کیداي شي ځینې خبري وخت ته پریږدو چې په راتلونکې زمان کې ورسره نور نسلونه څه کوي.
بله دا چې لایق له خوشحال بابا وروسته لمړنی وتلی او نتلی شاعر دی چې په دې کچه او په دې رنګینیو او ډولونو سره یې پښتو څلوریزي یا رباعیات هست کړي دي.

۴

د ژان پل سارتر فرانسوي فیلسوف او روښانفکر د هغو کسانو له ډلې دی چې د کمونیستي لیکوالو برسیره یې تر هر چا زیات د لیکوال د مسوولیت او رسالت او ژمنتوب په باب خبرې کړې دي. نوموړي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په روښانفکري ټولنو کې د ادبي تعهد او مسوولیت مساله وغزوله او د دې له پاره چې هغه ته فلسفي بستر ورکړي نو «ادبیات څه شي دي؟» اثر یې ولیکه. نوموړي (سارتر) په خپل اثر کې ازادي، عمل او مسوولیت سره موازي او برابر بولي. د هغه په نظر لیکوال څرنګه عمل کوي؟ هغه ځواب وایې چې د لیکلو له لارې عمل کوي. هغه یعنې د خبرو ویلو او لیکلو له لارې عمل کوي او نړي او چاپیریال بدلوي. نو څرنګه چې عمل کول له ازادۍ سره رابطه لري، یعنې دا داسې غوراوي او انتخاب دی چې د امکاناتو څخه تر لاسه کیږي، نو له مسوولیت سره هم اړیکی او پیوند لري. ځکه چې د هغه په باور د مسوولیت لرلو ازادي د عمل او مسوولیت منل لازموي. نثر لیکونکی هغه څوک دی چې د سارتر په نظر دویمه عملي تګ لاره غوره کوي چې دې ته د څرګندولو او افشا کولو عمل وایې. نو سمه دا ده چې پوښتنه وشي چې لیکوال په خپله ازادۍ سره او په خپل مسوولیت سره د نړي او چاپیریال کومه منظره روښانول غواړي او څه ډول بدلون راوستل غواړي؟
نو که چیری لیکوال د نړۍ داسې منظره څرګنده نه کړي. نو کیداي شي دا پوښتنه ترې وشي چې ولې یې سکوت غوره کړی دی؟ او ولې یې دا خبره چې ورته اړه وه روښانه نه کړه؟ او ولې په دې برخه کې بدلون راولي او په هغه بله کې نه؟ د سارتر دغه نظر د نثر لیکونکي او یا داستان او درامه لیکونکي په باب دی خو د شعر په باب هغه بل څه وایې:
د سارتر په نظر لیکوال او شاعر دواړه د ژبي سره سروکار لري. خو د دواړو چلند بیل دي. سارتر، شاعر له مسوولیت څخه ګوښی بولي. هغه وایې: «دا سمه ده چې نثر لیکونکی یې لیکي او شاعر یې هم لیکي، خو دا دواړو ډولونو د لیکو ترمنځ توپیر موجود دی. ګده وجه یې یوازي د لاس خوځښت دی چې کلمات پرې لیکي. پر دې سر بیره د ده نړۍ او د هغه سره جلا دي هغه څه چې د یوه له پاره رښتونی او د بل له پاره نه دي.» د سارتر په باور شاعران خبري نه کوي خو چوپ هم نه پاتي کیږي. د هغوي پیغام جلا هغه دی.
سارتر، شعر یوه ښکلې اور لوبه بولي چې په کلماتو سره تر سره کیږي. سره له دې چې د سارتر په نظر د لیکوال په نسبت شاعر مسوولیت منلو ته غاړه نه ږدي. دا ځکه چې شعر د «هایدګر» په عقیده معصوم موجود دي.
د سارتر په نظر شاعر د بشري اعمالو په کلي ماتې باور لري او داسي لاره غوره کوي چې په خپله په ژوند کې ماتي وخوري. نو د خپل فردي شکست له لاري د عمومي بشري ماتي خبرداري ورکوي. د سارتر په عقیده د شعر حکم یو ډول لوبه ده چې هر چا بایلو ده نو ګټونکی شو. اصیل شاعر هغه دی چې د دی له پاره چې وړونکی شي، ماتي که د مرګ په بیه هم وي، مني یي.
سارتر یوه بله خبره هم راپورته کوي او هغه د شاعرانه لید خبره ده. د هغه په نظر د انسان د ژوند یو بل اړخ ماتې او شکست دی. انسان باید دغه ماتې د خپل شته والي د بنسټ په توګه وپیژني. که د عمل له لیده تیر شو نو هغه په دې محکوم دی چې هغه ټوله نیستي ده. په دې ډول موږ انسان ته په تراژیک لید ګورو. تراژیک لید او شاعرانه لید سره یو شي دي.
سارتر وایې د شاعر هدف دا نه دی چې ماتې او شکست نړیوال مسیر ته داخل کړي، حقیقت دا دی چې د هغه سترګې یوازي ماتې او تباهي ویني. شاعر یوازي د ماتې سندره نه وایې بلکې د ماتې په لیدلو سره له هغه تیریږي او په بل اړخ کې د انسان د ماتې خوړونکي ذات سره مخامخ کیږي او په خپله یوه شیبه کې د انسان د ژوندانه یوه شیبه احساس کوي.

