آسیا پاسیفیک؛ غربې آرام سمندر ته څیرمه د نړۍ یوه مهمه سیمه ده چې د خټیځې آسیا، جنوبي آسیا، جنوب خټیځې آسیا، اوقیانوسیي ( آسترالیا، نوی زیلاند )، د شمالي اتلانتیک ( د روسیي لیرې خټیځ ) او د خټیځ آرام سمندر په غاړو واقع ( مکسیکو، آمریکا، کاناډا، چیلي، پیرو ) او نور چې شمیر یې شاوخوا ۴۵ هېوادونو ته رسیږي، ( آسیا پاسیفیک ) سیمه تشکیلوي.

په دې سیمه کې د آمریکا، چین، هند، روسیي، جاپان، پاکستان، ملیشیا، اندونیشیا، آسترالیا، نوي زیلاند او تایوان په څیر ملکونه چې ستر اقتصادي، تخنیکي، پوځي، فرهنګي او نور امکانات لري آباد دي او په خپلو کې سیالي کوي.   

د آسیا پاسیفیک سیمې اهمیت او راتلونکې ته هغه مهال زیاته پاملرنه واوښتله له کله چې آمریکا آسپانیا ته په جګړه کې ماتې ورکړه او د امپریالیستي زبرځواک په توګه آرام سمندر کې راښکاره شوه. په ۱۹۰۰ م کال جمهوري غوښتونکی سناتور آلبرت بوریچ څرګنده کړه چې هر ځواک په آرام سمندر ولکه ولري، په نړۍ واکمنې کولی شي. په ۱۹۰۴ ـ ۱۹۰۵ کلونو کې د جاپان او روسیي د جګړي منځګړی تئودور روزولت دې پایلې ته ورسېد چې: آرام سمندر د اطلس اوقیانوس په څیر آمریکا ته حیاتي ارزښت لرلی شي.

په ۱۹۷۰ کال د آسیا پاسیفیک سیمې یو شمیر دولتونو پر اقتصادي انکشاف زیات تمرکز کولو چې له امله یې د آزاد بازار صادرات محوره اقتصادونه راڅرګند شول. د شوروي له ورانیدو وروسته د آسیا پاسیفیک د ډیر انکشاف له پاره ځانګړي شرایط برابر شول. د دې سیمو خلکو هم مینه لرله چې د اقتصاد له نړیوال کېدو سره سم ګام واخلې. خو د تایوان شخړې، شمالي کوریا اتومې کېدو، د چین جنوبي او خټيځو سمندرګیو کړکیچونو سیمه نارامه کړه اما له څه مودې هڅو وروسته ۲۰۰۷ کال آسیا پاسیفیک د نړۍ د اقتصادي موتور په نامه اعلان شو.

په یویشتمه پیړۍ کې د نفوسو د زیاتوالي، اقتصادي ودي او پرمختیا پر بنسټ وړاندوینه کیږي چې آسیا د نړیوال اقتصادي مرکز کوربه شي. په دې اړوند د مشهور فرانسوي تاریخ پوه فرناند براوډل له قوله د اقتصادي مرکز مفهوم د جهانې اقتصاد د جزبولو له مرکز څخه دی چې د نړۍ تاریخ کې یې څو ځله بدلون موندلی. یانې په تیرو ۴۰۰ کلونو کې اقتصادي مرکز ( په ۱۶ مه پیړۍ د بلجیم انتویپ، په ۱۷ مه پیړۍ د هالند آمستردام، په ۱۹ مه پیړۍ د بریتانیا لندن او په ۲۰ پیړۍ د آمریکا نیویارک ته ) یو پر بل پسې لیږدول شوی دی. اوس داسې نښې نښانې شته چې یویشتمه پیړۍ کې آسیا ته د نړیوال اقتصادي مرکز د لیږدیدو شرایط برابر شي او وبه کتل شي چې کوم آسیایي ښار د نړیوال اقتصادي مرکز د پلازمینې په توګه غوره کیږي.

په آسیا پاسیفیک کې آسه آن، سارک، د آسیا پسیفیک همکارۍ سازمانونه، د آسیا پرمختیایې بانک او ځینې نور بین الحکومتي سیاسي او اقتصادي سازمانونه موجود دي.