۵

د سپرغکې ننداره :
د پښتو د کلاسیک ادب د رباعي په فورم کې شعري ټولګه ده. دا فورم د پښتوغزل سره په عامیانه تعریف کې یو شان بریښي. استاد بینوا په ادبي فنون کې رباعي هغه فورم بولي چې شاعرانو د پند او نصیحت له پاره کارولی وي او په غزل کې عاشقانه مطلب بیانیږي. په وزن کې هم توپیر لري. د خوشحال بابا په کلیاتو کې ښایسته غټه برخه د هغه د رباعیاتو ده، هغه رباعیات، پند، نصیحت او ګوت نیوي یا انتقاد ته هم وقف کړي دي. د پارسي ژبې د مشهور شاعر، خیام رباعیات هم ډیر مشهور دي. نوموړي رباعیات د فلسفي افکارو د بیان له پاره کارولي دي.
لایق هم خپله فلسفه او د ژوند لاره او ښونځي په خپلو رباعیاتو کې ځای کړی دی. خو د خیام رباعیات دومره متنوع مطالب نه لري. هغه د نوموړي شاعر د لید توګې ننداره ده. خو د لایق په رباعیاتو کې جاري زوند څپې وهي، ځکه خو کله یې شاعرانه رنګیني ډیره لوڅیږي.
خیام په خپلو رباعیاتو کې ړ خرافاتو او موهوماتو سره مبارزه کوي. په رباعیاتو کې د هغه مخاطبین رزاهدان، فقیهان او مذهبي مشران دي. خو د لایق په رباعیاتو کې د «دوران عصر د مضمون قهرمان» یا «د مدنیت د شخړي» یو لوبغاړی، یعني ملا او مذهبي مشر حضور پیدا کوي. د یوه لیکوال په قول، خیام په خپلو رباعیاتو کې پر دې فلسفي مفکوره ټینګار کوي چې: پر دې ځمکه چې موږ ژوند کوو نه نیکمرغي شته او نه عاقبت. ماضي او راتلونکې دوه نیستۍ دي. هغه وایې د دغه دوه نیتسو په منځ کې دم غنیمت ګڼل په کار دي.
خو لایق د ژوندیو او قابل لمس موجوداتو سره سروکار لري. هلته چې پښتو او پښتونواله مطرح کیږي نو د خوشحال روح یې په رباعیاتو کې غږوني کوي. او کله چې د «دوران د قهرمانانو» په لوپه کې ورګډیږي نو بیا پخپله لایق دی چې حضور لري. خو کله چې د یاس، حرمان او ناهیلۍ سره مخامخ کیږي، نو بیا زموږ د دوران ډیر ستر پرزیدلې خو د سارتر په قول د میدان ګټونکی شاعر دی.
پر نورو ادبیاتو سربیره په پښتو ادبیاتو کې موږ ځیني سنتونه وینو: که خوشحال بابا شعر ته مغلوالې او د پښتون بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ د یاس او حرمان نه ډک رنګ ورکړې نو ایا د تیري پیړۍ پیښو په لایق د اثر نه دی کړی؟
که د غني پښتنې غچ اخیستونکی ولولي د «بودایي ډوله» چلندونو په اثر خپه شوي نو د هغه یاغي نظر یاس او ناهیلۍ او د عمر شتاب او د ځوانۍ د رنګینیو یا د هغه د شعر په ژبه و نه نڅیده؟ زما په نظر خو همداسي ده.
خو باید ووایو چې لایق رباعي یوازې د پند او نصیحت له پاره نه ده کارولي، بلکي لیندۍ تري جوړوي، غشی په کې ږدي او ګوزار کوي. لکه خوشحال بابا چې وایې:

چې رباعي د خوشحال خان دي
د لاجوردیو غیشو په شان دی
تیر ګر که هر څو غشی ښه روغ کا
پرواز یې بویه که پر یې وران دي