ځینې څیړونکې شلمه پیړۍ د آمریکایي راج دوره بولي او یویشتمه پیړۍ د آسیا پیړۍ په نامه یادوي. په دې سیمه کې سیاسي اقتصادي ځواکونه، د ودي پرمختګ شته فرصتونه او ظرفیتونه د آسیا پیړۍ نومولو کې غوره توکې دي. د آسیا پراختیایي بانک یوه څیړنه وایي چې د یویشتمي پیړۍ په منځنیو کلونو کې ښايي ۳ میلیارده آسیاوال د آروپا سټنډرډ ژوند او آسانتیاوي ولري. هیلري کلینټن عقیده لرله چې له دې وروسته د سیاست راتلونکې په آسیا کې ټاکل کیږي. له دې کبله آسیا پاسیفیک ته د آمریکا پاملرنه زیاته شوي ده. ځکه په تیرو درې لسیزو کې د آسیا پرمختګ له نوري نړۍ زیات ؤ.

د ځینو دلایلو له مخې د نړیوال سیاست په ډګر کې د آسیا پآسیفیک سیمه مهم رول لوبوي: ځکه دلته د نړۍ له نیمایي زیات نفوس ژوند کوي. يوازي چین او هند د ۲٫۸ بیلیونه نفوسو او آسه آین هېوادونه د ۶۲۲ میلیونو نفوسوپه لرلو د آسیا پسیفیک د اوسیدونکو ستره برخه جوړوي. دا سیمه په ستراتیژیک پوځي لحاظ اهمیت لري، ځکه چې آمریکا، چین، هند، پاکستان، جاپان، جنوبي کوریا په کې موقعیت لري. ستر اقتصادي قدرتونه لکه آمریکا، چین، آسترالیا، هند، سینګاپور او تایوان په دې ځاي کې آباد دي چې په سیمه ایز اقتصاد کې د ۳۱٫۳ تریلیون ډالرو پانګې لرلو سره نړیوال اقتصاد کې ۳۶ سلنه ونډه جوړوي او تر ۲۰۳۰ کال پوري ښايي دا رقم له ۴۵ تریلیون ډالرو واوړي او په نړیوال اقتصاد کې به له ۴۰ سلنې زیاته ونډه واخلي. له اقتصادي پلوه مهم بندرونه لکه شانګهاي دلته جوړ شوي چې د نړۍ هر ګوټ ته د لږ تر لږه ۶۰۰ میلیون ټنو په ظرفیت کالي لیږدوي. د آمریکا او چین اقتصادي سیالي هم په لویه کچه دلته کیږي.

د چین جنوبي سمندرګی او د هند سمندر، د چین او آمریکا دواړو له پاره د اهمیت وړ دي. ځکه د جنوبي سمندرګې د سپرټلې ټاپوګان په سیمه کې د پرتو هېوادونو له پاره په یوه دیپلوماتیکه لانجې اوښتې. آمریکا هم ځینې وختونه د دغه ټاپوګانو اړوند خپلي اندیښنې برسیره کوي. په دې ټاپوګانو بروناي، چین، مالیزیا فلیپین، تایوان او ویتنام دعوي لري. دعوه ګیرو ځینو هېوادونو وار له مخه په ټاپوګانو کې خپل شتون ساتلی. دا ټاپوګان د ستراتیژیک اهمیت تر څنګ ۱۷٫۷ میلیارد ټنو په ظرفیت د تیلو او غازو څلورم لوي زیرمتون جوړوي او د نړۍ په کچه ۳۵ سلنه کب نیونه هم دلته کیږي. د بیړیو مهمه سمندرې لیکه له دې ځایه تیریږي چې هر کال د نړۍ له نیمایي ډیرې بیړۍ پرې تګ راتګ کوي.

دواړه په دې سیمه کې اقتصادي علاقمندۍ لري چې تر منځ یې د کړکیچ کچه هم ډیره پورته ده. د بیلګې په توګه په هغو غونډیو چې پخوا فلیپین د ملکیت دعوه لرله چینایان ورباندې مصنوعي جزیري جوړوي او د فلیپین د کیلان ښار ښاروال دا پیښه تائیدوي. خو چین وایي جزیري جوړول د بیړیو او الوتکو په آزاد تګ راتګ کومه اغیزه نه کوي. همدارنګه د سپرټلې ټاپوګانو اړوند د آمریکا اندیښنه ماناداره ده او هغوئ غواړي په دې توګه د چین غوړیدونکې اقتصاد ته ستونزي راولاړي کړي. په همدې بنیاد هڅه کیږي افغانستان کې د داعش په نامه ډلې تشکیل شي او په سیمه ایزو تعاملاتو کې د روسیي او چین تر منځ ټکر ته زمینه ولټوي. نو ځکه طالبان وایي: نه غواړي راتلونکې کې چا ته ګواښ شي؛ مانا دا چې چین او روسیي ته یو ډول ډاډ ورکوي.