د لایق سپرغکې د غشو د ګوزار له پاره لیندۍ ده. که د وطن خبره او د اولس خبره او د ازادۍ خبره کیږي نو هغه د جهاد، مجاهد، ملا په لور غشي ګوزار وي. خو که خپل زلمیتوب ته، خپل عمر ته، خپل غربت ته، خپلې ماضي ته او خپلې ازادۍ ته یې فکر کیږي نو بیا د پند او نصیحت خبره نه کا بلکې غشي ږدي او په دې غشي ځان ژوبلوي چې په دې لړ کې چې ځان ژوبلوي نو د شعر «اور لوبه» ګټي. څو مثالونه:
الف-

ماشومتیا څه ده یو ښکلی خوب و
زلمیتوب څه و یو لیونتوب و
کله چې زوړ شوم په عقل جوړ شوم
نړۍ یاغي وه ژوندون اشوب و
= = =
څومره ښایسته یې د جانان غمه
چې چیرې ځمه تا ګر ځومه
که ته ساحل یې زه دي څپه یم
چې څو مې رټې بیرته درځمه
= = =
ای څومره تریخ یې د غربت اوره
چې سړی ورک کړي له خپله کوره
پرده د هیڅ چا په چا کې نشي
یا خپله کوره یا خپله ګوره

د هجوې سزا:

چا چې هجرت که ما به غندلو
زه یو بې رحمه هجوي شاعر شوم
د وریتو شویو زړو له ښیراوو
وطن پردی شو زه مهاجر شوم

د ځوانۍ جواز:

یو ځلې راشه د ځوانۍ جوشه
چې جواز واخلم له نوشانوشه
د زړښت ورځو په سپکو سپک کړم
جومات ته تښتم له می فروشه

لا راسره یې د ځوانۍ رنځه
ځګیروی دې اورم د زړه له منځه
ما په پردیو غمو کې هیر کړې
چې څو مې کنځې، هغو مې کنځه

چې څو راویښ شوم وخت رانه تیر شو
مرګه دمه شه چې کار مې ډیر شو
د شیبو لوبو پر ځان اخته کړم
هوس د عمر رانه چاپیر شو

د غربت حضیره:

په شنو لمنو وریځه خوره شوه
زموږ په زړونو لا توره شپه شوه
د یورپ خاوره چې جوړ جنت دی
موږ ته غربت کې یوه حضیره شوه

د وطن باد:

یو ځل را خور شه د وطن باده
تر دي لړلي مغرب اباده
زما د شعر بلبل ګونګي شو
فریاد فریاده فریاد فریاده

ځواني:

اي د ځوانیو د دوران یاده
د زخمي مینو یاغي فریاده
بي اوره ګالم د ژمي ستونځي
یو ځل مې یاد کړه داد و بیداده

ب – وطن او ملا:

وطنه ګوره دا دي څه حال شو
چې هر حرام دي غلو ته حلال شو
موږ خپلو خرو ته لاهک او پک وو
ملا ته ګوره چې خردجال شو

د جنګ اورونه بیا تازه کیږي
ملا حاکم شو دوزخ جوړیږي
د ملا عدل بي اور نه شي
افغان وطن به جهنمیږي

ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم میداني شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په څو ډالرو امریکایي شو

مجاز او حقیقت:

ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې

جهاد:

جهاد بل څه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنګ دی د تالانګرو
د دوښمنانو یو مصلحت دی

جهاد د خلکو تالا کول دي
هم سپکول دي، هم ورکول دي
د نالو ستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دي

جهادي پلمه:

جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوې مخې د چورولو
ازاد جواز دی پاکستاني ته
د افغانانو د ختمولو

جهاد شعار شو د انګریزانو
د تالانګرو امریکایانو
سعودیي راووست د افغان جنګ ته
صلیب چلتار شو د عربانو

سپکي ږیري:

دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره

ملا:

د ملایانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت رانیږدې دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم ګلب الدینه

ج- انقلاب او ګوند:

انقلاب څه دی یاغي دریاب دی
وحشي ټکل دي سور انتخاب دي
د ستمګرو زور او تیري ته
د سر شیندونکو خوبي ځواب دی

انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه

ګوند چې تکیه شو په شورویانو
جنون حاکم شو په انګریزانو
ملایې راووست په موږ یې سپور کړ
اوس ورته ټینګ شۍ انقلابیانو

ګوند:

موږه ګوند جوړ کړ د مظلومانو
د وزرماتو د محرومانو
چې سورور شو د زورور شو
زین کړي اس شو د جابرانو

ګوند یوه اډه شوه د شیطانانو
د بي هدفه منافقانو
د مشق میدان شو د هر پریوتي
د وطن پلورو نعره بازانو

وطن یو ګوند وو خو وروسته ګندشو
دځان غوښتونکو په لومه ګند شو
په جلا برخو ټوټه ټوټه شو
موړه موړه شو پیوند پیوند شو

د ګوند ناره وه د ویښولو
نه د تړلو ، نه د وژلو
یو څو مور غوي راکې پیدا شول
د نرخ او څلي د سپکولو