د جنوبي چین د لانجې په باب د چین بهرنیو چارو وزیر چې لږ ګړیدونکی سړی دی وویل: زر کاله وړاندې چین د سمندر سره یو تړلی ملت ؤ، سپرټلې یا نانشا جزیري د چین هېواد وموندلې، اداره یې کړلي، ويې کارولې. د سپرټلې جزیرو د نانشا چینایي نوم په اخستو وانګ یي وویل: چې زموږ ادعا د دې جزیرو په باب نه زیاته شوي او نه لږه شوي. څرګندیږي چې چین آمریکا ته پیغام ورکوي څو کوچنې هېوادونه د چین په وړاندې راپورته نه کړي. د دې خوځښتونو سره آمریکا خټیځه آسیا کې د فلیپین ملاتړ کوي او نوموړی هېواد په سپرټلې ټاپوګانو د ملکیت دعوه لري او د رویټرز په قول ښایې فلیپین له آمریکا د الوتکو، بیړیو او ساحلي رادار د غوښتلو مطالبې وړاندې کړي وي. دا ډول اقتصادي سیاسي کړکیچ او تقابل د جاري نړیوالو سیاستونو تاوده ټاپیکونه جوړوي.

په دې سیمه کې آمریکا له هند سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري او دا ټکی په نړیوالو سیاستونو کې د اهمیت وړ دی. آمریکا هند د یو راپورته کېدونکې ځواک په توګه د چین بدیل ګنې. دواړو آمریکا او هند په سیمه کې د لوړي کچې تړونونه لري: لیموا ۲۰۱۶ تړون میموراندم، کامکاسا ۲۰۱۸، بیکا او دفاعي تړونونه ۲۰۲۰ یادولی شو چې د آمریکا او هند ترمنځ د چین اغیز لږولو په موخه د لوړې کچې ستراتیژیک پوځي تړونونه دي. آمریکا د یو نړیوال زبرځواک او هند د یو سیمه ایز زبرځواک په توګه په سیمه ایزو او نړیوالو معادلو کې د آسیا پاسیفیک لوبغاړي بلل کیږي.آسیا پاسیفک د کښتۍ جوړولو صنعت تر ۴۳ بیلیونه ډالر پانګه کړي او د نړۍ اقتصادي مارکیټ کې ۶۶ سلنه ونډه لري. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵ دایمې غړو له جملې ۳ غړي هېوادونه آمریکا، چین، روسییه د آسیا پسیفیک څخه دي چې د منطقې اهمیت لا نور هم زیاتوي. نړیوال مهم ښارونه چې له یوې خوا زیات نفوس لرونکې دي، له بلې خوا اقتصادي اهمیت لري لکه نیویارک، ټوکیو، شانګهاي، مومباي، ډاکه، کراچۍ، بانکوک، لاس انجلس او نور د آسیا پاسیفیک په سیمه کې موقعیت لري. د داسې اقتصادي، سیاسي لوبغاړو شتون د نړیوال سیستم په سیاسي اقتصاد کې ټاکونکی اهمیت لري.

دا سیمه د نړیوالو سیاستونو له پاره مهمه ده او آمریکا ځانګړي علاقه لري چې په آسیا پاسیفیک کې خپل رول ولوبوي. بارک اوباما چې د لمړي پاسیفیک ولسمشر په نامه مشهور شو، ویل چې نړیوال نظم له آسیا پاسیفیک څخه شکل مومې او آمریکا باید په کې رول ولوبوي. آمریکا سیمې ته ځانګړې پاملرنه لري او د اقتصادي حضور تر څنګ خپل پوځي شتون ته ادامه ورکوي.

چین نن سبا سیمه کې په ستر اقتصادي پوځي ځواک اوړي، په نړۍ یي هم ورو ورو اغیزه زیاتیږي. آمریکا د چين وده د خپلې نړیوالي بادارۍ له پاره ستر ګواښ ګڼې نو ځکه آمریکا یوازې په هند تکیه نه کوي بلکه جاپان او آسترالیا هم د هِغې له پاره ډاډمن تکیه ځایونه ګڼل کیږي. آسیا پاسیفیک آمریکا او چین دواړو ته حیاتې ارزښت لري له دې کبله یاده سیمه د خپل اهمیت له مخې د نړیوالو سیاستونو په تعینولو کې ستر رول لوبوي.