د- د میړاني ژبه:

پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې دا زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري ګرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی

د پښتون څلي:

هوډونه څه دي د پښتون څلي
لوړ میثاقونه اولس منلي
یا لوړي لووړي له خولې وتلي
مشهوري شوي په کور او کلي

هوډ:

هوډ یو میثاق دی د اولسونو
د پشتونوالې پر ناموسونو
انسان انسان شو په خپلو ژمنو
نه په پسونو نه په اسونو

که پښتون نه واي:

که پښتون نه واي زه به یو بل ووم
یا به جاسوس ووم یا به یو غل ووم
اوس راښکاره شوپه سیاست کې
که په هوډ نه وای زه به بدل ووم

افغان چې زخم د نام د ننګ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي

د پښتون څلی:

د پشتون څلی ، ختلي غرونه
درنې خبرې ، درانه خویونه
چې هو یې وکړه بله به نشي
څو یې په تن وي مغرور سرونه

ورورستۍ خبرې :
غواړم خبرې د مرحوم استاد روهي په یوه یادونه او د هغې په توضیح پاې ته ورسو: استاد د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د ښاغلي لایق په باب لیکي: « سلیمان لایق د ویښتیا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون د پړاو لارښونکی مثال او مشال دی. د لایق اکثر شعرونه د ګوندي ایدیالوجۍ په خم کې رنګ شویدي او له همدې امله دغه ستر استعداد لکه څنګه چې ښایې ونه پیژندل شو.»د روهی صیب دغه خبره یو څه پام غواړي، خو زه یې داسې تعبیروم چې کیداي شي لایق او د هغه ګوندي سیاسي تګ لاره اوایدیالوژیکه لیدتوګه هغه په یوه صف کې درولي وي. هغه یې له یوې کتلې خلکو جلاکړی او بلې ته یې نږدې کړي وي. خو دا به هم له پامه لیري نه ساتو چې د هغه نور داسې اثار هم شته چې د هغه د «شاهنامه یې» اغیز څخه په بیلا بیلو قطبونو کې څوک نه شي منکریداي.
بله دا چې د شاعر او هنرمند د کار ارزیابي په کلیت کې مطرح ده، نه په جږییاتو او ځیني ځانګړو برخو کې.
په هر صورت کله چې په واقعي او عیني توګه قضاوت کوو باید ووایو چې لایق د یوه هنرمند، یوه انځورګر او یوه ښه شاعر په توګه بی مثاله دی. دا چې ځیني کسان په مرکو او تبصرو کې پر هغه تور لګوي چې ګویا لایق ایدیالوجۍ منزوي کړ. سم دواره دا پوښتنه مطرح کیږي چې ایا همدغه کسان د یوه خاص لید له مخی یا د یوه خاصي ایدیالوجې له مخې دا قضاوت نه کوي؟ چې کوي یې. اړه نه وینم چې دلته د ایدیالوجۍ فلسفي مفهوم راوسپړم. ځکه دا مفهوم اوس له بدیهیاتو څخه او څرګند دی. موږ په سیاستون خبري نه کوو ، په شعر خبري کوو او کله چې شعر ته راځو نو د روهی صیب دا خبره داسې تعبیروو چې لایق د هغه د شعري استعداد پر مقیاس اوس هم لږ پیژندل شوي دي، یا په بل عبارت په دي لا اوس هم د سیاستونو ګرد پروت دي باید دا ګرد پک او د لایق هنري فکر پیژندنه شفافه شي.
دا سمه خبره ده چې د لایق په اثارو کې د ټولنیز تعهد مساله په قوت مطرح ده دا ده چې د چا په کلام او اثر کې د شاعر ذهنیت او تفکر مطرح نه دي. دا چې یو شعر څرنګه وکړای شي د خلکو تر شعاره اوج ته ورسیږي باید ذاتي جوهر ولري دا بل بحث دي. هدف دا دی چې که چیرې د شاعر شعر د خلکو د خولې ورد ګرځي نو قوي ذاتي جوهر به لري او له هغه څوک انکار نه شي کولې. نیمه پیړي او له هغه زیاته موده کې چې چنغر زیږیدلي دي او بادبان په توفانونو کې کاروان ته سمت او لوري ورکړې دی ایا د نسلونو په غوږونو کې یې ازانګې نه دې کړي چې ارومرو کړي یې دي.
د لایق په شعر کې هیله او امیدونه څپې وهې. د هغه شعر د ویلاړ او عظمت د روزنې او را پارونې او هستونې زردښتي او سپیڅلی اور دی. دا اور به تل د افغان په کیږدو، کوډلو، کنډرو کورونو دښتو او ښارونو کې بل وي، ځلیږي به او تودوخه به یې د نسلونو په روح او تن احساسیږي.
پاي