په آسیا پاسیفیک کې د اقتصادي ځواک تر څنګ ژور کړکیچونه هم شته چې د نړیوالو سیاستونو په ټاکلو کې برخه لري. لکه د جنوبي چین سمندرګي، د چین او تایوان، جاپان روسيي، چین او جاپان، هند او چین تر منځ کړکیچونه، د هند او پاکستان تر منځ لانجې چې په جنوبي آسیا کې یې تر اوسه درې جګړي زیږولې او په اړوند یې ملګرو ملتونو څو پریکړه لیکونه صادر کړي. د افغانستان د سولي خبري چې پایلې يې په سیمه کې د سولي او ثبات په موخه ډیري څرګندي ونه ختلي د نړیوال سیاست غوره لوري تشکیلوي.

د نړیوال اقتصادي مرکزکوربه کېدو له پاره ښایي زیات دلایل وي، خو ویلی شو چې آسیا پاسیفیک سیمه د یو لوي لوبغاړي په توګه را اوچتیږي او د لوبي په قواعدو تاثیر ښیندي. نو په نړیوال اقتصاد یې اغیزه زیاته ده. دا د نړیوال مالي سیستم په جوړښت، د نړیوال اقتصاد لويو اقتصادي، مالي مسألو په تنظیم کې مهمې پرمختیاوي رامنځ ته کوي.

د نفوسو او اقتصاد په برخو کې چین، هند د آسیا پاسیفیک ستر ځواکمن هېوادونه یادیږي د اندونیزې، ویتنام، فلیپین، آسه آن او د سیمې د نورو هېوادونو په ګډوڼ ۴٫۴ میلیارده خلک چې د نړۍ د نفوسو ۵۶ سلنه کیږي آسیا پاسیفیک کې اوسیږي او د نړۍ له ۲۰ میتروپولتین ساحو څخه ۹ ساحې همدې منطقه کې واقع دي. سیمه له ۲۱ زیات اقتصادونه لري چې په مجموع کې ۳۹ تریلیونه ډالر ناخالص تولېد کوي او د نړۍ ۵۶ سلنه جوړوي.

چین جنوبي کوریا او آسه آن سره د جنوبي سمندرګې د لانجو لرلو برسیره د اړیکو عادې ساتلو هڅه کړي، آمریکا او جنوبي کوریا ته یې وریاده کړي چې د سړي جګړي په ذهنیت آسیا پاسیفیک هېوادو سره له تعامل ډډه وکړي. ښایې چین د آمریکا له پوځي حضور سیمه کې نګران وي خو د آمریکا د هڅو برسیره چین په ۲۰۱۷ کې د آسه آن له هېوادونو سره د جنوبي سمندرګې لانجو حل کې موافقي ته ورسیدو او دا یې د آمریکا مقابل کې خپله بریا وګڼله.

د آمریکا د تصدیو انستیتوت لوړپوړې څیړونکې ژاک کوپر له قوله چې آمریکا اوس هم منځنې خټیځ او آروپا کې بوخته ده، خو په آسیا کې د پانګونې د ډیریدو تر څنګ ولسمشر بايډن تر اوسه آسیا ته نه دی تللی. مګر د اوباما له وړاندیز څخه چې آسیا ته بیرته راستانه شئ، د آسیا آرام سمندر د بیا توازن ستراتیژي جوړیدل، د آسترالیا ډاروین کې د ۲۵۰۰ ځواکونو ځاي په ځاي کېدل، د ویتنام هند سره د دفاعي تړونونو لاسلیک کول، د ترمپ له لوري آسیا پسیفیک ستراتیژۍ کې یو نوی مفهوم ( د هند پاسیفیک ) په نامه ځایول ( د آمریکا د اردو پاسفیک کمانډ ) ( د هند پاسیفیک قوماندې ) په نامه یادول آسیا پاسیفیک ته د بیا پاملرنې بیلګې بللی شو.

د بایډن له خوا ( د ملي امنیت ستراتیژیو لنډمهاله لارښود ) له مخې د متحدینو ډله ایز ځواک د آمریکا جاپان، هند، آسترالیا په ګډون د ګډو ګواښونو مخنیوي له پاره وړاندیز شوی. بل مهم پرمختګ د دري اړخیزې امنیتې ملګرتیا میکانیزم رامنځته کېدل دي چې د آسترالیا، بریتانیا، آمریکا په ګډون جوړیږي او له آسترالیا سره به د اتومي ځواک لرونکو سب مرینو په پیرودلو کې مرسته کوي. متحده ایالات به د مایکرونیشیا په فدرالې ایالتونو کې د نوي اډې جوړول، د ګوام ګارنیزیون پراخول، په پاپوا نیو ګینا کې د نوي اډې جوړول او په پالاو کې د نوې رادار سیستم فعالول بشپړوي.

آمریکا د آرام سمندر لودیځه غاړه کې چیري چې د کاليفورنیا، واشنګټن ایالتونه پراته دي، د ۶۰ سمندري کښتیو او هوایي ځواک استولو سینه ډبولې وه خو په فلیپن کې د ( دوترته ) له واکمن کېدو وروسته د آمریکا سره د هغه هېواد پوځي اړیکې کمزورې شوي. تایلند په سیمه کې د چین د لوي سوداګریز ملګری څیره نیولي او د چین د یو کمربند یوي لارې په نوښت کې هم ګډون کوي.

د آمریکا د تصدیو انستیتوت مشر کوپر له قوله، آمریکا د جاپان، جنوبي کوریا او ګوام په میشتو اډو ډیره تکیه کوي. خو دا اډي د چین د کروز او دودیزو بالستیک توغندیو په وړاندې خورا زیان ګالي ښکاري.

افغانستان د آسیا پاسیفیک سیمې هغه هېواد دی چې د پاملرنې وړ اقتصادي ستراتیژیک موقعیت لري خو نه دی بریالی شوی څو د آسیا پاسیفیک، منځنۍ آسیا، منځنې خټیځ د ودي او پرمختیا په بهیر کې چې نړیوال او سیمه ایز اهمیت لري، د خپلو خلکو په ګټه هغه خوا ونیسې چې د افغانستان د طبیعي زیرمو په سم ډول را ایستلو، صادرولو او لګولو کې کمک وکړي. له افغانستان څخه تر اوسه د خیز تختې په توګه د ګټې اخستلو هڅه یو شمیر زبرځواکونو کړي، خو د اغیزمنې څلورلارې په بڼه او د هغې له طبیعي زیرمو څخه د څو اړخیزي استفادي د اقتصادي سیالۍ هڅولو کوښښ ډیر لږ شوی. نو ځکه ترهګري بستر خوروي، افغانان او سیمه وروسته پاتې ساتل کیږي، د نړۍ جنګي ماشین والا د انسان وژونکو جګړو د جنایت لاس د افغان او سیمې خلکو په جامو پاکوي. هېوادوال او په سیمه کې میشت خلک د فرهنګي وروسته پاتیوالي په پلمه د جګړي او ترهګرۍ پنځونکې او پالونکې بولي. خو ریښتیا داده چې په افغانستان څه کم نیمه پیړۍ نښتې جګړه پردۍ ده، دا جګړه اقتصادي ستراتیژیکو سیمو ته د نږدي کېدلو، د هغې د ولکه کولو او د چاپیریال خچنولو په بیه یې د لوټولو جګړه ده. خلک اړ دي څو د افغانستان په سینه د مواصلاتي لویو غزیدونکو لارو د استفادي په میکانیزمونو کې د صنعت، تولېداتو او سوداګرۍ هغو منډییو ته لاسرسی پیدا کړي چې په منځنې خټیځ، منځنۍ آسیا او آسیا پاسیفیک کې فعالیت کوي. د منډییو سره د افغانانو لمړنۍ اړیکې د هېواد طبیعي زیرمو ارزښت څو برابره لوړ بیایي او د جګړو د ټغر ټولیدو لامل کیږي. افغانانو ته په کار ده چې له آیدیولوژیکو آندونو او سمت نیونو څخه د هېواد په سیاست، اقتصاد او فرهنګ کې واټن ونیسې. د اعتدال، فعالو ګټورو آړیکو نیولو پاللو، د ژوند بیلابیلو ډګرونو کې د پوهي حاصلولو او مسلکې کېدلو، قانون ته د غاړې ایښودلو، په ژوند کې د دموکراسۍ تعمیمولو، د وطن شتمنۍ او خلکو د خیال ساتلو، له نړۍ سره د نړیوالو په څیر د ګډ ژوند کولو، له نارینه سالارۍ څخه د جنسیتي تساوۍ منلو په فرهنګ، د ځان او ټولني د آموخته کولو له پاره هڅه وکړي. آسیا پاسیفیک د یویشتمې پیړۍ د اقتصادي سیاسي عروج سیمه ده. اقتصادي بازار له لیري وچې څخه د افغانانو انګړ دروازې مخې ته په لیږدیدو دی. که اوس هم وطنوال د خپلي اقتصادي سیاسي بقا سوال ته ځیر نه شي، دوویشتمه پیړۍ به زموږ له هویتي شتون پرته سیمه او نړۍ د پرمختګ لا لوړي پوړۍ ته پورته کړي.

سرچینه: انټرنیټ

نوروهاب څپاند